Feb 12, 2022 12:28 Asia/Kabul

د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ایران د اونۍ په هینداره  کې نومې اونیز پرورګرام سره  ستاسو په خدمت کې  یوو ، په پيل کې درته په تیرې اونۍ کې د ځینو مهمو پيښو خلاصه او بیا هم په ځینو موردونو تحلیلی برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

*/*/*/

 د اسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د پوځ د هوائي ځواک د قوماندانانو لیده کاته،

*/*/*//* /

د یوم ا.... ولولناک او میلیوني لاریون او  یوزړتوب

*/*/*/*/

    په  نورو هیوادونو کې د  ایران له سفیرانو سره د ایران دخارجه وزیر ویډیوئي غونډه

*/*/*/*/

 او د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو له خوا د خیبرشکن  نوومې ګائيډیډ توغندی په بریالیتوب سره آزموینه ، په تیرې  اونۍ کې ځیني مهمې پيښې وې ، نو اوس مو هم رابولوو ، د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

***********************

         دوستانو د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د درستو قواؤ ستر قوماندان د فرورۍ په اتمه نیټه  د ایران د پوځ دهوا فضا دفاعي ځواک د قوماندانو په ټول کې پخپلې وینا کې وفرمائيل؛ امریکا  نن سبا له هغه ځایه ګوزار خوري، چې هیڅکله ئې فکر هم ن ه کاوۀ.

حضرت آيت ا.. العظمی سید علی خامنه اي  په دغې کتنې کې ټينګار کړی ، هرهغه ځاي  چې د  حق ځواک د کفر په مقابل کې میدان ته وارد شي ، نو دښمن  په هغه دسرت ظاهري جلال او جبروت سره چې  هیڅ باطن او مغزۀ  نه لري ، پخپلو محاسباتو کې  تیروځي ، همیشه همداسې  دی .

Image Caption

 

دوي وفرمائيل :اوس د امریکا  دوو ولسمشرانو، یعنی اوسني او پخوانی ولسمشرانو،له یوه  بل سره لاسونه ورکړي  چې  د امریکا څه ناڅه پاتې عزت او آبرو  له مینځه یوسي ، چې همدغه کار لګیا دي کوي ئې :

 د اسلامی  انقلاب ستر لارښود  ددې خبرې په کولو سره چې  ددښمن جبهه   نن سبا په ترکیبی یرغلونو لاس پورې کړی دی،ووئيل ؛ددښمن یرغلونه  ترکیبی یرغلونه دي ،یعني په هغو کې اقتصادي اړخ موجود دی،سیاسی اړخ لری ، امنیتی  اړخ  ئې هم رابرسیره دی،او په هغو کې رسندوئي اړخ هم  شته ،او د ډيپلوماسۍ اړخ ئې هم فعال دی،له هر اړخه ئې په یو هیړ ترکیبی یرغلونه پیل کړي دي ، مونږ هم  په مقابل  کې باید  خپل حرکتونه ترکیبی حرکتونه کړو ،، له هر اړخه باید هڅه وکړو.

 د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له درې څلویښتمې کلیزې سره په یووخت،د جمعې په ورځې یعني د فرورۍ په یولسمه نیټه،د ایران په کابو  یوزر پنځه سوه ښارونو  او څه دپاسه درې زره کلو اوښارګیو کې  هم د سلواغې په دوویشتمه نیټه د یوم ا...  ولولناک او میلیوني لاریونونه ترسره شول .

Image Caption
Image Caption

 

دغه دستورې  د کرونائي بحران  په دلیل په سرۀ وضعیّت لرونکو ښارونو کې   د  ګاډو او موټرسائيکلو په  وسیله  او په نورو ښارونو کې هم د ځاي مسئولانو په تدبیر سره  ددرستو روغتیائي پروټوکولونو په  ساتلو سره په محدوده توګه ترسره شوې .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  ابراهیم ریئسي  د لوم ا... میلیون لاریون له ترسره کیدا وروسته د تهران د جمعې لمانځه له خطبو مخکې د حضرت امام خمینی په مصلی کې پخپلې وینا کې  ووئیل ، د سلواغې ۲۲نیټه ، د حضرت امام خمینی په رهبرۍ سره  او د ایران د  ولس په توانمنو  لاسونو سره  دالهي قدرت ځلا  وه .

د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  هماغه راز د نه ختیځ او نه لویدیځ پر شعار کلک ولاړ یوو  زیاته کړه ، د  ؛نه ختیځ او نه لویدیځ ؛ شعار  نن هم باید تل پاتې شي ، مونږ نه سلطه منو او نه هم  له خپلې خپلواکۍ لاس په سر کیږو  او نه  هم  پر چا ظلم کوو .

Image Caption

 

ابراهیم ریئسي  داسلامی انقلاب  له پرګنیزوالی څخه  لیرې والی ، ددغه  انقلاب  یو هویّت جوړونکی عنصر وبالۀ او وې وئيل ،هغه انقلابونه او پاڅونونه چې  په ختیځ او یا لویدیځ کې رامینځة شوي ، پر یوې خاصې پرګنې او لوری ولاړوو ،خو  د ایران اسلامی انقلاب ، یو غیر طبقاتي انقلاب دی ، درست  خلک ،د  ولس  کلمه  کاروي ، چې  درستې پرګنې پکې شاملې دي .

        د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  د فرورۍ په نهمه نیټه له هیواده  په بهر کې د ایران داسلامی جمهوریت  له سفیرانو او  او د نمایندګیو له مشرانو سره په ویډیوئي ناستې کې  ټينګار وکړ، سره له دې چې  ګاونډیان او آسیا  د ایران په بهرني سیاست کې  داصلی لومړیتوبونو برخه ده ، خو په عین حال کې  د ایران اسلامی جمهوریت کلک هوډ لري ،د افریقا ،لاتینې امریکا او اروپا پشمول  د نورو سیمو له هیوادونو سره هم  ښې او انډولیزې  اړیکې  پراخې کړي .

د ایران دا سلامی انقلاب سپاه پاسدارانو د ؛ خیبر شکن  نومې لرواټه او  سټراټژيک ګائيډیډ توغندي، د فرورۍ په نهمه نیټه  د  ایران د پوخ د لوي درستیز جنرال محمدباقري په شتون سره مخ کتنه وکړه.د  خیبر شکن سټراټژيک توغندی ، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د لرواټنه توغندیو دریم نسل  دی چې له  خاصو ځانګړنو برخمن دی . دغه توغندی جامد  سونګ  لري   له توغندوي دفاعي سسټم یا ډال څخه  دتیریدا لپاره خاصې ځانګړنې لري ، چې  پلانونه ئې سبب شوې ، وزن ئې د ورته نمونو په نسبت  په درو کې یوه برخه  کم شوی او چمتووالی او توغول ئې  هم په شپږو کې یوه برخه  کم  شوي دي .

Image Caption

 

           د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي  د  فرورۍ په نهمه نیټه  د جاپان له لومړی وزیر کیشیدا فومیو سره په ټيلیفوني تماس کې  د  دوو اړخیزو ملګرتیاؤ او اړیکو د سویو د لازیاتې پیاوړتیا او مضبوتیا لپاره  ددغه هیواد د دلچسپۍ او ګروهنې په هرکلی سره  ووئيل ، ایران او جاپان  دواړه هیوادونه  سوله غواړی او پرتمین تاریخ او تمدن لری ، چې د دوي د اړیکو پیاوړتیا ،د درستو ملتونو په ګټه ده .

 د جاپان لومړی وزیر هم ددې خبرې په کولو سره چې  هیواد ئې تل د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  ملاتړ کړی دی ، دغې نړیوالې  موافقې ژمنتیاؤ ته د درستو لورو  دبیرته ستنیدا په اړه  هیله مندي وښودله .

 همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر  د فرورۍ په پنځمه نیټه هم  د اروبائي اتحادئې د بهرنی سیاست  له مسئول او د ویانا د خبرواترو لوړپوړي غږملونکي  جوزف بورل سره  په ټیلیفونی تماس کې  ووئیل ، د مخکینیو  خبرواترو  له وخت راهسې په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمی خبرواترو کې ځينی پرمختګونه  شوي دي ، البته تر دې دمه  د مونږ تمې پوره شوي نه دي . 

Image Caption

 

د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست  مسئول  جوزف بورل هم  ددې خبرې په کولو سره چې  ه مدااوس  د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې  خبرې اترې  په یوې  مهمې مرحلې کې دي ، ووئيل ، تمه دا ده چې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  درست لوري  په یوې مشخصې ایجنډا سره او  یوې موافقې ته  د رسیدا په امید او هیلط سره  ویانا ته راوګرځي   او د سیاسی فیصلو غوره کولو ته تیار  ووسي .

     خوږو دوستانو   ایران داونۍ په هینداره  کې نومې اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ ، نو له دې مخکې  چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې د تهران ریډیو دپښتو خپرونې  انټرنیټي سایټ ایډریس   هم درسره نوټ کړی،

PARSTODAY.COM/PS   او له خپلو نورو ملګرو او دوستانو سره ئې هم شریک کړئ ، تاسو زمونږ په دغه انټرنیټي پاڼې تازه  او وروستي سیمه ایز او نړیوال خبرونه ، تبصرې ، راپورونه ، مرکې  او دغه راز  تازه سپورټي ، روغتیائي ، ټولنیز  او مدني خبرونه او مطلبونه  هم په ژوندئ بڼه او هم په آرشیو کې آوریدلی شئ،همداراز د تاسو پخپلو خطونو  ، شعرونو،پیغامونو ،ښو ښو لیکنو او غږیزو  پیغامونو باندې مشتمل  ستاسو خپل هرکله راشه پروګرام  آوریدل هم مه  هیروئ ، نو تر بل وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو بریالی اوسوکاله ووسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه