ایران په تیره اونۍ کی
-
ایران
تیره جمعه، د غبرګولې په ۱۴ نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ایښودونکی«امام خمینی ره» یاد او خاطره ونمانځله شوه.
امام خمینی ره، له ۱۳۴۲ ه لمریز کال څخه په ایران کی د پاچاه د استبدادی رژیم او د امریکې د لاسوهنو سره خپلې مبارزې پیل کړې، او لوړ حد ته د دغو مبارزو په رسیدو سره، دوی د شاه د رژیم په وسیله ترکیې، او پسله هغه عراق ته جلا وطن شو.
امام خمینی ره په عراق کی د ۱۳ کلنې جلا وطنۍ په موده کی، د زیات شمیر شاګردانو له روزلو سربیره، په ایران کی د شاه رژیم د ماهیت، او د امریکا د ناروا طمعو او هلو ځلو په افشا کولو لاس پوری کړ، او د لارښوونه کونکو اطلاعیو په خپرولو سره یی، د اسلامی انقلاب د بریالیتوب زمینې برابرې کړې.
د ایران د ؤلس د مبارزو له زیاتیدا، او ایران ته د امام خمینی له برمناکې ستنیدا سره په یو وخت، د ایران اسلامی انقلاب بریالیتوب ته ورسید. او د نړیوال استکبار په خلاف د دوی د مبارزو نوې دوره پیل شوه.
د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته؛ د ایران په خلاف د عراق د بعثی رژیم د تپلې جګړې په شمول، د سترو قدرتونو او د انقلاب د داخلی او بهرنیو دښمنانو د توطئو با وجود، امام خمینی ره، د هغې دورې په سختو شرایطو کی، د ایران خلګ په درایت او زړه ورتیا سره لارښوونه کړل. د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود، له ۸۷ کاله هڅې او نه ستړی کیدونکی ژوند وروسته، له دې دنیا څخه لاړ، او لقاء الله ته ورسید.
د امام خمینی ره د رحلت د کالیزې په مراسموکی، د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د یو لړ ویناؤو په ترځ کی، د امام خمینی د سیاسی افکارو، او د دوی د شخصیتی خصوصیاتو، او ګنو او جامع صفاتو په بیانولو سره، د دوی سیاسی مفکورې، او د امام په فکری جوړښت کی مهم معیارونه تشریح کړل.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ایښودونکی په سپیڅلی حرم کی، د خلګو په شانداره غونډه کی، د امام خمینی په مفکوره کی، یو مهم معیار؛ له استکبار سره ضدیت وباله.
دوی، د راحل امام د انقلابی توب ځانګړنی ته په اشارې سره، ټینګار وکړ: چی نن ورځ، د ایران ملت د دښمنانو د ګواښونو او بایکاټونو با وجود، د امام په هماغو باورونو او اصولو باندی په تکیې او پایبندۍ سره، د پرمختګ او لوړاوی په لور، خپلې روښانې لارې ته دوام ورکوی. دغه مقاومت د راحل امام د انقلابی توب له برکته دئ.
د اسلامی انقلاب معظم لارښو، له اسلامی انقلاب او او امام خمینی سره د استکباری قدرتونو د ټولو دښمنیو، او له هغه څخه د ویرې اصلی علت، په همدی تکی کی وباله، او ډاګینه یی کړه: چی استکباری قدرتونو د امام د انقلابی توب، او انقلابی عمل کولو له عنصر څخه ویره درلوده. دوی، په اټمی مسئله، او د بشری حقوقو په موضوع کی د پلمې لټونو، او اقتصادی کلابندۍ او بایکاټونو په شان اقدامونه، یوه بهانه وبلله، او ټینګار یی وکړ: چی په اوس حال کی هم، د اسلامی انقلاب دښمنان، د ایران د ملت له انقلابی او جهادی کړچار او تګ لارې څخه ویره لری.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، د خپلو ویناؤو په یوه بله برخه کی څرګنده کړه: باید دښمن وپیژنو او د هغه د حرکتونو په وړاندی حساسیت ولرو.
دوی د سلطې نظام ماهیت ته په په اشارې سره وویل: د سلطې نظام، خیانت کاره، جګړه غواړئ، او د ترهه ګرو ډلو جوړو نکئ او تنظیمونکئ دئ، همداراز د سلطې نظام د آزادې غواړو ډلو ځپونکئ، او پر فلسطین، او د فلسطین په شان پر مظلومانو باندی دباؤ اچونکئ دئ. دا د سلطې نظام طبیعت دئ. دوی ټینګار وکړ: موږ به د سیمه ایزو مسایلو په زمینه کی، له امریکا سره همکارې ونه کړو، ځکه چی په سیمه کی د امریکائیانو هدفونه او مقاصد، په سیمه کی د ایران د هدفونو او سیاستونو سره، ۱۸۰ درجې توپیر لری.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ پخپلو ویناؤو کی د ټولو پرګنو، او د امام لارې ټولو مینانو، او د انقلاب نننیو، سبانیو او راتلونکو نسلونو ته په خطاب کی، دغه واقعیت ته اشاره وکړه؛ چی د انقلاب د کولو، او د انقلاب د بریالیتوب لپاره، د جګړې او بایکاټونو په شان، ډیر لګښتونه او بیې ورکړلې شوی دي، خو د دغو لګښتونو په مقابل کی، په سل ګونه ګټې وجود لری،او نن ورځ؛ هغه ستر بریالیتوبونه چی د ایران ؤلس په ټولو زمینو کی لاسته راوړی دي، په انقلابی تګ لاره کی، د انقلاب د لارې او د امام د لارې د دوام محصول دئ.
اسلامی انقلاب، په هغې لاره کی چی امام خمینی ښودلې ده، د ؤلسونو له حقوقو څخه دفاع کول، د خپلو هدفونو په سر کی راوستل، او د نړۍ د زیاترو انقلابونو په خلاف، له خپلې اصلې لارې څخه وا نوښت، او تر هیڅ ډول شرایطو لاندی؛ له ټولو دباؤونو او کار شکنیو با وجود، له خپلو ارزښتونو او آرمانونو څخه لیری نه شو.
د ایران د اسلامی انقلاب بنسټ ایښودونکی، امام خمینی ره، په ۱۳۴۲ ه لمریز کال کی پخپله مشهوره وینا کی، چی د دوی د نیونې او جلا وطنۍ سبب شوه؛ وښودل چی د غبرګولې د ۱۵ مې نیټې غورځنګ، استکباری ضد ماهیت لری، او په همدی دلیل؛ دغې پیښې د ایران د ملت په انقلابی غورځنګ باندی زیاته اغیزه وشیندله، او د سلطې له نظام سره د ایران د ملت په مبازره کی د عطف په یو ټکی باندی بدل شو.
د ایران د اسلامی جمهوریت ؤلس مشر، ډاکتر حسن روحانی هم، اسلامی انقلاب، اسلامی جمهوریت، او د ولایت فقیه رهبرې؛ د ایران د ؤلس لپاره، د امام خمینی ره دری تاریخی یاد ګارونه وبلل.
د ایران ؤلس مشر، ډاکتر حسن روحانی، د تیرې پنجشنبې په شپه، د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ایښودونکی، امام خمینی ره د رحلت په ۲۷ مه کالیزه کی، د دوی په سپیڅلی حرم کی، ټینګار وکړ: د ایران ملت، د امام خمینی ره د دغو دریو یادګارونو له ټینګښت څخه په دفاع کولو، او د دوی له آرمان او اهدافو څخه په ساتنه کی، یو موټئ، یو آواز او هوډمن دئ.
د ایران ؤلس مشر، د امام خمینی ره د یاد او خاطرې په نمانځلو سره وویل: د دوی د پاک حرم ترڅنګ د خلګو ولولناکه غونډه، د امام او امت د ټینګ تړاو په معنا ده، او د امام خمینی ره له رحلت څخه، د تیرو ۲۷ ؤ کالو په اوږدو کی، د دوی له لارې څخه پیروی کول، او د دوی سره خلګو مینه، ورځ په ورځ زیاته شوې ده.
د آل سعود کورنۍ د ایرانیانو په وسیله، د سږکال د حج مناسکو له ترسره کیدو څخه مخنیوئ وکړ.
د ایران اسلامی جمهوریت، د عربستان له مقامونو سره پخپلو مذاکرو کی، له هغو اقداماتو څخه یو لیسټ، چی کولای یی شول، د عزت؛ کرامت او امنیت په ساتلو سره، د ایرانیو حاجیانو د لیژلو د منلو په لور؛ د سعودی دولت لارښوونه کړی؛ چمتو کړ، او له ټولو داخلی او بهرنیو عواملو څخه یی هم استفاده وکړه. خو؛ پر تفرقه اچونکو دریځونو او اقداماتو باندی د سعودیانو ټینګار، او د عربستان پلمه لټونې، د وحې ټاټوبې ته د ایرانیو حاجیانو د لیژلو لپاره، د موافقې د ترلاسه کیدو په وړاندی خنډ شول.
د ایران د اسلامی جمهوریت، د حج او زیارت د سازمان مشر، وویل: د حج فریضې ته د آل سعود کتنه، کاملاً سیاسی او له منطق څخه لیرې ده.
د ایران د حج او زیارت د سازمان مشر«سعید اوحدی» د ایران د ټلویژن له دویمې شبکې سره په مرکه کی، د سږ کال حج په باره کی د ایرانیو او عربستانی پلاویو د مذاکرو نتایجو ته په اشارې سره، زیاته کړه: عربستان؛ د خبرو اترو په اوږدو کی، په تفاهم لیک کی څه پاسه یوولس محدودیتونه لیکلی ؤو، چی په مخکنیو کلونو کی، دغو محدودیتونو شتون نه درلود.
اوحدی د دی ټکی په بیانولو سره، چی ایران د سعودی لوری ته اعلان کړئ، چی دغه محدودیتونه به ونه منی، څرګنده کړه: هغوی د ایران له الوتکو، ټرانسپورټ او ویزې څخه د استفادې کولو په وړاندی د محدودیت له اعمالولو سربیره، نور ۹ محدودیتونه هم ټاکلي ؤو، چی د ایرانیو مسؤولانو له خوا ونه منل شول.
اوحدی ټینګار وکړ: هغه محدودیتونه چی عربستانی لوری ټاکلي ؤو، د هغوی د جدې ارادې د نه لرلو ښودونکی ؤو، او د هغو یوولسو محدودیتونو هیڅ یوه، چی ټاکلي ؤو ضروری نه ؤو.
اوحدی، د سږکال د حج د تړون له لاسلیکولو څخه د ایران د ډډه کولو په هکله، د عربستان د حج سازمان د مسؤولانو اعلان ته په اشارې سره، ټینګار وکړ: د ایران اسلامی جمهوریت، هغه تړون چی د دغه هیواد د حاجیانو د امنیت لپاره د لازم ضمانت څخه بی برخی وی، نه امضا کوی.
عربستانی مقامونه، هماغه ډول چی د منا په فاجعه کی یی، د حج چارو په اداره کولو کی له خپلو مسؤولیتونو څخه ځانونه وایستل، اوس هم هڅه کوی، داسی وښیې چی پخپلو دندو باندی له حد او اندازې څخه لا زیات عمل کړئ دئ. سعودیان حتی دیته حاضر نه شول؛ چی پدې زمینه کی تفاهم لیک لاسلیک کړی، او په یو پوچ دلیل سره، د عربستان د حج او عمرې د وزارت په یوې اطلاعیه کی یی، ایران؛ د حج د فریضې له ادا کولو څخه د ایرانیو حاجیانو د محروم پاتی کیدو مسؤول وباله.
د افغانستان په لویدیځ کی د ملګرو ملتو د نمایندکۍ دفتر مشر، د دغه هیواد خلګو ته د ایران د اسلامی جمهوریت له مرستو څخه قدرونه وکړه. له کابل څخه د ایران د راډیو او تلویژن د خبری آژانس د راپور له مخې، د افغانستان په لویدیځه حوزه کی، د ملګور ملتو د نمایندګۍ دفتر مشر« خلیل عثمان»، په هرات کی د«ایران – افغان» د فنی او حرفه ای زده کړې له مرکز څخه د کتنې په مراسمو کی، وویل: د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان د خلګو د ژوندانه د وضعیت د ښه کیدو لپاره، ستر اقدامونه سرته رسولی دي، او دغه مرستې هماغه راز دوام لری.
ده څرګنده کړه: په سل ګونو افغان ځوانانو؛ چی له وزګارۍ او د کار له نه لرلو څخه یی رنځ وړه، د ایران – افغان د فنی او حرفه ای زده کړو په مرکز کی په حاضریدو سره، کار او کسب زده کړئ، او اوس په کار لګیا دي.
عثمان، د افغانستان له خلګو سره په مرسته کی، د ایران د اسلامی جمهوریت رول، له اهمیت څخه ډک او ګټور وباله. په هرات کی د ایران د اسلامی جمهوریت سرکنسول« محمود افخمی رشیدی » هم، د افغان چمتو ځوانانو لپاره د کار نشتوالئ، یو ستر مشکل وباله، او زیاته یی کړه: د هرات د فنی او حرفه ای زده کړو مرکز، د ایران د اسلامی جمهوریت له بلا عوضو مرستو څخه، د څه د پاسه یو نیم میلیون ډالرو په لګښت سره جوړ شوئ دئ، او هر کال څه د پاسه زر تنه افغان ځوانان، پدغه مرکز کی، د برق، ودانۍ، کامپیوتر، میکانیکی، د اوبو د نلونو د غزولو او داسی نورو څانګو کی، زده کړه کوی.
د دغه پروګرام د وروستۍ برخې په توګه، د ریو ۲۰۱۶ کال د المپیک لوبو ته په لاره موندنه کی ، د ایران د والیبال ملی ټیم له تاریخې بریالیتوب څخه یو لنډ خبر، خپلو ګرانو اوریدونکو ته وړاندی کوؤ.
د ایران د اسلامی جمهوریت د والیبال ملی لوبډلې، د پولینډ د والیبال قدرتمن ټیم ته د ماتې په ورکولو سره، په برازیل کی د ریو ۲۰۱۶ کال المپیک ته لاره وموندله. د ایران د والیبال ملی لوبډلې، د شنبه په ورځ، په جاپان کی د ریو المپیک د والیبال په انتخابی سیالیو کی، په یوه ډیره جالبه لوبه کی، د دری پر یو په نتیجې سره، د پولینډ پیاوړی ټیم ته ماتې ورکړه، او د ریو ۲۰۱۶ کال د المپیک لوبو ونډه یی، له ۵۲ ؤ کالو وروسته، لاسته راوړه.
له ایران څخه وړاندی، د ریو المپیک ته د پولینډ او فرانسې د ټیمونو تلل جوت شوی ؤو. د ایران د والیبال ملی لوبډلې د یکشنبې په ورځ ونزویلا ټیم ته هم ماته ورکړه.
د ایران د والیبال ملی لوبډله، له پولینډ سره له سیالۍ وړاندی، د چین؛ جاپان؛ اسټرالیا؛ او کاناډا په وړاندی هم بریالیتوب ته ورسیدله، او یواځی له فرانسې سره په لوبه کی یی ماته وخوړله.