Jun 09, 2022 17:24 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د نهی ورځ یا ۳ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا کوچنۍ له ۷ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون د میاشتې له ۷ نیټی سره برابره ده

۱۰۰۴ کاله پخوا، د څلور سوه نهه دیرشم قمري کال د ذیقعدې په اومه نیټه، یو مشهور مسلمان محدث ابو الحسن لاعب وفات شو. دغه مسلمان محدث د درس یوه پراخه حوزه درلوده، په دی ډول چې له عربو عالمانو یوې ټولګئ د هغه له پوهې استفاده وکړه او حدیثونه یې اوریدل. له دغو عالمانو څخه د هغه وخت یو مشهور مورخ او پوه خطیب بغدادي دی چې د لاعب د درس په کلاس کښې یې ګډون کاوه او د هغه له پوهې یې استفاده کوله. په همدی دلیل هغه د خپل استاد ډیر اثار په ښی توګه یاد کړي دي.

 

۱۵۴ کاله پخوا، د اتلس سوه اته شپیتم میلادی کال د جون په اومه نیټه ، یو اسکاټ لینډی پلانونکی او جوړنکی چارلز رینی مکینتاش و زیږید. هغه په ځوانې کښې معماری او نقشو جوړول زده کړل او په یوه شرکت کښې په کار بوخت شو. څه موده وروسته د ګلاسکوهنر هونځی ته ولاړ اود خپلو درو همفکرانو په ملګرتیا دڅلور ګلاسکویی په ډلې مشهور شول . میکنتاش ورو ورو په یوه مشهور هنر مند بدل شو او که څه هم په انګلستان کښې یې اثارو ته پام ونه شو ، خو په اروپاکښې تری هر کلی وشو. هغه او څلور ګلاسکویی ډلې هڅه وکړه په معماری او ډیزاین کښې یو لړ بدلونونه راولی. چارلز مکینتاش په نولس سوه اته ویشتم میلادی کال کښې مړ شو.

 

۵۵ کاله پخوا، د نولس سوه اوه شپیتم میلادی کال د جون په اومه نیټه ،د صیهونیسټ رژیم له پوځ سره په جنګ کښې د عربو له ماتیو وروسته د دغه رژیم عسکر د بیت المقدس مذهبی او تاریخی ښار ته ننوتل . په دی خاطر چې مسجدالاقصی د مسلمانانو لومړی قبله او د پیغمبر اکرم (ص) د معراج ځای په دغه ښار کښې دی نو مسلمانان ورته د خاص احترام قایل دی خو د بیت المقدس د نیواک راهسی صیهونیسټ رژیم هڅه کړی چې دغه سپیڅلې جومات وران او پرځای یې د سلیمان معبد جوړ کړی . همدغه راز د بیت المقدس د یهودی کولو سیاست په سختئ سره د صیهونیسټ رژیم له لوری تعقیبیږی او د اجراء لپاره یې له یوی خوا فلسطینیان له خپل ښاره ایستلو ته مجبوروی او له بلې خوا د یهودی میشته ښار ګوټیو په جوړولو سره صیهونیسټان په بیت المقدس کښې میشته کوی. صیهونیسټان همدغه راز د بیت المقدس ښار د فلسطینی او اسلامی سمبولونه د له مینځه وړلو لټه کوی . په عین حال کښې فلسطینیان په تیره بیا هغه کسان چې په بیت المقدس کښې استوګن دی د دغه سپیڅلی ښار له هویته دفاع کوی او مسلمانان تری ملاتړ کوی.

 

۴۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په اوولسمه نیټه، د انقلاب شورا په مصوبې سره د ایران په اسلامی جمهوریت کښې بانکونه ملی اعلان شول. دغه اقدام په بانکونو کښې د ملی حقوقو او پانګو د خوندی ساتلو او د هیواد د تولیدی څرخونو د ګرځولو او د خلکو د سپماوو او پیسو د ساتلو لپاره ترسره شو. په دې لړ کښې او د انقلاب شورا په مصوبې سره د روا او مشروط مالکیت د اصل د منل کیدو په ترڅ کښې او د بانکونو د عایداتو د ترلاسه کولو څرنګوالی او بهر ته د پانګو د ناروا انتقال څخه مخنیوی او همداراز د هیواد په اقتصاد کښې د بانکونو اساسی رول او د بانکی موسسو سره د هیواد د اقتصاد طبیعی اړیکو ته په پام سره له دولت څخه د بانکونو پوروړوالی او د حکومت سرپرستۍ ته د هغو اړتیا د هیواد د نورو ادارو سره د بانکونو د فعالیتونو د غږملتیا ضرورت او د اسلامی انتفاعی او اداری چارو په لاره کښې د بانکونو د فعالیت د سوقولو ضرورت ته په توجه سره د ایران ټول بانکونه ملی اعلان شول. د بانکونو ملی کیدل چې د عبوری حکومت لخوا اعلان شول، په حقیقت کښې د هیواد د اقتصادی څانګو د ملی کولو په برخه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت لومړنی اقدام ګڼل کیږی.

 

۴۲ کاله پخوا، د د نولس سوه اتیایم میلادی کال د جون په اومه نیټه، یو امریکایی لیکوال هینری میلر مړ شو . هغه په اتلس سوه یو نوېم میلادی کال کښې و زیږید او د لیکنې کار په پیل کښې خاص بریالئ نه ؤ. خو په پاریس کښې له نهه کالو اقامت وروسته او د ختیځ ایشیا څو هیوادونو ته له سفرونو وروسته ، میلر ورو ورو په لیکنې کښې ماهر شو. د میلر په آثارو کښې دانایی دل، مکاتبه فلسفی او بهار سیاه ته اشاره کولئ شو.

 

۴۲  کاله پخوا، د نولس سوه اتیایم میلادی کال د جون په اومه نیټه، د صیهونیسټ رژیم جنګی الوتکو په یوه بې مخینه تیری کښې د عراق پلازمینې بغداد ته نږدې د تموز اټومی بټۍ بمباری کړه او له مینځه یې یوړه . دصیهونیسټانو دغه پوځی اقدام ، پر ایران د عراق د ډیکټاټور صدام د تیری له رامینځته شوی فرصته په ناوړې استفادې سره وشوه. که څه هم د عراق د اټومی بټۍ له مینځه وړل د عمومی افکار و له غوسې او د امنیت شورا له لوری د قدس د نیواکګر رژیم د غندنې سره مخامخ شول خو د تل ابیب پر خلاف هیڅ عملی اقدام ونه شو . په تموز اټومی بټۍ دغه حمله په داسی حال کښې وشوه چې صیهونیسټ رژیم د ځینو لویدیځو حکومتونو په مرسته تل د لا زیاتو اټومی وسلو د تولیدولو لپاره هڅانده پاتې شوئ دی . اوس هم دغه رژیم تر دوو سوو زیاتو اټومی خولیو له درلودلو سره سره، پر خپلو اټومی تاسیساتو د اټومی انرژی د نړیوال اژانس څارنه منلی نه ده .