د فارس خلیج په حقیقی او تلپاتی هویت ټینګار
فارس خلیج د زاړه استعمار په وخت کی د استعمارپالو له لوری د ډیرو حملو شاهد وو . په فارس خلیج کی د پردیو د شتون په پړاونو کی په دغه اوبلارې او تنګه هرمز د پرتګالیانو ۱۵۰ کلنې ته اشاره کولی شو .
د فارس خلیج د ملی ورځې نومول له دوو اړخونو د اهمیت وړ ده . لومړې اړخ یې د فارس خلیج په حقیقی او تلپاتی هویت ټینګار دې .
دوهم اړخ یې د فارس خلیج او عمان سمندرګی ممکتاز موقعیت ته ګرځی .
فارس خلیج د ایرانی ټاټوبی په اندازه زړوالې او قدمت لری او په دغه دریاب د فارس نوم کیښودل د سیمې د تاریخ په هویت ټینګار دی .
فارس خلیج څه د پاسه ۲۳۷۰۰۰ مربع کلومیټر پراخوالی لری چی د عمان سمندرګی په اوږدو او د ایران او عربستان ترمینځ قرار لری . دغه خلیج په نړۍ کې تر ټولو ګرم او د نړۍ دریم ستر خلیج بلل کیږی او د تیلی او ګازی سرچینو د شتون په دلیل په نړیواله سویه مهمه او سټراتیجیکه سیمه بلل کیږی . فارس خلیج د تیلو له کشفیدا مخکې هم تل یوه مهمه دریایی اوبلاره وه .
د اسیا د لویدیځ او فارس خلیج حوزې څیړاندې او لیکوال محمد عجم د فارس خلیج د سیمې د اهمیت او په بیلا بیلو ډګرونو کی د دغه تنګی د اغیزو په اړه وایی په نړۍ کې د فارس خلیج حساسیت د اقتصادی ، سیاسی ، تجارتی او ارتباطی اړخونو ته په پام سره ډیر مهم دی .
فارس خلیج د زاړه استعمار په وخت کی د استعمارپالو له لوری د ډیرو حملو شاهد وو . په فارس خلیج کی د پردیو د شتون په پړاونو کی په دغه اوبلارې او تنګه هرمز د پرتګالیانو ۱۵۰ کلنې ته اشاره کولی شو .
په ۱۵۰۶ میلادی کال کی پرتګالیانو د مشهور دریاکچکونکی البرکرک په مشرۍ په فارس خلیج پښې کیښودلې . البرکرک باور درلوده چی هر هیواد د دریو سیمو مالاګا ، عدن او هرمز په کنټرول کی اخیستلو سره د نړۍ په تجارت حکومت کولې شی ، دغه تفکر سبب شو چی پرتګالیان له یوې مودې وروسته قشم ، هرمز او ګمبرون ټاپوګان ونیسی . ګمبرون ټاپو ته اوس بندر عباس ویل کیږی .
د دغې سیمې تاریخ او د تیری ګرو په وړاندی د ایران د غیرتی او شجاع ملت مقاومت او دریدا په ځلونو ښودلی ده چی پردی به هیڅکله د سلطې لپاره په فارس خلیج کی ځای ونلری .
د ایران له جنوبی سواحلو د تیری ګرو پرتګالیانو تیښته د دغه حقیقت ګواه ده . د فارس خلیج سیمه د خپل ممتاز جغرافیایی موقعیت په دلیل په وروستیو پیړیو کی هم د پردیو هیوادونو د شتون او سیالۍ ډګر وه .
څلور ځله برتاینه والو په بوشهر حمله وکړه او هر څلور ځله عالمانو د دفاع حکم ورکړ او د ریسعلی دلواری او احمد خان تنګستانی په شان سردارانو د دغه ټاټوبی له خلکو سره یو ځای حماسه راوپنځوله او هر څلور ځله زوړ استعمار ماته وخوړه . په دې لړ کی د بوشهر ولایت د خلکو استعماری ضد مبارزې په تاریخ کی تلپاتی دی .
«««««««««««««««««««««««««
د غوای ۱۰ نیټه د ایران په تاریخ کی د تیری ګرو او زور ویونکیو په وړاندی د دریدا په ډګر کی د ایران د سرلوړی ملت د سرشیندنو او زړوږرتیاو یادونه کوی .
د فارس خلیج د ملی ورځې نومول په حقیقت کی د دغې سیمې د تاریخ د عظمت او اصالت یادونه ده . دغه نومونه چی له فارس خلیج د تیری ګرو پرتګالیانو د د ویستلو له کلیزې سره سمون خوری ، نړیوالو استعمارپالوقدرتونو ته تاریخی پیغام لری چی له ډیر وخت راهیسې په فارس خلیج او د هغه په حیاتی سرچینو په سلطې پسې وو .
فارس خلیج د ایران له تمدن سره نه شلیدونکی پیوند لری او په هغو نومونو کی بلل شمیرل کیږی چی له تیر وخت تراوسه د لیری او نږدې ملتونو او قومونو ترمینځ په اسنادو ، مکاتبو او تړونونو کی ترې استفاده شوی ده . د فارس خلیج په اړه په موجودو تر ټولو زاړو اسنادو کی له لرغونی یونان پاتې کتابونو ته اشاره کولې شو . یونانی مورخانو په دغو کتابونو کی په پرسیکوس سینوس نوم سره چی د فارس خلیج په معنا دی ، دغه اوبلاره یاده کړی ده . له اروپایانو په پاتې ډیرو نقشو کی هم له پیړیو وروسته په همدې نوم فارس خلیج یاد شوی دی .
هغه ډیرې نقشې چی برتانوی جغرافیادانانو او ماڼوګانو په ۱۶ او۱۷ پیړیو کی پریښودلی دی په دې زمینه کی نه انکاریدونکی اسناد تر سترګو کیږی .
د یونانی جغرافی دان اناکسیماندر ، د هکاتیوس ، او د اسکندریه د مشهور جغرافیه دان او منجم بطلمیوس د نړۍ نقشې د دغوتاریخی اسنادو یوه برخه ده .
په هغو اسنادو کی چی په عربی ژبه موجود دی ، د خلیح الفارسی ټکې راغلی دی او په ملګرو ملتو کی هم یولس معتبر سندونه موجود دی چی پکې د خلیج فارس راغلی دی .
««««««««««««««««««««
د فارس خلیج د ایرانی هویت او نوم تحریف د لومړی ځل لپاره د برتانوی کارګزارانو په وسیله د فارس خلیج د شیخ میشتو د سرپرستۍ په پړاو کی او په تیره بیا په فارس خلیج کی میشت د انګلستان د یوه سیاسی استازی رودریک اوون په وسیله ترسره شو .
اوون په ۱۹۵۸ کال کی د حباب های طلای golden bulbs) نومی کتاب کی لیکلی دی ما په ټولو جغرافیایی نقشو او کتابونو کی له فارس خلیج پرته بل نوم ندې لیدلی خو څوکله چی هلته میشت وم نو متوجه شوم چی د ساحل اوسیدونکی عرب دی نو باید دغه خلیج عربی ونوموو .،،
له درستو تاریخی اسنادو او شواهدو سره سره د سیمې ځینو عربو هیوادونو په وروستیو لسیزو کی او په پردیو پورې اړونده ډلو له ۶۰ لسیزې راهیسې هڅه کړی ده چی د سیمې د تاریخ او هویت په تحریفولو سره د فارس خلیج نوم په خپل ګومان د سیمې له تاریخه پاک کړی خو بریالی نشول .
د ملګرو ملتو سیکرټریټ تراوسه دوه ځله په جلاجلا بیانیو کی جوته کړی ده چی د اسنادو ، اطلسونو ، جغرافیایی نقشو په اساس دغه سیمه فارس خلیج نومول کیږی .
په دغو سندونو کی هغه بیاینه هم شامله ده چی د ۱۹۸۴ کال په اګست میاشت کی ثبت شوه او د سیمې د ۲۲ عربی هیوادونو له خوا د ملګرو ملتو د سند په توګه لاسلیک شوه . د ملګرو ملتو کلنیز کانفرنس هم د جغرافیایی نومونو په اړه د غږملتیاو په باب هر کال د فارس خلیج په نوم ټینګار کړی دی .
له امله ده چی د ایران د کلتوری انقلاب عالی شورا د ایران له تاریخی هویت د ساتنې په ضرورت په ټینګار سره چی په ځلونو پرې پردیو تیری کړی دی ، د غوای ۱۰ نیټه د فارس خلیج ملی ورځ ونوموله .
فارس خلیج هغه نوم چی د ایران تاریخ په ځان کی لری .
یوازې کافی ده چی تیر وخت ته یوه کتنه وکړو نو هغه وخت به معلومه شی چی څرنګه د ایران تاریخ له دغې اوبلارې سره تړلی تر څو د تل لپاره د فارس خلیج نوم پاتی کړی
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
ایران تاریخ او د تیری ګرو په وړاندی د ایران د غیرتی او شجاع ملت مقاومت او دریدا په ځلونو ښودلی ده چی پردی به هیڅکله د سلطې لپاره په فارس خلیج کی ځای ونلری .
د غوی لسمه د تاریخ او کلتور سمبول اوپه عین حال کې په فارس خلیج کې له پردیو او تیری ګرو سره په تاریخی مبارزو کې د ایرانی ملت د دریدا او شجاعت یادونکی ده .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
پای