د رڼا سرچینې (۳۴) د خدای رحمت
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې زه ... سره د خپل ګران همکار.... د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۳۴م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یم، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د نساء سورت د ۴۸ آیت شأن نزول څېړو.
جعفر بن عمرو بن اميه ضمري وايي: عبيدالله بن عِدي بن خِیار او زه له يوې ډلې ملګرو سره د شام په لور روان شو. کله چې حُمْصْ ښار ته ورسېدو، عبیدالله وویل: آیا ته غواړې چې د جبیر بن مطعم وحشي غلام پیدا کړو او ترې وپوښتو، چې د عبدالمطلب زوی حمزه یې څنګه وواژه؟
ما ورته وویل: هر څه چې غواړې.
نو موږ هغه وپلټلو او د هغه په اړه مو له یوه سړي څخه وپوښتل، هغه موږ ته وویل: تاسو کولای شئ هغه په خپل کور کې ومومئ. هغه یو دائم الخمر سړی دی؛ که تاسو هغه هوښیار او صحتمند ولید، تاسو به په هغه کې د یو عرب سړي ځانګړتیاوې وګورئ، او کولای شئ هرڅه چې تاسو د حدیث په اړه غواړئ له هغه څخه پوښتنه وکړئ او که تاسو هغه په نشه کې ولید، د هغه لپاره دعا وکړئ.
موږ روان شو او هغه ته ورغلو، ډېر زوړ شوی وو او په خپل انګړ کې د مردارخور په څېر پروت وو. هغه ته مو غږ وکړ، سر يې د عبيدالله په لور پورته کړ او وويل: آیا ته د عِدي بن خِیار زوی يې؟ وويل: هو! وحشي وویل: په خدای قسم، له هغه وخته چې ستا مور سعدیه تا ته شېدې درکولې، ما ته نه یې لیدلی. له هغه وخته چې ستا مور پر اوښ سپره وه، په داسې حال کې چې ته په ټوپونو او شیطنت کې وې، پر ما باندې ولوېدې او ما په ناڅاپه توګه ته ونیولو او ستا مور ته مې ورکړې. په خدای قسم چې ته مې بیا نه وې لیدلی تراوسه چې زما مخې ته ولاړ یې. مګر ما تاسو وپېژندلۍ.
جعفر وويل: موږ ورسره کښېناستو او ورته مو وويل: تا ته راغلي يو چې د حمزه د قتل په اړه موږ خبر کړې، تا څنګه وواژه؟
هغه وویل: لکه څنګه چې ما د رسول الله (ص) د پوښتنې په ځواب کې وویل، تاسو ته هم وایم.
زه د جُبیر بن مُطعِم غلام وم. هغه د بدر په جګړه کې ګډون کړی وو او د مسلمانانو له خوا ونيول شو، خو رسول الله (ص) د هغه له پلار سره د لېوالتيا له امله، کله چې هغه یې د بنديانو په منځ کې وليد، په خطاب کې ورته وفرمایل، که ستا پلار ژوندى وای، نو د هغه په شفاعت سره مې ټول اسیران خوشي کول. د جُبیر پلار مُطعم د شِعْب ابو طالب په محاصره کې، د بني هاشمو پر وړاندې د قریشو له تړون څخه سرغړونه کړې وه.
همدارنګه کله چې پېغمبراکرم (ص) د طائف له پېښې وروسته بېرته مکې ته راغى، نو مُطعِم ورته پناه ورکړه، له همدې امله رسول الله (ص) ته ډېر ګران وو. خو بیا هم، جُبیر له خوشې کېدو وروسته، تل له رسول الله (ص) څخه د خپل تره طعیمه د وينې غچ اخيستو په فکر کې وو. تر دې چې د قریشو لښکر د احد سیمې ته ولاړ. په دې وخت کې جُبیر راته وویل: که زما د تره طعیمه بن عِدي پر ځای، د محمد تره ووژنې زه به تا خوشې کړم.
هِنده، د عُتبه لور، د ابو سفیان مېرمن هم چې پلار یې "عُتبه بن ربیعه"، تره یې «شيبه» او ورور یې «وليد» چې ټول د بدر په جګړه کې وژل شوي وو، ماته وړانديز وکړ چې له درېيو کسانو، پېغمبر، علي يا حمزه څخه يو يې ووژنم. ما ورته په ځواب کې وویل: زه هېڅکله نشم کولای چې محمد (ص) ته لاسرسی پیداکړم. علي هم د جګړې په ډګر کې ډېر هوښيار دی، خو حمزه د جګړې پر مهال دومره په غوسه کېږي، چې خپل شاوخوا ته یې پام نه وي. کېدای شي زه په یو ډول هغه له منځه یوسم." نو د قریشو له لښکر سره ولاړم. ما د نیزې په کارولو کې هم مهارت درلوداو دا زما لپاره نادره وه چې هدف له لاسه ورکړم او خطا وکړم.
کله چې زموږ لښکر د رسول الله (ص) له لښکر سره مخامخ شو، بهر راووتم، حمزه ته مې کتل او د هغه په اړه مې فکر کولو، تر دې چې د لښکر په منځ کې مې ولید. هغه ښکلی او زړه راښکونکی مخ درلود. هغه یو جنګیالی وو چې په خپله توره یې د اسلام دښمنان ځپل او د هر څه پر وړاندې ثابت قدم وو. په خدای قسم، ما د هغه لپاره خپل ځان چمتو کړ او له هغه سره نږدې د یوې ونې یا ډبرې تر څنګ مې ځان پټ کړ، تر دې چې هغه ماته را نږدې شو. په دې وخت کې د قريشو يو سړى چې مور يې په بدکارۍ مشهوره وه، ماته يې لارښوونه وکړه.
حمزه هغه ولید او وویل: اې د بې شرمې ښځې زویه! ماته راشه. بیا یې سخت وواهه. ما په چټکۍ سره خپله (لنډه نیزه) واخیسته او په آرامۍ سره مې د هغه پر لور وغورځولو. د هغه د (نو) لاندې ولګېد او د پښو تر منځ یې بهر شو. حمزه غوښتل چې پر ما برید وکړي، خو درد ورته وخت ورنه کړ او روح یې له بدن څخه ووت. د هغه له مړینې وروسته، په احتیاط سره د هغه خوا ته ولاړم. نیزه مې راوایسته، بدن مې ورته ټوټې ټوټې کړ او د هغه ځیګر مې د ابو سفیان مېرمنې هِنده ته یوړ.
وروسته له دې چې د احد جګړه پایته ورسېده او دواړه خواوې بېرته خپلو ځايونو ته ولاړې، رسول الله (ص) خپلو اصحابو ته وفرمايل: زما په تره څه شوي؟ څه وشول ورته؟" یاران یې غلي شول. پېغمبراکرم (ص) د حمزه د حالت د معلومولو لپاره،امیرالمؤمنین ولېږلو. علي (ع) چې مخکې يې د حمزه ټوټه ټوټه شوی بدن ليدلی وو، ورو ورو یې پيغمبر(ص) د حمزه د وژل کېدو ځای ته بوتلو.
کله چې رسول الله (ص) د حمزه ټوټه ټوټه بدن ولید، نو ورباندې ډېر اثر وکړ او وفرمایل: ای ربه! ستا شکر ادا کوم او تا ته له حمزه سره د دې بې رحمۍ شکایت کوم او ته په سختیو او مشکلاتو کې زما ملګری او مرسته کوونکی یې. " رسول الله (ص) په داسې حال کې چې د پسرلي د ورېځو په څېر له سترګو څخه اوښکې بهېدې، وفرمایل: تر دې لوی مصیبت به هېڅکله ونه وینم او تر دې ستر مصیبت پرما باندې سخته نه ده راغلې. خدای دې پر تا رحم وکړي ځکه چې تل په نېکو کارونو کې بوخت وې او صله رحم تو مو لېوالتیا درلوده... اې د خیر کوونکیه، اې حمزه او اې د رسول الله (ص) مدافع او ملاتړ کوونکیه.
د احد له جګړې وروسته، حمزه لومړنی شهید وو چې رسول الله (ص) د هغه د جنازې لمونځ ادا کړ. بيایې هغه حضرت ته نور شهيدان راوړل. کله به چې دوی ته یې کوم شهید راوړلو، نو د حمزه څنګ ته به یې کېښود او هغه حضرت به په یوه وخت کې د حمزه او نورو شهیدانو د جازې لمونځ ادا کولو، تر دې چې د حمزه پر بدن یې اویا (۷۰) ځله لمونځ وکړ. بیا یې وفرمایل: ما پرښتې ولیدې چې د حمزه بدن یې مینځلو. روایت دی چې رسول الله (ص) د احد له جګړې وروسته، د انصارو له کورونو څخه تېرېدو، چې د هغوی د شهیدانو په غم کې د ښځو غږونه اوچت وو. د رسول الله (ص) له سترګو څخه اوښکې روانې شوې او وفرمایل: پر ټولو وژل شویو ژاړي، پرته له حمزه، چې هېڅ ژړا کوونکی هم نه لري.
انصارو چې د رسول الله (ص) دا وینا واورېده، خپلو مېرمنو ته یې امر وکړ چې د رسول الله مبارک په کور کې راټولې شي او د حمزه په خاطر ماتم وکړي، کله چې رسول الله د مدینې د ښځو غم د حمزه په خاطر ولید، نو د دوی په حق کې دعا وکړه او وفرمایل: تاسو زما سره ښه ملتیا او خواخوږي وکړه.
وحشي په دې ډول دوام ورکړ: جبیر د حمزه له وژلو وروسته زه خوشي کړم. یو څه موده په مکه کې وم تر دې چې دا ښار د محمد (ص) لخوا فتح شو. له هغه وروسته د طائف ښار ته وتښتیدم او هلته میشت شوم. خو ډېر ژر اسلام هلته هم ورسېد. ما هڅه کوله چې شام ته وتښتم. کله کله مې فکر کولو چې یمن ته به ولاړ شم چې یوه ورځ یوه سړي راته وویل: اسلام راوړه! په خداي قسم؛ هر هغه څوک چې د هغه په دین کې داخل شي او د حق شاهدي ووایي، هر څوک چې وي او هر څه چې یې کړي وي، ټول له پامه غورځول کېږي.
ما مخکې له دې د قرآن ځینې آیتونه اورېدلي وو. د سورت فرقان د ۶۸ آيت په څېر آيتونو زه له اسلام څخه منع کولم. په دې آيت كې د مؤمنانو د ځانګړتياوو په اړه ويل شوي چې:« وَ لا یقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتي حَرَّمَ اللهُ إِلاَّ بِالْحَقِّ: دوی پرته له حقه، هغه څوک نه وژني چې وینه یې خدای حرام کړې وي.
ما چې هم خدای ته شریک ګڼلی وو او هم مې د حمزه په څېر خلک وژلي وو! په همدې وخت کې وو چې د سورت نساء ۴۸ آیت نازل شو، ګواکې چې دا آیت زما لپاره وي! نو سمدلاسه رسول الله مبارک خوا ته ورغلم او شهادت مې ورکړ. دا آیت داسې دی: إِنَّ اللّهَ لا یَغْفِرُ أَنْ یُشْرَکَ بِهِ وَ یَغْفِرُ ما دُونَ ذلِکَ لِمَنْ یَشاءُ وَ مَنْ یُشْرِکْ بِاللّهِ فَقَدِ افْتَرى إِثْماً عَظیماً:
خدای (هېڅکله) شرک نه بخښي او له دې څخه ټیټ هر هغه څه بخښي چې چا ته یې وغواړي (او وړ وګڼي). او څوک چې د خداى لپاره شريك وټاکي نو لويه ګناه يې كړې ده."
بې له شکه، د اسلام عظمت په دې کې نغښتی دی، چې د هدایت او پوهې لارې ته د ټولو مینوالو د ورګرځېدو لاره خلاصه ده. نو هرڅوک چې ګناه ته ورنږدې شي، یا ګناه وکړي او یا کوم ناوړه عمل ترسره کړي، نو د هغه د ژغونې یوازینۍ لار، د اسلام قلعې ته داخلېدل او د هغه اصولو او احکامو ته ژمن کېدل دي.
ژپاړه: زماني