Sep 25, 2023 13:25 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې  46

د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ  له نننۍ برخې سره ستاسو په خدمت کې یوو،په نننی مطلب کې د قرآن کریم د مائده سورې د ۵۵ او د نحل سورې د ۸۳آیتونو په باب درسره غږیږوو،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.

  وائي چې،ابن عباس،د  زمزم چینې په غاړه ناست ؤ او د پیغمبر اکرم(ص) له قوله ئې خلکو ته حدیث نقلوۀ،ناڅاپی یو کس چې عمامه ئې په سر وه،او خپل مخ ئې په یوه پاڼوني یا دستمال پټ کړی ؤ،نزدې ورغی  او هرځل چې  ابن عباس د اسلام دګران پیغمبر (ص) حدیث نقلاوۀ، هغه هم  په قال رسول ا..جملې سره ،له پیغمبر اکرمه یو بل حدیث نقلوۀ.هغه حدیث دومره په زړه پورې او جذاب  نقلوۀ چې ابن عباس نور ونه زغمل شول او هغه ته ئې قسم ورواچوۀ،څو خپل ځان معرفي کړي.هغه کس خپل مخ څرګند کړ، هغه مهال په لوړ غږ سره ووئيل،ائ خلکو !هرڅوک ما نه پيژني،پوهه دې شي،زه جندب بن جُناده ؛(ابوذر غفاري) یم..::، ائ خلکو! ما پخپلو سترګو سره دغه بهیر ولید، او که دروغ ووایم ،نو په هردواړو سترګو دې ړوند شم، چې پیغمبر (ص)فرمائيلي دي ؛ عَلِىٌّ قائِدُ الْبَرَرَةِ وَ قاتِلُ الْکَفَرَةِ مَنْصُورٌ مَنْ نَصَرَهُ مَخْذُولٌ مَنْ خَذَلَهُ: علی (ع)د نیکو خلکو پیشوا دی،او د کافرانو وژونکی،هرڅوک ورسره ملګرتیاوکړي،خدای به ورسره مرسته وکړي،او هرڅوک  د هغه له ملګرتیا لاس واخلي،نو خدای به د هغه له مرستې لاس واخلي :::

هغه مهال ابوذر غفاري،لږ ځنډ وکړ او وې وئیل،ائ خلکو!یوه ورځ  ماسپښین ؤ او مسلمانان په جومات کې د جَمې لمانځه د اقامې لپاره  تیاریدل.ځینو وضو تازه کاوۀ او یو شمیر نور هم د جومات په کونج او نورو برخو کې په عبادت او لمَنځ کې ډوب وو.یوه د قرآن کریم تلاؤت کاوۀ،نو یوه بل دعا کوله  او ځیني نور هم په مسحب لمانځه ولاړ وو.په دې مینځو میان کې  یو مسافر سړی  په داسې حال کې چې مرسته ئې غوښتله، جومات ته وارد شو،هغه وئيل،یوازې پاتې یم ، په دغه ښار کې هیڅ د سرپناه ځاي نه لرم او وږی یم ، د خداي د رضا لپاره راته څه شی راکړئ،خو هیچا کوم غبرګون ونه ښود.ګواکې کوم بې وځله اصلا نه دی راغلی  چې دوي ئې  کوم غږ یا فریاد آوریدلی وي، او هماغه راز په خپلو عبادتونو کې لګیاوو. شاید هم دا چې  هغه سوالګر بې وخته راغلی او د هغوي د عبادت خنډ شوی وي ،نو خپه هم وو.په هرحال  هیچا کوم عکس العمل ونه ښود. یوازې د جومات په مختلفو برخو کې په عبادت او لمنځ لګیاوو او له ځان ئې ذکر زمزمه کاوۀ. هغه سوالګر له لږ وخت وروسته چې  غوښتې ته ئې  کوم ځواب ونه لید،نو د هریوه کس وخوا ته ورغی او په مستقیم ډول ئې ورڅخه مرسته وغوښته  ،خو بیان هم  چا ورته توجه ونه کړه. هغه نور نو نهیلی شوی ؤ.سربداله ئې شاوخوا سترګې غړولې،څو ممکنه ده په وروستیو شیبو کې  څوک ورته غږ وکړي او  ورسره مرسته وکړي. علی (ع) د خپل لمانځه په رکوع حالت کې ؤ چې ددغه فقیر کس غمجن غږ ته متوجه شو  او په لاس سره ئې ورته اشاره وکړه..فقیر په حیرانتیا سره ورنزدې شو . علی(ع) د هغه کس په ډيرې حیرانتیا وخت کې خپله ګوتي له لاسه راویّستله او  هغه ته ئې ورکړه. په دې شیبو کې د هغه کس په سترګو کې د خوشالۍ پړَک  راڅرګند شو.هغه ګوتي ئې ناڅاپي په خپلو لاسونو کې ټينګه کړه   او بې له دې چې په شاوخوا فکر وکړي،له هغو خلکو تیر شو او له جوماته ووت.

پیغمبر اکرم(ص) دغه بهیر ولید او کله چې له لمانځه فارغ شو ، نو  دآسمان وآخوا ته ئې سر پورته کړ او داسې ئې ووئيل؛ائ لویه خدایه !زما ورور موسی (ع) له تا غوښته وکړه چې  دهغه  روح پراخ کړي، پر هغه  کارونه آسانه کړې  او  دهغه له خولې غوټې پرانیزې څو خلک  ئې خبرې درک کړي. همداراز  ئې له تا وغوښتل ، خپل ورور هارون   د هغه وزیر او ملګری کړې  او د هغه په وسیله  ئې ځواک لازیات کړې  او  په کارونو کې ئې ورسره شریک کړې،ائ خدایه ! تا پخبل ناطق قرآن  کې ،ورته داسې ځواب ورکړ؛ 

سَنَشُدُّ عَضُدَکَ بِأَخِیکَ وَنَجْعَلُ لَکُمَا سُلْطَانًا فَلَا یصِلُونَ إِلَیکُمَا بِآیاتِنَا أَنتُمَا وَمَنِ اتَّبَعَکُمَا الْغَالِبُونَ:   ؛ډیر زر به د تا د ورور په وسیله ستا مټونه مضبوت کړم  او د تا لپاره سلطه او برلاسه برابروم  اوا د مونږ د آیتونو په برکت  سره  به ئې تاته لاسونه ونه رسیږي. ته او ستا پیروکار بریالي یاست::) قصص سوره-۳۳آیت)؛ اوس ، ائ پروردګاره !زه ؛ محمد،د تا پیغمبر او نماینده یم ، له تا غواړم  چې سینه مو ستره کړې  او کار مو آسان ، او له اهل بیتو مې علی وزیر کړې او  په دغې وسیلې سره مو مرسته وکړې او شا مو پیاوړي کړې .ابوذر په دوام کې ووئيل،تردې دمه د پیغمبر اکرم(ص) خبرې ختمې شوي نه وې چې  دخداوندمتعال له خوا جبرائيل پر پیغمبر نازل شو  او د مائدې سورې 55 ایت  ورته   تلاؤت کړ؛ إِنَّما وَلِیُّکُمُ اللَّهُ وَ رَسُولُهُ وَ الَّذینَ آمَنُوا الَّذینَ یُقیمُونَ الصَّلاةَ وَ یُؤْتُونَ الزَّکاةَ وَ هُمْ راکِعُون: ؛د تاسو سرپرست او ولی،یوازې خداي دی  او د هغه پیغمبر او هغه کسان چې ایمان ئې راوړی دی؛ هماغه کسان دي چې لمونځ اداکوي او په  رکوع کې زکواة ورکوي:::

             له دې وروسته چې حضرت امام علی(ع) هغه فقیر کس ته خپله ګوتي په صدقې کې ورکړه،حسان بن ثابت،ځیني داسې شعرونه ووئیل؛

علی امیر الموَمنین اخوالهدی            و افضلَ ذی نعل  و مَن کانه حافیا ........

   ؛یعني  علی د مومنانو امیر دی،چې د هدایت ورور او ملګری دی،او په  هغو ټولو مخلوقاتو کې ،چې که په پښو کې بوټان لري او که په لوڅو پښو ګرځي، ترټولو فضیلت لرونکی دی.

 او هغه  ترټولو لومړنی کس دی  چې  پخپل لاس سره ئې زکواة ورکړی،او هغه ترټولو لومړنی کس دی چې لمونځ ئې ادا کړی، او په تشه او خالی خیټه ئې روژه ساتلې ده.

 او لکه څنګه چې سائل د هغه وآخوا ته ورنزدې شو،نو خپل لاس ئې اوږد کړ، د هغه سائل په لور،او بخل ئې ونه کړ او جفا ئې ونه کړه..:::

 او په   پټه ئې  ګوتي  د رکوع په حالت کې سایل ته ورکړه  او په دوامدار  له اوښکو په ډکو سترګو سره دخدای په درګاه کې عبادت ته دوام ورکړ.

 او په دې سبب وه چې  جبرائيل  د محمد پیغمبر لپاره ځیری راوړ، او  په دغه مطلب او دګوتي د ډالۍ کولو په باب  ورباندې وحي نازله شوه ،چې واضحه او روښانه وه.

نو پیغمبر اکرم (ص) هم په لوړ غږ سره وفرمائيل؛؛  مَنْ کُنْتُ مَوْلَاهُ فَهَذَا عَلِیٌّ مَوْلَاهُ اللَّهُمَّ وَالِ مَنْ وَالاهُ وَ عَادِ مَنْ عَادَاه‏:  ؛ زه د هر چا مولا وم ، نو  علی د هغوي مولا دی ، ائ پروردګاره!مینه وکړې له هغه چا سره چې له علی سره مینه ولري  او دښمني وکړې له هغه چا سره چې له علی سره  دښمني ولري:::::

               پر پیغمبر اکرم(ص)یوآیت نازل شو چې  مسلمانانو ته ئې په رسولو سره ، د منافقانو د څیرې رنګ  زیّړ شو او په سینو او ټټَر کې ساه بنده شوه . نړۍ د دوي د سترګو په وړاندې تنګه او تورتمه شوه . او خپل ټول محاسبات ئې برباد شوني لیدل.د مائدې سورې 55 آيت ؤ چې داسې ئې فرمائيلي دي ؛دتاسو ولی او سرپرست یوازې خداي دی او د هغه پیغمبر او هغه کسان چې ایمان ئې راوړی دی ،هماغه کسان دي چې لمونځ قایموي  او درکوع په حالت کې زکواة ورکوي.:::::

دغه آیت د حضرت امام علی علیه السلام په شان او منزلت کې نازل شوی ؤ. هیچا ددغه آیت په مصداق باندې په پوهیدا کې هیڅ ډول شک نه درلود.ټول پوهیدل چې علی په جومات کې خپله ګوتي د رکوع په حالت کې یوه فقیر ته ډالۍ کړې ده . په همدې اساس ډيری مسلمانانو  له پیغمبر اکرم(ص) وروسته  خپلې دندې  د حضرت امام علی علیه السلم په پیروئ کې ګڼلې . په دې مینځو میان کې هغه کسان چې پخپل خیال سره  د  جنګ د پیلولو په فکر کې  د پیغمبر اکرم(ص)په جانشینۍ پسې او قدرت ته په رسیدا پسې وو،په لړزانتیا  شول . دوي  په یوې پټې غونډې کې، سره غونډ شول څو  له دغه وضعیّت سره دډغرې  او  ددغه آیت د بې اغیزه کیدا  لپاره کومه لاره چاره ولټوي. یو شمیر  کسانو ووئيل،لا ښه ده  له دغه آیته په کلی توګه منکر شو. یوې بلې ډلې دغه عمل بې ګټې وبالۀ او وې وئيل،ټول پوهیږي  چې دغه آیت د  چاپه باب نازله شوی دی.نو ځکه مونږ  له دغه آیته انکار نه شو کولی. که داسې مو وکړل هم،او ورڅخه منکر شوو،نو د ټولو مسلمانانو په نظر کې به  مرتّد حساب شو. پر دې اساس،بله چاره نه لرو،له دې پرته چې ددغه آیت په وړاندې سرټيټ کړو او ورته تسلیم ش،او د علي حقانیّت  ومنو::::

                 نهیلي شوي منافقان له له هغه مجلسه نه وو وتلي،چې په هغو کې یوه په غوسې او قهر سره  خپلو همفکرو کسانو ته ووئیل،ډيره بې ننګي ده چې مونږ دعلی امامت او ولایت ومنوو، او هغه  پر ځان مسلط وګڼو:::لا دهغه خبرې ختمې شوي نه وې  چې یوه بل منافق له څیرې ئې د شرارت سپَڼکي راپورته کیدل، ووئیل،  مونږ  د علی ولایت اوسمهال په ظاهر کې  منوو،خو په عمل او دقت کې   د هغه له اطاعته سر غړوو، همدلته وه چې د نحل سورې 83 آیت نازل شو  چې فرمائي ؛  یَعْرِفُونَ نِعْمَتَ اللَّهِ ثُمَّ یُنکِرُونَهَا وَ أَکْثَرُهُمُ الْکَفِرُونَ: ؛ دوی  د خدای نعمت پیژني ، بیا هم ورڅخه انکار کوي ،ځکه په دوي کې زیاتره کافران دي::::

                دوستانو د رڼا سرچینې نومې لړۍ ددغه ننني مطلب وخت هم همدومره ؤنو تر راتلونکي مطلب پورې  او د یوې بلې کیسې تر وړاندې کیدا پورې  مو په نیاؤمن خداي سپارو ، تل خوشاله او بریالي ووسئ او سوکاله ....

(سیماب)

 ***********************************************