د رڼا سرچینې(۲۸) د تبوک غزوه ۲
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۲۸م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د توبې سورت ۱۱۷ او ۱۱۸ آیت شأن نزول څېړو.
د دينداره او باایمانه کسانو په اړه يو له الهي سنتونو څخه د آزموينې او امتحان سنت دی، تر څو رښتيني مؤمنان له درواغجنو منافقانو او دوه مخو څخه بېل شي او د تبوک غزوه يوه له همدغو صحنو څخه وه، چې ډېر خلک پکې وآزمايل شول.
ځینوله دې امله چې نشو کولای په دې غزوه کې ګډون وکړي د پسرلي د ورېځو په څېر ژړل او ځینو به ګرمي او د خرما د فصل راټولول د عذر او بهانې په توګه یادولو. هغه ډله چې غوښتل يې د دواړو ترمنځ یو ګډ کار وکړي او په زړونو کې يې نفاق نه درلود، له سخت او ستونزمن برخليک سره مخامخ شول.
په هغو کسانو کې چې تبوک ته یې له تګ څخه ډډه کوله څلور کسان وو:
کعب بن مالک، مُرارة بن رَبیع عَمْري، هِلال بن امیة واقفي او ابو خَیثَمه.
د اسلام د لښکرو له حرکت څخه يوه يا دوې ورځې تېرې شوې، کله چې مدينه په بشپړه توګه خالي شوه، نو ابو خَیثَمه غرمې ته نږدې خپل د خرما بڼ ته ولاړ او خپلې دوې مېرمنې يې وليدې چې پر يوې غونډۍ يې سایه جوړه کړې او شاوخوا يې اوبه پاشلې وې، ترڅو دوړې کمې او د هوا تودوخه هم یو څه کمه شي. ټاکل شوې وه دوی د ډوډۍ خوړلو او آرامتیا وروسته، حاصلات راټول کړي.
ابو خَیثَمه د دوی دواړو په لیدلو سره، ناڅاپه د اسلام ګران پیغمبر په یاد ورغی، چې د حجاز په سختو دښتو او ګرمۍ کې، د دین دښمنانو د ځپلو لپاره ځي او ټول کړاوونه او سختۍ په ځان ګالي. له ځانه سره يې وويل: زما لپاره دا مناسبه نه ده چې د خپلو ښکلو ښځو تر څنګ تر سیوري لاندې کښېنم، خو رسول الله (ص) په لمر او دښتې کې په سختو بادونو کې وي!
بیا یې خپلو مېرمنو ته مخ واړوه او وویل: په خدای قسم زه به تر دې سیوري لاندې نه ځم، مګر دا چې له رسول الله (ص) سره یوځای شم. هغه دا خبره وکړه او حرکت یې وکړ او یوه کلمه یې هم ونه ویله، تر څو رسول الله (ص) خوا ته ورسېد او د ځنډ له امله یې بښنه وغوښته او رسول الله (ص) هم هغه ومنلو.
د مفسرینو په آند، د توبې سورت ۱۱۷ آیت د ابو خَیثَمه په څېر کسانو په تړاو نازل شوی، چې په لومړي سر کې یې د تبوک ډګر ته له تګ څخه انکار وکړ، خو د خدای فضل او نصرت هغه ته ورسېد او د رسول الله(ص) سره یو ځای شو.
خدای تعالی په دې آیت کې فرمايي: لَقَدْ تابَ اللّهُ عَلَى النَّبِیِّ وَ الْمُهاجِرینَ وَ الأَنْصارِ الَّذینَ اتَّبَعُوهُ فی ساعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ ما کادَ یَزیغُ قُلُوبُ فَریق مِنْهُمْ ثُمَّ تابَ عَلَیْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَئُوفٌ رَحیمٌ :
ژباړه: بې شکه الله جل جلاله خپل رحمت پر رسول الله(ص)، مهاجرینو او انصارو باندې نازل کړ، چې د سختیو او کړاوونو په وخت کې (د تبوک په جګړه کې) د هغه پیروي کوله. له هغه وروسته نږدې وو چې د دوی د یوې ډلې زړونه له حقه منحرف شي (او د جګړې له ډګره را وګرځي)؛ بیا خدای د دوی توبه قبوله کړه، چې هغه پر دوی مهربان او رحیم دی!
کعب بن مالک، مُرارة بن رَبیع عَمْري اوهِلال بن امیة واقفي، درې نور هغه کسان وو چې دوی هم له اسلامي لښکر څخه د نفاق او دښمنۍ له امله نه، بلکې د سستۍ له امله پاتې شول. “کعب بن مالک” د بني سلمه له قبیلې څخه یو شاعر او د پېغمبراکرم (ص) صحابي و. هغه دا مطلب په لاندې ډول روایتوي:
په کومه ورځ چې اسلامي لښکر تبوک ته روان و، له کوره ووتم چې سفر ته ځان چمتو کړم، خو بې له دې چې څه وکړم کورته راستون شوم او له ځانه سره مې وويل چې سبا به ورسره يوځای شم. څو ورځې تېرې شوې، خو بیا هم حرکت ته تیار نه وم او ځان ته مې ډاډ ورکولو، چې په دې کې کومه ستونزه نشته، زه به په یوې یا دوو ورځو کې تیار شم او ځان ورته رسوم. خو هر څه چې مې وکړل، له ښاره جدا کېدو او بېلېدو ته مې توفیق پیدا نه کړ.
زما حالت همداسې وو، تر دې چې اسلامي لښکرو په چټکۍ سره پرمختګ وکړ او زه په بشپړه توګه پاتې شوم. له دې وروسته ؛ کله به چې له کوره وتلم او د خلکو په منځ کې ګرځېدلم، خپه کېدم، ځکه چې ما له یو بدنام منافق او عذر غوښتونکي پرته بل څوک نه لیدلو.
ډېره موده نه وه تېره شوې، چې مدینې ته د رسول الله(ص) د راتګ خبر ورسېد. ما فکر وکړ چې بهانې او دروغ ووایم. خو له ځانه سره مې وویل چې د رسول الله(ص) له غوسې سره به څه وکړم. له همدې امله ما پریکړه وکړه چې د هغه خواته ولاړ شم او د خپل لټۍ او سستۍ حقیقت بیان کړم.
رسول الله (ص) د خپل عادت له مخې لومړی جومات ته ولاړ او دوه رکعته لمونځ يې وکړ. بیا هغه د خلکو د لیدو لپاره کښېناست. له جهاد څخه پاتې شوي کسان چې څه باندې اتيا تنه وو، د هغه حضرت خواته ورتلل، بښنه يې ترې غوښته او قسم يې خوړلو، رسول الله (ص) هم د هغوى خبرې منلې او له هغوى سره يې خپل بيعت تازه کړ او د هغوى لپاره يې له خدايه بخښنه وغوښته او زړونه يې خدای ته پرېښودل.
زه هم ولاړم. کله چې ما ورته سلام وکړ، هغه د غوسې په اشاره وخندل. بیا یې فرمایل: مخ ته راځه. زه مخکې شوم او د هغه حضرت مخې ته کښېناستم. بیا یې راته فرمایل: ته ولې شاته پاتې شوې؟ آیا تا اوښ نه درلود چې حرکت وکړې او زموږ سره یوځای شې؟ ومې ويل: ولې، په خداى قسم يا رسول الله! که زه د نړۍ له بل چا سره ناست وای، نو ما به فکر کاوه چې د بښنې په غوښتلو سره به، د هغه له غصې څخه خلاص شم، خو اوس په خدای قسم چې له هغې ورځې نه دومره ځواکمن او شتمن نه یم، چې له تاسو سره نه وم. رسول الله (ص) وفرمایل: تا رښتیا وویل، پورته شه او ولاړ شه چې خدای به ستا په اړه څه فرمايي!
کعب ادامه ورکولو: کله چې زه له رسول الله (ص) څخه بېل شوم، ما د خپل شاوخوا له خلکو څخه وپوښتل چې آیا زما په څېر به بل څوک وي؟ ويې ويل: هو؛ دوه نورو کسانو هم ستا په څېر اقرار وکړ او هغوی هم هماغه ځواب واورېد چې رسول الله (ص) تاسو ته ویلي. ما وویل: هغه دوه کسان څوک دي؟ هغوی وویل: «مُرارة بن رَبیع عمري» او«هِلال بن أُمَیة واقفي، دوی د بدر له قوم څخه دوه غوره کسان وو.
د دغو دوو نومونو په اورېدو له شکه خلاص شوم. رسول الله (ص) په ټولو هغو کسانو کې چې له هغه سره نه وو تللي، یوازې له موږ درې کسانو سره دا ډول چلند کړی وو. نو موږ په ناچارۍ له خلکو څنډې ته شو او دوی هم له موږ څخه ولاړل.
مُرارَه او هِلال په کور کښېناستل او د دوی دوو کسانو کار ژړا وه. خو زه چې له دوی دواړو څخه ځوان او ډېر صابر وم، له کوره بهر وتلم او د مسلمانانو د جماعت په لمانځه کې مې ګډون کولو او په بازارونو کې ګرځېدلم، خو هېچا هم له ما سره خبرې نه کولې.
يوه ورځ دشام د « نَبَطیانیانو » څخه یو یې چې مدينې ته د خوراکي توکو د خرڅلاو لپاره راغلى و، زما خواته راغى او ماته يې د «غسّاني» پاچا يو ليک راکړ چې پکې يې ليکلي وو: اما بعد، ما ته خبر رسېدلی چې ستا بادار ستاسو سره جفا کړې ده. له دې سره چې خدای پر تا باندې د خوارۍ زغم فرض کړی نه دی، زموږ خواته راشئ ترڅو له تاسو سره ملتیا وکړو. کله چې مې لیک ولوست، نو له ځانه سره مې وویل: دا هم د مصیبت یوه برخه ده، زما کار په حقیقت کې هغه ځای ته رسېدلی چې یو مشرک ماته په طمع کړې ده. بیا زه د اور تنور ته ولاړم او لیک مې په تنور کې وغورځاوه.
څو ورځې وروسته زما یو ملګری «خُزَیمَة بن ثابت» ماته راغی او ویې ویل: رسول الله (ص) فرمایي: له خپلې ښځې څخه ډډه وکړه! ومې ويل: آيا د دې مانا دا ده چې زه دې ته طلاق ورکړم؟ ويې ويل: نه، له هغه څخه لاس واخله او نږدې مه ځه! دوی همدا پیغام هلال او مُراره ته هم لیږلی وو.
ورځې په تېزۍ تېرېدې، له پنځوسو څخه زياتې ورځې همداسې روانې وې. یوه ورځ د سهار له لمانځه وروسته، په داسې حال کې چې له ځانه ستړی وم، ناڅاپه مې یو غږ واورېد چې ویې ویل: اې کعب بن مالکه! تاته دې زېری وي! هغه د اسلم د قبیلې یو سړی و. پوه شوم چې دا د رسول الله (ص) له لوري یو زېری وو. په چټکۍ سره مسجد النبي ته ولاړم. د لارې په منځ کې خلک ما ته ډله ډله راتلل او د مبارکۍ په ویلو یې ویل: مبارکي دې وي چې خدای ستاسو توبه قبوله کړې.
جومات ته ننوتم، رسول الله (ص) د خلکو په منځ کې ناست وو. ما ورته سلام وکړ، رسول الله (ص) چې مخ یې له خوښیو ډک و، وفرمایل: تاسو ته دې زېری وي چې له پیدایښت څخه مو تر هغه غوره ورځ نه ده لېدلې! ما وویل: آیا دا د خدای له طرفه زیری دی که له ستاسو څخه اې د خدای رسوله؟ ويې فرمايل: د خداى له لوري دى.
بیا رسول الله (ص) په داسې حال کې چې مخ یې له خوشحالۍ ځلېده، ماته د توبې د سورت ۱۱۹ آیت ولوست، چې خدای تعالی فرمايي:« عَلَى الثَّلاثَةِ الَّذینَ خُلِّفُوا حَتّى إِذا ضاقَتْ عَلَیْهِمُ الأَرْضُ بِما رَحُبَتْ وَ ضاقَتْ عَلَیْهِمْ أَنْفُسُهُمْ وَ ظَنُّوا أَنْ لا مَلْجَأَ مِنَ اللّهِ إِلاّ إِلَیْهِ ثُمَّ تابَ عَلَیْهِمْ لِیَتُوبُوا إِنَّ اللّهَ هُوَ التَّوّابُ الرَّحیمُ:
او (همدرانګه) هغه درې کسان چې (په تبوک کې له ګډون څخه) سرغړونه کړې وه (او مسلمانانو له دوی سره اړیکې پرې کړې) تر دې حده چې ځمکه په خپلې پراخ والې سره د دوی لپاره وړه شوه. حتی دوی په خپل وجود کې هم د ځان لپاره ځای ونه موند. ( او (دوی پوهېدل چې له الله پرته بل د پناه ځای نشته، نو خدای پر دوی خپل رحمت پراخ کړ، (او دوی ته یې توفیق ورکړ) چې توبه وباسي. خدای ډېر بخښونکی او مهربان دی!
ژباړه: زماني