Aug 03, 2023 14:24 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې(۴۱)

یهودیانو هیڅ وخت نه شو کولې د عقل او دلیل له لارې اسلام تر پوښتنې لاندې راولی نو ځکه کوشش یې وکړ له هماغه لومړیو د پیچلی پوښتنو په مطرحولو سره په خلکو کی د رسول ا... مبارک ښایسته شخصیت لړزانه کړی . خو د هغو دغه اقدام اپوټه نتیجه ورکړه او الهی عظمت او د پیغمبر اکرم ص علمي مقام له مخکې زیات ښکاره شو

 

یهودیان د مدینې د ټولنې له مهمو عناصرو بلل کیدل . هغو په سیمه کې د شتمنۍ د زیاتوالی په وسیله زیات نفوذ درلوده . خو د اسلام په ظهور سره د هغو عزت او پرتمن ګډوډ شو . کبرجن او توکم پالو یهودیانو دا نشو زغمل  ، نو ځکه د اسلام د سپیڅلی دین د تباه کولو لپاره خپل هوډ کلک کړ . هغو د اسلام د تباه کولو لپاره له هیڅ هڅې ډډه ونکړه او په بیلا بیلو چلولونو او لارو یې کوشش وکړ د اسلام دین د لارې په هماغه پیل کې تباه کړی .

یهودیانو هیڅ وخت نه شو کولې د عقل او دلیل له لارې اسلام تر پوښتنې لاندې راولی نو ځکه کوشش یې وکړ له  هماغه لومړیو د پیچلی پوښتنو په مطرحولو سره په خلکو کی د رسول ا... مبارک ښایسته شخصیت لړزانه کړی . خو د هغو دغه اقدام اپوټه نتیجه ورکړه او الهی عظمت او د پیغمبر اکرم ص علمي مقام له مخکې زیات ښکاره شو ، تر دې چی حتی ځینې یهودیان هم مسلمانان شول . یهودیانو د عبدا... بن سلام ، ثعلبه بن سعیه ، اسید بن سعیه  او اسد بن عبید هدلی په شان د شخصیتونو په اسلام قبولولو سره په مقابله کې سپکاوی د خپلو روانی عملیاتو برخه وګرځوله او ویې ویل دوی په ګوته شمیر شرغواړی او بدمعاشان دي چی په محمد (ص ) یې ایمان راوړی دی او مسلمان شوی دي او که اصلی او شریف یهودیان وای نو هیڅکله به یې د خپل پلار نیکه له دین لاس نه اخیسته او بل دین به یې نه غوره کاوه .

په مدینه کی د یهودیانو بله تبلیغي دسیسه د بیت المقدس په لور د لمانځه د ادا کولو لپاره د مسلمانانو سپکاوی وو . هغو پیغمبر اکرم (ص ) او مسلمانانو ته طعنه ورکوله چی که اسلام خپلواکه شریعت دی ، ولی یې پیروان د یهودیانو او پخوانیودینونو د قبلې په لور لمونځ کوی ؟ډیر وخت نه وو تیر شوی چی د خدای په حکم د مسلمانانو قبله له بیت المقدس د مسجدالحرام په لور بدله شوه . په دوهم هجری قمری کال کی د قبلې په بدلیدا سره یهودیان ډیر سخت غوسه شول . هغوی چی له دې مخکې یې مسلمانانو ته طعنې ورکولې چی ولې د هغو د قبلې په لور لمونځ کوی ، خپل مشران یې د نبی مکرم ص خدمت ته واستول ترڅو له هغه حضرت وغواړی قبله د بیت المقدس په لور واړوی .

د مسلمانانو په اعتقاد او ایمان کې شک رامینځته کول د یهودیانو له نورو دسیسو وو . هغو به ویل قران هماغه د تورات مطلبونه دي چی تحریف شوی دي . یوشمیر مسلمانان چی له بعثت مخکې یې له یهودیانو سره د دوستانه اړیکی درلودلې ، په حیرانتیا سره وویل تاسو له بعثت مخکې مونږ ته د پیغمبر اکرم ص نښې نښانې او ظهور خبری کولې اوس ولې داسې وایو ؟ یهودیانو دې له پامه پرته چی مخکې یې څه ویلی وو ، ویل به یې هیڅکله موسی ع وروسته پیغمبر ندی مبعوث شوی او کتاب ندې نازل شوی .

Image Caption

 

په جنګ احد کې د مسلمانانو له ماتې  اود مسلمانانو د پام وړ شمیر له شهادته  وروسته د یهودیانو شکونو رامینځته کول په اوڅاره توګه زیات شول . هغو په طعنې سره دغه مسله مطرحوله هغه پیغمبر چی په حقه دی او د خدای مامور دی ، څرنګه ماته خوری  .هغه پرښتې چی په بدر کې یې د مسلمانانو ملګرتیا کوله په احد کې چیرته وی ؟هغو په ملنډو او سپکو خبرو سره غوښتل د قران او پیغمبر اکرم ص شان او منزلت ټیټ کړی . هغو په هر  محفل او غونډه کی چی حاضریدل د پیغمبر ص  په اړه به یې خبرې کولې او په هغه حضرت به یې د سحر او جادو او لیونتوب  (العیاذ بالله ) تور لګوه او په خپل ګومان د محمد مصطفی ص دین پورې به یې ملندې وهلې . په دې مینځ کې ځینې بی خبره یا بی پامه مسلمانان وو چی اګاهانه یا نااګاهانه ډول په دغه ډول غونډو کې شرکت کاوه او دغه خبرې به یې اوریدلې . د دغو مسلمانانو ملګرتیا او ناسته پاسته د دغو غونډو یوډول تایید وو ، د دې په ترڅ کې چی یهودیانو ته به یې قدرت او طاقت وربخښه او هغو یې لا سپین سترګی کول . دلته وو چی د نسا سورت ۱۴۰ ایت نازل شو او مسلمانان یې د یهودیانو په غونډو او هغوکسانو په محفلونو کې له ناستې پاستې چی د روښانه الهی ایتونو پورې ملنډې وهلې ، او په هغو به امر بالمعروف او نهی عن المنکر اغیز نه کاوه ، منع کړل او ویې فرمایل ، وَقَدْ نَزَّلَ عَلَيْكُمْ فِي الْكِتَابِ أَنْ إِذَا سَمِعْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ يُكْفَرُ بِهَا وَيُسْتَهْزَأُ بِهَا فَلَا تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّىٰ يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ ۚ إِنَّكُمْ إِذًا مِثْلُهُمْ ۗ

او خداوند متعال په قران کې په تاسو دا حکم نازل کړ چی هرکله واورئ هغه کسان  چی د خدای د ایتونو انکار او ورپورې ملنډې وهی له هغو سره مه کښینئ تر  هغه وخته چی بله خبره راوخلی کنی تاسو به هم د هغو په شان شئ 

یهودیان کله چی د اسلام له مخ پر ودې بهیر سره مخامخ شول نو هڅه یې وکړه په مدینه کې نفاق زیات کړي تر څو د مسلمانانو اتحاد له مینځه یوسی . په مدینه کی د اسلام قدرت یوډول د اتحاد او یوزړه توب سبب شوی وو او د اسلام د لوړو تعلیماتو ، ایمان او د پیغمبر اکرم ص د ځیر سیاست په سیوره کی قبیله ای اختلافات په ختمیدو وو . یهودو هیڅکله دا باور نشو کولې چی پرونی بدو عربان چی د اوبو د یوې لپې په سر به یې یوه بل پرضد تورې راویستلې اوس د اسلام تر سیورې لاندې یوه سیاسی ، اجتماعی او اقتصادي وحدت ته رسیدلي دي . په همدې اساس په دوامداره توګه یې کوشش کاوه چی د تیرو یادونو په تازه کولو او اختلافاتو ته په لمن وهلو سره په مسلمانانو کې زاړې کینې او دښمنیانې احیا کړي او هغو په داخلي جنګونو کې ښکیل کړي . په دې مینځ و میان کی منافقانو د هغو په سر کې عبدا... بن ابی بن سلول عوفی چی د اسلام تباه کولو ته یې مله تړلی وه ، له یهودو سره نږدې ملګرتیا درلوده .

مدینې ته د رسول ا... مبارک له هجرته وړاندې دوې قبیلې اوس او خزرج تل له یوه بل سره په جنګ او اختلاف بوختې وې ، تر دې چی د دغو دو قبیلو مشران له یوه بل سره کښنستل او فیصله یې وکړه له خپل مینځه یو معقول ، پوه او ځیر مشر غوره کړی تر څو هغو ترمینځ د جنګ او اختلاف د ختمولو لپاره د پای ټکی کیږدوی . عبدا... بن ابی د مشرۍ لپاره بهترینه ټاکنه وه  ، د یوه روایت په اساس د هغه خپلوانو د ۵۰ زره دینارو په ارزښت یو تاج جوړ کړی وو او نیت یې درلوده چی هغه خپل باچا  وګرځوی . په همدغه وخت د اسلام غږ او ګونګوسی پورته شوې او ډیر وخت نه وو تیر شوی چی پیغمبر اکرم ص مدنیې ته هجرت وکړ . د خدای د رسول ص په ورتګ سره اکثره خلک هغه حضرت ته جذب شول او د عبدا... بن ابی ګیر چاپیره خالی شو . دغه مسله د عبدا... لپاره ډیره سخته وه تر دې چی مدینې ته د خدای د رسول د ورتګ په هماغه لومړیو شیبو کې یې پیغمبر اکرم ص ته په ډیر سبین سترګی توب سره وویل فلانیه د هماغه کسانو په لور لاړ شه چی ته یې وغولولې او تا سره یې مکر وکړ او ته یې دلته راوستی ، هماغه کسانو په لور ورشه او مونږه په خپل ټاټوبی کی مه دوکه کاوه .

عبدا... بن ابی له جنګ بدر وروسته په داسی حال کی چی زړه  یې د پیغمبر اکرم ص په نسبت له کینې ‌ډک وو ، د ظاهر د ساتلو لپاره اسلام قبول کړ . خو هم هغه او هم د مدینې نورو منافقانو په اسلام د ګوزار کولو لپاره له هر فرصته ګټه پورته کوله . عبدا... بن ابی په جنګ احد کې د لارې تر مینځه د مسلمانانو ملګرتیا وکړه ، خو د لارې په مینځ کې یې پلمه راوړه او له نورو ۳۰۰ کسانو سره یو ځای د اسلام له لښکر جلا شو او مدینې ته ستون شو .منافقینو په جنګ بدر کی د مسلمانانو بریالیتوب لیدلی شوو پر دې اساس په دغه جنګ کې یې هم د مسلمانانو لپاره د جنګ امکان لیده . په همدې دلیل وو چی د اسلام د لښکر په وداخلیدا سره ووایی مونږه په جنګ کې د تاسو ملګري او ملاتړي وو . په دې اساس له غنیمت زمونږ ونډه راکړئ . له بل لوری یې د کفارو د بریالیتوب احتمال هم لیده نو ځکه چمتو وو چی د کفارو د بریالیتوب په بڼه کې هغو ته ووایی مونږه له تاسو سره یو او تاسو له ځانه بولو او دا مونږه وو چی تاسو مو د مسلمانانو له جنګی رازونو خبر کړو او د هغو خبرونه مو تاسو ته ورسول او د تاسو د بریالیتوب او کامیابۍ لاره مو برابره کړه . دلته د نسا سورت ۱۴۱ ایت نازل شو او مسلمانان یې د منافقینو له ځانګړنو خبر کړل . په دغه ایت کی داسی راغلی دی ، الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِنَ اللَّهِ قَالُوا أَلَمْ نَكُنْ مَعَكُمْ وَإِنْ كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُوا أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُمْ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ۚ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا

منافقان هغوی دي چی د تاسو د حال مراقب او اندیښمن دي ، که تاسوئ فتح او کامیابی ترلاسه کړئ نو د غنیمت د ترلاسه کولو لپاره وایی ولې مږنږ له تاسو سره نه وو څه ؟ ؟او که کافران فتح او کامیابی ترلاسه کړی نو هغو ته وایی ولې  مونږه تاسو د مسلمانانو له رازونو خبر نکړئ  ؟او تاسو مو د مومنانو له تاوانه ونه ساتلای  ؟پس خدای سبا د قیامت په ورځ د تاسواو هغو ترمینځ حکم کوی او خداوند به  هیڅکله پر ایماندارو د کافرانو لپاره د تسلط لاره پراننیزی .

 

ژباړه :جمیل بنګش