Aug 15, 2021 16:30 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځیني مهمې پيښې

د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لویدیځي  آسیا د تیرې اونۍ  د پيښو په اړه له اونیز پروګرام سره ستاسوپه خدمت کې یوو ،په پیل کې درته ددغې سیمې  دتیرې اونۍ دځينو مهمو پيښو خلاصه درآورو او ورپسې مو هم د تحلیلي برخې آوریدوته رابولوو،نو  تر پایه راسره ملتیا وکړئ .

  د یمن په مختلفو عمومي ځایونو باندې د سعودي ائيتلاف د بمباریو دوام

*/*/*/*/

په لبنان  کې د  د پيّلو او تالی څټو لورو له خوا ددغه هیواد دراتلونکي په ضد  دسیسې

*/*/*/*/

او  د ګاونډیو هیوادونو  دغونډې دترسره کیدا لپاره د عراق هڅې ، په تیرې اونۍ کې  د لویدیځي آسیا ځینی مهمې پيښې وې،نو په دې اړه مو اوس هم رابولوو  د تحلیلي برخې آوریدو ته .

****************************

 تیره اونۍ   یمن د سعودي امریکائی ائيتلاف له خوا د صنعا د نړیوال  هوائي ډګر د کلابندۍ د پنځمې کلیزې د پوره کیدا شاهد ؤ .دیمن خلکو دتیرې یکشنبې په ورځې د صنعاء  ښار په باب الیمن  چوک کې په غونډيدا سره  د امریکا او د ځینو  مرتجعو  هیوادونو او د  هغوي د ځینو نورو سیمه ایزو تالی څټو  له خوا د  خپل هیواد  په کلابندۍ باندې په اعتراض کې ستره غونډه وکړه او د دوي خلاف ئې سخت شعارونه ورکړل .یمن والو په دغې غونډې کې ټينګار وکړ،د اقتصادي جنګ  له لارې د یمن د ملت په دباؤ کې ساتل  او  د کلابندۍ او د وږي ساتلو سیاستونه به،یوازې د تیریګرو د ائیتلاف په وړاندې  د دغه ملت مقاومت او ټينګه دریدا لا سخته کړي . 

په عین حال کې د صنعا خلکو تیره اونۍ د صنعا دهوائي ډګر په وړاندې په غونډيدا سره ، ددغه هوائي ډګر د کلابندۍ د ختمیدا غوښتنه وکړه . دصنعاء د هوائي ډګر  مدیر خالد الشریف  په دې باب له ایران پریس خبری آژانس سره په  خبرو کې وئيلي دي ، دصنعاء نړیوال هوائي ډګر پنځه کلنه کلابندي سبب شوي چې د یمن کابو  یو لک مریضان  په دې سبب چې  ونه توانیدل د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره  له یمنه بهر ته سفر ونه وکړي و، خپل ژوند ئې له لاسه ورکړی دی . همداراز د خالد الشریف په وینا،پنځه لکه هغه یمن وال چې په لاعلاجه ا و خطرناکو ناروغیو  ککړ دي ،  د درملنې  لپاره ضرورت لري له یمنه بهر ته لاړ شی . څه دپاسه لس زره  یمني ناروغان  هم د بډورو پیوند ته ضرورت لري   او دغه ارز څه دپاسه پنځه زره  نور  یمن وال پرکوَټ دي ، چې که  درلمنه ئې ونه شي ، نو د دوي پرکوټوالی به ئې دایمي شي .

          د یمن د روغتیائي چارو د وزارت ویندوي  نجیب  القباطي  هم وئيلي دي، د دغې کلابندۍ نتیجې دا دي چې  په هرو پنځو قیقو کې  یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي ، هرکال  کابو اته زره میرمنې مري . د هغه په وینا،د  یمن دوه میلیون شپږ لکه  ماشومان د ناوړه خواړو  له امله کړیږي. نجیب القباطي دغه راز وئیلي دي ،کلابندي لامل شوې د مزمنو او خطرناکو  ناروغیو   کابو یوسل شل ډو لډول درمل بې درکه شي  او د سرطان یا کینسر  د ناروغیو  درمل هم پنځوس فی صدي  کم شوي دي .

 په عین  حال کې  د ملګروملتو د ماشومانو د بسپنې یا یونیسف ادارې  هم دتیې جمعې ورځې په یوه راپور کې  په یمن کې  انساني حالات  یوې بوږنونکي غمیزې ته ورته بللي او  وئیلي ئې دي ، چې  یولس میلیون او درې لکه ماشومان  همدااوس  د انسان دوستۍ لومړنیو مرستو ته ډیر زیات ضرورت لري .  د  انسان دوستۍ په چارو کې د ملګروملتو د سرمنشي  مرستیال  مارک لوکوک   وئیلي دي ، یمن د تاریخ له یوې ترټولو بدې انساني غمیزې سره لاس او ګریوان  دی او  ماشومان او میرمنې د  سعودي عربستان دتیریګریو اصلي قربانیان دي .

              دوستانو لبنان تیره اونۍ  یو ځل بیا د ولسی مظاهرو شاهد ؤ .  د لبنان مرکزي بانک د تیرې چارشنبې په ورځې  وئيلي دي  د سونګو  د وارداتو   سبسډي دریدلې د ه  او په بازار کې به د ډالرو د بیّو په اساس ، دسونګو د وارداتو لپاره  لازمې مالی سرچینې تامین کړي ..

په لبنان کې  د  یوه خصوصي شرکت  له خوا د شوي مطالعې په اساس ، دسونګو د سبسډي دریدا  د سونګو د بیّو دلازیاتیدا لامل کیږی  . په دې ډول چې  د پيټرولو  د شل لیټري ګیلن  بیّه د لبنان  پنځه اویا زره لیره په ځاي به درې لکه شپږ دیرش زره لیرو ته  ورسیږي . په داسې حال کې  چې  په لبنان کې د میاشتې  لږترلږه تنخواه  شپږ لکه پنځه  اویازره لیرو ته رسیږي . دغه مطالعه  همداراز ددې ښودنه کوي ، چې  د یوه شل لیټري ګیلن  ډیزلو بیّه  به  له اوه پنځوس  زره لیرو څخه  دوه لکه  نهه اویا زره لیرو ته زیاته شي .

 داپه داسې حال کې دي چې  دلبنان مرکزي بانک  له دې مخکې د سونګو د وارداتو سبسډي  د  هر ډالر  په اساس ، د لبنان   په درې زره نهه سوه لیرو  تامینید، خو په تورتم بازار یا بلیک مارکیټ کې  د هرډالر بیّه  په وروستیو شپو ورځو کې  له شلو زرو لیرو هم زیاته شوې ، په بلاه وینا ،  د مرکزي بانک فیصله سبب کیږي ،  په لبنان کې د سونګو بیّې  کابو پنځه برابره  زیاتې شي . 

د لبنان د مرکزی بانک  له دغې فیصلې وروسته ،  دلبنان خلکو په واټونو کې په شتون او د لارو سړکونو په بندولو سره ،  د مرکزی بانک په دغې فیصلې خپل اعتراض   نندارې ته وړاندې کړ . په لبنان کې  دټولنیزو  چینلونو  فعالانو هم  د مرکزی بانک دغه فیصله  دلبنان د ملت په  مخ  یوه ستره اقتصادي څپیړه  وبلله او  د خلکو د ژوند یو خطرناک ګواښ ئې وبالۀ .

             د مرکزی بانک  دمشر فیصله د موقتي  لومړي وزیر  له اعتراض  سره  هم مخ شوې ده . د لبنان  موقتي لومړي وزیر  حسن دیاب د  مالی چارو وزیر غازي وزني ته په یوه لیک لیږدولو سره  له هغه غوښتي دي  څو د لبنان د مرکزی بانک غوږونو ته دې دا ورسوي ، چې د سونګو د سبسډي  دلغوه کولو لپاره د هغه فیصله د مالی تامینیدا د دوسیې  او  د پارلیمان دقانون خلاف ورزي ده چې دسبسډیانو د منطقي کولو لپاره د حکومت له سیاست سره  په تضاد کې ده .

څارونکي وائي ، د سونګو د بیّو  زیاتیدا  د شیانو د بیّو او د هغو نورو خدماتو د بیّو د زیاتیدا  لامل کیږي ،چې  د کارخانو،نانوایانو او د بریښنا  د بټیو پشمول په تولید کې  له سونګو څخه  استفاده کوي . د لبنان مرکزی بانک  په  داسې شرائطو کې د سونګو د سبسډیانو  په باب  دغه شان فیصله  غوره کړې چې دا هیواد ئې په وروستیو درو لسیزوکې له ترټولو بدو اقتصادي مشکلاتو سره  مخامخ کړ یدی . ځیني  نور هم په دې اند دي چې د مرکزي بانک  مشر ریاض سلامه  د سعدی حریري او د المستقبل  بهیر  یو متحد دی او د سونګو د سبسډۍ ختمول هم د نجیب میقاتي دکابینې د جوړولو لپاره  د موافقې د مخنیوی په موخې سره  یوه دسیسه  ده .

             د عراق حکومت تیره اونۍ د ځینو نورو هیوادونو مشرانو ته په بلنې ورکولو سره،د ګاونډیو هیوادونو د غونډې دترسره کولولپاره  خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ .د عراق خارجه وزیر فواد حسین  تیره اونۍ  تهران ته په سفر راغی او د اسلامی ایران  له ولسمشر  ابراهیم ریئسي ، خارجه وزیر محمد جواد ظریف  او د ملی امنیت د لوړې شورا له منشي علی شمخاني سره  لیده کاته وکړل . فواد حسین په دغه سفر کې  د ګاونډیو هیوادونو  په غونډې کې  د ګډون لپاره  رسما د  ایران ولسمشر ته بلنه ورکړه .

د عراق حکومت  هڅه کوي و د اګست میاشت تر وروستیو پورې د سیمه ایزو هیوادونو او  له سیمې د  ورآخوا څو هیوادونو  د چارواکو په شتون سره  یوه غونډه ترسره کړي . په دغې غونډې کې  د ګډون لپاره،د  ترکیې،ایران، مصر،  اردن ،کویت ، عربستان او قطر  مشرانو ته  بلنه ورکړل شوې ده . دعراق پر ګاونډیو هیوادونو سربیره،ټاکل شوې ده،یوشمیر سیمه ایز مشران او د نړیوالو اورګانونو مسئولان،په عراق او سیمې کې د ثبات او آرامښت د ټينګیدا او دمشکلاتو  د حل په موخې سره  په دغه کنفرانس کې  ګډون وکړي .  خو سوریه دبغداد غونډې ته  نه ده بلل شوې .

 دعراق ځيني شناندي  په دې اند دي چې  ددغه شان غونډو ترسره کیدا  د عراق له اوسني تر ټولو مهم مشکل ،یعني د اقتصادي مشکل له حل سره مرسته  نه کوي  او  د عراق د پارلیماني انتخاباتو د ترسره کیدا په درشل کې ، د مصطفی الکاظمی او دهغه  دمتحدانو  دسیاسی حیثیّت د ښه کولو په موخې سره ترسره  کیږي .

 په عین حال کې،ځیني  نور هم په دې اند دي چې دغه ناستې،په سیمه ایزو سیاستونو کې  دعراق د  اعتبار او حیثیّت  له پیاوړتیا سره مرسته کولی شی.  په همدې لړ کې،د عراق یوې سرچینې وئيلي دي،د عراق لومړی وزیر مصطفی الکاظمي هڅه کوي،د عربستان او ایران مشران په بغداد کې د  ګاونډیو هیوادونو د کنفرانس  په څنډې کې لیدوکاتو ته قانع کړي .د سیمې د هیوادونو ترمینځ په تاؤتریخوالو کمولو کې مینځګړیتوب،یوه هغه سټراټژي ده چې  په سیمه ایزو سیاستونو کې  دعراق  رول پیاوړی کولی شي.

************************* 

خوږو د وستانو د لویدیځي آسیا دتیرې اونۍ د ځینو مهمو بدلونونو په اړه دا ونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو،باید ووایو چې زمونږ دانټرنیټي پاڼې درک  PARSTODAY.COM  هم د رسره نوټ کړئ  او له نورو ملګرو سره ئې هم شریک کړئ ، تاسو زمونږ په دغه درک باندې  تازه سیمه ایز او نړیوال  خبرونه ، تبصرې ، راپورونه او مرکې او دغه راز  نور سپورټي ، روغتیائی ، ټولنیز  او کلتوري  خبرونه او مطلبونه هم لیدلی او آوریدلی شئ ، خپل هرکله راشه پروګرام لیدل او اوریدل هم مه هیروئ ، نو تر بل مطلب پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو ،  سرلوړي او بریالي ووسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************