پاکستان یوځل بیا له هندوستان سره د مذاکرې غوښتنه وکړه
(last modified Sat, 01 Dec 2018 03:25:03 GMT )
Dec 01, 2018 07:55 Asia/Kabul
  • پاکستان یوځل بیا له هندوستان سره د مذاکرې غوښتنه وکړه

د پاکستان وزیراعظم یو وار بیا هندوستان، د دواړو هیوادونو د اختلافاتو د هواري لپاره خبرواترو ته راوباله.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې عمران خان بیګا په اسلام آباد کښې هندي خبریالانو ته وویل: بې له وار مخکښي شرطه خبرې اترې د هند او پاکستان ترمینځ د اختلافاتو د هواري او د صلحې رامینځته کیدو یوازنی لاره ده او اوس وخت دی چې نوی ډیلی د اسلام آباد د مذاکرې غوښتنه ومني.

هغه زیاته کړه: که نوی ډیلی له اسلام آباد سره د اړیکو د ښه کولو لپاره یو ګام پورته کړي پاکستان به دوه ګامه ورمخکښې شي او د دې هیواد د پریکړه کونکو ترمینځ له هندوستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره موافقه او بشپړه غږملتیا موجوده ده.

عمران خان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې پاکستان او هندوستان د دوو ایټمي قدرتونو په توګه له یو بل سره مقابله نه شي کولی، کشمیر د دواړو هیوادونو د اختلاف یوه موضوع وبلله او ویې ویل چې د دې ستونزې هواری د ټولې سیمې په ګټه دی.

پاکستان وزیراعظم د نورو هیوادونو خلاف د خپلې خاورې د استعمالیدو د ادعا په ردولو سره زیاته کړه: له ترهګرۍ په ملاتړ د پاکستان د تورنولو په هکله د هندوستان نظر لاهم نه دی بدل شوی او دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان په خاوره کښې هیڅ ترهګرې ډلې ته د فعالیت اجازه نشته.

 

ټیګونه