Oct 14, 2023 11:55 Asia/Kabul
  • ایراني میرمنې-۱۶

د تهران راډیو درنو مینه والو السلام علیکم! د ایراني میرمنو تر عنوان لاندې یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یوو. په نننۍ لیکنه کښې د ژواک چاپیریال په برخه کښې له یوې فعالې میرمنې سره اشنا کیږو، په دې هیله چې دا مطلب مو هم د پام او خوښې وړ وګرځي.

«هایده شیرزادي» چې په جرمني کښې یې د ژواک چاپیریال په برخه کښې زده کړې کړې دي، په هغې تجربې او مشاهدې سره چې مختلفو هیوادونو ته له سفره یې ترلاسه کړې، توانیدلې چې د کرمانشاه ښار خځلې، سل په سلو کښې یوځل بیا د کارولو وړ وګرځوي او د دغه ښار په اطرافو کښې یې د زرګونه ټنه خځلو د ښخیدو مخه ونیسي. خو دا د هغې ټول کار نه دی، هغه توانیدلې چې دوباره د دغو خځلو د کار وړ ګرځولو سره، د کرهڼېزو ځمکو لپاره یوه معیاري سره هم جوړه کړي او د سمنټو او اوسپنې ویلې کولو د کارخانو د سونګو لباره یوې ارزښتناکې مادې ته هم لاس پيدا کړي.

څو ورځو مخکښې د تهران د سمنټو کارخانې، د سونګو په توګه د «ري سایکل یا بازیافت شوې» خځلې او فاضله موادو د کارولو لپاره د هایده شیرزادي وړاندیز ومنه. نو د پروګرام په دوام کښې له دغې میرمنې سره لاډیر اشنا کیږو چې د ایران د پرمختګ او تاندوالي په فکر کښې ده.

نن سبا د پایدارې پراختیا او ژواک چاپیریال د ساتنې په شمول په ټولو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو کښې د میرمنو د پوهې، تفکر او کړچار په اغیزې باندې دلالت کونکې علمي او تحقیقاتي متندات موجود دي. له دې په تیریدو سره چې ښځې د ټولنو د ډیرو وړو او سترو مسائلو مدیریت او د پلاننګ توانمنۍ ته رسیدلې دي، د هغوي د کړچار په نتیجه کښې نورې ډیرې اغیزې لیدل کیږي.

هایده شیرزادي د ژواک چاپیریال د یوې فعالې په توګه په دې لړ کښې ډیرې هلې ځلې کړې دي. هغه د ځان پيژندګلوي داسې کوي: «زه تل ځان د ژواک چاپیریال د یوې فعالې په توګه معرفي کوم. د زده کړې څانګه مې د ژواک چاپیریال ساتنه (اکولوجي) ده او د خځلو د مدیریت په برخه کښې فعالیت کوم. څو کاله مې په جرمني کښې زده کړې وکړې او په ایران کښې د خځلو ژواک چاپیریالي ستونزو ته په پام سره مې فیصله وکړه چې ایران ته ستنه شم او د ایران د خځلو د ستونزو د هواري لپاره یوه مناسبه اجرايي حل لاره پيدا کړم. یوه داسې حل لاره چې په ټول ایران کښې یې په یولړ وړو بدلونونو سره اجرا کړو. یعنې هم د باراني سیمو لپاره او هم د ډیرو وچو سیمو او هم د دواړه ډوله موسمونو لرونکو سیمو لپاره مناسبه ده. په دې وجه یوې داسې طرحې او جوړښت ته ورسیدو چې اوس یې په جزئي بدلونونو سره د هیواد په ټولو سیمو کښې اجرا کولې شو».

هغه زیاتوي: «ما په جرمني کښې وړومبې د نړیوالې کرهڼې په برخه کښې زده کړه وکړه او غوښتل مې چې ایران ته له ستنیدو وروسته په ماډرن کرهڼې کار وکړم خو بیا د ژواک چاپیریال له څانګې سره بلده شوم او د دې برخې اهمیت زما پام ځانته واړوه او فکر مې وکړ چې زه هم د ایران د فاضله موادو او خځلو د ستونزې په هواري کښې ونډه اخیستې شم. په دې نظر سره ایران ته ستنه شوم او کار مې پیل کړ. د دې په ترڅ کښې چې خوښول مې له خاورې او روغې کرهڼې سره هم مرسته وکړم او اوس په دې طبیعي سرې سره چې نوم یې کموست دی، د ایران کرهڼې ته پراختیا ورکړو. دې کار ته د کسب و کار په توګه نه بلکې د خپل ټولنیز مسئولیت په سترګه ورته ګورم. 

میرمن شیرزادي خپلو اهدافو ته د رسیدو په لاره کښې ډیرې سختۍ ګاللې دي خو خپلو بریاؤ ته په رسیدو کښې تل د خپل میړه د شتون او ملګرتیا خبره کوي. هغوي دواړه د ژواک چاپیریال د ژوندي ساتلو لپاره په ګډه کوشش کوي.

دا زیارمنه ایراني میرمنه د خپل ژوند له ملګري سره د خپلې بلدتیا کیسه داسې بیانوي: په کال ۱۹۸۷میلادي کښې له خپل میړه سره اشنا شوم. دوي د کرهڼې په برخه کښې زده کړې پاې ته رسولې وې. ډیر ټینګار یې وکړ چې واده وکړو خو ما له سره د واده په هکله فکر نه کوه حتی له یو ایراني سړي سره، لاپاتې ده چې هغه دې بهرنی وي، په دې وجه مې ونه منله او ویل به مې چې زه یوه ایراني جینۍ یم او غواړم چې وطن ته مې ستنه شم. خو ورو ورو مې ولیدل چې هغه په حقیقت کښې یو ښه انسان دی او ډیرې خوبۍ لري. په ۱۹۹۱ کال کښې مې د هغه د واده وړاندیز، ایران ته د ستنیدو په شرط ومنه.

یوه ورځ مې ورته وویل چې په مونږ کښې یو کس باید له کاره لاس واخلي، ویې ویل: په جرمني کښې ډیر داسې کسان شته چې زما کار ترسره کولې شو خو ستا کار او هدف چې ډیر زحمت دې ورپاره کړی دی، لاارزښتناک او مهم دی.

د میرمن شیرزادي میړه یو متخصص دی او کلونه مخکښې ایران ته راغلی او له یوې اصیلي جرمن کورنۍ څخه دی. هغوي یو پټی لري چې په کښې اوسیږي او کار کوي او ورڅخه ترلاسه شوی عاید د خپل ژوند په چارو لګوي. دوباره د خځلو د استعمال وړ ګرځولو د سایټ ډیزایننګ هم د میرمن شیرزادي میړه کړی دی او په دې لاره کښې یې د هغې ډیره مرسته کړې ده. هغه وايي: «مونږ کار په خپلو کښې ویشلی دی. هر کار یا پروژه چې شروع کول غواړو، میړه مې سمدستي د هغې لپاره د مناسبي ټیکنالوجۍ د غوره کولو په موخه په خپلو ارتباطاتو سره کار پيلوي او په هکله یې تحقیق کوي. زه خپله لاره ټاکم او هغه یې په هکله فکر کوي چې د ښې نتیجې ترلاسه کولو لپاره د کوم کار ترسره کول غوره دي. د فاضله موادو په برخه کښې یې هم ډیر نوښتونه کړي دي او تراوسه یې په سلهاؤ اوزار ایجاد کړي دي. که بل څوک وی نو دغه اوزار به یې ثبت کړي وی خو هغه یوازې د کارکوونکو د کار د اسانتیا لپاره دغه شیان ایجادوي ترڅو کار په ډیره اسانه او غوره طریقه مخته لاړ شي.

یو جرمن متخصص په ایران کښې د هرې ورځې کار په بدل کښې لږترلږه ۱۰۰۰ یورو اخلي خو سره له دې، ډاکټر ایډمنډ لمپګز بې له هیڅ طمعې دلته کار کوي. که د هغه مالي او فکري مرستې او ملاتړ نه وی نو د دې دومره مشکلاتو سره هیڅکله په یوازې سره نه شوم کامیابیدلې.

د میرمن شیرزادي په ویاړونو کې د چاپېریال ملي جایزه، د فاضله موادو د مدیریت د پروژو په پلي کولو کښې د نوښت لپاره د هیواد د فاضله موادو د مدیریت جایزه او د 700 دندو چمتو کولو په وجه د غوره ملي کارزیږونکې جایزه شامله ده. هغه همداشان د ۷۰ ښارونو او ۲۰۰ کلیو د فاضله موادو د مدیریت د علمي او عملي څیړنوپه ویاړ د هیواد د نجبه میرمنې په توګه غوره شوې او هم، د ژواک چاپيریال په برخه کښې د ښځو لپاره د کار او کسب د برابرولو په وجه د کارزیږونکو میرمنو د انجمن څخه نازول کیدو ته اشاره کولې شو.

په حقیقت کښې میرمن شیرزادي د سالم ژواک چاپیریال په لوړ اهمیت پوه شوې ده او د خپلو کارونو له ترسره کولو یې هدف، د ژواک چاپیریال ساتنه او د خلکو د ژوند ښه کول دي. میرمن هایده پوهیږي چې ایران دې کار ته ضرورت لري او په هیواد کښې د دې لارې د جاري ساتلو وړتیا شته.

هغه باوري ده چې د ایران خلک ډیر هوښیار دي خو د ډله ایز کار په روحیې سره حیرانونکې پایلې ترلاسه کیدې شي. هایده شیرزادي په خپل شرکت کښې تحصیل کړي ځوانان رغونډ کړي دي او هغوي ته یې د تحقیقاتي کارونو د ترسره کولو او په اجرا باندې یې د څارنې زده کړه روزنه ده.

د دې پروګرامونو د راتلونکي د پایدارۍ لپاره په ژواک چاپیریال پورې اړونده پریکړو کښې د ښځو ګډون مهم رول لري. نن سبا د نړۍ په ډیرو سیمو کښې ښځې د ژواک چاپیریال د کارپوهانو، زده کړې ورکوونکو، نوښتګرو او د ژواک چاپیریالي غورځنګونو د مشرانو رول په غاړه لري.

په کینیا کښې د شین بیلټ غورځنګ، د ارواښادې"وانگاري"( Wangari )  له خوا پيل شو، هغې په ۲۰۰۴ کال کښې د صلحې نوبل انعام ترلاسه کړ.

په پیرو هیواد کښې د ټولنیزه کارزیږونکې آلبینا روییز (Albina Ruiz)  او د سالم ښار په نامه د هغې سازمان، د خځلو د بیااستعمال د مدیریت لپاره د ځايي ټولنو مرسته کوي.

د حبیبه سرابي (Habiba Sarābi)  په نامه د افغانستان په بامیان ولایت کښې وړومبنۍ ښځینه والي، د بندر امیر په نامه د دغه هیواد د ملي پارک بنسټ کښیښود.

او نن د هایده شیرزادي نوم، د ژواک چاپیریال د کامیابو او فعالو میرمنو ترڅنګ څلیږي. جوته ده چې هغه د ژواک چاپیریال په برخه کښې د ځینو د ځینو اقداماتو پيژندګلوي کوي. د نړۍ په مختلفو سیمو کښې ډیرې ښځې، په باتورۍ سره د ژواک چاپیریال په ساتنه کښې کوشش کوي خو هیڅکله یې نوم نه اخیستل کیږي.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه