Jun 06, 2023 12:17 Asia/Kabul
  • لوېدیځه آسیا په تېره اونۍ کې

په تېره اونۍ کې، د لوېدیځې آسیا په سیمه کې بدلونونه د تېرو اونیو په څېر د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د هوکړې په تړواو وو. خو له امریکا سره د څو عربو هېوادونو مانورونه، له امریکا سره له سمندري ائتلاف څخه د اماراتو وتل، آذربایجان ته د صهیونیسټي رژیم د مشر سفر او همدارنګه په یمن کې د بشري بحران دوام، چې په لوېدیځه آسیا کې دی، په دې خپرونه کې څېړل کېږي.

تېره اوونۍ د «عزم النسر ۲۳» په نوم مانور په عربستان کې د امريکا او د فارس خليج د څو عربي هېوادونو په ګډون پيل شو. په لوېدیځه آسیا کې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ سازمان سنټکام(CENTCOM)  په یوه بیانیه کې ادعا کړې: "د دې مانور موخه په دې تمرین کې د ګډون کوونکو ځواکونو د همکارۍ ښه کول دي، چې په سیمه کې د ثبات په راوستلو کې مرسته کوي. د سنټکام Centcom)) په بیانیه کې د مانور موده او له عربستان پرته، د سرتېرو او عربي هېوادونو د شمېر په اړه یادونه نه ده شوې.

د دوشنبې په ورځ د سعودي خبري آژانس (واس) هم د عزم النسر ۲۳ مانور په اړه خبر ورکړ چې د دې مانور موخه، د پوځي همکارۍ پياوړتيا، د هوايي توغنديو د دفاع په برخه کې د تجربو تبادله، د پلان جوړونې يو ډول کول او د ګډ ګام اخیستو لپاره د همغږۍ د اصولو روښانه کول او پلې کول او واحدو عملیاتو او هوکړې ته لاسرسی دی.

مهمه مسله دا ده چې د دې مانور له پیلېدو سره سم، د اماراتو حکومت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی دوه میاشتې دمخه په منځني ختیځ کې د امریکا په مشرۍ له سمندري امنیتي ایتلاف څخه وتلي دي. دغه سمندري ائتلاف 34 هېوادونه لري، چې واشنګټن یې هدف په سور سمندرګي او د فارس خلیج په سیمو کې د امنیت د تامین او له ترهګرۍ او سمندري غلو سره د مبارزې په توګه یاد کړی، چې په نړۍ کې د بېړیو  ترټولو مهمې لارې دي. د دې سمندري ائتلاف اصلي مرکز په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو پنځمې بېړۍ او د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ ته نږدې موقعیت لري.

له دې سربېره، د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندري ځواکونو قوماندان امیرالبحر شهرام ایراني هم د جمعې په ورځ د ایران، عربستان، اماراتو، قطر، بحرین او عراق ترمنځ د ګډ سمندري ائتلاف د جوړولو د هوکړې خبر ورکړ. امیرالبحر شهرام ایراني وویل، نن سبا دسیمې هېوادونه دې مرحلې ته رسېدلي، که ټاکل شوې چې په سیمه کې امنیت وي، حتما په همغږۍ او ملګرتیا سره رامنځته کیدلی شي.

دا بدلونونه په ډاګه کوي، چې لومړی د امریکا او عربي هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ په اړه اختلاف دی او عربي هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې له امریکا سره پوځي همکاري د دوی په ګټه نه ده او دویم دا چې د سیمې هېوادونه هڅه کوي چې پر یو بل په ګډ باور سره، د سیمې د امنیت د تامین لپاره له پوځي همکاریو څخه د یوې تګلارې په توګه ګټه پورته کړي او په نورو برخو کې همکاري پراخه کړي.

آذربایجان جمهوریت ته د صهیونیسټي رژیم د مشر اسحاق هرتزوګ سفر د لوېدیځې آسیا په سیمه کې د تېرې اونۍ له پېښو څخه یوه وه. باکو ته د هرتزوګ سفر دوه ورځینی وو. د صهیونیسټي رژیم مشر د آذربایجان جمهوریت له ولسمشر الهام علي اف سره له کتنې وروسته په یوه پیغام کې ولیکل: اسرائیل، آذربایجان خپل ارزښتمن ستراتیژیک ملګری او د سیمې د ثبات د انډول په توګه ګڼي.

د آذربایجان جمهوریت او د صهیونیسټي رژيم ترمنځ اړیکې، په نیواکي فلسطین کې د باکو د سفارت له پرانیستلو وروسته، د پخوا په پرتله ډېرې ښکاره شوې دي. صهیونیسټي ورځپاڼې « جروزالم پوسټ» لیکلي، چې دغه رژیم په ۱۹۹۳ کال کې په باکو کې خپل سفارت پرانیست او د دواړو لورو اړیکې په ځانګړې توګه د دفاع په برخه کې ښې شوې.

په هرصورت، د اسرائیلو او آذربایجان جمهوریت ترمنځ اړیکې په دوه اړخونو کې ډېرې مهمې دي. لومړی اړخ، له تل ابیب څخه د باکو د وسلو پیرودلو او د تل ابیب لخوا د باکو د تیلو پیرودلو پورې اړه لري. د «ستکهلم د سولې د نړیوال څېړنېز انسټیټیوټ» د څېړنو د موندنو له مخې، په ۲۰۱۶ - ۲۰۲۰ کلونو کې د آذربایجان د وسلو ۶۹ سلنه پېرودل له صهیونیسټي رژیم څخه وو او د صهیونیسټي رژیم د تیلو څه د پاسه ۴۰ سلنه د آذربایجان له جمهوریت څخه چمتو کېږي.

د دغو اړیکو دویم اړخ هم د ایران ضد موخې دي. صهیونیسټي رژیم هڅه کوي له آذربایجان جمهوریت سره د اړیکو په ټینګولو سره، د ایران د اسلامي جمهوریت ګټې له ګواښ سره مخ کړي او باکو هم چې په وروستیو کلونو کې له تهران سره اختلافونه رامنځته کړي، د قدس د نیواکګر رژیم ملاتړ ته یې ځانګړی زړه ښه کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې صهیونیسټي رژیم په تېرو پنځو میاشتو کې په نیول شویو سیمو کې د بې ساري سیاسي، ټولنیز او امنیتي بحرانونو شاهد دی.

که څه هم په صنعا کې د یمن د ملي ژغورنې دولت او د عربستان حکومت، د جګړې د پایته رسولو لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي، خو دواړه خواوې لا هم د اختلافي مسایلو په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي او دغه موضوع تېره اونۍ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د لومړي وزیر د مرستیال له نیوکې سره مخ شوې ده.

په دفاعي او امنیتي چارو کې د یمن د ملي ژغورنې د حکومت مرستیال جلال الرویشان د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې عربستان تراوسه د بشردوستانه قضيې د هوارۍ په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، چې د روژې د مبارکې میاشتې له خبرو اترو وروسته ترسره شو او زموږ ارزونه دا ده چې ریاض د وخت اخیستلو په لټه کې دی. الرویشان وویل: له سعودي سره اوسنۍ خبرې اترې چې د عمان په منځګړیتوب ترسره کېږي، د سولې د ټینګښت یوه هڅه ده او صنعا هم دې مسئلې ته مثبت غبرګون ښودلی، خو ریاض باید پوه شي چې نشي کولای پر یوه ګاونډي هېواد برید، په یوه وخت کې د اقتصادي پراختیا له پلانونو سره یوځای کړي.

د شخړو په دوام سره، د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ تېره اونۍ د یمن پر وړاندې د سعودي او اماراتي ایتلاف په جګړه کې د چین د منځګړیتوب غوښتنه وکړه. ګروندبرګ له چینايي چارواکو سره د لیدنې پر مهال له بیجنګ څخه وغوښتل چې د یمن په قضیه کې د ریاض او صنعا ترمنځ منځګړیتوب وکړي. لکه څنګه چې د پخوا په څېر یې د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان ترمنځ هم دا ډول رول لوبولی دی.

د صنعا او ریاض ترمنځ د سیاسي اختلافاتو په دوام سره، د « انتصاف » حقوقي مؤسسه چې د یمن د ښځو او ماشومانو د حقوقو په برخه کې فعاله ده، د تېرې سه شنبې په ورځ د امریکا په مشرۍ د اماراتي  او سعودي تیریګر ایتلاف د جنایتونو په هکله یو نوی راپور خپور کړ. دغه سازمان خبر ورکړی، چې پر یمن باندې د سعودي ائتلاف د تېرو ۸ کلونو په بریدونو کې، پنڅه زره او ۳۲۲ یمني ښځو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. انتصاف د خپل راپور په دوام کې لیکلي: یمني ښځې د روغتیا د نشتوالي، وژلو، بې ځایه کېدو، کډوالۍ او له ټولو هغو حقونو څخه چې د نړیوالو قوانینو او منشورونو له مخې ادعا شوي، د سرغړونې په شرایطو کې ژوند کوي.

د انتصاف د راپور له مخې، په هرو دوو ساعتونو کې یوه یمني ښځه او شپږ ماشومان د امیندوارۍ یا د زیږون د ستونزو او روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله مړه کېږي. په همدې حال کې له یو میلیون او پنځه سوه زرو څخه زیات یمني امیندواره یا شیدې ورکونکې ښځې، له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د بشري حقونو دغه سازمان ټینګار کړی چې هره ورځ تر ۸۰ زیات ماشومان په نړیواله کچه د ممنوعه وسلو د کارولو له امله مري. دا مسله د وخت څخه مخکې د ماشومانو د شمېر د زیاتوالي یو لامل دی، په دې توګه هر کال په سلو کې 39 یمني ماشومان له وخت څخه مخکې زیږي. یعني یو میلیون او 120 زره ماشومان.

ژباړه: زماني

ټیګونه