له  صهیونیستي رژیم پورې  اړونده یوه بله کشتۍ  هم ښکار شوه
(last modified Thu, 10 Jul 2025 01:31:40 GMT )
Jul 10, 2025 06:01 Asia/Kabul
  • له  صهیونیستي رژیم پورې  اړونده یوه بله کشتۍ  هم ښکار شوه

د یمن وسله‌والو ځواکونو په یوې بیانیې کې ویل شوي دي چې د صهیونیستي رژیم پورې تړلې یوه بله  کشتۍ ئې هم  په نښه کړې ده.

زمونږ خبریال د ایکنانیوز له قوله راپور ارکړ، د یمن وسله‌والو ځواکونوویندوي جنرال یحیی سریع په  یوې اعلامیې کې ووئيل؛  چې د ETERNITY C کشتۍ، چې د فلسطین  نیواکي ټاټوبي  ام‌الرشراش بندر په لور روانه وه، د یمن د پوځ د یوې بې‌پیلوټه الوتکې او شپږو ګائيډیډ او بالسټیک توغندیو په کارولو سره په  شیشت کې راوستل شوي او تباه کړئ شوې ده.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند  وویل: دا عملیات په بشپړه توګه ثبت او مستند شوي دي او ETERNITY C کشتۍ په بشپړه توګه ډوبه شوه. زمونږ د سمندري ځواکونو مبارزانو  د کښتۍ یو شمېر کارکوونکي وژغورل اوبیائې  له طبي خدمتونو وروسته   خوندي ځای ته منتقل کړل.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو په بیانیې کې ویل شوي چې دا کشتۍ وروسته له دې  په نښه شوه چې هغه شرکت، چې دا کشتۍ ئې لېږلې وه، د منع شوي قانون له پامه غورځولو سره د ام‌الرشراش بندر سره ئې خپله ملګرتیا  بیا پیل کړه.

دا کښتۍ د یمن د سمندري ځواکونو خبرداریو ته پاملرنه ونه کړه، نو له همدې امله په نښه شوه.

په بیانیه کې ټینګار شوی چې دا عملیات د مظلوم فلسطیني ملت په ملاتړ او د فلسطیني جنګیالیو د جهاد د ملاتړ لپاره ترسره شوي دي.