Mar 06, 2023 14:39 Asia/Kabul
  • کتابونه د علم باغونه  (۴۹)

کتاب هم د نوروشیانو په شان په اقتصادي څرخه کی د بازار د اصولو تابع دی او د وړاندی کولو او غوښتنې له څرخې بهر ندی . په دې اساس د دې لپاره چی دغه څرخه په شم ډول ګردش وکړی او اقتصادی انډول ولرلې شی ، د بازار موندنې په شان مرسته کونکیو اړمونو ته ضرورت لري .

 که د مطالعې او کتاب لوستلو له اهمیت او اغیز خبرې وکړو نو هر څه چی ووایوکم به مو ویلی وي . کتابونه نه یوازې درملنه بلکې اکسیرو په شان دي چی ډیر غیرممکنات ، ممکن کوی په دنیا کې ډیر کتابونه لیکل او ستایل شوي دي ، خو بی شکه هیڅ انسان ټول ستایل شوي کتابونه نشی لوستلې . په ننۍ دنیا کې دومره مشغولتیاوې دي ، عمومي خلک هره ورځ د مطالعې لپاره وخت نشی ویستلې .

امریکایی لیکواله سوزن سانتاګ ویلی دی  کتابونه د افکارو وړل کیدونکی جالبې ټوټې دي . دغه ډول له هغو ټولو ستاینو سره سره چی د کتاب د اهمیت او ارزښت په اړه کیږی ، کتاب یو مادی اړخ هم لری او د هغه په چاپولو ، خپرولو او ویشلو کې  اقتصادی بحثونه هم ډیر اهمیت لری . بازار ته د محصول د وړاندی کولو څرنګوالی او شیانو او خدماتو ته د مصرونکی د لاس رسی د اسانتیاو رامینځته کول ، همداراز د خدماتی او تولیدی شرکتونو او نویو خدماتو اوشیانو معرفی کول د ننۍ دنیا د اقصتاد او تجارت ډیر مهم بحثونه دي .

د ننۍ دنیا په تجارتی او اقتصادی ادبیاتو کې بازار موندنه د هغو ټولو هلوځلو په معنا ده چی یو اقتصادی کاررامینځته کونکې د یوې طرحې ، تولید ، یا د خدماتو او شیانو د ویشلو لپاره ترسره کوی چی اقتصادی هم وی  .

کتاب هم د نوروشیانو په شان په اقتصادي څرخه کی د بازار د اصولو تابع دی او د وړاندی کولو  او غوښتنې له څرخې بهر ندی . په دې اساس د دې لپاره چی دغه څرخه په شم ډول ګردش وکړی او اقتصادی انډول ولرلې شی ، د بازار موندنې په شان مرسته کونکیو اړمونو ته ضرورت لري .

ثابته شوی تجروبه دا وایی چی هرکله د کتابونو خپرونکې د مخاطبې ټولنې ، د لوستونکی اړتیا او سلیقې سره برابر کتابونه خپره کړي نو ډیر ژر به خرڅ شی او حتی بیا بیا به چاپ شي . د کتاب په ظاهری وضعیت ټینګار چی یو ډول د دغه محصول پیکینګ بلل کیږی ، له هغو مقوله دی چی په بازار موندنه کې پرې ټینګار شوی دی او د جذابیت په رامینځته کولو او لوستونکی ته د معلوماتو ورکولو کې اغیزمن رول لری .

کتاب لوستونکی ټولنې ته د کتاب معرفی کول د بازار موندنې رودو په مرستې سره په مطلوب ډول پوره کیدلې شی . په حقیقت کې هغه ټول فعالیتونه چی د کتاب د بازار موندنې په چوکاټ کې ترسره کیږی ، نو د برتر کتاب ، په ټولنه کې د کتاب د حرکت اود مخاطبې ټولنې د لاس رسي سبب شی .

دکتاب تجارت احتمالا په لرغونی مصر کې بڼه غوره کړی ده ، هغه ځای چی د خطی نسخو کاتبانو به د اثارو لاسی نسخې د خلکو په ټول کی لوستلې ، خرڅول . ګرځیدونکی کتاب خرڅونکی له مینځنیو پیړیو پیژندل شوی وو . په دولسمه پیړۍ کې په پاریس او یولونیا کې د کتاب تجارت رامینځته شو . په هغه وخت کی په جلا دوکانونو کې د کمیشن په حق ادا کولوسره کتابونه خرڅیدل .

په ۱۸ پیړۍ کې د اقتصادی فعالیت کتاب خپریدا مخ په ودې او په عین حال ګستاخانه وه او په ۱۹ پیړۍ کې د پراخ صنعت په بڼه کې مطرح شو. د کتاب تجارت په اوسنی شکل کی په تیره بیا د کاغذی پاڼو کتابونو له دود کیدا وروسته په ۱۹ پیړۍ کې په جرمنی کې پیل شو. په ۲۰ پیړۍ کې د راډیو ، ټیلی ویژن او سینما په شان د رسندویو په ظهور سره دغه تجارت بل رنګ خپل کړ .

له تیرو وختونو راهیسې بازار موندونکیو کوشش کړی دی په بیلا بیلو رودو کتاب ته د خلکو پام او توجه زیاته کړی . هغو د مختلفو ښارونو په ځای نندارتونونو کې ګډون کاوه او خلکو ترمینځ یې تبلیغاتی پانې ویشلې . د کتاب د تفریحی بازارونو جوړول ، له هغو لومړنیو فعالیتونو بلل کیږی چی د کتاب په تجارت کې ترسره کیدل . د جرمنی فرانکفورټ ښار د دنیا د کتاب د  تفریحی بازار لومړنې کوربه وو او همدااوس هم پکې د نړۍ د کتابونو ستر نړیوال نندارتونونه ترسره کیږی .

په ایران کې ډیر کارپیژاندي د امیر کبیر انتشارات د کتاب د خپرولو په بازار او صنعت کې د بدلانه پیچومې بولي . دغه انتشارات په ۱۳۲۸ لمریز کال کی د عبدالرحیم جعفری په وسیله جوړشول . هغه هم له مدیریتی او هم د تجهیزاتو او الو له پلوه په ایران کې د انتشاراتو بنسټ کیښوده او یو وخت د مینځنی ختیځ د تر ټولو انتشارانو په توګه پیژندل کیده . ډیر مشهور لیکوالانو او کلتوری څیرو له دغو انتشاراتو سره ملګرتیا کوله او امیر کبیر له هغو لومړنیو ناشرانو وو چی د خپرو شویو کتابونو په اړه یې تبلیغات او بروشر او پوسټر چاپولو ته مخه کړه .

نن سبا په دنیا کې مختلف ناشران د کتاب د بازار موندنې لپاره له راز راز رودو استفاده کوی . دغه رودې په معمول توګه د ناشر د فعالیت د پراختیا او وس ته  په پام سره اعمالیدله . د بازار موندنې د معمول په ځینو رودو کې په ځای ، ملی او نړیوالوسویه د کتاب د نندارتونونو ترسره کول ، د کتاب د خرڅولو او ویشلو په رودو کې د نوښت رامینځته کولو د دوکانونوپه الماریو کې د کتابونو کیښودلو او داسې نورې ډیرې شاملې دي .

نوی الیکټرونکی رسندوې او اوزارونه د اطلاع رسونې او معلوماتو په حوزې سربیره تجارت او سوداګری هم تر اغیز لاندې راوستی دی . همدااوس د نړۍ په ځینو هیوادونو کې ډیر ورزنیزضرورتونه د اینټرنیټ لع لارې اخیستل کیدلی شي . په دوی کې یو څیز کتاب دی . دې ته په پام سره چی ځینې کسان ممکنه ده نیغ په نیغه کتاب پلور ځای ته لاس رسی ونلرلې شي یا په ښار کی دننه سفرونه ورپاره مشکل وي نو د کتاب اخیستلو د دغې رودې هرکلې شوې دی . خو د کتاب د پاڼو لمس کولو ته د اخیستونکیو ګروهنه هم باید له یاده ونه وځی . په تیره بیا په ماشومانو کې ممکنه ده دغه روده یوازې د هغو کتابونو په اړه چی مخکی لیدل شوی دی ، ګټه وره وی .

د امازون شرکت د نړۍ په سویه په الیکټرونیکی بڼه د کتاب خرڅونې یوه بریالی شرکت دی او زیاتره مشهورتیا یې هم د کتاب د خرڅولو پامته داره دی . امازون شرکت د کتاب له اخیستلو دوه ورځې وروسته کتاب ورسپاري .

په وروستیو کلونو کې ځینو سترو ناشرانو د پلټون له پلیټ فارمونو سره مزاکرات کړي او د خپلو کتابونو یوه برخه یې د هغو په پاڼو منتقل کړي دي . په دې ډول کارونکي په ویب کې په موجودو معلوماتو سربیره کتابونه هم ولټوي . څرګنده ده د ټولو کتابونو متن ته د لاس رسي امکان نشته خو په دغه سریزې سره د کتاب اخیستلو لپاره انګیزه رامینځته کیږی . په حقیقت کې ناشران دغه کار د بازار موندنې د فعالیتونو په لړ کې ترسره کیږي .

تجارتي تبلیغات په تیره بیا که په راډیو او ټیلی ویژن په شان پراخو رسندویو کې وی ، نو په مخاطبانو ډیراغیز شیندلی شي . په نشریاتوکې د  تبلیغاتو ورکول له هغورودو ده چی ځینو ناشرانو له تیرو وختونو راهیسې تعقیب کړی ده . په مطبوعاتوکی د کتاب تبلیغ له دوهم نړیوال جنګ راهیسې رامینځته شو .

پر دی سربیره خپرونې د تازه کتابونو د کره کتنې او معرفی کولو لپاره یوه بهترینه لاره ده . کله کله د مطبوعاتو رول یوازې په ادبی او کلتوری پاڼو کې د کتاب د مختصر معرفی کولو ته محدود وی . کله هم مفصلې مقالې او کره کتنې چاپیږي چی ټولنې ته د کتاب په معرفی کولو او د احتمالی لوتسونکیو د زیاتې پیژندګلوۍ کې مهم رول لری .

وبلاګونه چی د رسندویو یو نوې اوزار بلل کیږی ، د اینترنیټ ډیر کارونکي ځانته جلب کړي دي او ډیر لوستونکي یې درلودلی دي . د نویو کتابونو کره کتنه او معرفی کول له هغو لومړنیوموضوګانو وو چی معمولا په وبلاګونو کی پرې رڼا اچول کیږی .

وروستې ټکې هم د کتاب ظاهری وضعیت لکه د کاغذ ډول والې ، لیکولو روده  او په جلد باندې د طرحې په شان موضوګانو ته ورګرځی چی د مخاطب په جلبولو کې اغیزمن رول لري . هغه مخاطبان چی له لومړیو د کتاب له محتوا سره بلد ندي د هغه لومړنی پام د کتاب ظاهر ته اوړي . د جلد طرحه په دې سربیره چی باید د کتاب د محتوا یو ډول لید وی ، د مخاطب په جذبولو کې هم اغیزمن رول لري .

په هغو رودو سربیره چی مخکې درته بیان شوې ، ځینې خلاقانه رودې هم شته دي چی په ځینو موردونو کې د اجرا وړ وي . داسې رودې کله په پټه اعمالیږي او د یوه ناشر له  خصوصی رودو وی . دغه رودې همیشه د پیژندلو یا اجرا وړ  نه وی او د کتاب ډول او د مخاطب عمر پورې ارتباط لري او متفاوت کیدلې شي .

پای

 

 

ټیګونه