Oct 18, 2021 13:28 Asia/Kabul

دوستانو د قرآن کریم د غافر سورې له یویشتم تر پنځه ویشتم آیتونو پورې تلاؤت ،ژباړه ،تفسیر او درسونه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

«أَوَلَمْ یَسِیرُوا فِی الْأَرْضِ فَیَنظُرُوا کَیْفَ کَانَ عَاقِبَةُ الَّذِینَ کَانُوا مِن قَبْلِهِمْ کَانُوا هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَآثَارًا فِی الْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ اللَّـهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا کَانَ لَهُم مِّنَ اللَّـهِ مِن وَاقٍ»، «ذَلِکَ بِأَنَّهُمْ کَانَت تَّأْتِیهِمْ رُسُلُهُم بِالْبَیِّنَاتِ فَکَفَرُوا فَأَخَذَهُمُ اللَّـهُ إِنَّهُ قَوِیٌّ شَدِیدُ الْعِقَابِ»

 ایا دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي،  چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و، چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه په قوت كې او په ځمكه كې د نښو(او یادګارونو) په لحاظ ډېر سخت (او مضبوط) وو، نو الله دوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او د دوى لپاره له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه و.

دغه په دې سبب چې یقینًا دوى داسې وو چې دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړل، نو (بیا هم) دوى كافران شول، نو الله  ونیول، بېشكه هغه، ډېر زورور، ډېر سخت عذاب والا دى.

 

 په تېره برخه کې په قیامت کې د ګناهکارانو د انجام او پایلې په هکله خبرې وشوې. دا ایتونه خلک د تېرو قامونو په تاریخ کې مطالعې ته بلي او فرمایي:  ولې دوي، د هغو خلکو په احوالو فکر ونه کړ چې د نړۍ په مختلفو سیمو کې یې ژوند کاوه او وې نه لیدل چې د جرم او ګناه له امله په کوم انجام اخته شول، چې عبرت ورځنې واخلي او د هغوي د لارې له وهلو ډډه وکړي.

دا ایت انسانانو ته خطاب کې فرمایي چې که  د نړۍ مختلفو سیمو ته سیل وکړئ، داسې ماڼۍ او ودانۍ په وګورئ چې  اوس یې یوازې کنډوالې پاتې دي. یوه زمانه وه چې پکې ظالم واکمنان او زورور خلک اوسېدل او په خلکو یې حکومت کاوه خو نن  د هغوي هیڅ پته نه لګیږي او له ماڼیو او ودانیو یې هم یوازې کنډوالې پاتې دي.

 له تېرو قامونو دغه پاتو کنډوالو ته کتل  زمونږ لپاره د عبرت یو درس دی چې پوه شو ظالمان تلونکي دي  که څه هم  دخپل طاقت او اقتدار په اوج کې ډېر زیات وسایل او امکانات ولري.

ایت په دوام کې فرمایي:  مونږ د هدایت او لارښوونې دنده ترسره کړه او هغوي ته مو پېغمبران ولېږل. خو هغوي د حق د منلو په ځای د کفر او انکار لاره خپله کړه او له حق سره مقابلې ته پاڅېدل. نو  په دنیا کې د خدای په قهر اخته شول، په داسې حال کې چې ګمان یې  نه کاوه چې تر هغوی بر قدرت هم شته دی چې دهغوی ټول طاقت او زور ماتولی شي.

درسونه:

۱:  قران د هدفمن او بامقصده سیل او چکر وهلو سپارښتنه کړې ده.

۲: د تېرو خلکو په تاریخ کې سیل او مطالعه یې، په نننۍ نړۍ کې د ژوند د سمې لارې د موندلو لپاره یوه ضروري او عاقلانه لاره ده.

۳:  مونږ باید په خپلو پراخو اقتصادي، علمي او صنعتي یا پوځي امکاناتو غره نه شو ځکه چې دا د خدای د ارادې په وړاندې هیڅ دي.

۴: د خدای سزا یوازې په اخرت پورې نه ده محدوده. خدای تعالی په دې دنیا کې هم د خپل قهر او عذاب یوه نښه ظالمانو ته ښیي.

۵: تر څو چې خدای په چا غاړې خلاصې نه کړي، سزا نه ورکوي.

  تلاوت آیات 23 و 24 از سوره غافر  

 

«وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآیَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُّبِینٍ»، «إِلَى فِرْعَوْنَ وَهَامَانَ وَقَارُونَ فَقَالُوا سَاحِرٌ کَذَّابٌ»

 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى له خپلو معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و

فرعون او هامان او قارون ته، نو دوى وویل: (دا خو) جادوګر دى، سخت دروغجن دى

 دا ایتونه په دنیا کې د الهي قهر یوې تاریخي بېلګې ته اشاره کوي او فرمایي: خدای تعالی حضرت موسی  علیه السلام د فرعون او د هغه د وزیر هامان او د قارون په شان شتمن انسان په لور ولېږه. حضرت موسی د خدای په امر خارق العاده کارونه کول چې له ماورای طبیعت سره د هغه د اړیکو او رابطې ښکاروندویي وو. پر معجزو سربېره هغه حضرت  په محکمو دلیلونو هم سنبال ؤ. خو د هغه په وړاندې د ظالمو فرعونیانو دریځ  یوازې دا و چې د هغه معجزې یې جادو او سحر باله او د خدای له لورې د هغه د رسالت ادعا یې دروغ ګڼله.

البته تاریخ ګواه دی چې د کفر او ظلم سرغنو همېشه هڅه کړې په دروغو ویلو او ناروا تومتونو سره د خدای د رښتینو کسانو خبرې شنډې او بې اثره کړي او په خلکو یې د اغېزشیندنې مخه ونیسي.

په دې ډول حضرت موسی ته امر وشو چې د ظالمو او خونړیو واکمنانو ظلم ته د پای ټکی کیږدي او ټولنه د عدل او انصاف په اساس برابره کړي.

 طبیعي ده چې د حضرت موسی بلنه سبب کېده چې فرعون او د حکومت چاروالي یې له خپل طاقته ناوړه استفاده ونه کړی شي او هر څنګه چې غواړي خلک تر فشار او زبېښاک لاندې راولي نو د خپلو نامشروعو ګټو د ساتلو لپاره یې له حضرت موسی او دهغه  له ملګرو سره د مقابلې اراده وکړه.

درسونه:

۱:  پېغمبرانو یوازې خداي پرستۍ ته د بلنې مامور نه وو بلکې هغوي د ظلم او زیاتي د ټغر د ټولولو لپاره راغلې وو او له ظالمانو سره یې مقابله کوله.

۲: کله کله طاقت او شتمني  د خدای په وړاندې د سرکښۍ او د خلکو د حقوقو د چخڼي کولو سبب کېږي.

۳: د پېغمبرانو منطق او معجزه روښانه وه او خلک پرې پوهېدل خو د هغوي د کبر خوی او مادي ګټې د دې سبب کېدې چې حق ونه مني.

 

  تلاوت آیه 25 از سوره غافر  

 

«فَلَمَّا جَاءَهُم بِالْحَقِّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا اقْتُلُوا أَبْنَاءَ الَّذِینَ آمَنُوا مَعَهُ وَاسْتَحْیُوا نِسَاءَهُمْ وَمَا کَیْدُ الْکَافِرِینَ إِلَّا فِی ضَلَالٍ»

  نو كله چې هغه دوى ته زمونږ له جانبه حق راوړ، دوى وویل: تاسو د هغو كسانو زامن ووژنئ چې له ده سره يې ایمان راوړى دى او د دوى ښځې (لوڼه) ژوندۍ پرېږدئ او د كافرانو چل مكر نه دى مګر په تباهۍ كې.

  په هر حال  فرعون او وزیر یې هامان د حضرت موسی د ښکاره معجزې او منطق په  وړاندې دلیل رانه وړی شو، او له هغه سره د مقابلې لپاره یې ډول ډول نقشې او سازشونه جوړ کړل. دا ایت د هغوي ځینو شیطاني طرحو ته اشاره کوي. په لومړي پړاو کې یې فیصله وکړه  هغه کسان چې په موسی یې ایمان راوړی او ورسره ملګرتیا کوي، د هغوي سړي او ځوانان ختم کړي او ښځې یې د وینځتوب او خدمت لپاره ژوندۍ  وساتي. د هغوي هدف د موسی د ملګرو ځپل وو چې  څوک پر هغه ایمان رانه وړي او که څوک ایمان راوهم ړي ختم یې کړي.

البته په تاریخ کې همېشه د ظالمانو دغه طریقه پاتې شوې ده چې په مختلفو لارو سره یې  د ټولنې فعال او نیک ځوانان بې لارې کړي یا یې ځپلې دي. خو د حضرت موسی په قصه کې د فرعونیانو ډول ډول فشارونو او توطئو د هغه حضرت د رسالت او پېغام رسولو مخه ونه نیوی شوه بلکې د هغوي د ارادې په اپوټه بني اسراییل لا پسې پیاوړې شول او د ظالمانو په وړاندې یې د استقامت او پایدارۍ لاره خپله کړه.

درسونه :

۱:  وژل او اسیرول، په تاریخ کې د ظالمانو او مستکبرانو روده پاتې شوې ده. دغه فشارونه باید اهل ایمان سست نه کړي او د خپلې لارې له دوامه یې ونه غړوي.

۲: دښمنان د جنګ او وینه بهیولو او د فساد د خپراوي په شان له نورو لارو د ځوان نسل د تباهۍ لپاره نقشې جوړوي.

۳: دښمنان همیشه د حق د رښتیني بهېر په  خلاف توطئې کوي. خوکه د ایمان خاوندان د حق د دین مرسته وکړي د دښمنانو نقشې په اوبو لاهو کیږي او آخر هم حق پر باطل بری مومي. دا د خدای وعده ده.

پای.