د عافر سورې د 16 او 17 آیتونو ترجمه
د قرآن کریم د غافر سورې له شپاړسم تر شلم پورې آیتونو ترجمه ،تفسیر او ورڅخه درسونو او تلاؤت ته ستاسو پام راغواړو
تلاوت آیات 16 و 17 از سوره غافر
«یَوْمَ هُم بَارِزُونَ لَا یَخْفَى عَلَى اللَّـهِ مِنْهُمْ شَیْءٌ لِّمَنِ الْمُلْکُ الْیَوْمَ لِلَّـهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ»، «الْیَوْمَ تُجْزَى کُلُّ نَفْسٍ بِمَا کَسَبَتْ لَا ظُلْمَ الْیَوْمَ إِنَّ اللَّـهَ سَرِیعُ الْحِسَابِ»
له هغې ورځې نه چې دوى به بېخي ښكاره وي، له الله نه به د دوى هېڅ شى پټ نه وي، نن ورځ د چا بادشاهي ده؟ خاص د الله (بادشاهي ده) چې یو دى، ښه غالب دى
نن ورځ به هر نفس ته د هغه د كړي عمل بدله وركړى شي، نن ورځ ظلم بېخي نشته، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى
د تېرې برخې په وروستي ایت کې دې خبرې ته اشاره وشوه چې خدای تعالی د اسماني کتابونو او پېغمبرانو له لارې د قیامت د ورځې په هکله انسان ته خبرداری ورکړی دی. دا ایتونه د قیامت د ورځې ځینې خصوصیات بیانوي او فرمایي: هغه ورځ به پردې څنګته شي او هر څه به ښکاره شي. ، د عملونو دوسیې به راوسپړل دشي او د انسانانو باطن به راڅرګند شي. نو هیڅه به پټ پاتې نه شي.
په دنیا کې هیڅه له خدایه پټ نه دي.سره له دې انسانان ګمان کوي چې ځینې څیزونه له خدایه پټ ساتلې شي. خو په قیامت کې به په دې خبره پوه شي چې په حقیقت کې هیڅ یو شی د خدای له سترګو پټ نه شي پاتې کېدلی او د انسان ټول کارونه په دقت سره ثبت او ضبط شوې دي.
په قیامت کې انسان په خپل ټول وجود او هستۍ سره د قیامت په لویې صحرا کې راټولیږي او هیڅ شی پټ نه پاتې کیږي، بې شکه دغه صحنه به ډېره بوږنوونکې او عجیبه وي.
په هغه ورځ به مالکیت او پاچاهي یوازې د خدای وي. البته په دنیا کې هم خدای په ټولو کایناتو واکمن دی خو دغه واکمني به په قیامت کې په نوي شکل راښکاره شي. هلته به نو د ظالمو او سرکښو پاچاهانو هیڅ نښه نشانه نه وي.
په قیامت کې پر هر څه د خدای حاکمیت په دې ډول دی چې انسانان به د خپل بدن په غړو او جوارحو واک ونه لري. او هرکله چې خدای وغواړي لاسونه پښې او نور غړي به د انسان په خلاف ګواهي ورکوي.
هغه ورځ به د انعام او سزا ورځ وي او هرڅوک به د خپلو کړو نتیجه ویني او څه یې چې دلته کرلې وي هغه به ریبي. په حقیقت کې په دنیا کې زمونږ عملونه زمونږ په روح او نفس داسې اثر شیندي چې تر قیامته باقي پاتې کیږي او همدا د قیامت د ورځې دجزا بنیاد ګرځي.
په دنیا کې ظلم ډېر زیات دی او انسانان لا ډېرو ګټو او خوندونو ته د رسېدلو لپاره په یو بل ظلم کوي. خو په قیامت کې هیڅوک په بل چا د ظلم توان نه لري. ځکه چې ټوله واکمني او پاچاهي به د خدای وي او خدای هم په خپلو بندګانو ظلم نه کوي. بلکې هر چاته به دهغه د عمل مطابق سزا یا انعام ورکول کیږي. او البته دا کار به ډېر په چټکۍ سره کیږي.
د دنیا د محکمو په خلاف چې د حکم ورکول پکې څو میاشتې یا کلونه وخت اخلي د قیامت په ورځ به د بندګانو په حساب کتاب غور ډېر په چټکۍ سره کیږي او د هر چا فیصله به ډېر زر اورل کیږي.د دې خبرې مطلب دا دی چې په قیامت کې به مجرمانو ته مهلت نه ورکول کیږي.
درسونه:
۱: دا ګمان ونه کړو چې له خدایه څه پټولی شو، ځکه چې په قیامت کې به ټول رازونه راښکاره کیږي او د پټولو یا انکار هیڅ ځای نه پاتې کیږي.
۲: په قیامت کې هیڅوک له حساب کتابه مستثنی نه دی، د الهي سزا او انعام بنیاد، په دنیا کې زمونږ عمل دی، نه زمونږ بې ځایه ارمانونه او حسرتونه، یا خپلوۍ او نورې پییلتیاوې.
۳: دې ته په پام سره چې خدای په کایناتو کې یوازینی او بې سیاله واکمن دی او په نړۍ په واکمنۍ کې هیڅ سیال او ساری نه لري، په هیچا ظلم نه کوي.
تلاوت آیات 18 تا 20 از سوره غافر
«وَأَنذِرْهُمْ یَوْمَ الْآزِفَةِ إِذِ الْقُلُوبُ لَدَى الْحَنَاجِرِ کَاظِمِینَ مَا لِلظَّالِمِینَ مِنْ حَمِیمٍ وَلَا شَفِیعٍ یُطَاعُ»، «یَعْلَمُ خَائِنَةَ الْأَعْیُنِ وَمَا تُخْفِی الصُّدُورُ»، «وَاللَّـهُ یَقْضِی بِالْحَقِّ وَالَّذِینَ یَدْعُونَ مِن دُونِهِ لَا یَقْضُونَ بِشَیْءٍ إِنَّ اللَّـهَ هُوَ السَّمِیعُ الْبَصِیرُ»
او ته دوى له نژدې ورځې نه ووېروه كله چې زړونه به له چنغړكو سره وي، په داسې حال كې چې له غم نه به ډك وي، د ظالمانو لپاره به نه هیڅوك پوخ دوست وي او نه كوم داسې شفاعت كوونكى چې خبره يې ومنله شي
هغه د سترګو په خیانت پوهېږي او په هغو خبرو چې سینې يې پټوي (او رازونه وي هم خبر دی)
او الله په حقه سره فيصله كوي او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه (الله) نه غیر بلي، دغه د هېڅ شي فیصله نشي كولى، بېشكه الله، هم دى ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
د قیامت د ورځې د صفاتو په بیان کې دا ایتونه فرمایي: ګمان مه کوئ چې د قیامت ورځ لرې ده چې په خپله خوښه هر څه مو چې زړه وغواړي وکړئ؛ پوه شئ چې قیامت نزدې دی او باید د خپلو کارونو ځواب ووایئ.
قیامت هغه ورځه ده چې له ویرې او ترهې به د انسان زړه خولې له راغلی وي داسې لکه چې له خولې یې راوتل غواړي. دا تعبیر، په قیامت کې د سختۍ او فشار د اوج ښودنه کوي.
هو، په خلکو کې د رسوایۍ او شرم له وېرې او د خدای د دقیق حساب او په عذاب د ککړېدو له اندېښنې، به انسان د قیامت په ورځ داسې وېرېدلی وي چې په هیڅ ژبه نه شي بیانېدلی. زړونه به یې له غم او خپګانه ډک وي خو ژبې به یې بندې او د غم د ښکاره کولو وس به نه لري چې راحته شي او ارام ومومي. ځکه چې هلته به د خدای تعالی عادلانه محکمه جوړه وي او د فریاد او چغو سورو ځای به نه وي.
په دغه شان سختو شرایطو کې چې هر څوک هیله لري د نفوذ خاوندانو او دوستان یې ملګرتیا وکړي، قران فرمایي: هیڅ دوست او شفاعت کوونکی نه شته چې په دغه حالت کې له هغه سره مرسته وکړي او لږ تر لږه هغه ته ارام او تسلي ورکړي. ځکه چې ټول به په خپلو عملونو او خپل ځان اخته وي او هیڅه د بل چا لپاره څه نه شي کولی.
ایتونه په دوام کې د خدای پراخ علم ته اشاره کوي او فرمایي: هلته چې نور خلک ستاسو په نظرونو نه پوهیدل او تاسو ناروا څیزونو یا کسانو ته کتل او فکر مو کاوه چې هیڅوک مو نه ویني خدای تعالی هلته موجود ؤ او ستاسو خیانت یې لیده. او ستاسو له زړه هم خبر و او په ناپاک نیت او اراده مو هم پوهېده.
البته د سترګو خیانت مختلف شکلونه لرلی شي. نامحرمو ښځو ته ناروان نظر او یا نورو ته په سپکه سترګه او په مسخرو سره کتل دا ټول د سترګو خیانت ګڼل کیږي.
بې له شکه که انسان دا یقین ولري چې په قیامت کې پوره پوره حساب کتاب کیږي، او د انسان ټول کړه او حتی ارادې او زړونه یې هم د خدای تر نظر او علم لاندې دي نو په وجود کې به یې د تقوا او صداقت لوړه درجه ژوندی شي.
هو، خدای چې د سترګو له پټو حرکتونو او د سینو له رازونو خبر دی، په قیامت کې به د ټولو خلکو په وړاندې قضاوت کوي ، د قضاوت او فیصلې مقام یوازې له هغه سره مخصوص دی او یوازې هغه به فیصله کوي. خو له هغه پرته نور مخلوق له دې امله چې د مخلوقاتو په ظاهر باطن دغه شان علم او پوهه نه لري فیصله نه شي کولی او که ویې هم کړي کېدی شي ظلم وکړي او د نورو حق ضایع کړي.
درسونه:
۱: د قیامت دروازه چې مرګ دی، ډېره نزدې ده، باید هغه لرې ونه ګڼو او ځان ورته تیار کړو.
۲: د قیامت په ورځ هېره او ترهه له یوې خوا او په تېرو کارونو حسرت او ارمان له بله پلوه، ګناهکار انسان په ډېره سخته کې راولي خو هغه به حتی د فریاد کول او د خپل غم د ښکاره کولو توان هم ونه لري.
۳: قیامت د مجرمانو د تنهایۍ ورځ ده. صمیمي دوستان او د نفوذ خاوندان د مجرمانو لپاره هیڅ نه شي کولی او اصولا هیڅوک به د بل چا په فکر کې نه وي.
۴: په دې خبره ایمان چې خدای زمونږ له نیتونو او باطني ارادو خبر دی، انسان له ظلم او له غلطو کارونو ساتي او د کړو د کنټرول لپاره تر ټولو ښه عامل دی.