Jul 06, 2022 16:30 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۱ هجری نمریز کال د چنګاښ د میاشتې نولسمه نېټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر د میاشتې له ۱۰ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولائۍ له ۱۰ نېټې سره برابره ده

 

نن د ذی الحجې لسمه نیټه ده چې د مسلمانانو د لوی اختر، یا عید اضحی یا عید قربان له لومړۍ ورځې سره برابره ده.

په دې ورځ  حاجیان چې د خدای د کور زیارت ته تللي دي، د خدای تعالی په امر او د هغه د رضا لپاره قرباني کوي او د خدای د ستر پيغمبر، حضرت ابراهیم (ع) خاطره ژوندۍ کوي او لمانځي یې.

متعال خدای جل جلاله د حضرت ابراهیم (ع) د ایمان او اخلاص د ازمایلو لپاره هغه ته دنده ورکړه چې خپل زوی، اسماعیل د خدای جل جلاله په لار کې قرباني کړي.

ابراهیم (ع) د دې کار له سختۍ سره سره، الهي فرمان ته غاړه کېښوده او د دې ماموریت د ترسره کولو لپاره تیار شو.

خو هرڅومره هڅه یې چې وکړه، چاړې د اسماعیل مرۍ پرې نکړه.

په دې حال کې حضرت ابراهیم (ع) ته خطاب وشو چې له الهي ازموینې یا امتحانه بریالی را وتلی یې او هغه وخت یو پسه یا ګډ واستول شو چې د اسماعیل پرځای یې قرباني کړي.

دغه له پند او عبرته ډکه پېښه، د خدای تعالی جل جلاله د فرمان پروړاندې د سرښندنې، له ځانه د تېرېدنې، پر نفس د غلبې او تسلیمېدو درس دی.

په همدې دلیل، د نړۍ مسلمانان هم د ذی الحجې لسمه ورځ د یوه ستر او ولولناک اسلامي اختر په توګه لمانځي او له ورڅخه د لوې خدای جل جلاله په درګاه کښې د اخلاص او بندګۍ درس زده کوي.

نو په دې موقع مونږ هم د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د نیکمرغه لوې اختر مبارکي وایوو.

 

۱۱۱۵  کاله وړاندې د ۳۲۸ سپوږمیز کال د ذي الحجې په لسمه نېټه، مشهور مسلمان لیکوال، مفسر او لغت پېژاندی، ابوبکر انباري، چې په ابن انباري مشهور دی، وفات شو.

هغه په ۲۷۱ سپوږمیز کال کې په بغداد کې زیږیدلی و او د هغه وخت له شخصیتونو څخه یې د لغت او تفسیر په شان علوم زده کړل.

ابن انباري د ډېرې پوهې، تالیفاتو او اخلاقي فضایلو په لرلو سره مشهور دی او د خپل عمر تر وروستیو ورځو پورې یې د علم له زده کړې مخ وانه ړاوه.

خو هغه څه چې انباري ته یې د لیکوالانو ډېر نظر اړولی دی، د هغه پياوړې حافظه ده.

چا چې د هغه په درسي ټولګي کې ګډون کړی، ویلي یې دي چې هغه ددرس په غونډو کې، یوازې له خپلې حافظې څخه کار اخیسته او له کتاب او کتابچې څخه یې کمه استفاده کوله.

د ابن انباري له تالیفاتو څخه (( ادب الکاتب))،(( الاضداد)) او(( ضمائر القرآن)) کتابونو ته اشاره کولای شوو.

 

 

۲۸۱  کاله مخکښې، د اوولس سوه یو څلویښتم میلادی کال د جولایی په لسمه نیټه، الاسکا ټاټوبی د ډنمارک یوه کاشف وایټس بیرنګ کشف کړ. هغه په داسې حال کښې چې له خپلې بادی کشتۍ سره روسیې ته روان ؤ، آلاسکا چې د کینیډا په شمال لویدیځ کښې پراته ده، کشف کړه. د آلاسکا تیلی سیمه تر اتلس سوه اووه شپیتم میلادی کال پورې د تزاری روسیې د حدودو برخه وه خو تزار په دغه کال کښې آلاسکا په کابو اووه میلیون ډالرو پر امریکا خرڅه کړه چې نن سبا د امریکا نهه څلویښتم ایالت حسابیږی.

 

۸۲  کاله وړاندې، د نولس سوه څلویښتم میلادی کال د جولایی په لسمه نیټه، ایټالیا په رسمی ډول د نازی جرمنی د متحد په توګه دوهم نړیوال جنګ ته ورګډه شوه. په دغه وخت کښې د ایټالیا لومړی وزیر د فاشسټ ګوند مشر بنیتو موسولینی ؤ . په دوهم نړیوال جنګ کښې د ایټالیایی پوځ شتون که څه هم د دغه ویجاړونکی جنګ شخړې نوره هم زیاتې کړې ، خو موسولینی په عمل کښې ونه توانید له هیټلر سره څه خاص مرسته وکړی. تر درو وروستیو کلونو پورې ایټالیا په بیلابیلو جبهو کښې ډیرې ماتې وخوړې او د متفقینو په لاس د دغه هیواد د جنوب له نیواکه وروسته د ایټالیا باچا موسو لینی ګوښه کړ او د نولس سوه درې څلویښتم میلادی کال په ستمبر کښې دغه هیواد تسلیم شو.

 

۶۹  کاله پخوا په داسې یوه ورځ د دیارلس سوه دوه دېرشم هجری نمریز کال د چنګاښ د میاشتې په نولسمه نېټه نامتو فقیه، فلاسفر او عارف آیت ا... محمد علی زاهد قمشه ای چې په ابوالمعارف مشهور ؤ وفات شو. هغه د دولس سوه دوه پنځوسم هجری نمریز کال په حدودو کښې د ایران د اصفهان په شهر ضا یا قمشه ښار کښې وزېږېد او له ماشومتوبه یې د علم او پوهې زدکړه شروع کړه. څه موده پس اصفهان ته لاړ او د دغه ښار له سترو استادانو او له خپل زیات هوش او پوهې څخه په استفادې سره یې علمی مراحل په چټکتیا سره پلې کړل او په ځوانۍ کښې په فقاهت، فلسفه او حکمت کښې لوړو درجو ته ورسېد. خو دغو مقاماتو د آیت ا... زاهد کمال لټوونکے روح قانع او راضی نه کړ او کلونه کلونه په مختلفو هېوادونو کښې له سترو سالکانو او عارفانو د معرفت په لټه کښې په سفرونو بوخت شو. هغه تقریباً څلوېښت کاله پس خپل پلارنی وطن ته راستون شو او په تدریس او د خلقو په بې دریغه خدمت یې لاس پورې کړ، په دا ډول چې اوس هم د شهرضا د خلقو په نزد لوړ او اوچت مقام لری.

 

۴۹  کاله پخوا، د نولس سوه درې اویایم میلادی کال د جولایی د میاشتې په لسمه نیټه، په مرکزی امریکا کښې د باهاما جزیرې له انګلستانه د خپلواکۍ په ترلاسه کولو بریالئ شولې او دغه ورځ، د دغه هیواد ملی ورځ ونومول شوه. د باهاما ټاپوګانې په څوارلس سوه دوه نوېم میلادی کال کښې د یوه اروپایی کشف کونکی کریسټف کلمب په وسیله کشف او په اسپانیې پورې وتړل شوې. په اوولسمې او اتلسمې میلادی پیړیو کښې انګلستان او اسپانیا د باهاما د نیولو لپاره څو څو ځل له یو بل سره ونښتل چې بالاخره په اوولس سوه درې اتیایم میلادی کال کښې د انګلستان لخوا ونیوئ شو. له هغه وخته دغه ټاټوبی تر یو سلو نوی کلونو پورې د انګلستان تر سرپرستۍ لاندې ؤ تر دې چې نولس سوه درې اویایم میلادی کال کښې خپلواکه شو او د ملګرو ملتو غړۍ شو.

د باهاما جزیرو هیواد د دیارلس زره نهه سوه پینځه دیرش مربع کیلو میټره په پراختیا سره د اطلس سمندر په اوبو کښې د کیوبا هیواد په شمال او د امریکې په جنوب ختیځ کښې پروت دی.