تاریخ پآنه
د تاریخ د پاڼې ډیرو قدرمنو آوریدونکیو نیکمرغه سها ر درته غواړم نن د خالي ورځ، یا شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر له ۱۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۱۶ نیټی سره برابره ده.
۹۷۲ کاله وړاندې د ۴۷۱ ه ق کال د ذی الحجې په ۱۶مه نیټه مسلمان اندلسی ریاضي پوه او منجم ابو عبد الله محمد بن جیاني وفات شو .
نوموړی په ۳۷۹ هجري قمري کال کې د اسپانیا په یوه پخواني ښآر قرطبه کې وزږید او خپلې لومړڼۍ زده کړې ېې په خپل زیږن ځای کې سر ته ورسولې .
بیا د مصر پلازمینې قاهرې ته لاړ او څلور کاله په کې پاتی شو .
ابن جیاني په نجوم یا ستور پيژندنه او ریاضیاتو کې د ډيرې پوهې خاوند ؤ او د اصول اقلیدس کتاب سر سخته مدافع ګڼل کیده .
د محمد جیاني له اثارو چې د نجوم په برخه کې ېې لیکلي د اصول اقلیدس کتاب د پنځمې مقالې شرحه یادولی شو .
۱۳۲کاله مخکې د ۱۸۹۰ میلادي د جولای په ۱۶ نیټه
د پارکینسون د ناروغۍ او د هغې د رامینځ ته کیدو علتونه د یوانګریز ډاکټر جیمز پارکینسون په وسیله وپیژندل شوه . په همدې دلیل دغه ناروغۍ د د غه ډاکټر په نوم يعني پارکینسون نومول شوې ده .
د دغه ناروغۍ نښې د جسم او بدن دایمي او سخت لړزا یعني د لاسونو ژبې ،سر او مخ ریږدیدل او د حرکت اوپلي تګ په وخت تعادل نه درلودل او په ځانګري توګه دغه ستونزې د بوډاتوب په پړاو کې دي. د دغه ناروغۍ اصلي علت ځیني مغزي ګډوډۍ دي چې تر اوسه د دغه ناروغی لپاره پریکنده علاج ندی موندل شوې .
۱۱۳ کاله پخوا، د دولس سوه اته اتیایم هجری لمریز کال د چنګاښ په پنځه ویشتمه نیټه،په تهران کښې د روسیی په سفارت کښې د محمد علی شاه قاجار له پناه اخیستلو پسی ، لویه جرګه جوړه شوه او هغه یې لیری کړ. هغه د دولس سوه پنځه اتیایم لمریز کال په زمری میاشت کښې د خپل پلار د فتح علی شاه په وسیله دمشروطیت حکم له لاس لیک کیدا کابو شپږ میاشتې وروسته باچاهی ته و رسید خو له مشروطه آزادی غواړو سره یې اړیکې ورو ورو خرابې شوې. ځکه چې مشروطې د باچا اختیارات محدودول او خلکو ته یې د هیواد په اداری چارو کښې د لاس وهنې حق ورکاوه. د دولس سوه اوه اتیایم لمریز کال په چنګاښ میاشت کښې روسی کرنل لیاخوف د محمد علی شاه په حکم سره، د ملی شورا جرګه په توپونو و ویشتله او ګڼ شمیر مشروطه غواړی و وژل او ونیول شول او یو ځل بیا استبداد په ایران کښې واکمن شو. خو د ایران په بیلا بیلو ښارونو کښې آزادی غواړو د استبداد پر ضد پاڅون پیل کړ تر دې چې یو کال وروسته، د هغو ځواکونو تهران ونیوه. په دی وخت کښې محمد علی شاه د خپل کار چاره د خپل پلوی هیواد یعنی روسیې سفارت ته پناه وړل ولیدل او مشروطه غواړو هم د مجلس عالی په نوم یوې جرګې په جوړولو سره هغه له باچاهی لیری کړ او د هغه زوئ احمد شاه یې د هغه پر ځائ کښیناوه.
او له ننه ۱۴ کاله پخوا، د دوه زره اتم میلادی کال د جولایی په شپاړسمه نیټه، د لبنان حزب ا... په یوه بل بریالیتوب کښې، د صیهونیسټ رژیم د دوو سربازانو د مړو د ورکولو په بدل کښې پنځه لبنانی بندیان او کابو د دوو سوو لبنانی شهیدانو جنازې له صیهونیسټ رژیمه بیا ترلاسه کړې. د مړو او بندیانو بدلول د دواړو لورو تر مینځ داوږدو غیر مستقیمو مذاکرو پسی د جرمنی د دولت په مینځګړیتوب ترسره شول. په دغو عملیاتو کښې د پام وړ ټکئ دا ؤ چې د صیهونیسټانو استخباراتی او جاسوسی ادارې تر وروستیو پورې خبرې نه وې چې د هغو دواړه سربازان د حزب ا... له جنګیالانو سره د نښتې په همهغه لومړنې شیبو کښې وژل شوی دی او ژوندی ندی. د لبنان د آزاد شویو کسانو په مینځ کښې د نورو لبنانی ډلو کسان هم لیدل کیدل چې د هغو ډیر مهم کس سمیر قنطار ؤ چې د خپل عمر نږدې دیرش کلونه یې د صیهونیسټ رژیم په جیلونو کښې تیر کړی وو . د بندیانو دغه بدلول، د صیهونیسټانو په مقابلې کښې د حزب ا... لپاره یوه بل بریالیتوب په توګه ګڼل کیده او د هغو لپاره په لبنان کښې ملی جشن ونیول شو.