Feb 15, 2023 14:10 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه  ( ۴۶)

د هر ډول میلمستیا برابرول که هغه دوستانه وی یا رسمی میلمستیا وي ، سټریس راپارونکی ده

 د یوه ښه ژوند درلودلو لپاره جسمي او رواني روغتیا دواړه د ارزښت وړ دي. کله ناکله د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، د ژوند په سټایل کې بدلون راوستل اړین دي. د ښه عادتونو په خپرونه کې د یوه بل ترڅنګ د ناوړه عادتونو پرځای، ښه عادتونه ځای پرځای کوو. اړینه ده هغه سپارښتنې چې په دې خپرونه کې وړاندې کیږي، عمومي دي او شونې ده ځیني د ټولو لپاره مناسب نه وي. د اړتیا په صورت کې په خپل ژوند کې د ځینو بدلونونو رامنځته کولو لپاره، د خپل ډاکتر او یا سلاکار سره مشوره وکړئ.

ګرانو مینه والو په تېر پروګرام کې مو د معاشرت ځینې اساسی قوانین وجاجول ، په دې پروګرام کې په میلمستیاو کې د معاشرت د ادابو جاج اخلو .

د هر ډول میلمستیا برابرول که هغه دوستانه وی یا رسمی میلمستیا وي ، سټریس راپارونکی ده . اکثره کوربه خپل وخت او انرژۍ لګوي چی هر څه تر ممکنه حده ښه ترسره شی او د میلمستیا په دوران کی به د میلمانو خیال ساتي چی یوه بریالی میلمستیا ترسره کړې شی . د دې کار لپاره کافی ده د میلمستیا د ادابو په اړه حو ساده ت:ي رعایت کړئ تر څو د راتلونکیو دستورو لپاره د میلمانو  په لیسټ کې راشئ .

مونږ ټولو ته میلمستیا ته د ورتلو اداب له ماشومتوبه ښودل شوی دي . تل مونږ ته یادونه شوی ده چی په میلمستیا کې باید ادب رعایت کړو ، په ادب سره ډوډي وخورو ، سم کښینو ، په اوچت غږ خبرې ونکړو ، فریاد اوچغې ونه وهو او له ماشومانو سره په کراره لوبې وکړو .

Image Caption

 

ښه کوربتوب هم یو هنر دې . هغه هنر چی له هغه په استفادې سره میلمانه ښه احساس ولرلې شي ، ټول د تاسو بلنه قبلوي ، ارتباط ټینګول په سمه بڼه او اصولی توګه ترسره کیږی او په میلمستیا کې خپګان نه رامینځته کیږی .

کله چی د میلمه په توګه بلل کیږو باید پوهه شو چی بهتره ده څرنګه کړچار وکړو تر څو په دې سربیره چی د کوربه او نورو میلمانو د خپګان سبب نشی ، بلکې حرفه ای او اتټیکیټ درلودونکی هم وښودل شو . په حقیقت کی بایبد داسې کړچار وکړو چی مونږه او نور هم خوشحاله شی او د یوه بل په څنګ کې ښه احساس ولرلی شو . په دې اساس هغه اداب چی باید رعایت یې کړو ، په ګډه ورته یوه کتنه کوو .

که په یوه میلمستیا کې د میلمه په توګه بلل شوی یاست ، کوربه ته هر څومره چی ژر اطلاع ورکړئ چی کوربه د وخت مدیریت او پلانونې لپاره کافی فرصت ولرلې شي . کله چی خپل ځواب ځنډوئ ، د کوربه لپاره چی هڅه کوی دمیلمانو د شمیر په اساس د خوړو تدارک ووینی ،سټریس رامینځته کوئ حتی که د ځواب ویلو غوښتنه هم ونلرلې شی همیشه باید کوربه ته د خپلو ورتلو یا نه ورتلو اطلاع ورکړل شی . د یوه میلمه په توګه دا د تاسو مسولیت دی چی په چټکه توګه ځواب ورکړئ او که بیا وروسته د تاسو پلانونه بدله شی نو ادب دا تقاضا کوی چی خپل کوربه ته اطلاع ورکړئ نه دا چی هغه وخت چی د تاسو دشتون په تمه وی ، هلته شتون پیدا نکړئ .

د یوه میلمه په توګه بایدمناسبت ته په پام سره جامې واغوندئ . که په یوه رسمی مناسبت کی بلل شوی یاست نو هغه رسمی جامې چی د میلمستیا لپاره مناسبې دي ، واغندئ او که غیر رسمی میلمستیا ته بلل شوی یاست نو تقریبا هر ډول چی تاسو ورسره مینه لرئ اغوندلې شئ . که د میلمستیا فضا او جامو اغوندلو په اړه معلومات نلرئ نو له خپل کوربه یې پوښتنه کولې شئ .

همداراز میلمستیا ته نه بلل شوی کسان راوستل ښه خبر ه نده . په همدې دلیل بهتره ده یوازې هغه وخت چی په بلن لیک لیکل شوی وی ځان سره بل میلمه ولرلې شئ او یا بل کس سره ځان سره له بوتللو مخکې له خپل کوربه پوښته وکړئ .

پام ولرلې شئ چی په جوت شوی وخت کې د دستورو په ځای کی شتون پیدا کړئ ، دستورو ته له وخته مخکې تلل هم  له کوربه سره مرسته نده ، یوازې په هغه بڼه کې چی تاسو له کوربه سره ډیر نږدې یاست او له تاسو غوښتل شوی وی چی د مرستې لپاره له مقرر وخته مخکې د دستورو په ځای کی شتون پیدا کړئ نو په دې بڼه کې دا کار کولې شئ . د میلمستیا کوربه په طبیعی توګه لږ سټریس لری ، هماغه ډول چی په وروستیو شیبو کې صفای کول او پخلې کول سټریس لری ، نو کوربه له چمتوکیدا مخکې د تاسوشتون ته اړتیا نلری او د تاسو شتون کومه مرسته هم نه کوی .

د کوربه په درناوی اود بلنې د مننې په توګه یوه ورکوټی ډالۍ ځان سره یوسئ خو د خپل کوربه لپاره کار  زیات نکړئ . یو کتاب ، یوه د ګلانو ګیډئ ، یا څه میوه ، یا د ډیکوریشن شیان لکه شمع ، صابون وغیره چی کوربه خوشحاله کړی . همدارازخپل کوربه د وړکوټو کارونو ترسره کولو وړاندیز وکړئ . د دې په ځای چی ووایی ایا مرسته کولط شم ؟ چی نسبتا مبهم ښکاری او مقابل لوری نه ویلو ته هڅوئ ، کوشش وکړئ ووایی حه مرسته کولې شم ؟

سمه ده چی ټول کسان اجتماعي ندي خو له خبرو کولو ځان مه لیرې کوئ یوازې په دې دلیل چی دا ډول ارتباط د تاسو له ځانګړنو ندي . یوازې لږ په ځان باور درلودلو سره کولی شئ په ډیر لږ وخت کې له نورو میلمنو سره بلد شئ . که شرمناک یا غلی یاست نو یاد کړې چی څرنګه له نورو سره ارتباط ټینګولای شئ ، همیشه په تمه مه اوسئ چی نور تاسو خبرو کولو ته وهڅوی ، که ډیر زیات اجتماعی هم یاست ممکنه ده ضروری وی چی خپله لیوالتیا لږه کنټرول کړئ او اجازه ورکړئ چی نور خلک هم خبرې وکړې .

Image Caption

 

له هغو کسانو سره یوازې ولاړ دي یا هغه کسان چی ظاهرا خپه ښکاري ارتباط ټینګ کړئ . کسان له یوه بل سره معرفی کړئ . ګټه ور ، مهربان او واقعی ووسئ . له خلکوسره له نږدې کیدا مه ویریږئ . ناپیژاندي کسان هم دوستان کیدلې شي . د میل میلاپ په وخت خوشحاله او په ځان باور ولرلې شئ . که ورځ مو بده تیره شوی ده ، نو خپلې منفی تجروبې په اړه په خبرو کولو سره هغه نوره مه ترخوئ . د خبرو د ختمولو په وخت ووائ چی له هغه کس سره مو له خبرو خوند واخیسته یا دا چی له هغه سره کتنه ډیره ښه وه .

په ډیرو سترو میلمستیاو یا دوستانه میلمستیاو کې د یوې قاعدې په توګه باید خپل ټیلی فون غلی یا بی اوازه کړئ . که په دوستانه میلمستیاو کې داسې موقعیت لرئ چی ټیلی فون باید درسره وی نو مودبانه کار دا دې چی په اسانۍ سره خپل کوربه یا نورو میلمنو سره مطرح کړئ . صمیمانه بخښنه وغواړئ او په لنډه توګه سپیناوی ورکړې چی هغه ته ځواب ویل ولې ضروری دي .

تل په یاد ولرلی شئ چی له کوربه د تاسو د بلنې لپاره مننه وکړئ  . دا د تاسو د خوش اخلاقۍ او ادب نښه ده . په دغه ډول کړچار او د میلمستیا د ادابوپه رعایتولو سره دا تمه درلودلې شئ چی په ډیرو میلمستیاو کې شتون ولرلی شئ . په یوه میلمستیا کې د تاسو کړچار او ادب د تاسو شخصیت ښودونکی دی . کله چی پوهه شئ چی له نورو میلمانو او کوربه سره څرنګه چلند ولرلې شئ نو له میلمستیا به خوند واخلئ او په اسانۍ سره به نوی دوستان پیدا کړئ . د معاشرت اداب حکم کوی چی له میلمستیا د وتلو په وخت او یو ځل بیا سبا د تماس له لارې له خپل کوربه مننه وکړئ .

همداراز بهتره ده چی په میلمستیا کی خبرې اتنرې معمولی وي . په جدی سیاسی ، مذهبی یا روغتیایی مسایلو له خبرو کولو ډډه وکړئ . همداراز نورو په اړه بدې خبرې مه کوی ، کوشش وکړئ په خبرو یا ګډو دلچسپیو کې د یوه پردی کس د ښکیلولو لپاره لاره پیدا کړئ . د سپورټ ، فیلمونو او کتابونو په اړه خبرې وکړئ . د بدنی تاوانونو ، ناروغیو ، تصادف وغیره په اړه خبرې نه کوئ . همداراز د کور ، دیکوریشن  یا د کوربه خوړو په اړه له خبرو ، اوازو خپرولو یا بحث راپارونکیو موضوګانو په اړه چی د نورو د خپګان سبب کیږی ، دا ښه ایډیا نده چی په دغوموضوګانو خبرې وکړئ .

وروستۍ خبره دا چی د معاشرت اداب د سختو قوانینو ټولګه نده چی وګړې په ځیرتیا سره ترې پیروی وکړی تر دې چی خوند اخیستل ترې غیرممکن شی . یوازې د هغو کړنو ټولګه ده چی نه یوازې مودبانه بلکې د عقل سلیم ښودنه هم کوی . پر دې اساس هر وخت چی هغه عملی کړئ نو په طبیعی توګه یو شخصیت به ولرلی شئ . هغه کستان چی مودب دي نور وسره ډیره دلچسپۍ لري او اجتماعي مهارتونه یې په هر ډول میلمستاو کې خوښول کیږی . په دې اساس په پریکنده توګه  د تمرین لپاره به ډیرې بلنې او فرصتونه پیدا کړئ .

پای

 

 

ټیګونه