Aug 31, 2023 14:55 Asia/Kabul
  •   د رڼا چینې(۴۴) پر مځکې فساد

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبوکې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني ۴۴مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په دغه مطلب کې د مائدې سورې د ۳۳ او ۵۷ او ۵۸ آیتونو دنزول  په باب درسره غږیږو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

 د مدینې په خلکو کې نه بیانیدونکې ولوله رامینځةشوې وه، خلک ډلې ډلې له اسلام سره یو ځاي کیدل.دمکې خلکو هم په  پټه او په څرګنده  او په کډه په سرکیدا سره په اسلام ایمان راوړۀ.په دې مینځومیان کې د مکې مشرکانو په ځينو ډلو کې ددې لپاره چې له کاروانه وروسته پاتې نشي،مدینې ښار ته وارد شول او د اسلام د ګران پیغمبر(ص) حضور ته ورغلل. دوي په ظاهره د پيغمبر د څرګندونو تر اغیزولاندې ورغلل او  اسلام ئې ومانۀ.

په مدینې منورې ښار کې د دوي شتون څو ورځې وخت واخست او  لکه څنګه د هغه ښار  آب وهوا او موسم  د دوي له روحیّې سره  سمون نه خوړ، له سختو ناروغیو سره لاس او ګریوان شول  او رنګونه ئې زیّړ شول. پیغمبر اکرم(ص) د دوي د وضعیّت د ښه کیدا لپاره فرمان ورکړ، له ښاره بهر،د ښې آب وهوا لرونکي هغه ځاي کې  چې د زکواة  اوښان  پکې څریدل، ورشي او له خوښې او ښې آب و هوا څخه په استفادې سره،د اوښانو له تازه شیدو ترکافی حده استفاده وکړي.په دې توګه  د دوي په اختیار کې د هوساینې ترټولو ښه ځایونه ورکړل شول،تردې چې په بشپړ ډول ښه شول .البته  څه وخت نه ؤ تیر شوی چې  د پیغمبر اکرم (ص) دغه مهرباني ئې هیره کړه او حرص او تمو د هغوي سترګې ړَندې کړې،دغه تازه مسلمانانو د شکر او مننې  په ځاي،مکې ته د ستنیدا په وخت ئې،د شپَنانو لاسونه او پښې غوڅ کړل، د هغوي سترګې ئې ړندې کړې  او په آخر کې ئې هم  دوي  ووژل او د هغوي اوښان ئې غلا کړل او له اسلامه په وتلو سره بیرته کفر ته وګرځیدل. پیغمبر اکرم(ص) له پيښې خبر شو او  یوه ډله ئې په دوي پسې ولیږله او  دوي ئې ونیول. پیغمبر اکرم(ص) د نورو د عبرت اخستو  او ددغه ډول انسان ضده  اعمالو  د تکراریدا د مخنیوي لپاره ،حکم ورکړ،هغه څه چې دوي له شپنانو سره کړي دي، هماغه پر دوي اجرا شي.د مائده سورې ۳۳آیت نازل شو او ددغه شان عمل په وړاندې ئې  د اسلامی سزاګانو قانون تشریح کړ؛ إنَّما جَزاءُ الَّذینَ یحارِبُونَ اللَّهَ وَ رَسُولَهُ وَ یسْعَوْنَ فِی الْأَرْضِ فَساداً أَنْ یقَتَّلُوا أَوْ یصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَیدیهِمْ وَ أَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلافٍ أَوْ ینْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذلِکَ لَهُمْ خِزْی فِی الدُّنْیا وَ لَهُمْ فِی الْآخِرَةِ عَذابٌ عَظیمٌ: له دې پرته بل څه نه دي چې دهغو کسانو سزا چې له خداي او د هغۀ رسول سره جنګیږي او پر مځکې فساد او خلافو کارونو ته مخه کوي،( دخلکو په حقوقو د تیریو او د امنیت  د سلبولو او ویرولو په خاطر په سړو او ګرَمو وسلو سره ظاهریږي) دا دی چې  ووژل شي، یا پر  دار وځړوَل شي، یا د یوه بل په اپوټه  د دوي لاسونه او پښې ( دیوه لاس څلور ګوتې او د یوې پښې څلور ګوتې) غوڅې شي او  یا  له  ټاټوبي  جلاوطن شي.  دا د دوي لپاره په دنیا کې ذلالت او شرم دی او د دوي  لپاره په آخرت کې لوي عذاب دی .

   روایت شوي دي چې یو کس له حضرت امام رضا علیه السلام څخه ددغه آیت په باب پوښتنه و کړه، هغه څه عمل دی چې هرڅوک ئې وکړي،نو په څلورو کې د یوې سزا حقدارکیږي.؟ امام بزرګوار وفرمائيل؛ دا چې له خداي او د هغه له رسول سره محارِبه وکړي او په مځکې  د فساد په پراختیا کې هڅه وکړي او مثلا هغه څوک چې ډاکو او  شوکمار  دی او خلکو ته تاوان رسوي او دوي  وژني  او د خلکو مال چورتالان کوي، په قتل محکوم دی. څوک چې  قتل کوي  او مال  نه لوټ کوي، هم  په قتل او قصاص محکوم دی او په دار ځړول کیږي،که یو کس مال غلا کړي خو څوک ونه وژني ، یوازې  اپوټه لاس او پښه ئې غوڅول کیږي،او که توره راوباسي  او له خداي او رسول سره محاربې او جنګ ته مخه کړي  او پر مځکه فساد خور کړي،خو نه څوک ووژني او نه هم  چور تالان وکړي،نو له هغه ښاره جلاوطن کیږي. هغه کس بیا په دوام کې وپوښتل،څرنګه جلاوطن کیږي؟ او د جلاوطنۍ  حد او اندازه ئې څومره ده.؟، نو امام بزرګوار وفرمائيل؛ له هغه ښاره چې دغه شان خلاف کار ئې پکې کړی وي، یوه بل ښار ته جلاوطن شي، او حاکم د هغه ښار اوسیدونکو ته لیکي چې  دغه کس   له فلانې ښاره  د فساد خورونې په جرم  دلته جلاوطن شوی دی، له دې سره معامله او ناسته پاسته مه کوئ او  ورته ښځه ورنکړئ  او  له هغه سره په دسترخوان هم مه کینئ او په خوراک څښاک کې  هم ورسره  ګډون مه کوي، له هغه سره دغه شان کار تر یوه کال پورې وکړئ،که  په دغې مودې کې یعني په یوه کال کې له یوه ښاره بل ښار ته   لاړ ،نو بیا د هماغه ښار خلکو ته  همدغه سپارښتنې کیږي څو  یو کال ئې تمام شي . نو هغه کس بیا وپوښتل ،که  د شرک ټاټوبی په لور حرکت وکړي،څو  هلته هستوګن شي، نو بیا څنګه .؟ نو امام بزرګوار وفرمائیل؛که داسې وکړي ،نو  مسلمانان  د هغه ښار له اوسیدونکو سره ( د هغه د نه سپارلو په بڼه کې )جنګ (قتال)وکړي.

         دوستانو مدینې منورې ته د پيغمبر اکرم(ص)په ورتلو سره خلک په ډلو ډلو د اسلام له دین سره یو ځای کیدل.ټولو هڅه کوله  په دغې سیالۍ کې له یوه بله مخکې شي او د مسلمان شونې له کاروانه وروسته پاتې نشي. په دې مینځو میان کې ځیني کسان وو چې له اسلام سره ئې له زړه ګروهنه نه درلوده، خو په ظاهره د پیمغبر اکرم په حضور کې خدمت ته حاضریدل څو په ظاهره  له اسلام سره ګروهمن وبریښیږي.په حقیقت کې له  هغو ډیر کسان  هماغه کافران او مشرکان وو،چې له اسلام سره  د خپلې مبارزې روده بدله کړې او دې ځل  د نفاق په نامې سره  په لاخطرناکې وسلې سره میدان ته  راووتل.یعني ظاهری مسلمان او باطني کافر،ظاهري صادق او باطني کاذب،ظاهري مخلص او باطني ریاکار،ظاهري امین او باطني خیانتکار،ظاهري دوستانه او باطني دښمن صفته او داسې ځيني نور، څو د اسلام له امتیازاتو برخمن شي. په همدې دلیل هم پيغمبر(ص)اکرم وفرمائيل؛زه  پر خپل امت  د  مشرکو او ایماندارو کسانو له خطرې نه ویریږم ،یوازې هغه کسان چې   پر تاسو  د هغوي له شره  ویره لرم ،منافقان دي . داسې منافقان چې  غوړه ژبه لري او په باطن کې په یوه بل هدف پسې  دي ،د هغوي خبرې جذابې دي ،البته په عمل کې په بدو او ځيږو کارونو ککړ دي.

   ؛رفاعه؛ او ؛ سُوَید؛ د مدینې دوه پیژندل شوي شرغواړي  کسان وو چې  هروخت په بدو کارونو سره یادیدل.دوي له دې وروسته چې په ظاهره ئې اسلام منلی، له منافقانو سره ئې پټ ارتباط ټينګ کړ او  د منافقانو له چینل سره یو ځاي شول. دوي د مدینې له یهودیانو او منافقانو سره  یو ځاي  داسلام په ضد دسیسو جوړونې ته مخه کړه،دسیسه دا وه چې  د مسلمانانو د مقدساتوپورې  ئې په مَلَنډو وهلو سره له هغوي سره نفسیاتي جنګ ته مخه کوله څو د مسلمانانو په ذهنونو کې دیني ارزښتونه سپک او سست وبریښوي.په همدې خاطر د مدینې ښار په ګوټ ګوټ کې خوارۀ وارۀ شول  او د اسلام ددین په ضد ئې پروپیګنډې کولې .  د دوی یو کار دا ؤ چې  دلمانځه په وخت،کله چې مؤذن  مسلمانان د لمونځ اداکولو ته بلل، نو د آذان جملې به ئې په سپک او سپین سترګیتوب ملنډو سره تکرارولې. همداراز  دلمانځه په وخت  به ئې سپَک  او بدډوله شکلونه جوړول.

هغه څه چې مسلَم دي  د دین اوعقیدې پر چورلیز د اسلام د دین دوستئ او دښمنۍ  دي، هغو کسانو چې  پر دیني دستوراتو مسخرې او ملنډې وهلې،له مسلمانانو سره ئې د دوستئ لیاقت نه درلود. له دې امله  مسلمانان باید  د هغو کسانو دوستي چې پر اسلام ئې ملنډې وهلې پریږدي، ځکه چې کله  چې دوه کسان له یوه بل سره دوستي  او ناسته پاسته ولرل شي،هغه که وغواړي او که نه، پر یوه بل د دوي فکر ،باؤر  او اعمال او چلند اغیزې شیندي  او سوکه سوکه  ئې عقاید،مالونه  او  امیدونه سره یو کیږي .له همدې امله د قرآن کریم د مائدې سورې ۵۷ او ۵۸آیتونه  نازل شول او  ناخبره مسلمانان ئې  له منافقانو او یهودیانو سره  له دوستۍ منعې کړل. په دغو آیتونو کې راغلي دي ؛  یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِینَ اتَّخَذُوا دِینَکُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِنَ الَّذِینَ أُوتُوا الْکِتَابَ مِنْ قَبْلِکُمْ وَالْکُفَّارَ أَوْلِیَاءَ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنْ کُنْتُمْ مُؤْمِنِینَ / وَ إِذَا نَادَیْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ اتَّخَذُوهَا هُزُوًا وَلَعِبًا ذَلِکَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا یَعْقِلُونَ: ائ هغسې کسانو چې ایمان مو راوړی دی ، هغه کسان چې ستاسو په دین ملّنډې وهي (هغه که ) له هغو کسانو وي چې له تاسو مخکې ورته  کتاب ورکړل شو ؤ او (هغه کسان) یعني له کافرانو سره دوستي مه کوئ او که ایمان لرئ،له خدایه ویریږئ،او هغه مهال چې (د آذان په وسیله خلک) لمونځ ته بولئ،وربانډې ملنډې وهي،ځکه دوي هغه کسان دي چې  فکر نه کوي.

په دغه آیت کې خداوندمتعال  د لمانځۀ او آذان د مسخره كولو  علت بيان كړى دى، ځكه چې ملنډې وهونكي بې عقل او  سپَک کسان ،او دوي د عبادتونو د رازونو درک کولو قدرت نه لري.دوي  له خداي تعالی سره د نزدیکت او قرُب خوند  او د دنیا او آخرت  د نیکمرغۍ ترلاسه کول  نه درک کوي.آذان د اسلام داسې لوي شعار  دی چې  د ا... تعالی په مقدسې نامې سره په غوره جملو او لنډ عبادت  او روښانه او رغنده پیغامونو  او پوهَؤنکو مفهمونو سره پیلیږي  او  په هغې مقدسې نامې سره ختمیږي. د خدای رسول (ص) فرمائي؛ مؤذن  په  هماغه اندازه چې غږ ئې رسیږي او  نظر ئې کار کوي، بخښل کیږي ،او  دهغه هر وَچ او لَمدۀ تصدیق کوي،او  دهر هغه کس په شمیر سره چې  دهغه په آذان وئيلو سره  لمونځ ادا کوي،د هغه لپاره یوه حسنه او نیکي لیکي:::

            دوستانو درڼا سرچینې نومې لړۍ ددغه مطلب وخت هم همدلته پاي ته رسیږي ،نو تر بل مطلب پورې  چې د قرآني آیتونو دنزول د شان په باب به بیا درسره غږیږو،نو تاسو ټول په نیاؤمن او پتمن خداي سپارو.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************