May 17, 2023 08:59 Asia/Kabul
  • د  فتحعلی شاهی سرای
    د فتحعلی شاهی سرای

د ایران سیل د لړۍ ډیرو قدرمنو اوریدونکو سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ. نن د تهران ولایت یوې بلې ولسوالۍ یعنې «رباط کریم» ته ځو او د دغه ښار له تاریخي او طبیعي جاذبو سره اشنان کیږو، هیله ده چې تر پاې راسره مله ووسئ.

رباط کریم د تهران ولایت په لویدیځ کښې یوه ولسوالي ده چې په شنو دښتو او د انګورو په باغونو مشهوره ده. دغه ښار له پخوا راهیسې د هستوګنې مرکز او مهمه لاره ګڼل کیږي. د دغه ښار لویدیځ اړخ ته د قزوین دښته او ختیځ لوري ته یې پخوانۍ ری ولسوالي پرته ده. د لرغون پیژاندانو د هلوځلو په برکت په دغې سیمې کښې له ۶ زرو نه تر ۷ زره کاله پخوا پورې اړونده ډیر شیان موندل شوي دي. هم داشان د رباط کریم د ځینو پیژندل شویو تاریخي ودانیو لرغونوالی له میلاده مخکښې په دریمې زریزې پورې اړوندیږي. د دغو آثارو شتون د ربا کریم څو زره کلن لرغونوالی ثابتوي او پر دې سربیره، د تاریخي، ولس پيژندنې او نورو علولو د څیړنو له نظره هم ډیر اهمیت لري.

مخکښې له دې چې تهران د قاجار په پړاؤ کښې د ایران د پلازمینې په توګه وپیژندل شي، رباط کریم د «ری» د ستر ټاټوبي یوه برخه وه او نوم یې «قوهه» (Quheh)  و. د هغې زمانې ځايي خلکو به د ری د پخوانیو خلکو ژبې ته په ورته لحجې خبرې کولې او ځان ته یې یې خاص آداب او رسمونه درلودل. د دغې سیمې د خلکو یو رسم، د حاجاتو د پوره کیدو او د ناروغانو د شفا د غوښتنې لپاره د سمنو د پخولو رسم دی. د پسرلي په موسم کښې د وري له ۱۵ نیټې وروسته په ډیرو کورونو کښې د سمنو دیګونه باندې کیږي او تقریباً ۱۲ ساعته وروسته د ښځو په کوششونو سره نذري سمنو پخیږي او دم کیږي او سهار وختي د سیمې په خلکو ویشل کیږي.

دوستانو د رباط کریم په تاریخي ښار کښې یوو. هغه ښار چې پخوا د وریښمو په لاره کښې راتله او ډیر رونق یې درلود. ه مداشان د خراسان-بغداد د لارې زیارتوال به له دې لارې تیریدل. داشان د رباط کریم اهمیت او د ډیرو مسافرو شتون ته په پام سره، په دې سیمې ډیرې سرای معلومې شوې دي. په دغو سرایو کښې «قلعه سنگی» او «کاروانسرای فتحعلی شاهی»  ته اشاره کولې شو.

په رباط کریم کښې د ګرځیدو په پیل کښې، ډبرینې سرای یا «قلعه سنگی» (Qal'eh Sangi)  ته ځوو. ده سرای په رباط کریم کښې د تهران او ساوه د لوې لارې په دوه لاري باندې پرته ده. ډبرینه سرای له لرې نه یوه ځانګړې دبدبه لري. په حقیقت کښې ډبرینه قلا د ایران د میدانونو ترټولو پخوانۍ سرای ده چې څه باندې زر کاله پخوا جوړه شوې ده. د محققانو په وینا د دغې ودانۍ په جوړیدو تقریباً ۲۰۰ کلونه لګیدلي دي.

د رباط کریم د سرای پيړ دیوال د سراې د داخلي ودانیو د لوړوالي دوه چنده لوړ دی. دغه ډبرینه ودانۍ پخوا د حکومتي ودانۍ په توګه استعمالیدله او په دوو برخو مشتمله ده. یوه برخه یې مرکزي ودانۍ ده چې احتمالاً له اسلامه مخکښې او په ساساني پړاؤ پورې اړونده ده او بله برخه یې خپله قلا ده چې د جوړیدو وخت یې احتمالاً له ( (934-1056پورې آل بویه پړاؤ ته او د اسلام اوایلو ته رسیږي.

د ودانۍ ډیزاین ډیر ساده دی او ګڼو کوټې لري چې ورونه یې په مرکز انګڼ کښې خلاصیږي. د مرکزي اڼګڼ درېو لورو ته درې برنډې دي چې پلن والی یې کابو ۵ میټره دی. ډبرینه قلا له ۱۰ نه تر ۱۴ میټرو پورې لوړ اووه برجونه لري چې د دیوالونو د شړیدو د مخنیوي لپاهر جوړ شوي او پخوا به د څوکۍ او د سرای د ساتنې لپاره هم استعمالیدل. ددغې ښایسته قلا یو په زړه پورې راز، د هغې د اوبو کوهی دی. دغه کوهی یا څاه، تقریباً یونیم زر کاله مخکښې جوړ شوی دی او ژوروالی یې نزدې ۴۰ میټره دی او همیشه په کښې کابو ۳ میټره اوبه موجودې وي.

د رباط کریم په اطرافو کښې څو دائمي او موسمي سیندونه بهیږي چې له هغو نه «رود شور»، «رودخانه کرج»، «رودخانه فصلی چای» او «رودخانه فصلی سیاب» (یا سیاه آب) ته اشاره کولې شو.

په سیاب سیند باندې یو ښکلی پل جوړ دی چې په ایران کښې په قاجار پړاؤ پورې اړونده دی. د دغه پل نوم «پل بازارک» دی او ساوه سیمې ته د رباط کریم په تلونکې لارې جوړ شوی دی. کله چې سیند له اوبو ډک و نو دغه پل په رباط کریم کښې د فتحعلي شاهي سرای او په لویدیځ کښې د ډبرینې قلا ترمینځ او ساوې ته د تلو یوازنۍ لاره وه.

ګرانو دوستانو که د ایران له تاریخي ودانیو او معمارۍ سره مینه او دلچسپي لرۍ نو رباط کریم ته په سفر کښې د دغه ښایسته او د لیدو وړ پله لیدو ته خامخا ورشئ.

رباط کریم ته د خپل سفر په دوام کښې غواړو چې د دغه ښار د یوې بلې مهمې سرای یعنې «کاروانسرای فتحعلی شاهی» کتنې ته ځو. په هغې کتیبې چې د دغې سرای په مرکزي دروازه لګیدلی دی، د سرای نوم، حاج کمال او د جوړیدو تاریخ یې ۱۲۴۵ کال ښودل کیږي. کمال د فتحعلي شاه د حرم یو مهم خواجه و چې د دغې سرای بنسټګر دی  او په هم دې وجه دغه سرای په حاج کمال سرای مشهوره ده.

دغه سرای درې نیم زره مربع میټره پراخوالی لري او په کښې جوړه ودانې ۲ زره ۴۰۰ میټره ده. هم داشان د یوې اندازې ۲۴ کوټې، د اوبو زرمه یا تالاؤ، پنځه اصبلونه او شاه نشین خونې لري. ۲ کوټې د سرای په وره کښې دي او نورې د آنګڼ چاپیره جوړې شوې دي. اصطبلونه د کوټو شاته د سرای څلورو لورو ته دي چې د سرای په ګوټونو کښې له جوړو ورونو ورته لاره ورکړې شوې ده. په دغه سرای کښې استعمال شوې مصالې خښتې، چًونه او د ګچو ملات دي. په فتحعلي شاهي سرای کښې استعمال شوی یوازنی تزئین هم، د خښتو کار دی. په دغې سرای کښې د ضرابخانې د شتون نښې موجودې دي چې معنا یې دا ده چې دغه سرای د سکو د ضرب یا ټکولو ځاې پاتې شوی دی.

د رباط کاریم له تاریخي ودانیو څخه په خپلې وروستۍ کتنې کښې د دغه ښار «د اوبو ژرندې» ته ځو. دغه ژرنده د رباط کریم یو بله تاریخي ودانۍ ده چې د معمارۍ او ستروالي له نظره د تهران په ژروندو کښې ځانګړې ده. دغه ژرنده په قاچار پړاؤ کښې د خواوشا ځمکو ته د اوبو د انتقال او اوبه خور طریقه په ښه توګه څرګندوي.

د رباط کریم په ځمکو کښې له پخوا راهیسې روانې ښاري اوبه به د ۲۵ سانټي میټرو په لوړوالي سره یو محراب ته ننوتې او داشان به یې د ژرندې پل تاوهه او بیا به یې دغه اوبه له ژرندې وتلې او په لښتيو کښې به د خواوشا د کرهڼیزو ځمکو د اوبه کولو لپاره منتقلیدې. د ژرندې د ودانۍ دننه دوه کوټې یا ګودامونه او د ور دهلیز و چې دیوالونه یې د خښتو جوړ دي. د ودانۍ دننه شمال لویدیځ ګوټ کښې د ځمکې په ژورتیا کښې د ژرندې د اوبو زیرمه جوړه شوې وه.

د دغې ژرندې ودانۍ او د هغې دیوالونه زیاتره له خښتو جوړ دي.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه