د لرغون کوټ سېل (17)
ګرانو او قدرمنو دوستانو د تودو سلامونو په وړاندې کولو سره د لرغون کوټ سېل نومې لرۍ له يو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې يوو.د مطلب په دوام کښې هم په تهران ښار کښې د اسلامي انقلاب او مقدسې دفاع ميوزم باغ ته راغلي يوو چې د دغه ځاے له مختلفو برخو سره آشنا شوو، نو ښه ده د پروګرام تر آخره پورې له مونږ سره ملۀ اوسئ.
ميوزيمونه د مختلفو نسلونو ترمېنځ د اجتماعي ارزښتونو او مفاهيمو په انتقالولو کښې يو موثره رول په غاړه لري او ننني نسل لپاره په تېرو وختونو کښې د شتون حس رامنځته کولې شي. په همدې وجه د نړۍ مختلفو هېوادونو د تاريخي واقعاتو د ياد راوړنې او د خپل ملي تشخصي عناصرو د ساتنې لپاره په مختلفو برخو کښې تخصصي ميوزيمونو جوړولو ته خاص پام لري. د دغو تخصصي ميوزيمونو يو مهم قسم د جنګ له واقعاتو سره اړوند دے او اکثر هېوادونه کوشش کوي چې د داسې چاپېريالونو په جوړوولو سره د تېره تاريخ له نندارې نه علاوه د خپل ننني نسل ترمېنځ دفاعي روحيه وساتي.
د ايران په اسلامي جمهوريت د عراق د بعثي رژيم د تپل شوي اته کلن جنګ په دوران کښې ايراني جنګياليو زياتې او بې مثاله قربانۍ او سرښيندې ترسره کړې او او ګڼ شمېر زړۀ ور ايرانيان د خپل وطن د ساتنې لپاره شهيدان شول. په تهران کښې د اسلامي انقلاب او مقدسې دفاع ميوزيو کوشش کوي چې د ايران د اسلامي انقلاب د تاريخ له ښودلو نه علاوه د تپل شوي جنګ په دوران کښې د ايراني ځوانانو د زړه ورتيا او قربانيو يو برخه وړاندې کړي چې راتلونکي کهول هم د خپل هېواد د معاصر تاريخ له يوې مهمې برخې سره آشنا شوو.
د اسلامي انقلاب او مقدسې دفاع ميوزيم په ۲۰۱۰ ميلادي کال کښې او په تقريبا دوه لکه شل زره مربع ميټر رقبې سره په تهران ښار کښې جوړ شو. دغه ميوزيم باغ د اسلامي نړۍ د جنګ ترټولو لوے ميوزم او د اېشيا د لويديځ ترټولو ماډرن مويزيم په توګه پېژندل کيږي چې پکښې د دنيا له ډېرو ورزنيو ټېکنالوجيو څخه استفاده شوې ده او په همدې وجه کوشش شوے دے چې د جنګ د سختو ورځو او همدارنګ د اسلامي انقلاب او له پهلوي حکومت سره د مبارزو د رامنځته کېدو د څه رنګوالي ښودنه وشي.
نو عزتمنو له مونږ سره ملۀ اوسئ چې په دوام کښې دغه ښکلي او بې مثاله ميوزيم ته سر ورښکاره کړوو او د هغه له هالونو او مختلفو برخو سره آشنا شوو.
د اسلامي انقلاب او مقدسې دفاع ميوزيم د عباس آباد سيمې په زمکو کښې او د تهران ښار د کلتوري قطب ترڅنګه پروت دے. يعنې د تهران د کتاب د باغ ، د ايران د ملي کتابتون، د ادبي کلتوري مرکزونو، د مقدسې دفاع ميوزيم او د تهران مصلی يا عيدګاه په شان ټولګې په يو ځاےکښې شتون لري او په تهران کښې يې يو ډول کلتوري قطب رامنځته کړے دے. د دغه ميوزيم بهرنۍ برخه ډېره ښکلې او له مختلفو بوټو او ګياهانو څخه سرپوښه شوې ده، هغه بوټي چې دائمي عمر لري او زياتره يې درمليزې بوټي دي. همدارنګ همدارنګ د اوبو په سر د فېلم د نندارې د امکان په امکان سره د مقدسې دفاع په ميوزيم باغ کښې يوه ډېر لوے جهيل موجود دے چې يې يو ځانګړے خصوصيت ګڼل کيږي. په دغه جهيل کښې له سلو نه زياتې فوارې دي چې د شپې په کار شروع کوي او له روښانه کېدو سره سم د ايراني شهيدانو جنګياليو تصويرونه د اوبو د باسه ښئ.
خو خپله ميوزيم باغ په اتلو هالونو مشتمل دے چې اوه هالونه په خپلو کښې سره ګڼدل شوي دي او يو هال په بيله بڼه دے. د ميوزيم باغ په مختلفو هالونو کښې کوشش شوے چې د انقلاب او مقدسې دفاع د دوران واقعات په روائي شکل سره بيان شي او ننداره کونکي د هغه دوران حالات په ښه ډول محسوس کړي، د مقدسې دفاع د ميوزيم باغ له هالونو څخه وړومبنے هال آستانه نوميږي چې په حقيقت کښې د ميوزيم په خپلو کښې سره د ګنډل شويو هالونو د ننوتلو لار ګڼل کيږي.
آستانه هال د ريښو په برخه او آستانه برخه باندې مشتمل دے. د ريښو په برخه کښې چې له تېرو وختونو نه تر نننه پورې د ايران ريښې وړاندې کوي د ايران د تاريخ له يوې برخې سره آشنا کېدو شوو. منجمله په دغه هال کښې د ايران د تاريخي آثارو ويډيو وال، چې چغازنبيل، د شوشتر د اوبو سېسټمونه او په اسلامي دوران کښې د ايران په تاريخي اثارو باندې مشتمل دے . د هخامنشي په دوره کښې د ايران نقشه او د ايران اوسنۍ نقشه، همدارنګ د اصفهان د جامع جومات د کاشی کارۍ برخه چې د حضرت امام علي (ع) په نوم سره ښکلې کړې شوې ده نندارې ته وړاندې شوې ده.
په آستانه هال کښې يو ستر ديوال شتون لري چې ورباندې له (1953 نه تر 1979ميلادی کال پورې موده کښې د ايران د خلقو د مبارزې د ميناتورۍ اته دېرش سائن بورډونه انځور کړې شويدي. د دغه هال په بله برخه کښې چې د امام خميني جلوه ګاه په نوم مشهوره ده له (1964 نه تر 1979 ميلادي کلونو پورې موده کښې د امام خميني (رح) تصويرونه د 1969 کال د فرورۍ په وړومبۍ نېټه ايران ته د هغوي د راتلو تصويرونه نندارې ته اېښودل شوي دي.
د ميوزم دويم هال حېرت او حقانيت نوميږي. دغه هال په صحيح معنو کښې د بعثي رژيم له تېري څخه د ايران د خلقو د حېرت او په خپلې خاورې باندې د تيري په مقابل کښې په دفاع کښې د هغوي د حقانيت ښودنه کوي. هال ته د ننوتلو په برخه کښې د صدام يو ستر تصوير لګېدلے دے چې د امنيت د شورا د پرېکړليک د شلولو په حال کښې دے. دغه سند د ايران د پوله ايز حريم ښودنه کوي چې د صدام لخوا ورباندې په سترګو پټولو سره د ايران او عراق ترمېنځ اته کلن جنګ شروع کيږي. په دوام کښې په دغه هال کښې د جنګي حالاتو د مختلفو سېمبولونو ليدنه کولې شوو چې د ننداره کونکو لپاره د هغه دوران حالات بيانولې شي. د دغه هال له سېمبولونو څخه د خرمشهر جامع جومات او د بمباريو کوټه ده چې پکښې د ايران په خاوره کښې د عراق د هوائي بمباريو يو فېلم نندارې ته اېښودل کيږي. همدارنګ له جنګ نه پس د خرمشهر د يوې برخې سېمبول او د آبادان د چاڼ ځاي سېمبول چې د جنګ له دورانه د پاتې حقيقي ټوټو په استعمالولو سره جوړه شوې ده.
د اسلامي انقلاب او مقدسې دفاع د ميوزيم باغ د معرفي کولو په دوام کښې د موزيم د دفاع هال ته ورځو. په دغه هال کښې داسې اثار نندارې ته اېښودل شوي دي چې د تپل شوي جنګ له شروع کېدو نه پاس د ايران د خلقو د غېرتمنې دفاع ښودنه کوي. په دغه هال کښې د لويديځو رسنيو لخوا په ايران باندې د عراق د حملې د خبري بائيکاټ تصويرونه او مدارک ليدل کيږي. په دغه هال کښې يو په زړه پورې برخه توده او ساړۀ سنګرونه دي چې په دغه برخه کښې وړاندې کړې شوي چې ننداره کونکي د ايران په جنور کښې د سنګرونو د زياتې ګرمې هوا او د ايران په لويديځکښې د سړې هوا له حالاتو سره آشنا شي.
د دفاع له هال نه پس د ارامښت نومې هال ته ورځوو. هغه هال چې پکښې دجنګ هغه وخت ښودل کيږي چې عامه خلق او جنګيالي له موجودو حالاتو سره ځانونه سم کړي او ورباندې مسلط شوي دي. په دغه هال کښې په دوند لرونکې پرده باندې د عراقي ځواکونه تصويرونه ورکړې شوي دي چې د نندارې پردې ته د ليدونکو په ورنزدې کېدوسره عراقي عسکر وړومبې يرغليز حالت کښې راځي او بيا په شاتګ شروع کوي او تښتي.
د مقدسې دفاع د ميوزیم باغ يو بل هال شهادت هال نوميږي. هم هغه ډول چې د دغه هال له نوم نه څرګنده ده چې د ميوزيم په دغه برخه کښې د شهادت په اړه معلومات دي. دغه هال ته د ننوتلو لار د شهادت نومې پل سره شروع کيږي، هغه پل چې چاپېره سپين ديوالانه د ايراني شهيدانو په نومونو سره سينګار شوي دي. په دغه هال کښې د شهادت، سرښيندنې، بې درکه شويو او پتمنو په شان موضوعاتو سره آشنا شوو.
په دوام کښې هم پيروزي نومې هال ته ورنزدې کيږوو. دلته کښې د مقدسې دفاع په دوران کښې ترلاسه شوې کاميابۍ انځور شوې دي. د صدام د بهرنيو ملاتړو او له هغه څخه په فوځي او غېر فوځي برخو کښې له ملاتړ سره د اړوند سندونو او خبرونو او همدارنګ د هغه دوران د ورځپاڼو تصويرونه چې د کاميابيو په وجه د خلقو د خوشحالۍ ښودنه کوي هم په دغه هال کښې نندارې ته اېښودل شوي دي.
اوم هال سرانجام هال نوميږي. په دغه هال کښې د اته کلن جنګ نتيجه او عاقبت ښودل شوے دے. سرانجام هال د امام خميني (رح) د رحلت په ښودلو سره شروع کيږي. د امام خميني (رح) تصويرونه دامام د کورنۍ د وداع تصويرونه ، د امام د جنازې د مراسمو تصويرونه او د آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي لخوا د امام د وصيت د لوستل کېدو تصويرونه په دغه برخه کښې اېښودل شوي دي.
د مقدسې دفاع د ميوزيم باغ له اوو واړو هالونو نه علاوه چې په خپلو کښې سره ګنډل شوي دي، يو بل هال هم دغلته موجود دے چې د پروانو هال نوميږي. دا دغه ميوزيم يوازېنے هال دے چې ميوزيمي او حجمي اړخ لري. د داسې يوې فضاء د رامنځته کولو مقصد د مقدسې دفاع د ډېر موثره دوران د شهيدانو نمانځنه ده چې د پروانو په شان يې ځانونه د خپل هېواد په دفاع کښې قرباند کړي دي.
له دغو اوو واړو هالونو څخه تېرېدل او د هغه په مختلفو برخو باندې تمرکز څو ګېنټو وخت ته ضرورت لري. د مقدسې دفاع د ميوزيم باغ په پلاننګ کښې دا امکان په نظر کښې لرل شوے دےچې ننداره کوکونکي له هرې مرحلې نه پس له هالونو څخه د وتلو امکان ولري او د تپل شوي جنګ د يادونو او خاطرو ليدنه په دقت سره وکړې شي.