Apr 22, 2024 03:53 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایران د ولسمشر د رسمي سفر هرکلی وکړ (خبرونه  دلته لوستلی شي)

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د اسلامي ایران د ولسمشر د ابراهیم رئیسي د رسمي سفر د پروګرام په اعلانولو سره وویل دغه سفر د دواړو ګاونډیو هیوادونو د اړیکو له مخکې څخه د زیاتې پیاوړتیا لپاره مهم فرصت دی.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت نن اسلام اباد ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د رسمي سفر په تائیدولو سره په یوې بیانیې کښې وویل پاکستان ته د ایران د ولسمشر سفر د روان میلادي کال په فرورۍ میاشت کښې د نوي حکومت له جوړیدا وروسته اسلام اباد ته د یوه خارجي هیواد د یوه مشر لومړنی سفر دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به پاکستان ته په سفر کښې له ولسمشر اصف علي زرداري ، لومړي وزیر شهباز شریف ، د قومي اسمبلۍ او د مشرانو جرګې له مشرانو سره کتنه وکړي او بیا به لاهور او کراچۍ ښارونو ته هم ورشي.

د تجارت ، د سیمه ئیزو ارتباطاتو، انرژۍ ، کرهڼې او د ولسي اړیکو په شمول په بیلابیلو زمینو کښې د دواړه اړخیزه ملګرتیاو او د اړیکو د ډیرې پیاوړتیا لپاره هڅه  به هم د دواړو هیوادونو د چارواکو په اجنډا کښې شامله وي.

 د ویلو ده چې پاکستان ته د ایران د ولسمشر سفر دری ورځنی دی او دواړه هیوادونه به بیلابیل تړونونه او موافقې هم لاسلیک کړي.

په کراچۍ پوهنتون کښې به د ایران د ولسمشر د میرمنې د کتاب مخ کتنه هم وشي او پوهنتون به د ایران ولسمشر ریسي ته اافتخاري سند هم ورکړي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د لبنان حزب الله د اسرائیلو الوتکه نسکوره کړي ده

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله بیګا وویل چې په جنوب کښې یې د صهیونیسټ رژیم یوه بې پایلوټه الوتکه غورځولي ده.

حزب الله وویل د صهیونیسټ رژيم یوه بې پایلوته الوتکه چې «هرمس څلور سوه پنځوس» ډوله وه د لبنان په جنوب کښې د العیشیه سیمې د پاسه د جنګي ماموریت په وخت نسکوره کړي ده.

د لبنان حزب الله غورځنګ دغه راز وویل چې دوې د نیواکي فلسطین په سرحد کښې په المطله ښارګي کښې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو په دوو ودانیو هم بریدونه کړي دي.

د لبنان حزب الله د فلسطین د خلکو او د مقاومت ډلو د ملاتړ لپاره له تیرو څو میاشتو راهسې د صهیونیسټ رژیم د پوځيانو پرضد بریدونو ته دوام ورکړی دی او تراوسه لسګونو زره صهیونیسټان د حزب الله د حملو له ویرې څخه د لبنان سرحد ته نږدې له ښارګیو څخه تښتیدلي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پاکستان ته د ایران د ولسمشر سفر د سولې او د دوستۍ پیغام لري

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سفر تاریخي او د دواړو ګاونډیو هیوادونو د روښانه راتلونکي بیانونکی وباله او ټینګار یې وکړ په پاکستان کښې د ابراهیم رئیسي شتون د دواړو ملتونو لپاره د سولې او د دوستۍ د پیغام راوړونکی او د ولسي پیوندونو د پیاوړتیا سبب دی.

ممتاز زهرا بلوچ پرون په اسلام اباد کښې له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ورسره ایراني لوړرتبه پلاوي په سفر باندې د خوښې په څرګندولو سره چې ټاکل شوی دی نن اسلام اباد ته ورسیږي وویل دا به یو تاریخي سفر وي ځکه چې ښاغلی رئیسي یو خارجي لوړرتبه چارواکی دی چې په پاکستان کښې له انتخاباتو او د نوي حکومت له جوړیدا وروسته اسلام اباد ته ورځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ زیاته کړه ایران او پاکستان به د دوه اړخیزه ملګرتیاو د پراختیا په تیره بیا له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې چې د دواړو هیوادونو لپاره یو ګواښ ګڼل کیږي د ملګرتیا په لارو چارو او دغه راز د شانګهايي د ملګرتیا موسسې او د اسلامي ملګرتیا موسسې په شمول په سیمه ئیزو او نړیوالو ټولنو کښې په ملګرتیاو غور وکړي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د اسرائیلو خلک د نتانیاهو په بریالیتوب ناهیلي دي

ایرنا خبري اژانس نن سهار وختي راپور ورکړ په نیواکي فلسطین( اسرائیلو) کښې د یوې نظر سنجې پایلې وايي اته شپیته فیصده اسرائیلیان په غزې تړانګې جنګ کښې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په بریالیتوب ناهیلي دي.

د صهیونیسټ رژيم د دولسم ټیلي ويژن چینل نظر سنجې وښودله اته شپيته فیصده اسرائیلیانو ویلي دي چې لومړی وزیر نتانیاهو په غزې جنګ کښې نشي بریالی کیدلای.

له بلې خوا د صهیونیسټ رژيم رسنیو وویل د بندیانو د مبادلې د موافقې د ترسره کولو لپاره له حماس غورځنګ سره تماسونه بند شوي دي او معلومه نه ده چې دغه تماسونه به کله له سره پیل شي.

د صهیونیسټ رژیم هاارتص ورځپاڼې د ځینو سرچینو په قول وویل د اسرائیلو رژیم چارواکو له عربستان سره د اړیکو د احتمالي عادي کیدا په موافقې حساب خلاص کړی دی چې ممکنه ده دغه رژیم په غزې تړانګې کې د جنګ بندیدا ته مجبوره کړي.

دغه راپور وايي د امریکا حکومت د راتلونکي مي میاشتې اخرې ورځې د سعودي عربستان او د اسرائیلو رژیم  د اړیکو د عادي کیدا د موافقې ته د رسیدا لپاره ټاکلي دي.

سیاسي شناندي وايي د اسرائیلو رژیم د غزې تړانګې جنګ که وبایلي او یا یې وګتي صهیونیسټ رژیم دغه جنګ بایللی دی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یونیسف د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د جنایتونو د بندیدا غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسیف په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم په جنایتونو کښې د ګڼ شمیر فلسطیني ماشومانو شهادت ته په غبرګون کښې د دغو جنایتونو په بندولو ټینګار وکړ.

یونیسیف په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د جنایتونو په بندولو او په دغه سیمه کښې سمدستي د اوربند په ټینګولو باندې ټینګار سره وویل د اردن سیند په لویدیځه غاړه  او طولکرم کښې د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم په حملو کښې درې فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د فلسطین رسنیو پرون وویل د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح سیمه کښې د صهیونیسټ نسل وژونکي رژیم په هوايي حملو کښې د څوارلسو ماشومانو په شمول کابو نولس ماشومان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت وویل چې اسرائیلو تراوسه څلوردیرش زره او اوه نوي فلسطینیان شهیدان کړي او شپږ اویا زره او نهه سوه یو نور یې ژوبل کړي هم دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د اسرائیلو جنرال د صهیونیسټ رژیم په ماتي اعتراف وکړ

د فلسطین سما خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د پوځ د زیرمه ځواکونو جنرال په غزې تړانګه کښې د فلسطین د مقاومت ډلو په مقابل کښې د اسرائیلو په ماتي خوړلو باندې اعتراف سره د صهیونیسټ رژيم د چارواکو لخوا د دغه جنګ د ختمیدا د اعلانولو غوښتنه وکړه.

د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم د پوځ د زیرمه ځواکونو جنرال« اسحاق بریک» په  غزې تړانګه باندې د صهیونیسټ رژیم  د هدفونو نه محقق کیدا ته په اشارې سره وویل اسرائیل باید په غزې تړانګه کښې د جنګ بندیدل اعلان کړي؛ او زیاته یې کړه د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح سیمې باندې به د اسرائیلو یرغل له صهیونیسټ رژيم سره هیڅ مرسته ونکړي ځکه چې اسرائیلو د فلسطین له مقاومت ډلو سره په جنګ کښې ماتي خوړلي ده.

هغه وویل داسې هیڅ ځواک نشته چې د فلسطین مقاومت ډلې د تل لپاره له مینځه یوسي.

په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژيم له بریا او نتیجې پرته د تیریو د څه د پاسه شپږو میاشتو له تیریدا وروسته دغه رژیم ورځ تر بلې په داخلي او خارجي کړکیچونو کښې ښکیلیږي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

حماس غورځنګ له اسرائیلو سره د امریکا مرستې وغندلې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین  حماس غورځنګ د امریکا په ولسي جرګې کانګرس کښې د اسرائیلو له نسل وژونکي رژیم سره د واشنګټن د مالي مرستو تصویبیدل وغندل.

حماس غورځنګ پرون د امریکا په کانګرس کښې د اسرائیلو له نسل وژونکي رژیم سره د واشنګټن د مالي مرستو د تصویبیدا په غندلو سره ټینګار وکړ د کانګرس دغه اقدام د اسرائیلو د فاشیسټي رژیم لخوا د فلسطینیانو په نسل کشۍ کښې د  امریکا د شراکت او د ملګرتیا بیانونکی دی.

حماس غورځنګ وویل چې د امریکا حکومت او ولسمشر جوبایډن د صهیونیسټ رژيم د جنګي جنایتونو اخلاقي ، قانوني او سیاسي مسوول دي.

د فلسطین حماس غورځنګ ټینګار وکړ له صهیونیسټ غاصب رژیم څخه د امریکا غیر قانوني ملاتړونه د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو رژیم د وحشیانه تیریو د دوام لپاره د نسل وژونکي رژیم  سرزوري کابینې ته د اجازې د ورکولو په معنا دی.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

فرانسې کښې د نژاد پرستې پرضد مظاهرې وشوې

زمونږ خبریال راپور راکړی د فرانسې« لوفیګارو» ورځپاڼې وویل له ډیرو بجثونو  او د فرانسې د اداري محکمې له حکم وروسته په پلازمینې پاریس کښې له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو او د نژاد پرستۍ پرضد مظاهرې وشوې.

په پاریس کښې له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو او د نژاد پرضد پرضد مظاهرې د فرانسې د نه تسلیمیدا  په نوم د ګوند په شمول د یوپنځوسو ډلو غوښتنې ته په ځواب کښې پرون وشوې.

مخکې د فرانسې پولیسو له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو او د نژاد پرستې پرضد د هر ډول مظاهرو په ترسره کولو بندیز لګولی و.

په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ د نسل وژونکي رژیم د وحشیانه جنګ په پیلیدا سره په فرانسې کښې له اسلام څخه د خلکو او د هیوادونو د ویرولو او د نژاد پرستۍ څپه زیاته شوي ده او په دې موده کښې د پاریس په شمول د هیواد بیلابیل ښارونه د فلسطین د ملاتړو کسانو او د واکمنو شرایطو د مخالفو کسانو د بیا بیا لاریونونو د ترسره کیدا کتونکي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اسرائیل د جنګ د نه بندیدا بشپړه مسئول دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وویل چې د جنګ د بندولو په هکله  موافقې ته د نه رسیدا  بشپړه مسئول اسرائیل دی.

هغه وویل اسرائیل یوازې د خپلو بندیانو د خوشي کولو غوښتل غواړي  چې په غزې کښې جنګ ته دوام ورکړي.

اسماعیل هنیه  وویل د اسرائیلو پوځیان باید په کامل ډول له غزې تړانګې ووځي.

د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وویل په سیمه کښې د روانو تاوتریخوالو مسوول اسرائیل دی.

هغه وویل د سوریې په دمشق کښې د ایران د سفارت په کنسولي برخې باندې د اسرائیلو رژیم حمله د ایران په خپلواکۍ باندې نیغ په نیغه حمله وه.

بل خبر دا چې د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح سیمه باندې د اسرائیلو په بمباریو کښې نولس فلسطینیان شهیدان شوي چې څوارلس یې د یوې کورنۍ غړي دي.

په دغه حملې کښې یوه امیندواره ښځه هم شهیده شوي ده او ډاکټرانو اوس د هغې له خیټې څخه یوه ماشومه د اپریشن په وسیله ژوندۍ رایستلي ده.

ویل کیږي د اسرائیلو په حملې کښې د نوزیږې ماشومې په مور سربیره د دغه میرمنې پلار او د هغې بله خور هم شهیدان شوي دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د طالبانو پر ضد اعتراض کوونکې ډله وايي غواړو د سندرو له لارې خپل غږ پورته کړو

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په پلازمینې کابل  کې  د "کابل نجونې" په نامه یوې ډلې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلن پر ضد احتجاجي سندرې پیل کړې دي.

د دغې ډلې یوې غړې عاطفې ویلي، تر هغې به له دې او نورو لارو خپلې مبارزې ته دوام ورکوي،‌ چې طالبان د ښځو حقونو ته درناوی و نه کړي.

د دې ډلې غړو خپله لومړۍ سندره د "ملا محمد جان" په نامه له یوې پخوانۍ ولسي سندرې راپیل کړې او په نوې بڼه یې سندره کړې ده.

هغو په دې سندره کې افغانې ښځې او نجونې له هېواده وتلو ته رابلي، د دوی دلیل دا دی چې افغانستان د نجونو لپاره خوندي ځای نه دی.

دا هغه ولسي سندره ده، چې د عایشې(د یوې مینې) نجلۍ له خوا د لومړي ځل لپاره ویل شوې وه.

 هغې په دې سندره کې د خپلې مینې درد بیان کړی و.

نوموړې نذر منلی و چې د نوي کال په ورځو کې به مزار شریف ته ځي او د حضرت علي (رض) مقبرې کې به دعا کوي چې خپل مین(ملا محمد جان) ته ورسېږي.

مونسه مبارز یوه له لومړنیو افغانو مېرمنو وه، چې د طالبانو له خوا پر ښځو د محدیتونو پر ضد یې لاریون وکړ او سړکونو ته راووته.

 د آغلې مبارز په وینا، اعتراض کوونکو ښځو لومړی حرکت د ۲۰۲۱ کال په سېپتمیر کې له هرات راپیل شو او بیا دا لړۍ پراخه شوه او کابل کې هم د ښځو له خوا زیات شمېر احتجاجونه وشول.

آغلې مبارز وايي: "یو وخت یوازې په کابل کې د ښځو ۱۲ خوځښتونه وو خو کله چې تمنا پریاني، پروانه ابراهیم خیل او مرسل عیار ونیول شوې دا خوځښتونه وپاشل شول او کابل کې له هغو خوځښتونو یوازې پنځه یې پاتې شول، خو نويو خوځښتونو او ډلو سر راپوته کړ."

د ښځو حقونو فعالان وايي، د ۲۰۲۱ کال اګسټ‌ راهیسې چې طالبان افغانستان کې واک ته رسېدلي، طالبانو پر ښځو په لسګونه "سخت بندیزونه" لګولي.

طالبانو یو شمېر هغه معترضې ښځې نیولې، چې د ښځو د حقونو په ملاتړ یې غږ پورته کاوه.

عاطفه وايي: "مبارزه قرباني غواړي، که مونږ نن قرباني‌ ور نه کړو راتلونکي نسلونه به زمونږ پر وړاندې احتجاج وکړي."

مونسه مبارز هم په دې باور ده چې "د ښځو خوځښتونه یوازینۍ ډلې وې، چې د طالبانو پر ضد یې غږ پورته کړ او همدغه خوځښتونه و چې طالبان یې په نړیواله کچه منزوي کړي دي ."

 

ټیګونه