Aug 26, 2022 07:21 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه

یوه نظریه وجود لری چی پکې د کجورې ونه د کرهڼې د پړاو او بزه د ښار استوګنې پړاو سمبول بلل شوی دي .

د اسوریک ونه یوې بزې او کجورې ونې ترمینځ یوه مناظره ده چی په پارتی ژبه یا اشکانی پلوی ویل شوی ده ، خو هغه څه چی نن زمونږ لاس ته رسیدلی ، په پلوی خط یو کتاب دې . احتمالا ایرانیانو دغه ډول ادب چی شفاهی ادبیاتو ځانګړنې لري ؤ، په تیرو وختونو کې د بین  النهرین ترمینځ  اقتباس کړی ، لکه څرنګه چی ځینې نمونې یې په سومری او واکدی متنونو کی لیدل کیږي .

دغه منظومه له یوې ونې په لنډه وینا کې له دې پرته چی په ډاګه یې نوم واخیستل شی ، په معمایی شکل د شاعر له ژبې پیلیږی او په دغه بیان سره لوستونکې یا  اوریدونکې پوهیږی چی د کجورې ونې مطلب څه دې . هغه وخت ونه بزې لپاره خپلې ګټې بیانوی لکه هغه ګټې چی میوه یې لري یا هغه اوزارونه چی د هغه له لرګی ، پاڼو او الیافو جوږیږي . په بله برخه کی بزه هغه پورې ملنډې وهی او سپکوی یې او خپلې ګټې لکه هغه خوړه چی د هغې له شیدو جوړیږي یا هغه اوزارونه چی د هغې له غړیو جوړیږی ، ورته بیانوي . بالاخره د شاعر په ګومان بزه بریالی کیږی او په پاې کې هغه چا ته چی دغه متن یې لوستلې یا لیکلې وی ، یا یې په مالکیت  راوستلی وی ، دعا اوپه خپلو دښمنانو نفرین کوي .

Image Caption

 

د اسویک ونه ټوله منظومه په هغه تعریف سره چی له مناظرې ذکر شوی دی ، سمون خوری او په هغې کې بزه او ونه د ځان د جوړلو او د خپل سیال د خرابولو لپاره له هیڅ هڅې ډډه نه کوی . په دغه تمثیل کې د دعوا هر لورې د یوې عقیدې او لیدتوګې استازې دې .

یوه نظریه وجود لری چی پکې د کجورې ونه د کرهڼې د پړاو او بزه د ښار استوګنې پړاو سمبول بلل شوی دي . که څه هم د خرما ونه د یو ځای اوسیدا او بزه د خوځښت او دوې منډې نښه بلل کیږی . د کیسې په متن کې هم بزه ونې ته وایی چی تا د میخ په شان په مځکه ښخه یې او د تلو وس او توان نلرې .

له بلې خوا په سوځیدلی ښار کې د لرغون پیژاندو په سترو او وړکوټو موندنو کې  یوه خورینه لوخې پیدا شوی دی چې پکې بزه په پینځو حرکتونو کې د ونې په لور په منډه ده او هغې پاڼې خوری . ویل کیږی دغه لوښې چی همدااوس په دنیا کی دنړۍلومړني غوړیدا  په توګه مطرح شوی ده ، په حقیقت کی د زاړې کیسې او د اسوریک ونې نظم دی .

د اسوریک ونه ، د لرغونې پړاو د اجتماعی ژوند په جاج کې کارنده اثر بلل کیږی  ، لکه څرنګه چی د دغه نظم په وسیله د هغه وخت له دودو بوټیو او څارویو له مختلفو خوراکونو خبریږو ، د خوړواو جامو کیفیت ، د ورزنیز ژوند لوازمو ، جنګی اوزارونه ، د موسیقي الې ، عطر ، د شیانو بیې ، د ټولنې پرګنې  هغه موضوګانې دي چی د دغه نظم په لوستلو سره له هغو سره بلدیږو .

دغه نظم له یوې سریزې او ، دوه اړخیزه خبرو اترو او په یوې پایبزې مشتمل دې . په سریزه کې د ونې د ځانګړنو په یادولو سره چی د اسور ولسوالۍ په هاخوا راټوکیدلی ده ، د دوه اړخیزه خبرو لپاره زمینه برابروی . بزه د ونې درې برابره خبرې کوی او دا د هغې د حماقت پیل بلل کیږی .

د اسوریک ونه د مناظرې د رودې او جوړښت له نظره د مشغولتیا د بیلګو او په اسلامی پړاو کې د فارسی ادب هنری بیلګه بللې شو . البته په دغه مناظره کې د فارسی ادب د ډیرو مناظرو په اپوټه داور پخپله شاعر دې او نه بل شخصیت . په عین حال کط په دین د ویاړ له نظره د اسلامی پړاو له ادبی مناظرو سره ورته والې لری .

د اسوریک ونې د یوې برخې فارسی ترجمه د لومړی ځل لپاره  په ۱۳۳۷ لمریز کال کې د محمد تقی بهار په وسیله خپره شوی ده . د دغې کیسې نثری متن د ایرانی کیسو چی ډاکټر احمد تمیم داری لیکلی دی ، راغلی دی .

د ګیلګمش حماسه د نړۍ د حماسی روایتونو تر ټولو مشهوره او زاړه حماسه بلل کیږی چی د خاورو په دولسو لوحونو لیکل شوی ده . دغه لوحونه د ګیلګمش د اسطوره ای اتل د ژوند کیسه بیانوی چی تلپاتی والی ته د رسیدا په لاره او د مرګ د معما په اواری کی  له ډیرو زیاتو پیښو تیږیږی ، بالاخره په ځان پیژندنې ته رسی او برخلیک ته تسلیمیږي .

د دغه روایت بشپړه موجود بابلی متن د اوسنی عراق په نینوا کې د اشور باچا د اشور بانیپال په کتابتون کی په دوه ګوڼه  لوحونو ترلاسه کې شوې . د دغې منظومې د بابلی متن د لیکنې تاریخ له میلاده مخکې دوه زرمه په پیل کی کلونو پورې اړه لري . دغه اسطوری ای روایت په ټولو بشری ټولنو کې د خپل خاص مضمون په دلیل د پام وړ ګرځیدلی دی .

ګیلګمش د لرغونی نړۍ بی ساری اتل یو زړه ور او بلا غوښتنې شخصیت دې چی دتلپاتی والی ، پرتم  او مشهورتیا د ترلاسه کولو لپاره د انسان د بې پایه او بیهوده هڅې سمبول دې .

د لرغونی بابل د امپراتورۍ په پړاو کې د ګیلګمش د افسانه ای شاهکارونو روایت د یوه یا څو اوږدو حماسو په چوکاټ کې دې .

ګیلګمش چی په دریو کی دوې برخې یې خداې وو او یوه برخه یې انسان ، ډیر زیات قدرت درلوده او په عین حال کی چی ویرونکې وو ، جذبونکې هم وو .  په لومړی برخه کی هغه د یوه هوښیار او ځیر سړی په شکل کی انځور شوی دی چی په سومری ښار کې پرتمین برجونه او معبدونه  جوړوي . هغه د اوروک د سومری ښار پینځم باچا وو او ژوند یې دومره اغیزمن وو چی د هغه ډیر بریالیتوبونه د راتلونکیو نسلونو لپاره د یوې افسانې د جوړیدا اساس شو . افسانو هغه یو سخت جنګیالې او یو تکړه معمار معرفی کوی . په هغه بخشش سره چی درلوده یې ، هغه یو سخت او ځیږ جنګیالې  هم وو  او په یوه سخت جنګ کې یې شرکت کاوه . خو کله چی پوهه شو قدرت یې له یوه عادی انسان ډیر زیات دې ، په یوه ظالم واکمن بدلیده . هغه له خلکو ناوړه استفاده کوله او هره میرمنه یې چی غوښتې په خپل کې زندانی کوله او خلک یې کجبورول چی د هغه په شخصی پروژو کار وکړي .

خدای تعالی د ګیلګمش د کنټرولولو لپاره د هغه ته ورته قدرت سره د انکیدو په نوم یو کس بیدا کړ . هغه دواړه په خپلو کې ملګري شول . تر دې حده چی کله انکیدو له ناروغۍ مړ شو نو ګلیګمش ډیر غمګی شو . هغه دا حقیقت نشو منلې چی په نړۍ کې د یوې حقیقی ښکارندې مرګ شته دی او له هغه تیښته نشته دې . نو درستې نړۍ کې یې سفر وکړ ، هغه په دغو سفرونوکې ډیر څه زده کړل او خپلې موندنې یې د کاڼو په لوحونو ولیکلې .

هغه پوهه شو چی مرګ هغه تقدیر دې چی ورڅخه تیښته نشته دې . د خپل ملرګی په غم کې یې د ژوند راز ومونده او ژمنه یې وکړه چی له خپلو الهی وسونو د وضعیت د ښه کولو لپاره استفاده وکړی .

د لرغونی بابل لوحونه هغه دیبر زاړه لوحونه دي چی د ګیلګمش حماسې جزیات یې نقل کړي دي . د دغې حماسې د بایلی نسخې زړوالې له میلاده مخکې له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ رسی  او مورخان په دې باور دي چی دغه حماسه حتی له دغو لوحونو زیاته بڼه غوره کړی ده .

د ګیلګمش حماسه د میخی خط په ادبیاتو کی د بدلانه بیچومې بلل کیږی  . دغه حماسه په ۱۸۷۰ کال کی د جورج سمیت په وسیله ترجمه او خپره شوی ده . په ۱۸۸۹ کال کی څیړاندو د عراق د نیپور تپه وپیژندله او له درشو تر څلویښتو زرو پورې لوحونه یې وموندل چی پکې د ګیلګمش زوړ متن موجود وو . دغه متن په ۱۹۳۰ کال کی د کمپل تامپسن په وسیله راوړول او ولیکل شو . د دغې حماسې فارسی ژباړه لومړی د داوود منشی او بیا احمد شاملو په وسیله ترسره شوی ده .

خپل دغه پروګرام د مشهور اسور بیژاتندی او لیکوال جلال ستاری په خبرو پاې ته رسوو چی په یوه مرکه کې یې ویلی وو  ، اسور پیژندنه که انتقادی اسطور پیژندنه وی ، هغه مرسته چی مونږ سره کوی ، زمونږ د هویت ښکاره کول دي ، . د یوه قوم د هویت د معلومولو لپاره  یو بهترین کار د هغه قوم د اسطورو پیژندنه ده . د هر قوم اسطورې هغه قوم تعریف کوی . د ځینو اسطورو د پاتی کیدا دلیل د یوه قوم له هویت سره د هغه پیوند دې .

پای

 

ټیګونه