Dec 01, 2022 11:53 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه (40)

پر صهیونیستي رژیم د بندیز نړیوال غورځنګ او په بېلابېلو برخو کې پر دې رژیم د بندیزونو لګول، په اختصاري ډول په "بي ډي اس" عبارت سره پېژندل کېږي.

پر صهیونیستي رژیم د بندیز نړیوال غورځنګ او په بېلابېلو برخو کې پر دې رژیم د بندیزونو لګول، په اختصاري ډول په "بي ډي اس" عبارت سره پېژندل کېږي. دا غورځنګ په چټکتیا سره د پرمختګ په حال کې دی او د نړۍ ډېری لیکوالان ورسره یوځای شوي دي. هغه کسان چې ډېری مخاطب لرونکي کتابونه یې لیکلي دي او په بېلابېلو لارو سره پر صهیونستي رژیم فشار راوړي.

د بي ډي اس(BDS) غورځنګ په ۲۰۰۵م کال کې رامنځته شو، دا عبارت د د درېیو کلمو اختصار( Boycott د بندیز په مانا)، (Divestment د پانګونو ایستل او Sanction هم د پابندۍ په مانا دی.) دا غورځنګ خپلې ډېری موخې او ستراتېژۍ په امریکا کې د مارتین لوترکینګ په مشرۍ د مدني حقونو له غورځنګ او په سویلي افریقا کې د نیلسون ماندلا په مشرۍ د توکم پالنې پر ضد د مبارزې له غورځنګ څخه اخلي.

لیکوالان  زیاتره دا ډول پېژندل کېږي چې لیکل کوي او آرام ژوند لري. خو له بې عدالتیو سره د مقابلې په برخه کې بیا په بشپړه توګه کولای شئ پر دوی باور وکړئ. هغه کسان چې د اړتیا په وخت کې چوپتیا نه غوره کوي سربېره پر دې چې د ظلم پر وړاندې له قلم څخه کار اخلي، د خپل دریځ په اعلانولو سره، له هغه څه سره چې پر حق نه دي مبارزه کوي. د دې ډول دریځونو وروستۍ بېلګه یوه اروپايي لیکوال ترسره کړې ده.

آیرلنډي لیکوال "سالي روني" Sally Rooney، د ښکلې نړۍ چېرته یې؟ ?Beautiful World, Where Are You  تر نوم لاندې د خپل نوي عبري ژبې ژباړې ناول د پلورلو له حقه ډډه کړې ده. ده د صهیونیستي رژیم پر وړاندې په خپل دریځ سره، د هغه اسرائیلي خپرندوی وړاندیز رد کړی چې دوه مخکیني ناولونه یې په عبري ژبې ژباړلي وو او په یوې ویناپاڼې کې لیکلي: له دې سره چې په عبري ژبه د خپلو دوو مخکیني کتابونو له ژباړې خوښ دی، خو اوس یې پرېکړه کړې د دې ناول د ژباړې حقونه پر یوه اسرائیلي خپرندوی ونه پلوري.

په دې ویناپاڼه کې د بي ډي اس له غورځنګ(د اسرائیلو د بایکاټ او پکې نه پانګونې) له غورځنګ د هغه ملاتړ ته نغوته شوې ده؛ هغه کمپاین چې د اسرائیلي رژیم له لوري د فلسطینیانو ځپونې په تړاو نړیوال ملاتړ او د نړیوالو قوانینو منلو لپاره پر دې غاصب رژیم د فشار په موخه رامنځته شوی دی.

د روني ویناپاڼه همدارنګه نغوته لري: د سږکال په لومړیو کې د بشرحقونو څار بنسټ نړیوالې ډلې "له سختیو تېرېدل: اسرائیلي چارواکي او توکمیز جنایتونه، ځپونې او ځورونې" تر نوم لاندې یو راپور خپور کړ. دا او دې ته ورته نور انتقادي راپورونه، پر فلسطینیانو د اسرائیلي رژیم توکمیز تبعیض او سلطه د نړیوالو قوانینو تر څار لاندې د توکمیز توپیر له سیسټم سره یوشان بولي. له شک پرته، ډېری نور هېوادونه هم له بشر حقونو په سرغړونو تورن دي، په ډې ځانګړي مورد کې، زه د فلسطینیانو د مدني ټولنې غږ ته چې د فسلطین ټولې سوداګریزې ټولنې او د لیکوالانو ټولنې پکې شاملې دي، ځواب ورکوم.

ښه ده چې وپوهېږو له صهیونیستي رژیم سره د لیکوالانو مخالفت نویوالی نه لري، په تېرو کلونو کې هم دا ډول موارد وو. د بېلګې په توګه: د نوبل جایزې ګټونکی، آلماني لیکوال " گونتر گراس" Günter Wilhelm Grass  د صهیونیستي رژیم یو له ترټولو سخترینه مخالف وو. ده د ۱۳۹۱م کال په وري میاشته کې د ایران اټومي خبرو په اړه په ناوړه شرایطو کې، د هغه څه چې باید وویل شي تر نوم لاندې یو شعر په څو ورځپاڼو کې خپور کړ، چې د سیاست او رسنیو ترمنځ یې ډېری جنجالونه راوپارول. په دې شعر کې د تل ابیب، نه اعلان شوي اټومي توغندیو ته په نغوتي سره، دوی یې نړیوالې سولې ته ګواښ یاد کړ او د یوه اټومي ځواک په توګه پر اسرائیلو په نیوکې سره یې وویل: دې رژیم نړیواله سوله چې خپله متزلزله ده، له ګواښ سره مخ کړې ده.

ګراس په دې شعر کې د اسرائیلو پر سلطې غوښتنې په نیوکې سره ولیکل: په دې ځمکه کې کلونه وړاندې د آټومي ودې وړتیا په پټ ډول موجوده وه، خو له کنټرول څخه بهر وه.

بل نامتو لیکوال رولد ډال دی. که د رول ډال هیڅ یو اثر مو نه وي لوستی، شونې ده چې د چارلي او د چاکلیټ جوړولو کارخونې فلم مو لېدلی وي. که څه هم دې لیکوال ماشومانو لپاره ډېری کتابونه لیکلي دي، خو یوازې د ماشوم او تنکي ځوانانو کتاب لیکوال نه دی، د ده لنډې کیسې په خپله بې سارې او غوره دي. په ۱۹۸۲م کال کې پر لبنان د صهیونیستي رژیم برید د دې لامل شو ترڅو رول ډال ډېری ځلي اعلان وکړي، چې د اسرائیلو ضد دی او د ژوند تر وروستیو به د دوی له غیر انساني سیاستونو سره مخالفت کوي .

د صهیونیستي رژیم یوه بله ترټولو مهمه مخالفه، د ارغواني مشهور ناول امریکايي لیکواله آلیس واکر ده. دې په عبري ژبې د خپل کتاب له ژباړلو سره مخالفت کړی دی او ویلي دي چې د ده د مخالفت علت له فلسطینیانو سره د صهیونیستي رژیم توکم پالنه ده او د دوی توکم پالنه په امریکا کې له تور پوستو سره تر نژادي تبعیضه ډېره ده. واکر په ۲۰۱۰م کال او له ۲۲ ورځینۍ جګړې وروسته غزې ته سفر وکړ او له نږدې یې له فلسطینیانو سره خبرې وکړې.

تېر کال له صهیونیزم سره د شخړې کتاب( د مخالفو یهودیانو غږ) د (Interlink Press) خپرندوی له لوري خپور او پکي د ۲۱ یهودي متفکرو دریځونه وړاندې شول. په دې کسانو کې پوهان، څېړونکي، خبریالان او د صهیونیزم مخالف فعالانو شتون درلود، چې پر صهیونیستیانو یې د کلتوري، اخلاقي او فلسفي معیارونو له مخې نیوکې کولې.

د دې کتاب لیکواله کاناډايي مېشته اسرائیلي مېرمن ډافنا لیویټ ده، چې د اسرئیلو په پوځ کې یې کار کړی او متوجه شوې چې له پېښو څخه د اسرئیلو روایت د تاریخ له منطق سره په ټکر کی دی. دې د کتاب په یوه برخه کې لیکلي: شونې ده په ۲۱مه پېړۍ کې د چا په یاد نه وي چې صهیونیزم په ۱۹مه پېړۍ کې د یهودیانو په منځ کې یو کوچنی غورځنګ وو. هغه وخت " تئودور هرتزل " د صهیونیزم سازمان رامنځته او یهودیان یې د فلسطین لور ته د کډوالۍ لپاره هڅول. خو دی د نړۍ یهودانو له هغې ډلې په ویانا کې د ځینو خاخامانو له سخت مخالفت سره مخ شو چې د یهودي قومیت له فکر سره مخالف وو.

لیویټ په ډې کتاب کې لیکلي چې خپل اعتقادات یې د صهیونیستي ښوونیز نظام څخه ترلاسه کړي او د زړه له تله باور لري چې اسرائیل په هغه ځمکو کې ځانګړی حق لري کوم چې نوم یې فلسطین دی او د فلسطین له ملته انکار کوي.  خو دی په دوام سره د خپلو فکرونو بدلون په اړه هم وایي او بل دریځ غوره کوي.

لیویت حتی د ځینو شخصیتونو متناقض دریځونه هم نقلوي او د مشهور فیزیک پوه آلبرت انیشتین مثال راوړي. هغه چا چې که څه هم د یهودیانو د میراث په ستاینه کې یې شعر ویلی دی، خو په محدود قومیت د یهود اخلاقي او کلتوري ماهیت تبدېدلېدو په اړه یې خبرداری ورکړی او ویلي دي: زما فکر د یهودو د اصلي ماهیت په تړاو د پولې، پوځ او واکمنۍ لرونکي یهودي هېواد په اپوټه دی. انیشتین د ۱۹۲۹م کال په نوامبر کې حاییم وایزمن ته د یوه لیک په لېږلو سره چې وروسته بیا د صهیونیستي رژیم لومړنی ولسمشر شو، ټینګار وکړ چې که موږ له عربو سره د ريښتیني خبرو او عزتمندانه همکاریو لپاره پر یوې حل لارې بریالي نشو، د تېرو ۲۰۰۰ کلونو له سختیو مو څه نه دي زده کړي او په پایله کې د هغه څه وړ به یو چې زموږ لپاره ترسره کېږي. له دې سره، شونې ده انیشتین وروسته خپلو فکرونو ته بدلون ورکړی وي او په ۱۹۴۷م کال کې د هند لومړي وزیر جواهر لعل نهرو ته په یوه لیک کې په ملګرو ملتونو کې د یهودي هېواد جوړېدو د ملاتړ غوښتنه وکړه. ده په ۱۹۴۸م کال کې په کلکه پر صهیونیزم نیوکه وکړه او وروسته بیا د فلسطینیانو او اسرائیلیانو ترمنځ پر اقتصادي همکارۍ او په فلسطیني سیمو کې د دوی ترمنځ پر ګډ ژوند ټینګار وکړ.

آلبرت انیشتین

دې اسرائیلي لیکوال په خپل کتاب کې د صهیونیزم اخلاقي او انساني راتلونکي په اړه ناهیلي څرګنده کړه او ټول صهیونیستان یې د محمود درویش شعرونو او د ادوارد سعید آثارو لوستو ته وروبلل، هغه کسان چې د ده په خبره، د ده سترګې د هرتزل د خوب له ماتې څخه رامنځته شوې تشې ته خلاصوي.

د فلسطین نیول کېدو او د صهیونیستي رژیم په اړه، د ټولې نړۍ هنرمندانو، لیکوالانو او شاعرانو ډېری آثار رامنځته کړي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې د صهیونیستانو پر غاصبانه شتون نیوکه کړې ده. خو خپله فلسطیني لیکوالانو او شاعرانو هم کلونه کېږي چې په خپل قلم او ژبې سره یې له دې رژیم سره مبارزه کړې ده.

" ادوارد سعید " هغه لیکوال دی چې په څو کلمو سره د هغه ستاینه سخته ده. دی یې یو  پوسټ مدرنه پوه، منتقد او د ادبیاتو شنونکی، فیلسوف او د جګړې ضد سیاسي فعال او تر ټولو ډېر مهم، یو آرمان غوښتونکی فلسطیني ښودلی دی. ادوارد سعید په بیت‌المقدس کې په یوې مسیحي کورنۍ کې زېږېدلی او خپل د ماشومتوب او ځوانۍ کلونه یې په فلسطین او مصر او وروسته په امریکا کې تېر کړي دي. ده د پرینستون په پوهنتون کې په تطبیقي ادبیاتو کې دوکتورا ترلاسه کړه او د کلمبیا پوهنتون استاد شو، چې ترې ګټوره علمي کارنامه پرځای پاتې ده.

ادوارد سعید ، په شلمه پېړۍ کې د فلسطین ترټولو نړیوال شخصیت وو. هغه آرمان غوښتونکی چې په جلاوطنۍ کې د فلسطین په آرمان ژمن پاتې شو او کلونه کلونه یې هڅه وکړه، ترڅو په نړیواله کچه د فلسطینیان روښانه غږ وي. د ده ځیني کتابونه د فلسطینیانو د برخلیک او د هغه انځور سمون دی چې نړۍ یې د عربو او فلسطینیانو په اړه لر‎ي. ده په دې آثارو کې د کره، روښانه او ټولییزو شننو سربېره، د فلسطین د نوستالیژیک حالت بیانوي. یو هغه ټولییز اصل چې د ده د آثارو او فکرونو د رامنځته کېدو لامل شو، د فلسطیني وګړو د مبارزو روښانه کول دي. سعید یوازې د یوه لوړ او کلي موخې ته د رسېدو لپاره هڅه کوله او هغه موخه، د خپل هېواد یاني فلسطین کلتوري، سیاسي او تاریخي ټاټوبي ساتلو لپاره مبارزه وه.

*/*/*/*               ژباړه: زماني                                                                          

 

ټیګونه