Nov 13, 2022 14:29 Asia/Kabul
  • بې نقابه امریکا

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې  یوو په پیل کې درته د امریکادتیرې اونۍ ځينو مهمو سیاسی اقتصادي، ټولنیزو پيښو ته یوه لنډه شان کتنه کوو او بیا مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته ... نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

********************

*/*/*/

دجمهوري غواړو له خوا د جوزف بایډن د مواخذه کولو ګونګوسې

*/*/*/

په امریکا کې ددغه هیواد دراتلونکي اوډیموکراسۍ په باب د پلوسي خبرداری،

*/*/*/

په امریکائي ځوانانو کې د شرابو دڅښلو له امله دمر ګونو زیاتیدا، په تیرې اونۍ کې د امریکا ځيني مهمې پيښې وې،البته اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

***************************

  د امریکا  ولسمشر جوزف بایډن ومنله چې  که د کانګرس په مینځ پړاوه انتخاباتو کې زوړپال جمهوری غواړي بریالي شيب، نو هغه به مواخذه کړي.  جوبایډن  دتیرې شنبې په ورځې  په سنډيګو کې دخپلو ملاتړو په ټول کې  ووئيل که  جمهوري غواړي د کانګرس  او مشرانو جرګې  اکثریّت  ترلاسه کړي،  دهغه د مواخذه احتمال شته دی . هغه په دغې وینا کې ووئیل،له همدااوسه ماته اطلاع راکړل شوې چې  که جمهوری غواړي په مشرانو جرګې کې  او کانګرس کې اکثریّت ترلاسه کړي ،نو زه به مواخذه شم.نو زه نه پوهیږم  دوي ولې د ما دمواخذه کولو نیّت لری،زه کومې ټوکې نه کوم؛ دوي په همداوروستیو کې وئيلی دي ،چې باید  تر بریالی کیدا پورې، ددغې موضوع په باب خبرې وکړم.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي دی چې په کانګرس کې د نیویارک ایالت  یوه جمهوري غواړي استازي الیس سټیفنیک  دروانې میاشتې په پیل کې وئيلی وو، چې جمهوری غواړي به  په زیات  احتمال سره راتلونکي کال  او د جوزف بایډن د  بهرنيو تجارتي اقداماتو په باب  له ترسره شوو څيړنو وروسته د امریکا د شپږ څلویښتم ولسمشر د مواخذې فیصله وکړي. هغه چې د امریکا په کانګرس کې د ښي پالو جمهوري  غواړو  کنفرانس  مشري په غاړه لري، وئیلي دي، کله چې له قدرته د ښکاره ناسمې استفادې او د واړو اوسترو جرمنو نښې نښانې رابرسیره شي، ،یعني بیا له مواخذې پرته بیله هیڅ ټاکنه پر میز نه پاتیکیږي. سټفانیک  د کانګرس له مینځ پړاوه  انتخاباتو  وروسته وخت  ته د تیلو د تولیداتو د کمیدا د ځنډولو لپاره له اوپک پلاس څخه د سپینې ماڼۍ  غوښتې ته په اشارې سره  ووئیل، دغه غوښته،د ولسمشر له خوا یوغیرقانوني،ډير بد او نامناسب  اقدام دی::

  د یوګاؤ موسیصسې د وروستیو نتیجو په اساس،د امریکا څه دپاسه ۲۷فیصدي ښاریزو تمه لری چې د جمهوری غواړو په مشرۍ کانګرس ، جوبایډن مواخذه کړي . د امریکا د کانګرس د ۴۳۵استازو  او د مشرانو جرګې د ۳۵ استازو او همداراز د ځينو ګورنرانو او ځای چارواکو  د  ټاکنې لپاره د امریکا د کانګرس او مشرانو جرګې  مینځ پړاوه انتخابات  د ۲۰۲۲کال د نومبر په اتمه نیټه ترسره شول.

Image Caption

 

د امریکا د کانګرس مشرئې   دتیرې شنبې په ورځې  چې ددغه هیواد د  کانګرس   انتخاباتو ته درې ورځې پاتې وې، د امریکا  او دهغه څه په باب چې دوي په امریکا کې ډيموکراسي بللې ده،خبرداری ورکړ. نینسي پلوسي د خپل خاوند له روغتونه  درخصت کیدایوه ورځ وروسته چې  ورباندې حمله شوي وه او ټپي شوی ؤ، خبرې کولې.د امریکا د  مینځ پړاوه انتخاباتو له ترسره کیدا څو ورځې مخکې  ددغه شان تاؤتریخجنې پيښې رامینځةکیدا، په دې باب اندیښنې چې د ژورو سیاسی اختلافاتو او غلطو اطلاعاتو خپریدا ، په ټولنې کې  د تاؤتریخجنو اقداماتو سبب کیدلی شي،زیاتې کړي دي.. د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما  هم خبرداری ورکړی چې  د امریکا په سیاسی ډګر کې  درزونه او اختلافات،د یوې خطرناکې فضا د رامینځةکولو  ته لمسول دي .  اوباما دغه راز وئيلي دي ،د امریکا دکانګرس د مشرې نینسي پلوسي  پر خاوند  څو ورځې مخکې حمله،په امریکا کې د نفرت  خورونکو  خبرو نتیجه ده. دا  چې مونږ  د خپلو سیاسی مخالفانو د شرغواړو بریښولو  عادت  او لیونئ خبرو  عادت لرو ،دا د یوې خطرناکې فضا د رامینځةکیداسبب کیږي..::

له هغه مهال چې ډونالډټرمپ  د ۲۰۲۰کال په انتخاباتو کې  دخپلې ناکامۍ له منلو ډډه وکړه،نو په امریکا کې سیاسی ویره او حشت زیات شو .دجوزف بایډن په مقابل کې په انتخاباتو کې  د  ناکامۍ له منلو د ټرمپ ډډه کول سبب شوي  دهغه یوشمیر پلویانو ، د ۲۰۲۱کال دجنورۍ په شپږمه نیټه  پر کانګرس یرغل وکړ. امریکائي چارواکي په دې اند دي چې د سیاسی اختلافاتو په څير  عناصر،پر پل پلوسي  د حملې په څیر د حملو او تاؤتریخوالو خوځنده ځواک دي.

    پر پل پلوسی حمله کونکی عامل ددسیسې د تئوریانو یو پلوی دی  چې  په انتخاباتو کې د درغلۍ ، د کوویډ ۱۹ډوله ناروغۍ په واکسنو، دآپ وهوا ، هولوکاسټ په څير د مختلفو موضوعګانو په باب شک رامینځةکونکي نظریات  په سوشل میډیا ا و ټولنیزو چینلونو کې خپروي.

Image Caption

 

          په داسې حال کې  چې د انفلیّشن د پيزواني کولو لپاره د امریکا فیډرل رزورؤ (مرکزي بانک)تدبیرونه تر دې دمه په بشپړ  ډول بریالی نه دي،په دغه هیواد کې د اقتصادي ځوړتیا احتمال  موجود دی .د امریکا مرکزي بانکد بانکي ګټې داندازې زیاتول،تر پنځه اویا فیصدي اندازې پورې  اعلان کړي دي .  له دغې فیصلې  موخه ، د انفلیّشن   له کنټرولولو اود ځوړتیا حد ته له رسیدا پرته  د بیّو د کمیدا لپاره  د اقتصادي ودې د چټکتیا کمښت دی. خو ممکنه  ده د امریکا د مرکزي بانک دغه اقدام کافی نه وي، ځکهپه راتلونکي پړاؤ کې  د بیّو د زیاتیدا نوي نښې نښانې  شته دي .سږکال له هماغه پیل راهسې تر دې دمه دامریکا مرکزي بانک شپږ ځله،د بانکي ګټو اندازه زیاته کړې ده څو په تیرو څلورو لسیزو کې  ددغه هیواد انفلیّشن دترټولو لوړې اندازې د پيزواني کولو لپاره  هڅه وکړي. دغه فیصله همداراز د اقتصادي دړې وړې کیدا څخه دمخنیوی لپاره  چې ممکنه ده امریکا  دځوړتیا مرحلې ته وارده کړي ،غوره شوه.څارونکي په دې اند دي چې  د کانګرس د مینځ پړاوه انتخاباتو  دترسره وخت ته لا څو ورځې په مخکې شپو ورځو کې  دفیډرل رزورؤ د فیصلې اعلان کول،ممکنه ده  پر دغو نتیجو اغیزې وشیندي . په تیره بیا دا چې  اقتصاد د امیرکا درایو ورکونکو د لومړیتوبونو په  سر کې دی.

   ددې په مقابل کې د فیډرل رزرؤ دغه اقدام،سبب شوی دی  له اوو فیصدو څخه په زیاته ګټې سره د آسانتیاؤ ترلاسه کول، لازیات لګښت ولرل شي.په تیرو دیرشو کلونو کې په دغه اندازه بانکي ګټې بې مخینې او د مخکینیو پورونو دګټو دوه برابره ده.کریډيټ کارډونه،د ګاډو د ا خستو آسانتیاوې ، د کورنو د اخستو آسانتیاوې لازیات لګښت لري او په امریکا کې دمختلفو شیانو بازارونه،د غوښتو او د شیانو دو ړاندې کولو د چټکتیا د سستیدا شاهد دي.

 دا چې هغه شرکتونه چې دسږکال په وروستیو درو میاشتو کې ډيره زیاته ګټه ترلاسه کوي،د خپلو کارکونکو تنخواګانې ئې کابو اته فیصده زیاتې کړي دي،البته دغه زیاتیدا د مصرفونکولپاره په ډيرو موردونوکې نه محسوسیږي،ځکه  د کارپيژاندو په وینا،د حقوقو زیاتول،د لازیات انفلیّشن  سبب کیږي.

 د امریکا د وسلوال ځوا ک سټراټژيکې قوماندانۍ  په نړیوالو ډګرونو کې د سیالو دمخه نیونې لپاره د متحده ایالاتو دتوانمنیو د ورځ تربلې دکمیدا خبر ورکړی دی. د امریکا وسلو ال ځواک د سټراټژيکې قوماندانۍ (سټراټکم) قوماندانۍ مشر قوماندان  امیر البحرچارلز ریچرډ ووئیل،  په اوکراین کې جنګ وښودله چې په نړیوالو ډګرونو کې له پوځي ځواک سره د سیالانو دمخه نیونې لپاره  دمتحده ایالاتو توانمنۍمخ په کمیدا دي.  ریچرډ زیاته کړې ده ، په اوکرانی کې نښتې  چې  همدااوس په اوج کې دي ، یوازې ګرمیدل دي . ستره جګړه  د نزدیکیدا په حال کې ده . د سټراټکم ځوا ک مشر همداراز ووئيل،که د چین دپيزواني کولو لپاره  خپلې توانمنۍ وارزوو ،نو وایوو چې  کشتۍ دډوبیدا په حال کې ده،دي،خپل ځواکونه له مونږ له زر ځاي په ځاي کوي .ددغه اختلاف په زیاتیدا سره  مهمه نه ده چې د مونږ قوماندانان  څومره ښه دي،مونږ به په آسانۍ سره شمیر کم  ولرو.ریچرډ دې ته په اشارې سره چې  په تیرو اوو کلونو کې چین په همداوروستیو کې څه دپاسه دوه نیم سوه کشتۍ د خپل نوي تاسیس کړي ساحلي ګارډ لپاره جوړې کړي دي،دوام ورکړ. کله چین خپل ذهنیّت  پر دې چارې متمرکز کوي ،نو  ورته په رسیدا کې هم ډيرې اغیزشیندونکي انګیزې ننندارې ته وړاندې کوي.د چین د سټراټژيک ځواک پیاوړتیا  ددوي د ضروري کارونو په لسټ کې  په ورپسې مرحلې کې ده او  دمونږ هڅه دا ده چې  مونږ  د هغه ګواښ لپاره چې  په راتلونکي کې  ورسره مخامخ کیږو، او اوس نه ، نو ورته تیاریږو، پنټاګان  د اکتوبر په پاي کې اعلان کړی چې  دمتحده ایالاتو د  ملی دفاع نوي سټراټژي  خپره کړي ،  چې په اساس ئې  اعلان وشو چین د واشنګټن م اصلی چیلنج دی  او روسیه   یو سخت  او جدي ګواښ ګڼي  

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه