May 14, 2023 15:23 Asia/Kabul
  • د لویدیځي  آسیا پیښې په تیرې اونۍ کې

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبوکې  په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې د ځینو مهمو بدلونونو په باب  له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د دغې سیمې دتیرې اونۍ دځينو مهمو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،بیامو هم رابولوو ،د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو   ته نو راسره ملتیا وکړئ.

‍*//*/*/

د غزې تړانګې په ضد وحشي صهیونیسټي رژيم وروستي جنایتونه

*/*/*/

دغزې د مقاومتي  چورلیز له خوا ورته غاښ ماتونکی ځواب

*/*/*/ 

او د  مقاومتي ډلو ټپلو یوه خوله کیدا او اتحاد،په تیرې اونۍ کې د فلسطین د مظلوم ولس  او وحشي صهیونیسټي رژيم  ترمینځ د اخ وډب  اوج ، په تیرې اونۍ کې د لویدیځي آسیا سیمې ځيني  مهمې پيښې وې نو اوس مو هم رابولو د ځینو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته .

**************************

  د صهیونیسټ رژيم وحشي ډوله پوځ د تیرې اونۍ له سه شنبې ورځې  راهسې د غزې تړانګې  په ضد  خپلې وحشي ډوله حملې  پيل کړې چې تر بیګا نیمې شپې پورې ئې دوام درلود. البته وروستي راپورونه ښئ چې  بیګا نیمه شپه د مصر  او قطر په مینځګړیتوب او د وحشي او بزدله صهیونیسټي رژيم  د لالهاندۍ ته په پام سره ځینو هیوادونو  د فلسطین پر مقاومتي لوري دباؤنه زیات کړل څو له جنایتکار او تیریګر  صهیونیسټي رژيم سره د هغوي په غوښته اور بند ومني.او وروستي راپورونه ددې ښودنه کوي چې  دفلسطین دمقاومتي چورلیز ډلو په لاس بري سره دغه اور بند شوی او د فلسطین  په زیاترو سیمو کې په دې اړه د بریالیتوب جشن لمانځل کیږي.

 وحشی صهیونیسټي رژيم  په غزې تړانګې کې د فلسطین  له مقاومتي ځواک سره په دغه څلور ورځني جنګ کې د څو میرمنو او ماشومانو پشمول ۳۵  فلسطینان شهیدان  او کابو یو نیم سل نور ټپیان کړي دي  او دغه راز ئې هستوګنو سیمو ته ډير زیات تاوانونه اړولي دي.

په دغو پیښو کې د فلسطین یوې جینۍ میرال  پلار،مور او ورو شهیدان شوي دي او دغه راز یوې فلسطینۍ میرمنې هم خپل دوه ماشومان او خپل خاوند له لاسه ورکړ. دغه فلسطینۍ میرمن  دخپل  خاوند  او دوو ماشومانو پر جنازې په داسې حال کې چې د دریدا توان ئې نه درلود، اوښکې توي کړې . فلسطینۍ جینۍ میرال هم  په یوې هغې ویډیو کې  چې په ټولنیزو چینلونو کې خپره شوې  ده ، ژاړي  او چغې پورته کوي ، ؛ زه خپل بابا غواړم؛:::::: میرال  پخپل ټول زور سره  خپل بابا ته غږ کوي،خو معلومیږي چې دهغه پلار،،،، مور،،،، او ورور د وحشي صهیونیسټانو په بې آمانه حملو کې شهیدان شوي دي.

Image Caption

 

            له خپل خاوند او دوو مظلومو ماشومانو سره دیوې غمجنې فلسطینۍ میرمنې د دردؤنکي خداي  په آمانۍ  تصویرونه او یوې ماشومې فلسطینۍ جینۍ  د خپل پلار  لپاره هغه زړه راکښونکي ژړا په ټولنیزو چینلونو کې ئې ډیر زیات دردؤنکی انعکاس درلودلی او په کرتو خپره شوې ده  ، د لویدیځ  دتش په نامه  متمدنې  او ماډرن دنیا کې ئې  هیڅ غبرګون  نه دی درلودلی . نه په لویدیځي رسندویو کې  د وحشي صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو  دغه  بوږنونکي تصویرونه  چې  د بشریّت په ضد د وحشي ډوله  جنایت مصداق دي ، نه  لیدل کیږی او  نه هم د لویدیځ  مدعی حکومتونو په دغو جنایتونو کوم غبرګون ښودلی دی  . د صهیونیسټ رژيم  لومړی وزیر او پوځي چارواکي  رسما دخپل اقدام په تره هګر شونې  اعتراف  کوي اووائي اوس وخت د  ترور دی  او د ترور سیاست ته  بیرته ګرځيدلي دي. خو بیا هم  لویدیځي نړۍ چُپه خوله پاتې ده ،هیڅ  جنایت نه ویني ، ملګري ملتونه  هم  هیڅ   اقدام نه کوي ،  او لږتر لږه  د فلسطین له  مظلومو میّندو ،میرمنو او  واړو ماشومانو سره  هیڅ همدردي نه کوي.

     د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعااني  د صهیونیسټانو  دجنایتونو په مقابل کې د لویدیځ  چپتیا  ته په اشارې سره   ټينګار  کړی دی، په وروستیو میاشتو کې د فلسطین د مظلوم ملت په ضد د صهیونیسټانو د بشری ضده جنایتونو په مقابل کې د لویدیځوالو هیوادونو او نړیوالو مسئولو ټولنو چپتیا او لټي ، د  خپلو جنایتونو په دوام کې  د وحشي صهیونیسټي  آپارټائيډ  رژيم په ګستاخۍ کې  تر ټولو مهم عامل  دی چې په تاریخ کې به  د بشری حقوقو د ددروغجنو مدعیانو په کړچار کې د ویې بې شرمه  او تورتمې مخینې په توګه ثبت شي.

د لبنان د حزب ا...  ولسی غورځنګ  عمومی منشي سید حسن نصر ا...   د جمعې په شپه  د صهیونیسټي رژيم  د  جنایتونو په غبرګون کې ووئيل، دا نتنیاهو  ؤ چې د غزې تړانګې په ضد ئې اوسني تیري   په سرایاالقدس  کې د مونږ د وروڼو  په ترور او  د هغوي د میرمنو او بچیانو په وژلو سره  پیل کړ،  دصهیونیسټي رژيم ددغو غیر انساني جنایتونو په وړاندې د نړۍ چُپتیاډيره افسوسناکه ده . امریکا په امنیت شورا کې د اسرائيلو د  محکومیت  مخه نیولې ده.  او نورو لویدیځوالو هم پرې خوله پټه کړې ده .

                یوه مهمه موضوع  د غزې تړانګې په ضد د بې امانه حملو په بیرته پیلولو کې د صهیونیسټي رژيم  موخې دي چې  سید حسن نصر ا...   د جمعې په شپه پخپلې وینا کې  دغې موضوع ته ځواب ورکړ.  سید حن نصر ا... ووئيل،له تیریو د نتنیاهو  انګیزه روښانه او جوته ده ،لومړئ، د  مخه نیونکي  قدرت  احیاء او دهغو ترمیم، دوهم ؛له داخلي بحران څخه تښته، دریم ؛ دکابینې د  ائيتلاف پاښل کیدا او د درز اصلاح،څلورم؛د انتخاباتي  او سیاسی  حالاتو ښه کیدا،د نتنیاهو محاسبات له ماتې سره مخ کړي دي. ددوي موخه د اسلامی جهاد غورځنګ په شیشت کې راوستل  او د فلسطینیو ډلو ترمینځ د درز رامینځةکول او  په مقاومتي ځواک ې د فتنې رامینځةکول وو، دوي غوښتل د سرایاالقدس پر اصلي قوماندانانو ګوزار وکړي  اوا دتوغندوي کنډک مستقیمه قومانداني  تباه کړي.نتن یاهو  فکر کاوۀ چې په دغې نقشې  سره ، به د اسلامی جهاد غورځنګ پوځي قومانداني   سره  ختمه کړي او د غزې  په وړاندې به د دوی مخه نیونکي قدرت  بیا احیاء شي. د اسلامی جهاد غورځنګ رهبر  د دغه غورځنګ د پوځي څانګې د قوماندانانو  له ترور وروسته په دور اندیشۍ  او په ساړې سینې سره  عمل وکړ  او د کتائب القسام   له قوماندانۍ سره ئې  مشورې وکړې ،څو د مقاومت دریځ یو شان او یو موټی شي.دښمن د اسلامی جهاد غورځنګ  دغبرګون په تمه ؤ او هغه مهال چې  د مقاومت ډلو قوماندانۍ  په ساړې سینې سره عمل وکړ،  دښمن سربداله شو . د مقاومت د قوماندانانو له ترور سره سره، په سیمې کې د مقاومتي چورلیز ډلې  کمزوري نه شوې ، نه یوازې دوي کمزوري  نه شول ، بلکې   د توي شوي پاکې وینې څاڅکو  مقاومت نوره هم پياوړی او چټک کړ. سرایا القدس  بریګیډد خپلې قوماندانۍ  د بینائئ په ترمیمولو سره،په تل ابیب په جنوب  او قدس نیواکي ښار  باندې د توغندیو په باران  سره  دښمن غافلګیر او لالهانده کړ.

په عین حال کې د فلسطین دحماس غورځنګ  یوه مشر اسماعیل رضوان  هم  دصهیونیسټي رژيم  بې آمانه حملو ته د مقاومتي چورلیز د ځ واب پر دوام ټينګار وکړ.رضوان  له  الجزیره ټيلیویژني چینل سره په مرکې کې  ووئيل،  مقاومتي  ډلې به د  نیواکګر او جنایتکار رژيم د مرکزونو او مورچلو په ضد   خپلو توغندوي حملو ته دوام ورکړي چې  له دغه رژيم سره په جنګ کې  د برخلیک ، وینې او ټوپکو  پر وحدت او یووالي ټينګار دی. هغه زیاته کړېده ،   اسلامی جهاد  غورځنګ به  له نیواکګر رژيم سره په مخامخیدا کې هیڅکله هم یوازې پاتې نشي  او د   ثأر الأحرار» (د پتمنو غچ) جنګ  د عملیاتو مشترکه کوټه په اقتدار سره رهبري کوي.

          یوه بله موضوع  ددغه جنګ له لګښتونو سره اړونده ده . وحشي صهیونیسټي نیواکګر رژيم  د فلسطینیو مبارزو ډلو له  سخت غبرګون سره مخ شوی دی او دغو ډلو  د وحشي  او جنایتکار رژيم  په ضد د ؛پتمنو د غچ ؛ په نامې سره  عملیات ترسره کړي دي.د صهیونیسټ رژيم  پوځ ادعا کړې چې په غزې باندې دتیریو له پیل راهسې ئې د اسلامی جهاد غورځنګ  ۳۲۵ټارګټونه بمباري  کړي دي او په مقابل کې، د وسپنیز ډال  په وسیله ئې  د نیواکي ټاټوبو  په لور توغول شوي ۳۴۰توغندي هم په فضا کې چاودولي دي.  د صهیونیسټ  رژيم   پوځ همداراز اعتراف کړی دپیلیدا له وخت راهسې ، د مقاومتي ډلو  په ځواب کې  د نیواکي ټاټوبو په لور د غزې تړانګې له خوا  یو زر نهه نوي راکټونه  او توغندي ویشتل شوي دي . پر دې اساس، د اسرائيلو لپاره د جنګ یو لګښت ، ددغه رژيم د مخه نیونکي دفاعي سسټم د بیا اثبات دی.

Image Caption

 

یو بل لګښت هم له مادي مسئلو سره اړونده دی . د صهیونیسټ رژيم  ۱۳چینل  راپور ورکړی چې په غزې باندې د نیواکګرو   دپوځ د   هرې ورځې  دحملې لګښت  دوه سوه میلیون شکِل ( چې معادل ئې ۵۵میلیون ډالر)کیږي او دغه احصائې  د نیواکي ټاټوبو په داخل کې  په تپل شوي د هرې ورځې   د اقتصادي تاوانونو له حسابولو پرته دي . د روسیا الیوم  خبری سایټ  د  راپور په اساس، د  وسپينز ډال د هر یوه توغندي بیّه ۵۰زره ډالره ده . دصهیونیسټ رژیم  ددغو لګښتونو په مقابل کې  د فلسطین   دتاجرانو او د اقتصادي  فعالانو ټولنې  اعلان کړی ؤ چې  غزې تړانګه  د صهیونیسټي رژيم د بې آمانه حملو له وخت راهسې تر دې دمه  هره ورځ  پنخوس میلیون  شِکِل(کابو ۱۴میلیون ډالر) زغملي دي.

          د فلسطینیو  شخصیتونو او  ډلو   غبرګون هم ددې ښودنه کوي چې دوي  د صهیونیسټي ررژيم له ترهه ګر کړچار څخه نه یوازې  کومه ویره نه لري ، بکلې  دغه کړچار به له دغه وحشي او جنایتکار رژيم سره  دمقابلې لپاره د دوي هود  او اراده  لازیاته کړي. د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر یوه مسئول مقام موسی ابومرزوق  ټينګار کړی دی ، د شهیدانو وینه به د فلسطین د آزادولو  لاره هواره کړي  او د دوي ترور د هغې لارې د سموالي دلیل دی چې  د تیریګر صهیونیسټي دښمن  سره په  مقابلې کې ئې  خپله کړې ده . او خپلې دغې مبارزې ته به دوام ورکړي او دغه مبارزه  به د مقاومتي چورلیز د درستو ډلو ټپلو د اتحاد او یووالي  دلاپیاوړتیا سبب شي .

 

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************

ټیګونه