Aug 06, 2023 12:43 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

په پیل کې هم د ایران اړوند ورځپاڼې:

ابرار ورځپاڼه:

ایران او سریلانکا د بندیانو پر خوشې کولو موافقه وکړه

=========

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، تهران ته د سریلانکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر ته په اشارې سره وویل: دا سفر په مختلفو برخو کې د ایران او سریلانکا ترمنځ د ملګرتیاوو د پراختیا لپاره نوی ټکی دی.

د ایسنا د خبر له مخې، حسین امیرعبداللهیان د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د سریلانکا د بهرنیو چارو له وزیر علي صبري سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: په دغه کتنه کې په مختلفو سیمه ایزو، دوه اړخیزو او نړیوالو مسائلو باندې سلا مشورې وشوې، همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد، د سوداګرۍ پراختیا، ګرځندوی او په نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو کې د همکاریو پر زیاتوالي هم ټینګار وشو.

امیر عبداللهیان په دوام سره وویل: په نننۍ کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په لاره کې د ځینو خنډونو په هکله هم خبرې اترې وشوې. ډېری دا خنډونه حل کېدی شي او د ځینو نورو خنډونو په صورت کې، موږ کولای شو د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د هغوی د حل لارې ولټوو.

د ایران د اسلامي جمهوریت دغه لوړ رتبه ډیپلومات د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل: په دغه کتنه کې د ایران او سریلانکا د حکومتونو د بندیانو د آزادولو او د اوسنیو موافقو په چوکاټ کې د بندیانو د ازادولو په اړه هم خبرې اترې وشوې او دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو بندیان په انساني لحاظ خوشې کړو.

/////////////////

جمهوري اسلامي ورځپاڼه:

ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه باید پرطالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکړي

======

د ملګرو ملتونو د لوی منشي ځانګړي سلاکار  اعلان کړی چې پر طالبانو د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د فشارونو دوام، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیت لپاره خورا مهم دی.

د ملګرو ملتونو د لوی منشي ځانګړي سلاکار  لئوناردو ګارنیر  په یوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو فشارونه باید په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیت لیرې کولو لپاره وساتل شي.

هغه زیاته کړه، په نړۍ کې هېڅ هېواد د سخت دریځۍ زده کړو پر وړاندې خوندي نه دی. موږ باید د افغانستان په څېر هېوادونو ته پام وکړو.

د یونسکو سازمان د لوی منشي سلاکار استفانیا جیانیني هم په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه وویل: دا سازمان به په افغانستان کې د زده کړو پر وضعیت خپلې څارنې وساتي او د زده کړو د حق په اړه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د یونسکو سازمان د لوی منشي سلاکار ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه د خپلو سرچینو د چمتو کولو په حال کې ده، ترڅو په افغانستان کې زده کړو ته د لاسرسۍ په  پرخه کې خلکو ته ډېری آسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال کې د امریکا د کنګرې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر د دې په بیان سره چې له طالبانو سره لیدنه د دوی د عادي کېدو او مشروعیت لامل ګرځي، د دې لیدنو د بندېدو غوښتنه وکړه.

مک کال همدارنګه د افغانستان د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا د ځانکړې استارې رینا امیري ګامونه بې اغیزې او بې پایلې وګڼل.

 //////////////////

د افغانستان اړوند ورځپاڼې

اطلاعات روز ورځپاڼه:

د هیواد په سویل هلمند ولایت کې وروستیو وچکالیو او بې‌وزلۍ خلک سخت ځپلي چې له امله یې دغلته روغتیایي ستونزې زیاتې شوي او خلک نشي کولای چې په ورځني ډول کافي خوړو ته لاسرسی پیدا کړي.

هلمند کې د طالبانو روغتيايي چارواکي وایي، چې دوی هره میاشت د دغه ولایت په ۱۶۳ روغتیایي مرکزونو کې د شاوخوا ۱۰ زره هغه ماشومانو درملنه کوي چې په خوارځواکۍ اخته شوي وي.

په دې ولایت کې د خوارځواکه ماشومانو د تغذیې مسئول يارمحمد ناصري د ماشومانو د خوارځواکۍ ستر لامل د کورنیو بې‌وزلي یادوي او زیاتوي، چې د تېرکال په پرتله سږکال هلمند کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

دی وایي، چې د تېر (۲۰۲۲) ميلادي کال په اوله ربع کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومان شمېر ۱۶ زره وو، خو د سږکال (۲۰۲۳) په درېیو میاشتو کې یاد شمېر ۲۱ زره ته رسېدلی دی.

ناصري زیاته کړه، چې دوی په تېر (۲۰۲۲) ميلادي کال کې د ۵۰ زره خوارځواکه ماشومانو درملنه کړې، چې له منځه یې ۲۰ تنه مړه شوي او سږکال (۲۰۲۳)  له جنورۍ څخه  بیا تر جولای مياشتې پورې یوازې ۹ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته مهال یو تن روغتیاپال محمد نسیم وايي، چې په کم عمر کې واده، باکيفيته خوړو ته نه لاسرسی، بې وزلي، بې سوادي او د زیږون ترمنځ د فاصلي نه مراعت کول هغه لاملونه دي چې په ماشومانو کې یې د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.

هغه له کورنيو څخه غوښتنه کوي چې خپلو نويو زيږيدلو ماشومانو ته تر دوه کالو پورې د مور شېدې ورکړي او د ولادتونو تر منځ فاصله مراعات کړي.

دغه راز په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کورنی بیا وايي، چې په ټول ولايت کې په کليوالو سيمو کې ماشومان په خوارځواکی اخته شوي دي.

له دې سره، د روان کال په مارچ میاشت کې اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې په افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه کسان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

///////////////

مسیر ورځپاڼه:

چارواکي: مرستندویه بنسټونه یوازې ۲۰ سلنه مرستې پر خلکو ویشي

==============

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر له افغانانو سره په کېدونکو بشري مرستو کې پر لاسوهنې او له دغو مرستو څخه پر ناوړه ګټه اخیستنې نیوکه کوي.

نوموړي په کابل کې یوې غونډه ته همدارنګه ویلي، ډېری مرستندوی بنسټونه پر افغانانو یوازې ۲۰ سلنه مرستې ویشي او ۸۰ سلنه دغه مرستې حیف ومیل کېږي.

د سرپرست حکومت دغه چارواکی ټینګار کوي چې د مرستندویو بنسټونو پر فعالیتونه څارنه کوي او اجازه نه ورکوي چې موسسې له سرپرست حکومت سره له همغږۍ پرته فعالیت وکړي.

له دې سره هم‌مهاله په دې غونډه کې د ځينو ولایتونو ځایي چارواکي له نړیوالو بنسټونو او پانګوالو غواړي چې د روغتیا، پوهنې او زده‌کړو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په داسې حال کې د مرستندویو بنسټونو د مرستې رسونې پر بهیر نیوکه کوي، چې تر دې وړاندې هېوادوالو په وار وار ویلي چې بشري مرستې نه ورسېږي.

او بل خبر

د کابل – کندهار پر لاره د ترافيکي پېښې له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

===========

نن سهار د کابل – کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د ۴۰۴ ډوله بس د چپه کېدو له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر ویلي، چې د دغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د یو ۴۰۴ ډوله بس د چپه کېدو له امله یو تن مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې ټپیان د درملنې لپاره د کندهار میرویس حوزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

///////////////

هېواد ورځپاڼه:

د افغانستان او قزاقستان سوداګري تر ۳ ميلياردو ډالرو پورې رسېدلی شي

==============

د افغانستان او قزاقستان د سوداګرو ترمنځ د څه باندې يو سل او نوي ميليونه ډالرو په ارزښت د تړونونو تر لاسليکېدو وروسته، په پلازمېنې استانه کې د افغانستان د محصولاتو نندارتون پرون پایته ورسېد.

په دې نندارتون کې، چې په ۷۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي، وچې او تاز ميوې، زعفران، ګرانبيه کاڼي، غالۍ، لاسي صنايع، جوس او بېلابېل سبزيجات نندارې ته کېښودل شوې دي.

په دې نندارتون کې د افغانستان او قزاقستان شاوخوا درې سوه سوداګرو برخه اخيستې وه.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستيال او د سوداګرۍ وزير سريک ژومانګارين ويلي ،چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ تر درې ميليارډه ډالرو پورې سوداګري رسېدلی شي.

ژومانګارين زياته کړې ،چې افغانستان دوی ته ډېر اهميت لري.

د قزاقي سرچينو په وينا، د روان ميلادي کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د افغانستان او قزاقستان تر منځ تجارت څه باندې ۳۱۶ ميليونه ډالرو ته رسيدلی دی.

/////////////////

بهرنۍ ورځپاڼې

یورایشیا:

یورایشیا نیټ خپرونې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د قراردادونو پر لاسلیک کېدو لیکنه خپره کړې ده.

دا قراردادونه په پلازمېنه استانې کې د افغانستان او قزاقستان د درې ورځنۍ اقتصادي غونډې په لومړۍ ورځ د دوو خواوو خصوصي سیکټور په خپل منځ کې لاسلیک کړي دي.

په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ۳۰۰ چارواکو او د خصوصي سیکټور استازو ګډون کړی وو.

خپرونه زیاتوي، کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګسټ کې واک ترلاسه کړ، د دغه هېواد شمالي ګاونډیان اندېښمن وو.

قزاقستان په سیمه کې د غلې ستر تولیدوونکی دی او افغانستان هر کال له دغه هېواده غنم واردوي.

قزاقستان په وروستیو کې له افغانستان سره د تجارتي اړیکو پراخولو ته پام زیات کړی او ویلي دي چې د افغانستان له لارې هڅه کوي چې له پاکستان سره هم سوداګري راکړه ورکړه وکړي.

یورایشیا نیټ لیکلي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه تېر کال یو میلیارد ډالرو ته ورسیده چې د ۲۰۲۱ پرتله دوه برابره ده.

د قزاقستان حکومت وايي، هڅه کوي چې له افغانستان سره سوداګري راکړه ورکړه په کال کې ۳ میلیارد ډالرو ته ورسوي.

قزاق چارواکي وايي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره سوداګري او راکړه ورکړه په افغانستان کې له ثبات او پرمختګ سره مرسته کولای شي.

 /////////////////

ګلوبل ویلیج:

دې خپرونې افغانستان ته د بریتانیا د دیني عالمانو د یوه پلاوي د سفر په اړه لیکنه خپره کړې ده.

خپرونه وايي، دا پلاوی، چې د بشري مرستې او ملاتړ خیریه موسسې په همکارۍ د ۸ ورځو په مخه افغانستان ته تللی دی، غواړي چې د بشري مرستو لپاره د افغانستان حالات له نژدې وګوري.

ګلوبل ویلیج وايي، د شیخ هیثم الحداد او شیخ سلیمان غني په مشرۍ د بریتانیايي دیني عالمانو پلاوی په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزلو ترڅنګ د نجونو هغه ښوونځی هم ګوري چې په پغمان کې دی او سل نجونې پکې درس وايي.

دوی د افغان ښځو د پیاوړتیا او د یوې هوسا راتلونکې په خاطر د نجونو د زده کړو پر اهمیت ټینګار وکړ.

////////////////

ټیګونه