Jun 08, 2023 13:35 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا (۱۹)

د همدغه سورت په ۱۲ ایت کی د حضرت یحیی ع په اړه لولو ، ای یحیی د خدای کتاب په قوت سره ونیسه ، او مونږه هغه ته په ماشومتوب کی نبوت (عقل کافی ) ورکړ .

 

د حضرت امام مهدی عج د امامت د پیل د پیښو په جاج کې مو ځینو شکونو ، کږ لاریو او فتنو ته اشاره وکړه . هغه یوه پوښتنه چی په هغه وخت کی مطرح کیده او تراوسه د ځینو کسانو په ذهنونو کې موجوده ده ، دا وه چی هغه حضرت څرنګه په ۵ کلنۍ کې د رسول ا... مبارک (ص) د ځای ناستی ، امامت او رهبرۍ درندو پیټې په اوږه اوچتولې شی ؟هغه هم په داسې حال کی چی د عباسي حاکمانو له لوری د تعقیبولو په دلیل له خلکو سره نیغ په نیغه کتنه او خبرې نه شوی درلودلې . د دغه اشکال د ځواب لپاره له قران او سنت ځوابونه موجود دي . له هر څه مخکی باید توجه وکړو چی له عقلی او علمی نظره ل په دین کې لوړو درجو ته رسیدا او په ماشومتوب کې پوهه ناممکنه نده . د تاریخ په اوږدو کې په ډیرکم عمر کې ډیر اوچت پوهان موجود دي . ایرانی فیلسوف ، ریاضی پوه ، ستور پیژاندې  او طبیب بوعلی سینا په دغو کسانو کی شامل دی . ایرانی قران پوه محمد حسین طبا طبایی په ۵ کلنۍ کې د ټول قران حافظ وو . د دنیا په مختلفو سیمو او وختونو کې ګڼ شمیر داسې نوابغ موندل کیدلی شي .پر دې اساس د یوه انسان عقلی او فکری وده د هغه په عمر پورې اړه نلری ځکه چی داسې ډیرکسان  شته چی د عمر په زیاتوالی سره سره ډیر کم درک او پوهه لري . البته د یوه امت معنوی او الهی رهبری له دغه ډول نوابغو ډیر زیات روحی ظرفیت او فکری بلوغ ته اړتیا لری ترڅو خدای تعالی هغه ته علم او حکمت الهام کړی . په دې زمینه کی هم باید په نظر کی ونیول شی چی زیات عمر که څه هم په انسانانو کې کمال ته د رسیدا لپاره اندازه بلل کیږی ، خو پهخ قران او حیانی پوهه کې ممکنه ده یو کس په ماشومتوب کې د ټولنې د رهبری شرایط ، فضایل او کمالات ولرلې شي  او هغه امتیازات چی د رهبرۍ لازمه دي ، په هغه کی موجود وي او خدای تعالی هغه ته د امامت او رسالت  لورینه عنایت کړی اوپه خلکود هغه اطاعت او واجب او لازم کړی 

قران کریم د دو پیغمبرانو نوم یاد کړی دی چی په ماشومتوب کی د رسالت په لوړ مقام وټاکل شول . د سوره مریم په ۳۰ ایت کی له څلورو سترو الهی پیغمبرانو حضرت عیسی ع په ګهواره کی خلکوسره داسې خبرې وکړی ، ویې ویل زه یم د خدای بنده ، هغه ماته اسمانی کتاب راکړی او زه یې پیغمبر ګرځولې یم .

د همدغه سورت په ۱۲ ایت کی د حضرت یحیی ع په اړه لولو ، ای یحیی د خدای کتاب په قوت سره ونیسه  ، او مونږه هغه ته په ماشومتوب کی  نبوت (عقل کافی ) ورکړ .

په دې اساس د قران عظیم الشان په وینا دغه دوه الهی پیغام راړونکي په ماشومتوب کې د الهی حکمونو او دیني تعلیماتو د وړاندی کولو شایستګۍ ترلاسه کړه . د اسلام د ګران رسول حضرت محمد مصطفی ص د ځای ناستو په اړه هم یعنی دوه امامان حضرت جواد ع او حضرت هادی ع په کابو اته کلنۍ کې د امامت ستر ځای ته ورسیدل . کله چی حضرت امام جواد ع دغه لوړ مقام ته ورسید نو دیرو عالمانو او خلکو تعجب وکړ او حتی ځینې شیعیان شکي شول . د هغه حضرت د دغه لوړ ځای ، وس او علمی توان د جوتیدا لپاره عباسی خلیفه مامون د هغه وخت د سترو عالمانو په شرکت سره  مناظرې ترسره کړی . په دغو ټولو مناظرو کې امام جواد ع په بشپړه تسلط سره د پوښتو ځوابونه وویل . د حضرت امام هادی ع په اړه هم همدغه شکونه موجود وو او هغه حضرت هم د خپل ګران پلار په شان ټول قانع کړل چی د مسلمانانو د رهبرۍ کامل علمی او معنوی شایستګي لری . دغو دو سترو امامانو د خپل امامت په پړاو کې هم وښودله چی د اسلامی امت د هدایت  ، مدیریت ، الهی پوهې ، تقوا ، درایت ، لیاقت له لوړې سویې برخمن دي او د دغې برخې سم والې د انعام سورت له ۱۲۴ ایت یوځل بیا اثبات شو ی دی چی فرمایی ، خدای تعالی بهتر پوهیږی چی خپل رسالت چا ته ورکړی .

Image Caption

 

په دې سره په ۵ کلنۍ کې  حضرت امام مهدی عج ته د امامت د ستر مقام د ورکولو موضوع هم روښانه کیږی . هغه حضرت له کم عمر سره سره ډیر ښه د دغه درنده الهی پیټی په اچتولو کی بریالی شو او په تیره بیا هغه لومړنۍ فتنې چی د هغه حضرت د ګران پلار له شهادته وروسته رامینځته شوی ، مدیریت او شنډې کړې . البته د هغو په وسیله د خلکو هدایت او مشرۍ ډیره مشکله وه ځکه چی هغو نشو کولې خپل امام ووینی او له هغو سره نیغ په نیغه خبرې وکړی . په عین حال کی حضرت مهدی عج د وخت تقاضا ته په پام سره ځینې دیني عالمانو او خلکوسره کتنه کوله او ملکوتي هیبت ، جلالت ، حکیمانه وینا  ، اخلاقي فضاییلو او همداراز کراماتوسره هغو لپاره د شک ځای نه پریښوده چی هغه ژغورونکی چی د خدای رسول یې ژمنه کړی ، همدغه ستر نورانی شخصیت دی چی په ظاهره کم عمر لری . په دې کې د اوسنی هند او پاکستان په پوله د کشمیر له حکومتی چارواکو ابوسعید غانم هندی  سره د هغه حضرت د  ملاقات جالبې پیښې ته اشاره کولې شو. هغه چی د اسمانی کتابونو په مطالعی سره  پوهه شوی وو چی وروستی پیغمبر حضرت محمد ص دی ، د هغه حضرت په لټون کی د افغانستان پلازمینې کابل ته سفر وکړ . ابوسعید هغلته د اهل بیتو له پیرو عالمانو په لارښونې اخیستلو سره اسلام ته مخه کړه او مسلمان شو او د هغه حضرت د ځای ناستی چی په هماغه اسماني کتابونو کې یې مشخصات جوت شوی وو ، لیدو ته مخه کړه . ابوسعید کله متوجه شو چی حضرت مهدی عج د رسول ا... مبارک وروستې جانشین او ځای ناستې  په بغداد کې دی نو  په ډیره لیوالتیا سره بغداد ته روان شو تر څو له هغه وروسته حج ته ولاړ شی . هغه وایی چی په بغداد کی یوه کس هغه په هندی نوم سره وباله او له هغه یې وغوښتل چی د خپل مولا د لیدو لپاره له هغه سره ملګری شی . ابوسعید په خوشحالۍ سره په هغه پسې روان شو تردې چی په یوه کور کی وداخل شو چی په کی حضرت امام زمان علیه السلام په نورانی څیرې ، شوکت ، برم او حیرانونکی جلالت سره ناست وو ، هغو په مهربانۍ سره په هندی ژبه هغه ته هرکلی ووایه او په کشمیر کې یې د هغه د ټولو دوستانو او خپلوانو احوال وپوښته او هغه څه چی په ابوسعید تیر شوی وو ، هغه لپاره بیان کړل . هغه وخت حضرت امام مهدی عج هغه ته سپارښتنه وکړه چی پعه هغه کاروان کی چی ورسره دی ، حج ته دې نه ورځی او هغه ته یې د لارې د خرچې لپاره پیسې ورکړی . څه موده وروسته معلومه شوه چی هغه کاروان له پیښې سره مخامخ شوی او ستون شوی دی . دا بیښه له هغو د صاحب الزمان ع له کتنو وه چی حتی په کم عمرۍ کې هم د هغه حضرت علم ، درایت او کرامت جوت او ثابتوی .

د پروګرام په پای کی بیا هم د حضرت امام مهدی عج د ظهور لپاره دعا لولو ،

خدایا پر محمد و ال محمد ص درود واستوه او هغه خپله پایزه ژمنه او کلمه تامه یعنی حضرت مهدی ، د تا په مځکه کی پټ شوی او اندیښمن دې ښکاره کړه ، خدایا د هغه ډیره او ستره مرسته وکړه او هغه ته نږدې او اسانه بریالیتوب عطا کړه .

پای