Mar 29, 2023 15:26 Asia/Kabul

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبوکې  د کتابونه د علم باغونه نومې لړۍ له نني یو پنځوسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

    دوستانو د هرملت د کلتروي ودې او پرمختګ د ارزونې یوه روده،د مطالعې او د هغو د کتب لوستنې  اندازه ده. ایران هیواد په څو زره کلن  تمدن او د سترو علمی،کلتوری مرکزونو ، سترو کتابتونونو  او د لویو متفکرانو په درلودلو سره ، دنړۍ د کلتور اوتمدن په  ډ ګر کې ځانګړی ځائيګی لري. په دغه ننني مطلب کې د ایران له ترټولو لوي کتابتون،یعني د ایران  دملی کتابتون له ټولګې سره بلدیږو.

د ایران ملی کتابتون یوه علمی او څيړنیزه موسیسه ده چې په ۱۹۳۷کال کې ئې  کار پيل کړی دی . دغه کمپلیکس یا ټولګه  په ۲۰۰۲کال کې د ملی سندونو له ادارې سره ترکیب شوه او او د ایران د اسلامی جمهوریت ملی کتابتون او د سندونو اداره ئې جوړه کړه.د ایران د اسلامی جمهوریت  ملی کتابتون او د سندونو  اداره  د یوې خپلواکه ادارې په توګه،د ایران د اسلامی جمهوریت  د ولسمشرۍ ددفتر ترنظرلاندې دی او پر تهران سربیره،د ایران په مختلفو ولایتونو کې څو دفترونه لري.

       د ایران ډير ماډرن اداري اورګانونه،د ناصرالدین قاجار به پړاؤ کې تاسیس شوي دي  چې ملی کتابتون هم له هغو یو اورګان دی  په دربار کې د سلطنتي کتابتون جوړیدا او له دې لا مهمه به 1242قمری کال کې په دارالفنون مدرسې کې دیوه کتابتون  تاسیس،د ملی کتابتون د جوړیدا په لاره کې لومړنی ګام ؤ.له دې وروسته دمعارفو ټولنې چې په ایران کې د ښونځیو د پراختیا په خاطر جوړه شوې وه،د ښونځیو د زده کونکو د استفادې لپاره  په تهران کې د ؛کتابخانه ملی معارف ایران؛په نامې سره د دارالفنون په کتابتون کې یوه ودانۍ جوړه کړه چې د ملی کتابتون  د تاسیس په لور ئې حرکت نوره هم چټک کړ.د 1316لمریز کال په وږي یا سنبلې میاشت کې نوي ودانۍ ته چې د ایران باستان  د میوزیم د ودانۍ ترڅنګ وه.د معارفو کتابونه  منتقل  او د ایران ملی کتابتون په رسمي توګه افتتاح شو.د ایران دملی کتابتون لومړنۍ ودانۍ په تهران کې د سی تیر په نامې سره په سړک کې د فرانسې د معمار آندره ګدار په پلانونې سره جوړه شوه.

په ۱۹۹۶کال کې د ایران د ملی کتابتون د نوي ودانۍ چَرئ ووهل شوه او د جوړیدا کار ئې تر ۲۰۰۴کال پورې اوږد شو.

Image Caption

 

د ایران دملی کتابتون نوي ودانۍ داسې پلان او جوړه شوه چې پر مدیریّت سربیره ، د پشتیبانۍ   کوټې او پارکینګ، د کتاب ساتنې تخصصي او مهم اته مرکزونه او د چاپی  مرجع او غیر مرجع  کتابونو ټولګې ، خطي نسخې او کم موندونکي کتابونه ، غیر کتابي سرچینې  او هالونه پکې موجود دي  او د ا قابلیّت لري  چې  له ځینو هغو بدلونونو سره  چې د ټيکنالوجۍ په حوزې کې رامینځةکیږي، هم غږمله شي.

            د ملی کتابتون اصلي ټولګه  په تهه خانو کې  او په الماریانو کې  ساتل کیږي،خو د مرجعه ټولګې او سرچینې،د قرائت په هالونو کې او د پرانیستو آلماریانو  د سسټم په توګه  ورته لاس رسی کیدلی شي. له ماډرنو تجهیزاتو څخه په استفادې سره له ګودامونو څخه د  امانت  برخو ته  د کتاب د منتقلیدا امکان  هم شته دی  . دغه ودانۍ د ډير ترډیره اوه میلیون کتابي نسخود د ساتلو ګنجایش لري.

د ایران دم لی کتابتون د جوړولو د پروژې مدیر محسن میرحیدر او د معمادرۍ د ډلې سرپرست   یوسف شریعت زاده پاتې شوي دي  د ملی کتابتون نوي ودانۍ، په اتو پوړو کې او په کابو اوه نوي زره مربع میټر مساحت کې جوړه شوې ده چې د نهه ریښتره زلزلې په وړاندې مقاومت کولی شي.  د ودانۍ په پلانونې کې ، له اسلامه د مخکې او وروسته معمارۍ له بیلګو  استفاده شوې ده .ودانۍ په یوې مستطیل ډوله پراخې سمیټي کرسئ د پاسه  جوړه شوې ده او سوکه سوکه پر پاسنیو پوړونو کې، د پوړونو په سویه کمیږي او د زیګرات په شکل سره یعني د غرۀد څوکې په شان  جوړیږي. د ودانۍ په بهرنۍ برخې کې د محرابونو او اسلیمی نقشونه، په دغې ودانۍ کې د  د اسلامی معمارۍ ښکلی یادونه ده .د ودانۍ د اهرام جوړښت د ودانۍ اصلي حجم پورې محدود نه دی او دوام یې د ځمکې غاړو او د هغې تر  شنې ساحې او انګڼ پورې غځول کیږي. د ودانۍ دغه بڼه  دا امکان برابروي څو د افق د رڼا لپاره د پوړونو او چتونو تر مینځ د څراغونو رڼا او د چت په سطحه د چت له څراغونو  عمودی رڼا چمتو کړې،څو ټول اصلي ځایونه او د مطالعې تالار روښانه کړي.

په دغې ودانۍ کې د تخصصي مطالعې لپاره هم هالونه شته دي ، چې په هغو کې په لومړي  چت کې سهروردي هال  او د ودانۍ په لویدیځي برخې کې ملی کتابتون دی. دغه هال د ایران د ایران پيژندنې او اسلام پيژندنې  د ټولګو ترټولو ستره برخه ده . په دغې برخې کې د بهرنیو پوهنتونونو  د تیسیس، خپرونې او کتابونه  ترسترګو کیږي.ددغې برخې سرچینو په روسیي،جرمني، انګریزي او فرانسیسي ژبو مشتملې دي او البته  د ایټالیائي،پولینډي ، هندي،اردو،اسپانیولي،ترکي،هنګري او د اسې نورو ژبو مشتملې دي .په سهروردي هال کې د ایران پيژندنې په زمینې کې څه د پاسه پنځه شپیته زره کتابونه موجوددي.ددغې برخې ترټولو مهم کتابونه،سفرنامې دي چې څلور سوه عنوانونه  پکې شامل دي.

 

رودکي هال،د پرکوَټو لپاره بل ځاي دي او هلته له کوم مشکل پرته په ولچیّر سره دغې برخې ته ورتللی شي.هال  په هغو ځانګړو روشندانونو سره چې د هغو په وسیله ،نابینا او کم بینا  کسانو لپاره په هغه ځای کې ځیني امکانات په نظر کې نیول شوي دي او ددغو کسانو لپاهر خاص نرم او سخت آوزارونه برابر شوي دي.

یوبل هال د پروین اعتصامي  هال  دی ،دغه هال د میرمنو د مطالعې خصوصي هال دی . بل د ماشومانو اوزلمیانو  هال دی چې تر څوارلسو کلونو پورې عمر لرونکو زلمیانو او ماشومانو  ته دخدماتو دوړاندې کولو دنده لري. بل هم خواجه نصیرالدین طوسي هال په مختلفو ژبو دژباړل شوو سندونو آشیوپکې دی.  او د کمال الملک هال چې د  اعلامیو،پوسټرو ،ویډیوګانو، کیسټو ،ګراموفون ، جزوې،عکسونو،اسلایډونو،نیګیټیؤ فلمونو، مایکرو فلمونو،کال هنیدارې  او د پسټل  کارډونو اونقشو په څير د غیر کتابی سرچینو ساتونکی هال دی .

ملي کتابتون خپله یوه موخه  د پخوانیو سندونو  او ارزښتمنو خطي نسخو  غونډول ، مرمتول او ساتل  ګرځولې ده  . د مستند میراث او کتاب میوزیم هم په پړاویز ډول د ارزښتمنو سرجینو او آثارو  څخه د ځینو برخو معرفي  او نمایش  ته مخه کوي.  ددغه میوزیم   فصلي او موضوعي نندارتون ، کلتوری، علمي اوتاریخي مناسبتونو ته په پام سره عمومی نندارتونونه ترسره کوي.

خوارزمي هال ، د نفیسو کتابونو، او د سنګي چاپ کتابونو ،خطي سندونو او کتابونو خزانه ده .د دغې ټولګې زیاتره خطي سندونه او کتابونه ،د ادبیاتو،تاریخ،فلسفې او عرفان او دفقې  او اصولو ، طب او نجومو په حوزو کې د ایرانیو لویانو لیکنې  او د دغه راز د سترو استاذانو  د خوشخطۍ قطعې  او دبهرنيو کتابونولومړنۍ فارسي ترجمو ټولګه هم ساتي . په دغې برخې کې  د ایران او دنړۍ دنورو سیمو دسنګي  چاپ   کابو دیارلس زره کتابونه ساتل کیږي.

  په ابن ندیم  هال کې د دایرةالمعارف،کتاب پيژندنې ، خاص لیکونه ، موضوعي لیسټونو په څير عمومی   مراجع ساتل کیږي.د رازی هال یا دعلومو اوفنونو هال ، د ریاضیاتو ،نجومو  فیزیک ،کیمسترۍ،ژواک چاپيریال ، مځکې پيژندنې ، کمپیوټر، انجنئيرینګ ، طبي  و کرّهڼیز علومو پشمول  دعلومو او فنوننو دحوزې کتابونو  او ابن سینا هال  دانساني علومو  کتابونو ته مخصوص دي.په فارابی هال کې له اجتماعي علومو،مدیریّت،سیاسی علوم،حقوق،هنر،موسیقۍ او معمارۍعلومو سره اړونده کتابونو ټولګه ساتل کیږي. د تحصیلاتو سویه ،اړتیاوې او  دهغوي غوښتو لپاره ځانګړي پروګرامونه ترتیب شوي  او د هغو لپاره د کتابتون خاصې برخې بیّلې دي . ماشومان او زلمیان ، پوهنتونوال، مدیران، متخصصان ،بهرنۍ او عمومي ډلې  په دغو خاصو ډلو ټپلو کې شاملې دي.

 له ملی کتابتون  سره نزدې یوه جذاب ځاي  دتهران باغ کتاب دی  چې  دنړۍ ترټولو لویه کتابفروشي ده  او د کتاب او کتاب لوستونکو مینه والو لپاره ئې  ډیره لوړه اوبې مخینې ټولګه برابره کړې ده . په دغې ټولګې کې د ماشومانو اوزلمیانو لپاره ډول ډول برخې موجودې دي . د رباټيک کلب ، دعلم باغ، د کلتوري محصولاتو پلورنځاي، ګیم کافه،او ماشوم کافه  د  تهران په باغ کتاب کې لیدل کیږي.

 څو کلونه کیږي ، چې په تهران کې د جندي شاپور په نامې سره یو کتابتون جوړشوی دی  ، جندي شاپور کتابتون د  مینځني ختیځ   یوه ترټولو لویه تجارتي ټولګه  او د  تهران ښار په لویدیځ کې واقع ده .  دتهران جندي شاپور کتابتون کابو درې زره درې سوه  مربع میټر مساحت لري ا و ددغې ټولګې د کلتوري زړه په توګه پيژندل کیږي. داسې  چې ډيرې په زړه پورې  بخرې لري  او ښکلا ئې دوه چنده کړې ده  . ددغه کتابتون آلماریانې درې پوړیزې دي او په مختلفو حوزو کې  کابو  اویا زره کتابونه  لري  او تر چت پورې له کتابونو ډک وي چې په ډول ډول ژبو  او موضوعګانو مشتمل کتابونه پکې شامل دي .

 

          دوستانو کتابونه د علم باغونه نومې لړۍ د نننی  مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر بل مطلب پورې چې له بیا به ئې په بلې اونۍ کې  ستاسو خدمت وړاندې کوو ، تاسو ټول په  نیاؤمن  او مهربان خداي سپارو ،ا... مو مل او ملګری .

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************************************** 

 

ټیګونه