Feb 05, 2023 13:35 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځیني مهم بدلونونه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په لویدیځي آسیا سیمې کې د ځینو مهمو بدلونونو په باب  له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په پيل کې درته په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا د ځينو مهمو پیښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو او ورپسې مو هم د ځینو موردونو په باب  مو د تحلیلي برخې آوریدو ته هم رابولو ،نو هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.

*/*/*/

د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د اقتصادي ځوړتیاؤ رابرسیره کیدا

*/*/*/

دعربستان  دخارجه وزیر  عراق ته سفر  او  د سیاسی اړیکو بیرته پیلیدا

*/*/*/

او په عربستان کې  د بشری حقوقو ترینګلتیا، په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا ځیني  مهمې پيښې وې ،نو اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته

********************

دوستانو تیره اونۍ د فلسطین د نیواکي ټاټوبو بدلونونه د لویدیځي آسیا سیمې  په ترټولو مهمو خبرونو کې وو.صهیونیسټي رسندوئې د بین یامین نتن یاهو  واک ته له رسیدا وروسته د اقتصادي ځوړتیا  خبر ورکړی دی.دهغه راپورپه اساس،چې صهیونیسټي رسندویوخپورکړی،د تیر اتوار یایکشنبې د ورځې په ونډو کې  د سترو صهیونیسټي بانکونو ونډه تر څلور اعشاریه درې فیصدي اندازې پورې کمه شوې چې  دا چاره دهغو اندیښنو له امله ده چې د نتن یاهو د کابینې په خوښې وړ بدلونونو پسې  رامینځة شوي  او صهونیسټان  په دې ویریږي چې پانګوال ، له نیواکي ټاټوبی تښتي  او  د صهیونیسټي رژيم د باؤر  رتبه  کمه شي.

Image Caption
Image Caption

 

 هممداراز په وروستیو شپو ورځو کې د خصوصي برخو ځيني عاملانو هم له خپلو اکاؤنټونو خپلې پیسې  ویستلي دي. د  ؛ډیسکاؤنټ  ؛صهیونیسټي بانک  عمومی مدیر اوری لیؤین  هم ټينګار کړی دی ،په دا وروستیو کې د ډالر په مقابل کې د شِکل  ارزښت( هر درې نیم شِکل د یوه ډالر برابر دي) په کمیدا دی  او د رسمي اورګانونو عایدات هم کم شوي دي.

په عین حال کې،اسرائيلی رسندویو ددغه رژيم په پوځ کې د استعفی ګانو د زیاتیدا خبر ورکړی دی.؛اسرائيل هیوم؛ صهیونیسټي ورځپاڼې په یوه راپور کې د صهیونیسټي رژيم په پوځ کې د ورکړل شوو استعفی ګانو او د هغوي د حقوقو د کمیدا خبر ورکړی دی. اسرائيلو هیوم  لیکلی دي،په سلګونو افسرانو او یو سل پنځه څلویښت عسکرو  د اسرائيلو په پوځ کې له خدمت کولو ډډه کړې ده او استعفی ګانې ئې ورکړي دي. اصلا ولې باید په پوځ کې باقي پاتې شي.؟د راتلونکي لپاره هیڅ ضمانت نشته او چارواکي،د ریټایرډ شوو  افسرانو تنخواګانې او پنشنونه کموي .د دغې عبري ژبې ورځپاڼې  په لیکنه،د صهیونیسټي رژيم  په ۲۰۲۲کال کې د پوځ د ډګرمن په درجې سره  څه د پاسه ۶۱۳ دایمي پرسنلو پوځ پریښود او  دغه تښته کابو اویا فیصدي زیاتوالی ښئ .

       پر دې سربیره،د فلسطینیانو په ضد د نتن یاهو د کابینې د غړو د تاؤتریخوالی زیاتیدا په ځان پسې د مقاومتي عملیاتو زیاتیدا هم درلودلې ده او دا هم  د نتن یاهو د کابینې لپاره  په یوه چیلنج بدل شوي دي.د فلسطین د اطلاعاتو مرکز(معطي)  په یوه راپور کې وئيلي دي ،د فلسطین دمقاومت ځواکونو تیره اونۍ د اردن سین په لودیځي غاړې او قدس کې  د صهیونیسټي تیریګرو  په ضد کابو څلور سوه اوه پنځوس ځلې  عملیات کړ ي دي

په داسې حال کې  چې  د بین یامین نتن یاهو په کابینې  نیوکې زیاتې شوي دي ،نتن یاهو او دهغه خارجه وزیر تیره اونۍ بهرنیو سفرونو ته مخه کړې وه. د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو دتیرې پنجشنبې په ورځېپه یوه درې ورځني سفر کې  پاریس ته لاړ.الی کوهن هم  په پنجشنبې ورځې د سوډان پلازمینې خرطوم ته  سفر وکړ.داسې ښکاري نتن یاهو د  هغه پر حکومت د نیوکو او دباؤنو د کمیدا لپاره ،بهرنی سیاست او همداراز د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد تورونو او تپنو ته مخه کړې ده،یوداسې کال چې  له ۲۰۰۹کالهتر ۲۰۲۱کال پورې په مودې ئې کې هم په کرتو ترسره کړی،خو دهغه د کابینې په یوې بلې پسې  دنسکوریدا خنډ شوی نه دی.

Image Caption

 

       د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان د تیرې پنجشنبې په ورځې عراق ته سفر وکړ او ددغه هیواد  له خارجه وزیر او د پارلیمان له مشر سره ئې وکتل. دوواړخیزې اړیکې او سیمه ایزې مسئلې،له عراقي چارواکو سره د عربستان د خارجه وزیر  دخبرواترو چورلیز ؤ. دعراق له خارجه وزیر فواد حسین سره د فیصل فرحان  په کتنې کې ، دواړو لورو  دوه اړخیزې ملګرتیاوې  وارزولې او د بغداد او ریاض ترمینځ داقتصادي  اړیکو په پیاوړتیا ټينګار کړی دی. فواد حسین  له فیصل فرحان سره په دغې کتنې کې په مختلفو حوزو په تیره بیا دعراق د بریښنا د تامینولو په حوزې  کې د پانګونې پشمول  له سعودي عربستان سره  د لازیاتې اقتصادي ملګرتیا غوښته کړې ده.

د عراق د پارلیمان له مشر محمد الحلبوسي سره د فیصل بن فرحان په کتنې کې هم ددوواړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی. الحلبوسي  دعراق او عربستان  د غږمله  شورا  او ددواړو هیوادنوو  دنورو مشترکو کمیټیو  د بیرته فعالیدا پر اهمیّت ټینګار  کړی او وئيلی ئې دي ، دعراق پارلیمان د دوواړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره  د حکومت داقداماتو ملاتړ کوي او  د اړیکو له پراختیا سره د اړونده قوانینو  ختمولو ته تیار دی . د عربستان خارجه وزیر  هم ووئيل،ددغه هیواد مشران، د پانګونې د ډګر پشمول  په درستو ډګرونو کې له عراق سره د اړیکو د پياوړتیا هرکلی کوي څو  عراق یوه تل پاتې اقتصاد ته ورسیږي.

د ایران او عربستان ترمینځ  دخبرواترو پشمول سیمه ایزې موضوعګانې  هم د دغه سفر په موخې کې شاملې وې.  دتهران او ریاض اړیکې له ۲۰۱۶ کال څخه  تردې د مه غوڅې دي . په وروستیو دوو کلونو کې د عراق په مینځګړیتوب سره  په بغداد کې د دواړو هیوادونو  د چارواکو ترمینځ دخبرواترو پنځه پړاؤنه ترسره شوي دي  او دعربستان او د ایران د اسلامی جمهوریت  چارواکو  په وروستیو میاشتو کې  په کرتو  د اړیکو د  ښه کولو او د خبرواترو د دوام لپاره  خپل چمعووالی اعلان کړ ی دی . له دې مخکې  دعراق خارجه وزیر فواد حسین د تهران او ریاض د  خبرواترو  دبیرته پیلیدا لباره  بغداد ته د عربستان  د خارجه وزیر دکیدونکي سفر خبر ورکړی ؤ. عراق  په سیمه ایزو بدلونونو کې  د رول لوبونې غوښته  کوي او د ایران اوعربستان  دخبرواترو کوربتوب یوه هغه مهمه موضوع ده چې  دغه موخه  راق  پوره کوي. په همدې لړ کې  فواد حسین د فیصل بن فرحان سره په کتنې کې  وئيلی دي ،عراق په سیمې کې د تاؤتریخوالی د کمیدا لپاره هڅه کوي.

Image Caption

 

 تیره اونۍ په بشری حقوقو کې د اروپا-عربستان  شورا دیوې اعلامیې په خپرولو سره  ووئيل،عربستان په ۲۰۲۲کال کې  کابو یو سل اوه څلویښت کسان پانسي کړي  او دا په تیرو دوو کلونو کې په ټول کې تر ټولو زیات شمیر دی . د انساني حقوقو سعودي اروپائي  شورا په یوه راپور کې ويلي دي،په عربستان کې د محمد بن سلمان د ولی عهدۍ په پړاؤ کې   دپانسیو فیصلې   هر کال تقریبا دوه برابره شوي  او د محمد بن سلمان  او دملک سلیمانپه پړاؤ کې   د پانسیو  متوسطه شمیره تر  دوه اتیا فیصدو پورې زیاته شوې ده .په دغه راپور کې راغلی دي، په ۲۰۲۲کال کې  عربستان کې رژيم  یوسل اوه څلویښت کسان پانسي کړي، چې په هغو کې  یو اتیا کسان یوازې په یوه ورځ د ۲۰۲۲کال په مارچ کې  پانسي شول  چې  د عربستان په تاریخ کې ترټولو لوئې ډله ایزې پانسئ  په توګه پيژندل کیږي. ددغه راپور په ا ساس  په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د پانسیو  اجرا شوي فیصلې یو سل نولس فیصده زیاتې شوي  او  په ۲۰۲۰ کاله رانیولې تر ۲۰۲۲پورې په کلونو کې ددغو فیصلو صادریدا هم ۴۴۴ فیصدو پورې زیاته شوې ده . د بشری حقوقو د رسمي مرکز د اعلان په اساس، په ۲۰۲۰ کال کې د پانسۍ ۲۷ فیصلې او  په ۲۰۲۱کال کې هم  د پانسۍ ۶۷فیصلې  ا جرائي شوي دي.

 په سعودي عربستان کې د ډیرو زیاتو پانسیو په مقابل کې د لویدیځ چُپتیا،یو هغه تر ټولو مهم دلیل دی چې سبب شوی،محمد بن سلمان  په عربستان کې  دپانسیو د زیاتولو لپاره  هیڅ ویره  ونه لري . پر دې اساس وئيل کیدلی شي   دمحمد بن سلمان قدرت ته له رسیدا وروسته  په عربستان کې د پانسیود زیاتیدا یو دلیل د نړیوالو ټولنو  او لویدیځي  هیوادونو دوه ګوڼي چلند   ته ورګرځي . دغه هیوادونه  او ټولنې  ددغو پانسیو په وړاندې  یا چپتیا غوره کوي  او یا هم  ددغو پانسیو وخت په وخت په خپریدا سره،د ریاض له چارواکو څخه د  کلنګ د اخستو لپاره د یوه اړم په توګه ورڅخه  استفاده کوي.

=    دوستانو  په لویدیځي آسیا سیمې کې د  تیرې اونۍ د ځینو مهمو بدلونو  په اړه د اونیز  پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو،باید ووایو چې  د تهران ریډیو د انټرنیټي پاڼې ایډریس هم درسره نوټ کړی . PARSTODAY.IR/PS  ویب پاڼې باندې تاسو د هرې ورځې تازه او وروستي سمیه ایز او نړیوال خبرونه ،تبصرې، راپورونه،مرکې او دغه راز سپورټي،روغتیائي ،اقتصادي،ټولنیز او نور عجیبه خبرونه او  مطلبونه هم  آوریدلی او لیدلی شئ ،البته خپل هرکله راشه پروګرام آوریدل هم مه هیروئ ،نو تر بل وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو ،سرلوړي او بریالي ووسئ.

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه