د لویدیځې اسیا دتیرې اونۍ مهم بدلونونه
د داعش دغې جوتې بیانیې ته په پام سره روښانه ده چی دغو چاودنو مذهبي هدفونه درلودلي دي
د دمشق په زنبیه سیمه کی چاودنه
په الاقصی جومات د ایتمار بن ګویر په مشرۍ د ښارګي میشتو حمله
او په نیواکی فلسطین کی د داخلی جنګ د رامینځته کیدا په اړه د خبرداریو دوام د تیرې اونۍ د مهمو پیښو خلاصه وه .
د سوریې د کورنیو چارو وزارت وویل د زیارت په ورځ د دمشق په خوا کې په زینبیه سیمه کې د کوی السودان په علاقه کې د موټر بم چاودنه وشوه چی پکې د یوې میرمنې په شمول ۶ کسان شهیدان او ۲۱ کسان هم ژوبل شول . د نهې په ورځ هم یو موټر سایکل چی بم پکې کیښودل شوی وو ، په السیده زینب کې د الروضه په میدان کې یوه بس ته نږدې وچاودیده چی پکې په مادی تاوانونو سربیره دوه کسان ژوبل شوی وو .
د داعش ترهه ګرې ډلګۍ د جمعې په ماښام په یوه بیانیه کې د دمشق په جنوب کې د السیده زینب س په سیمه کې د حملې مسولیت پر غاړه اخیستی دی . په هغه بیانیه کی چی د داعش ویبپاڼۍ خپره کړی د دغې حملې مشخص هدف د شیعیانو په شهادت رسول اعلان شوی دي . داعش د دمشق په زینبیه سیمه کې د تیرې ورځې د حملې د مسولیت په منلو سربیره وویل چی په دغه سیمه کی د نهې ورځې حمله هم د دغې ډلې د عناصرو کار دی .
د داعش دغې جوتې بیانیې ته په پام سره روښانه ده چی دغو چاودنو مذهبي هدفونه درلودلي دي . دغه چاودنې د محرم په لومړۍ لسیزه کې او په تاسو عا ورځ د امام حسین ع د عزادارۍ له ورځو سره په یووخت او د عاشورایی موکبونو په هغه کوڅه کې چی حسینی هیتونو زایرینو ترمینځ خوړه ویشل ، رامینځته شوی وه . ترهه ګرو دغه سیمه چی له زایرینو ډکه ده ،د خپل جنایتکارانه اقدام لپاره ټاکلی وه .
په داسی حال کی چی یوځل بیا د بشری حقوقو مدعیانو او حتی دعربي هیوادونو چاوراکو د دمشق په زینبیه سیمه کی د ترهه ګر جنایت په اړه چوپتیا غوره کړه ، د ایران د اسلامی جمهوریت ویندوی او همداراز سید حسن نصر ا... په دغه جنایت غبرګون وښوده .
ناصر کنعاني د سوریې دولت ، ملت او د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره یادونه وکړه په داسې شرایطو کې چی د سوریې بیګناه خلک د امریکا او ځینو عرپی هیوادونو له ظالمانه بایکاټونو کړیږي ، د نړیوالې ټولنې د دردونکی چوپتیا په سیوره کې د صیهونیسټ رژیم او امریکا د ملاتړ وړ ترهه ګرې ډلې دغه ډول بوږنونکی جنایتونه کوي . ناصر کنعاني زیاته کړه د ترهه ګرۍ پرضد د سوریې د ملت او دولت څو کلنې جګړې ته په پام سره شایسته ده چی تنړیواله ټولنه او نړیوال سازمانونه د صیهونیسټ رژیم د تیری ګرو حملو په شمول د سور یې پرضد د هر ډول تیری د غندلو په ترڅ کې د سوریې پرضد د امریکا او لویدیځوهیوادونو د یواړخیزه او ظالمانه بایکاټونو د سملاسی لغوه کولو او دغه هیواد ته د انسان دوستانه مرستو د ورلیږلو لپاره اغیزمن او سملاسی اقدام وکړي .
د لبنان د حزب ا... عمومي منشی سید حسن نصرا... هم د جمعې په ماښام د عاشورا ورځې په ویناو کی وویل په سیده زینب س سیمه کې د چاودنو عامالان هغه تکفیري ترهه ګر دي چی د هغو هدف روښانه دی .
په لسګونو ښارګي میشتو د زیارت په ورځ د صیهنونیسټ رژیم د داخلی امنیت د وزیر ایتمار ګویر په مشرۍ د هغه څه د یادښت په مناسبت چی د معبد تخریب بلل کیږی ، ډلې ډلې له باب المغاربه لوری په الاقصی حمله وکړه او د هغه په غولی کی یې د تلمودی توکم پال مراسم ترسره کړل . د اسراییلو د کابینې یوشمیر چارواکي او د پارلیمان غړي هم ورسره ملګري شول . بن ګویر له دې مخکې هم دوه ځله په الاقصی جومات حمله کړی وه او دا د اسراییلو د داخلی امنیت د وزیر په توګه په الاقصی جومات د هغه دریمه حمله حسابیږی .
د فلسطین د حماس ویندوی محمد حماده د بن ګویر د دغه اقدام په غبرګون کې وویل صیهونیستی دښمن په مذهبي جنګ پسې دې ، او اجازه نه ورکوی چی مسلمانان خپل جومات ته ورداخل شي نو ځکه په الاقصی جومات د صیهونیستانو بیا حمله ښی چی دښمن د الاقصی پرضد د مذهبی جنګ په اعلان بسې دې . هغه د دې خبرې په کولو سره چی دښمن د فلسطین ښارونه تړي او الاقصی ته د لمونځ کونکیو د رسیدو خنډ کیږی ، جوته کړه هغه څه چی دښمن یې ترسره کوی ، ښکاره تیرې دې او د قدس او الاقصی د هدف ګرځولو لپاره د دغه رژیم د پروګرامونو د دوام په لړ کی دی . د حماس دغه چارواکی دې ته په اشارې سره چی د فلسطین ملت ۵۰ کلونه د صیهونیستانوپه وړاندی دریدلی دی او هغو ته به اجازه ورنکړی په قدس او مقدساتو مسلط شی ټینګار وکړ مقاومت په لویدیئځه غاړه کی د دې توان لری چی دغه تیری کنټرول کړي .
د حماس ویندوی حازم قاسم هم په الاقصی جومات د صیهونیستی رژیم د افراطی کابینې د وزیرانو او ښارګی میشتو پراخی اودوامداره حملې یو خطرناک اقدام وباله اوویې ویل چی د فلسطین ملت به هیڅکله اجازه ورنکړی صیهنونیستی دښمن په الاقصی جومات کی خپلې خطرناکی طرحې اجرا کړي .
ځینو عربی هیوادونو هم د بن ګویر په دغه اقدام غبرګون وښوده . د عربستان خارجه وزارت د اسراییلو د داخلی امنیت د وزیر بن ګویر او د یوشمیر ښارګی میشتو حمله وغندله او هغه یو سیستماتیک اقدام او د ټولو نړیوالو ژمنو ښکاره خلاف ورزی وبلله چی په درسته نړۍ کې د مسلمانانو د احساساتو د لمسولو په هدف ترسره شو .
د اردن خارجه وزارت هم په یوه بیانیه کی په لاقصی جومات د بن ګویر د حملې د غندلو په ترڅ کې د هغې د خطرناکو پتاییلو په اړه خبرداری ورکړ . د قطر خارجه وزارت هم په یوه باینیه کی په الاقصی جومات د صیونیستی وزیر او ښارګی میشتو حمله وغندله او ًپه فلسطینی ټاټوبی کې یې د صیهونیستی رزیم د افراطی کابینې د تاوتریخوالی د زیاتولو سیاست په اړه خبرداری ورکړ .
په نیواکي ټاټوبیوکې د تاوتریخوالیو دوام د داخلي جنګ د ترسره کیدا د احتمال په اړه د اندیښنو د زیاتیدا سبب شو . د قضایی اصلاح د طرحې د ځینو برخو تصویبیدا ته په پام سره چی قضایی اداری ځینې اختیارات کموي او د کابینې قضایی اختیارات زیاتوي ، هماغه راز د نیواکی فلسطین ډګر د ولسی اعتراضونو شاهد دی . د صیهونیستی ورځپاڼۍ معاریو په وسیله د تیرې جمعې ورځې نظر غوښتنې نتیجې ښی چی ۵۸ ښارګي میشتی د قضایی بدلونونو د طرحې پرسر لاه داخلی اختلافاتو وروسته له یوه واقعی داخلی جنګ ویره لري . همداراز د دغې نظر غوښتنې نتیجې ښی چی یوازې ۳۸ فیصده اسرایلیان له واقعی داخلي جنګویره نلري او ۴ فیصدو هم په دې اړه څه ندي ویلی . معاریو د نمونو له شننې وروسته وویل چی د داخلي جنګ په اړه ستره اندیښتنه د کابینې د مخالفو رایو ورکونکیو چی ۶۷ فیصدو ته رسیدلی ده ، موجوده ده .
له معاریو وړاندی د صیهونیسټ رژیم ۱۲ او ۱۳ ټیلی ویژیونی چینلونو هم په پارلیمان کې د قضایی بدلونونو د طرحې د یوې برخط له تصویبیدا وروسته د نظر غوښتنو په ترسره کولو سره د اسراییلو د پریښودلو لپاره د غوښتنو د زیاتیدا او د داخلي جنګ له پیلیدا د صیهونیستو ښارګي میشتو د ویرې اندازه وښودله .
د ایی ۲۴ صیهونیستی چینل د دغو نظر غوښتنو له کلی نتیجو په یوه راپور کې په نیواکي ټاټوبیو کې د وروستیو میدانی مطالعاتو په توګه لیکلی وو ، نتیجې ښی چی ۲۸ فیصده اسراییلیان له هیواده په وتلو پسې دي .
له دغو اندیښنو سره سره نتانیاهو هماغه راز د قضایی اصلاح د طرحې په پرمخ وړلو تینګار لری . بنیامین نتانیاهو تیره اونۍ له سی این این چینل سره په خبرو کې وویل د قضایی بدلونونو په طرحه کې به د معقولیت دلغوه کولو د مادې په اړه د محکمې د فیصلې د درناوی په وړاندی ژمنه ورنکړی . د حکومتی کیمپ د معارض ګوند مشر بنی ګانتز د جمعې په ورځ د نتانیاهو په دغو څرګندونو غبرګون وښوده . ګانتز د دغو څرګندونو په غبرګون کی وویل که نتانیاهو د بل هر غوره کس په توګه د محکمې له حکم بیروی ونکړی ، نو د هغې کودتا سبب به شی چی د اسراییلو د نظام ماهیت به بدل کړی او دغه چاره به په قدرت کې د پاتی کیدو لپاره د هغه رواوالې نفی کړی .
پای