Feb 12, 2023 13:09 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې...سره دخپل ملګري ... ایران د اونۍ په هینداره کې نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی، په دغه نننی پروګرام کې درته په تیرې اونۍ کې د ایران دځينو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه وړاندې کوو او ورپسې مو هم دځينو موردونو په باب د تحلیلی برخې آوریدو ته رابولوو،نو هیله د ه داستفادې وړ مو وګرځي.

*/*/*/

د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره د پوځ دهوافضا ځواک دقوماندانانو او پرسنلو ناسته

*/*/*/

د هوائي ځواک د لومړي ځل لپاره  دعقاب۴۴ نومې مځکني ایئربیس ننداره

*/*/*/

او په ترکیې او سورئې کې د زلزلې له امله د احتمالی غمیزوپه باب د ایران د خارجه وزیر  او د ملګروملتو د سرمنشي ټيلیفونی خبرې ،په تیرې اونۍ ځیني مهمې پيښې وې او اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

********************

   د اسلامی انقلاب معظم لارښود د تیرې چارشنبې په ورځې د ۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې د نولسمې  نیټې او همداراز له حضرت امام خمیني سره د هوائي ځواک د قوماندانانو او پیلوټانو د تاریخي بیَعت له کلیزې سره په یووخت،د ایران د هوافضا ځواک د قوماندانانو او پرسنلو په ناستې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د په ګونډو کولو او د بې اعتمادۍ او اختلاف د رامینځةکولو له لارې ئې د له مینځه وړلو لپاره ددښمن د اصلي موخې په بیانولو سره ټينګار وکړ؛ددغه پلیتې او سپیرې نقشې په مقابل کې ترټولو مهمه دنده د وحدت  او یووالی د سټراټژۍ ساتل دي او په الهي توفیق سره  به سږکال د سلواغې د ۲۲میلیوني حماسه د ملی  اعتماد او یووالي بیلګه وي  او   ولس به په ډاګه درستو بدغواړو ته دا پیغام ورکړي چې د ملی اتحاد د له مینځه وړلو او د بې اعتمادۍ د رامینځةکولو لپاره ددوي هڅه شنډه شوې ده.

Image Caption

 

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اید فرانسې آوشوروي د انقلابونو په څير د نړۍ په سترو  او لویو انقلابونو کې د تراخو اوسختو دیکتاتوریو د  ناکامۍ یا بیرته ستنیدا علت ،په شخصي ترینګلتیاؤ او مسئلو باندې بوخت کیدا او  له اصلي  خطرو او  ضرورتونو غفلت او لټي وبلله او او وې وئيل، اسلامی انقلاب پخپله  ځان له دغو آفتونو خوندي ساتلی دی . البته مونږ هم ځيني مشکلات لرو او په مختلفو  حکومتونو کې همت او تشخیصونه هم یو شان نه ؤ،البته په کلی توګه حرکت ، د څوکو ،مادي  او معنوي پرمختګ په لور یو حرکت ؤ .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود همدارازسږکال د سلواغې د ۲۲نیټې حماسي لاریون د ملی اتحاد بیلګه وبالۀ او وې وئيل، په الهي توفیق او مهربانۍ سره  سږکال دغه میلیوني اوحماسي لاریون د ملی اتحاد او  په یوه بل د  خلکو  د اعتماد او عزت شتون دی.

   باید ووئيل شي،چې د سلواغې په دووویشتمه نیټه په درست ایران کې په ډګر  کې واقعا  د ولس یو حماسی  او میلیوني شتون  نندارې ته وړاندې شو او  دښمنانو اوبدغواړو ته ئې وښودله چې هیڅکله به هم د دوي په دسیسو اونقشو سره د ملی اتحاد او  اعتماد د له مینځه تلو خوب ئې پوره نشي.

Image Caption

 

د سلواغې ۲۲نیټه ، د ایران دملت یوه تر ټولو لویه او حماسي پيښه ده ،د ۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې په ۲۲نیټه ، د حضرت امام خمیني یه رهبرۍ د ایران د ولس اسلامی انقلاب بریالی شو. هرکاله په همدې مناسبت د ایران په زرګونو ښارونو،ښارګیو اوکلو کې  ولولناک او پرتمین جشنونه او  دستورې جوړیږي.سږکال هم  همداسې وشول او دایران شجاع او غیرتی ولس یو ځل بیاله خپلو آرمانونو او اسلامی انقلاب سره بیعت نوی کړ او هوډ ئې نندارې ته وړاندې کړ چې هیڅکله هم له خپلو آرمانونو او اسلامی انقلابه په شا نه کیږي او تر وروستیو پورې به  خپلو ژمنو او کړنو ته وفاداره ووسي.

  د ایران د  وروستیو پيښو د زیات شمیر تورنو کسانو او همداراز د وسلوال ځواک د قضائي ادارو او د انقلاب اوعمومي عدالتونو دمحکومانو د سزاګانو له بخښلو او کمولو سره د پخلا کیدا په باب حضرت ایت ا... العظظمی سید علی خامنه اي ته د ایران د قضایه قوې دمشر په وړاندیز پسې، د اسلامی انقلاب معظم لارښود له دغه وړاندیز سره  موافقه و کړه.

د ایران داساسی قانون د یوسل لسمې مادې په اساس،چې په هغې کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود دندې او اختیارات  مشخص شوي،د قضیایه قوې د مشر له وړاندیز وروسته د اسلامی اصولو په حدودو کې د محکومانو د سزا بخښل یا کمول  د رهبرۍ په  اختیار او حدودو کې دي.

  د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د تیرې سه شنبې په ورځې د ایران دداخلی چاپیریال به باب د ځینو اروپائي هیوادونو په غلطو محاسباتو په افسوس کولو سره، دا د ایران  د باعظمته ملت د حقیقت  د  نه درک کیدا او د دښمنانو له اطلاعاتي سرچینو سره د اړوندوالی له امله وبلل.

د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي په تهران کې د فرانسې د نوي سفیر نیکولارُش د  باؤر لیک د ترلاسه کولو په دستورو کې ،په فرانسې کې د افراطپالو  دغلبې په نسبت او له اسلام ضده پروسې د ملاتړ په باب  خبرداری ورکړ.

 هغه د فرانسې نوي سفیر ته سپارښتنه وکړه چې د ایران دټولنې حقایق د فرانسې واکمن پلاوي ته په سمه توګه  منتقل کړي او دا موضوع  خپله اصلی دنده وګڼي.

Image Caption

 

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ هوافضا ځواک د تیرې سه شنبې په ورځې د ؛ عقاب۴۴؛نومې خپل مځکې لاندې  خپل لومړنی ائير بیس یا هوائي اډه  نندارې ته وړاندې کړه.

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوائي مرکزونو۴۴عقاب نومې عملی بیس دډول ډول جنګی او ښکاري جنګی الوتکو او د ډرونز الوتکو د عملیاتي کولو او منلو  وړتیاوې لری .

له مځکې لاندې دغه ائير بیس یا هوائي اډه،به دایران د پوځ د هوائي ځواک د نوو جنګي الوتکو د منلو او عملیاتي کولو وړتیاوې هم ولرل شي.

په مختلفو سیمو کې ددغو هوائي اډو جوړول  له اړتیاؤ او سیکیوریټي عملیاتو سره په تناسب کې،دغرونو په لمن کې  پلانونې او دیره کیدا ته په پام سره،ددښمنانو له تمو لیرې،له وخت او ځایه لیرې   غافلؤنکو هوائي عملیاتو د اجرا کولو وړتیاوې برابروي.

 او داهم یوه سپورټي پیښه؛د زاګرب د اوپن جام په نړیوالو سیالیو کې د ایران دفرنګي کشتۍ منتخب ټیم د څلورو سرو زرو میډالو ، څلورو سپينو زرو او پنځو زیّړو میډالونو په ګټلو سره  نړیواله اتلوالی خپله کړه .

د د زاګرب اوپن کپ  دنړیوالې اتحادئې د رینکینګ  فرنګي کشتۍ نړیوالې سیالۍ  د سلواغې له څوارلسمې تر شپاړسمې نیټې پورې په کرویشیا کې ترسره شوې چې  ددغو لوبو به پاي کې د ایران ټیم په یوسل پنځه نوي امتیازونو سره  او په قدرت سره ،د نړۍ  اتل شو. د پولینډ او آذربایجان جمهوریت ټیمونه هم په ترتیب سره دوهم او دریم لمبر  کې شول.

Image Caption

 

     د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه و زیر حسین امیر عبداللهیان او د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش دتیرې جمعې په ورځې په ترکیې او سورئې کې د مرګونې زلزلې  او دغه راز د بندیزونو د  ختمونکو نړیوالو ایټمي خبرواترو پشمول د ځينو سیمه ایزو او نړیوالو  بدلونونو په باب  سره ټيلیفوني خبرې اترې وکړې. د ایران خارجه وزیر د ملګروملتو دسرمنشي د سیمه ایزو خبرواترو دنوښت په باب  د ایران د  حکومت د متوازن او انډولیز بهرني سیاست پر نظرئې په ټينګار سره ووئيل، د ایران اسلامی جمهوریت ددغه ډول ناستو پاستو  د دو ام  او د سیمه ایزو ملګرتیاؤ  د زیاتیدا هرکلی کوي.

امیر عبداللهیان  همداراز د سورئې او ترکیې  په زلزله ځپلو سیمو کې  له خلکو سره دنړیوالو مرستو دزیاتولو په ضرورت په ټينګار سره  ووئيل، د سورئې په ادلب زلزله ځپلې سیمې کې  هم بوږنونکی وضعیت دی،ځکه  د سورئې حکومت  دغو سیمو ته لاس رسي نه لري.

د ایران خارجه وزیر دغه راز ووئيل، تمه کیږي،د ملګروملتو د انسان د وستۍ د مرستو مرستیال غږملونکی دغې موضوع ته ځانګړی اهتمام ولرل شي.امیر عبداللهیان  د اسلامی ایران  انساني مرستو ته په اشارې سره،دسورئې   ادلب سیمې ته د مرستندویه ټيمونو د لیږلولپاره  دتهران چمتووالی اعلان کړ.

دواړو لوروهمداراز د ایران په ضد دبندیزونو دلغوه  کولو لپاره د نړیوالو ایټمی خبرواتروپه وروستیو بدلونون او همداراز د مشترکو خوښې وړ نورو موضوعګانو په باب هم مشورې وکړې.

          د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴کلیزې په مناسبت د ایران ملت او حکومت ته د نړۍد زیاترو هیوادونو مشرانو او خارجه وزیرانو د مبارکۍ پیغامونه رالیږلي دي.

د تاجیکستان ولسمشر امامعلی رحمان ،د پاکستان ولسمشر ډاکټرعارف علوي او لومړی وزیر شهباز شریف او خارجه وزیر بلاؤل بوټهو زرداري،د عمان سلطان،هیثم بن طارق، دتایلینډ د پاچائۍ خارجه وزیر او مرستیال لومړي وزیر بدان پرایمودوینا،د پولیند خارجه وزیر  پيټر سیارتو، دکویت ،امیر، دسورئې ولسمشر،دچین خارجه وزیر،د انډونیشیا خارجه وزیر،د ملایشیا خارجه وزیر پشمول د لسګونو هیوادونو لوړپوړو چارواکو پخپلو جلاجلا پیغامونو کې په دې مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره،له ایران سره دنزدو ملګرتیاؤ د پیاوړتیا لپاره  دخپلو حکومتونو پر کلک هوډ  او ارادې ټينګار کړی دی.

Image Caption

 

       دوستانو  ایران د اونۍ په هینداره نومې پروګرام کې په تیرې اونۍ کې د ایران ځينو مهمو پیښو ته دځغلنده کتنې ددغه مطلب  وخت هم همدومره ؤ نو له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې د تهران ریډیو د  انټرنیټي پاڼې درک یا ایډریسPARSTODAY.IR/PS   هم درسره نوټ کړئ، تاسو زمونږ په دغه انټرنیټي ویب پاڼې بانډې د  سیمې و نړۍ تازه  او وروستي خبرونه،تبصرې ،مرکې راپورونه ،سپورټي ،اقتصادي،ټولنیز او روغتیائي خبرونه او  نور مطلبونه هم آوریدلی او لیدلی شئ او دغه راز تاسو په دغه ویب پاڼې  باندې دخپلې خوښې او دخپلو ښو ښو لیکنو،پيغامونو، شعرونو او غږیزو پیغامونو مشتمل  ستاسو خپل پروګرام هرکله راشه هم آوریدلی شئ، له خپلو ښو ښو وړاندیزونو او سپارښتنو  مو برخمن کړئ تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ،سرلوړي او سوکاله ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه