Jul 25, 2023 16:02 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا (د حضرت امام مهدي(ع)) غیبت کبری

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د هیلې رڼا نومې لړۍ له ننني ۲۶مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی.هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

   دوستانو د عقل له پلوه،د حضرت امام الزمان عجل ا...تعالی فرجه شریف د اوږدۀ عمر لپاره هیڅ خنډ نشته،ځکه داسې کومنطقي دلیل نشته چې ثابته کړي د انسان ژوند باید یوه ټاکلي اندازه ولرل شي. له بل پلوه  انسانی علم  هم نه یوازې اوږد عمر غیرممکن نه ګڼي،بلکې هرڅومره پرمختګ کیږي،د انسان لپاره اوږدمهاله ژوند هم ممکن کیدا لیدل کیږي.

 په ۲۶۰هجری قمری کال کې د حضرت  امام مهدي(ع)لنډ غیبت یا غیبت صغرا،په پیل کې،هغه بزرګوار پنځه کلن ؤ او  د امام بزرګوار د امات د مخالفانو او یوه پلمه او شک، د یوه ماشوم په وسیله د شیعیانو د رهبءۍ قدرت او علمی توانمني وه. البته هماغه شان چې په مخکینیو مطلبونو کې مو هم وئيلي دي،دغه شکونه  او ابهامات،د دین د عالمانو په مستدلو ځوانونو او په عمل کې د امام الزمان(ع) په لوړ فضیلت او لوړ مقام مشخص کیدا سره،چې د خداوندمتعال په خاصو مهربانیو سره یوځای ؤ ختم شول.البته د هغه بزرګوار په اوږدمهاله یا غیبت کبرا سره نوره شکونه او شبهات راولاړ شول.په هغو کې یو شک او ابهام چې په اوږد مهاله غیبت سره ئې لازیات افکار په ځان بوخت کړل،دا دی چې دوي څرنګه دومره اوږد عمر لري.ځکه امام مهدي علیه السلام  تر دې دمه کابو یو زر دوه سوه کاله ژوند کړ ی دی او تر اوسه پورې مشخصه نه ده په  څو نورو کلونوکې به د هغه ظهور وشي.البته له تیرو پیړیو راهسې تردې دمه،دغې پوښتنې ته له مختلفو اړخونو ځواب ورکړل شوی دی.

Image Caption

 

 دغه ابهام ته لومړنی او ترټولو مهم ځواب دا دی چې د انسانانو ژوند او مرګ د خداوندمتعال په  اختیار کې دی او هغه هرچا ته وغواړي،اوږد یا لنډ  عمر ورکولی شي. کله خدای تعالی دغه شان مقدر کړی دی چې حضرت امام مهدی(ع) د خلکو له سترګو پټ پاتې شي څو  په مناسب موقعیّت کې،د بشریّت د عالم د ژغورونکي په توګه ظهور وکړي،د هغه عمر ئې هم له دغه الهي ماموریت سره په تناسب کې ټاکل شوی دی،حتی که فرض کړو،د هغه بزرګوار دعمر اوږدیدا غیرعادي ده،نو توانمن او وسمن  پروردګار عالم لپاره  چې پنځونکی ، مالک او د درستې نړۍ او مخلوقاتو  اده کونکی دی،یو ډیر آسان  کار دی. دتاریخ په اوږدو کې خداي تعالی  دغه شان معجزې د پیغمبرانو  او حتی دعادی کسانو  له لارې په ډيرو موردونو کې خلکو ته ښودلی دی. کله چې  حضرت ابراهیم علیه السلام د بتانو د  ماتولو په دلیل  په اور کط واچول شو ، نو  د ډیرو زیاتو مشرکانو دسترګو په وړاندې ، د اور لمبې، د خداوندمتعال په امر سره ساړې او بې اغیزې شوې.د هغه په معجزو سره  د نیل څپانده سین  د حضرت موسی علیه السلام لپاره بې حرکته شو او د فرعون لښکر څخه د ژغورل کیدا په اړه  د دوي د تیریدا لپاره پکې لاره  جوړه شوه او کله چې فرعونیان د سین مینځ  ته پکې ورسیدل، نو خداي تعالی یو ځل بیا دغه سین پخپل طبیعي  بڼه روان کړ او د فرعون لښکر  پکې غرق شو.په ډير عجیبه ظاهر سره  دغه ډولډيرې پيښې یادولی شو  چې د پروردګار د  ارادې و قدرت ښودنه کوي او د حضرت صاحب الزمان  عجل ا... تعالی فرجه الشریف د ژوند اوږدیدا هم یو الهي مقدر ګڼلی شو.

Image Caption

 

       د محسوسو  او مادي عواملو په ارزونې سره  هم د  حضرت امام مهدي علیه السلام  د عمر  د اوږدیدا د امکان لپارهډير نور دلیلونه هم راوړلی شو.د عقل له نظره،د دغې ښکارندې لپاره هیڅ منع او خنډ نشته،ځکه  داسې کوم منطقي دلیل نه و ینو چې ثابته کړي،د ا نسان د ژوند اوږدیدا باید یوه ټاکلي اندازه ولرل شي. له بل پلوه   انساني علم  هم  نه یوازې اوږد ژوند ناممکن نه ګڼي، بلکې  هرڅومره پرمختګ کوي، د انسان لپاره اوږد مهاله ژوند هم ممکن ویني . اصولا  له طبي نظره ، مرګ د نورو ناروغیو په شان دی چې د نورو پيښو،ډول ډول میکروبونو او خوریدونکو ناروغیو او یا د زړه،مغزو ،بډوروپه څير د بدن د غړو د کړچار د کمزوری کیدا  په څير  د مختلفو عواملو له امله ،پيښږي . پر دې اساس،که دغه شان عوامل  وجود ونه لرل شي،نو د انسان د مرګ لپاره هم څه وجود نه لري او په همدې علت ده چې  ځيني پوهان دتل پاتې عمر ته د هغه د رسیدا لپاره هڅه کوي . د وي دطبي علم ډیرو او اوڅاره پرمختګونو ته په پام سره ، له بنیادي سیلولونو ، جنیټيکي سیل،د انساني بدن د غړو شبیه سازئ او د ناروغیو د لاښې درملنې لپاهر  له مصنوعي هوش څخه  په استفادې سره هیله مند دي چې  د انسان اوږد عمر  تر پام وړ پورې زیات کړي. پر دې اساس، د حضرت امام زمان  اوږد عمر د طبي علم له پلوه  هم غیر طبیعي  نه دی.

  د حضرت ا مام مهدي موعودعلیه السلام  د اوږدمهاله ژوند پر عادي کیدا یو بل دلیل،په تیرو وختونو کې له ډیرو اوږدو عمرونو سره د ځينو کسانو شتون دی.قرآن کریم  د عنکبوت  سورې په ۱۳ایت کې  د دلوي الهي پیغمبر حضرت نوح(ع)دعمر اندازه د رسالت له وخت راهسې د لوي طوفان تر رامینځةکیدا پورې  ۹۵۰کاله  بللې ده ، خو له پیغمبرۍ مخې او له طوفانه  وروسته د هغه د ژوند موده ، ذکر شوې  نه ده .خو تاریخي سرچینو، ددغه الهي پیغمبر عمرتر ۲۵۰۰ کلونو پورې ذکر کړی دی.اوسمهاله فلسوف او مفسّر علامه سید محمد حسین طباطبائي په المیزان ګرانبیّه  او مشهور تفسیر کې، د حضرت نوح  د اوږدۀ عمر معجزه بلل رد کړي او لیکلي ئې دي،  دنوح عمر په طبیعی توګه  یو اوږد عمر دی او تر اوسه پورې  د اږدمهاله عمر  دتحقق په ناممکن کیدا باندې هیح دیل نه دی وړاندې شوی.حضرت خضر یو الهي پیغمبر او ولی دی چې  له هغه سره د حضرت موصی  دملګرتیا کیسه په قرآن کریم کې راغلې ده . د روایتونو په اساس، هغه هم د امام الزمان علیه السلام په شان ژوندی دی  او عمر ئې تر شپږو کلونو پورې اټکل کیږي.حضرت امام جعفرصادق علیه السلام  د خداوندکریم ددغه لوړروتبه   او حکیم بنده  په باب  فرمائي؛ خداي تعالی  د خضر عمر اوږد کړ،،،ځکه د خدای تعالی په علم کې ثبت شوې وه چې  د قائم علیه السلام  عمر به د هغه  دغیبت په پړاؤ کې  اوږد شي،تر دې چې   دخدای بندګان  د هغه د عمر د اوږدیدا په دلیل د هغه انکار وکړي. نو  خدای تعالی د خپل صالح بنده عمر  اوږد کړڅو د هغه د عمر اوږدیدا،د حضرت قائم علیه السلام  دعمر پر ا وږدیدا یو دلیل شي او  ددښمنانو  حجت باطل کړي څو له دې وورسته  پر خلکو د خدای د(حجت) په خلاف کوم حجت  نه وي:::  حضرت عیسی علیه السلام په پیغمبرانو کې یو بل مشهور مثال دی چې څه د پاسه دوه زره کاله  مخکې  خپل پروردګار  په لور  ئې عروج کړی   او تر دې دمه ژوندی دی  او  د حضرت امام مهدي علیه السلام  په پاڅون سره  دوي یوځاي کیږي.

Image Caption

 

             په تاریخي ارزونو او د تورات او انجیل په څير په ځینو دیني متنونو کې  ارزونې هم په زیات عمرونو سره ځینو پيغمبرانو او کسانو ته  اشاره کوي. په هغو کې د حضرت آدم  او د هغه ځینو لمسیانو  څه دپاسه نهه سوه کاله  او د حضرت هود عمر ۶۷۰ کاله ښودل شوی دی.د ایران لوي متفکر خواجه نصیر الدین طوسي وائي؛دعمر اوږدوالی،له  مهدی علیه السلام پرته  د نورو کسانو عمرونه هم اوږدۀ شوي دي،پر دې اساس د حضرت امام مهدی عجل ا.... تعالی فرجه الشریف د عمر اوږدیدا چټي بلل بالکل یو جهل دی .::

البته ځیني نور دلیلونه چې د حضرت امام مهدی علیه السلام اووږدمهاله ژوند تائيدوي ،د یوشمیر پرهیزګارو او ډاډمنو کسانو په وسیله د هغه بزرګوار لیدل دي. که څه هم  په غیبت کبرا کې  هغه هیڅوک نشي لیدلی،خو په ځينو کمو موردونو کې  چې ځیني عالمان او غوره کسان دا  اجازت لري څو د هغه بزرګوار په محضر کې شتون ولري او  دهغه له لارښونو برخمن شي.دغه کتنې چې  په هغو کې ځیني په نزدو تیرو وختونو کې پیښې شوي دي،د د بشریّت د ژغورونکي حضرت امام مهدي عجل ا...تعالی فرجه الشریف  پر وجود او اوږد عمر باندې  یو روښانه او نه ا نکاریدونکی دلیل دی.

           دوستانو په ځينو دعاګانو کې له خداوندمتعال څخه غوښتل شوي دي څو  صاحب الزمان عجل ا... تعالی فرجه الشریف ته اوږد او په عزت او سلامتیا سره ژوند  ورکړي.  په هغو کې  د یوې دعا یوه برخه ددغه مطلب په پاي کې له تاسو سره هم شریکوو.  په یوې دعا کې راغلي دي ؛

« ... اللَّهُمَّ أَعِزَّ نَصْرَهُ وَ مُدَّ فِی عُمْرِهِ وَ زَیِّنِ الْأَرْضَ بِطُولِ بَقَائِهِ‏ اللَّهُمَّ اکْفِهِ بَغْیَ الْحَاسِدِینَ وَ أَعِذْهُ مِنْ شَرِّ الْکَائِدِینَ وَ ازْجُرْ عَنْهُ إِرَادَةَ الظَّالِمِینَ وَ خَلِّصْهُ مِنْ أَیْدِی الْجَبَّارِینَ‏ ...

ائ خدایه ! هغه (حضرت مهدي) سره پیاوړي مرسته وکړې او ورته اوږد عمر عطا کړې او مځکه د هغه د بقاء په نعمت سره ښکلي کړې، بارا الها! هغه د حاسدانو  حیله ګرو له ستم او کړاوه وساتې  او  د ستمکارو ناوړه نیّتونه او یرغلونه  له هغه لیرې وساتې  او دظالمانو له  شره ئې وژغورې.:::  

آمین یا ربت العالمین::::

 

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

ټیګونه