Oct 24, 2023 12:22 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه ۶۱

دوستانو مونږ انسانان چې هرڅومره له ځان سره زیاته اړیکه ټینګه کړې شو، دومره په ښه توګه کوې شو خپلو احساساتو سره، له نورو سره چلند وکړو. کله کله خلک په خپلو احساساتو خبر نه وي او دا مسئله د هغوي په اړیکو باندې ناخوښه اغیزې کوي ځکه چې له نورو کسانو سره د یوزړه توب اړیکه نه شي ټینګولې.

ګرانو مینه والو د لیکنې په سر کښې یادونه کوو چې د یو ښه او د خوښې وړ ژوند لرلو لپاره د روح او بدن دواړو سلامتیا ضروري او مهمه ده. کله کله د خپل نظر وړ ژوند ته د رسیدو لپاره د ژوند په طریقې یا لایف سټایل کښې بدلون ضروري وي. د «ښه عادتونه» لړۍ په پروګرامونو غواړو چې خپل بد عادتونه، په ښو عادتونو بدل کړو. خو یادونه کوو چې دا کومې سپارښتنې چې په دې پروګرام کښې کیږي، کلي دي او ممکنه ده ځینې په کښې د بعضې کسانو لپاره مناسبې نه وي خو د خپل ژوند په طریقه کښې د ځینو مثبتو بدلونونو لپاره له یو ډاکټر یا صلاحکار سره مشوره کولې شئ.

*/*/*/*

له دې امله چې زمونږ احساسات او جذبات، هغه بنیاد دی چې له لارې یې مونږ خپلې شخصي اړیکې جوړوو، په اړیکو کښې د لوړ هیجاني هوش لرل ډیر مهم دي. نن غواړو چې له دغه ډول هوش او هوښیارۍ سره لازیات بلد شوو او وکړې شو چې په ځان کښې دغه توانمني پراخه کړو.

د انسان هوش او ځیرکتیا عجیبه پيچلې ده. پیړۍ وشوې چې محققان او فلاسفران د هغه د تعریفولو هڅه کوي. په اوسنۍ زمانه کښې څیړاندو د هغه څه د سنجولو لپاره چې خلک پرې پوهیږي او دا چې څنګه د استدلال په کارولو سره ستونزې په چټکۍ سره حل کړي، د هوښیارتیا یا IQ له آزمونو یې کار اخیستی دی. خو یوازې د IQ آزموینې د فکر کولو د توانمنیو پراخې لړۍ ته پوښښ او کوریج نه ورکوي. د IQ آزموینې تل په ښوونځي، ژوند یا تجارت کښې د کامیابۍ اټکل نه کوي. په دې وجه په وروستیو لسیزو کښې محققانو د هوش او هوښیارۍ تعریف، د مهارتونو یوې لا پراخې ټولګې ته زیات کړی دی.

*/*/*

IQ معمولا فکري وړتیا ته اشاره کوي. د IQ ځینې خورا عام عناصر د ستونزو د حل لپاره د منطق کارول، پلاننګ او سټراټیجي، په خلاصو او انتزاعي نظریو پوهیدل، له بدلونونو سره تطبیق او په ژبې پوهیدل او د هغې کارول شامل دي.

خو هیجاني او جذباتي برخه یا EQ، په کلي توګه د خپل ځان او نورو خلکو د احساساتو او هیجاناتو د تجربه کولو وړتیا او همدارنګه د کړچارونو د لارښوونې لپاره له دې پوهې د استفادې طریقې ته اشاره لري. په کلي توګه د لوړ EQ لرونکو خلکو لپاره دا اسانه ده چې د خپل ځان او د نورو احساسات وپیژني، خواخوږي، احساسات او چلند د مختلفو حالتونو سره تطبیق کړي، د هغوی احساسات کنټرول کړي او د نورو سره د شخړو د حل کولو وړتیا ولري.

د IQ ازموینې ډیری نمرې د غوره اکاډمیک فعالیت ، لوړ معاش او غوره دندې  پورې اړه لري ، او احساساتي هوښیارتیا په کار او دندنې په بریا ،د سټرس په کنټرول او له ژوند څخه په ډیر رضایت پورې اړړونده ده  او د دې لوړې نمرې کولی شي د شدید فشار او سټریس څخه په زر خلاصیدو او رغیدو کې مرسته وکړي.

دغه دواړه ډوله ځیرکتیاوې کولی شي د ژوند په کیفیت او د هغه په مثبتو لاسته راوړنو د پام وړ اغیزه وکړي. په دواړو پوهیدل او د هغو پراختیا ممکنه ده د ژوند په ټولو زمینو کښې د کامیابۍ د زیاتیدو لباره ترټولو غوره انتخاب وګرځي.

*/*/*/*

هیجاني یا جذباتي زیرکتیا د پيټر سالووی (Peter Salovey)  او جان مایر (John Mayer)  له خوا په خپلو او د نورو په احساساتو باندې د تمرکز، د مختلفو احساساتو ترمینځ د تشخیص او د هغو د اطلاق او د تفکر او کړچار د کنټرول لپاره له عاطفي معلوماتو د استفادې لپاره تعریف شوې ده. دغه تعریف بیا وروسته د جذباتو د پیژندنې، د هغو د استعمال او کنټرول او ورباندې د پوهیدو په څلورو اصلي توانمنیو ووشل شو. دغه توانمنۍ په خپلو کښې توپیر لري خو په عین حال کښې سره اړونده دي.

هیجاني او جذباتي ځیرکتیا یعې EQ  په حقیقت کښې په ژوند کښې د کامیابۍ راز دی. د هیجاني ځیرکتیا مفهوم د خپلو پنځو مختلفو مؤلفو یعنې پوهې، د ځان منظم کونې، ټولنیزو مهارتونو، یوزړه توب او انګیزې څخه جوړ دی چې په اول ځل د ارواپوه او لیکوال ډانیل ګولمین (Daniel Goleman)، له خوا وړاندې شو.

د هیجاني یا جذباتي ځیرکتیا اولنې ټکی په ځان پوهیدل Self-Awareness)  دی یعنې باید په مختلفو موقعو باید په خپل غبرګون خبر او پوه ووسو.

خودتنظیمي (Self-Regulation)  یا د ځان منظم کوم هم مرسته کوي چې د خپلو کړو کارونو په پایلو او احساساتو پوه شوو.

ټولنیز مهارتونه Social skills)  هم د سترګو د تماس د ساتنې په شان په فعاله توګه اوریدل او د بدن ژبه Body Language د مقابل لوري په اړتیاؤ او غوښتنو د پوهیدو او ورڅخه د قدرونې په معنا دي. په لوړ عاطفي او جذباتي هوش سره اړیکې د بهرنیو عواملو له لار ې نه بلکې له باطني عواطفو انګیزه(Motivation)  اخلي.

*/*/*/*/

په حقیقت کښې کوم کس چې د منلو وړ هیجاني هوش لري، لامثبتې او روغې اړیکې لري. هغه د قهر او سټریس د رامینځته کیدو په وخت، په خپل چلند او سلوک باندې مناسبت کنټرول لري. همداشان دغه ډول خلک د مذاکرې او د یو تړون د لاسلیکولو د وخت په شان حساسو موقعیتونو کښې غوره عمل کوي او کامیاب وي. ځکه چې داسې کس چې د منلو وړ جذباتي ځیرکتیا لري، د مقابل لوري د هیجاناتو په پیژندلو او په خپلو جذباتو باندې په تسلط کښې لاښه عمل کوي.

بل ټکی دا چې د یو کس د ځیرکتیا اندازه د هغه له جذباتي ځیرکتیا  EQ  سره نیغ په نیغه اړیکه نه لري. یعنې که یو کس لوړه IQ لري نو ضروري نه ده چې د هغه EQ یا هیجاني هوش دې هم زیات وي او د دې په اپوټه د لوړ هیجاني هوش د لرونکي کس د هغه په IQ پورې تړاؤ نه لري. د انسان د IQ سویه د زوکړې له وخته ثابته وي خو د هیجاني ځیرکتیا اندازه یې د عمر په دوران کښې په مختلفو طریقو پیاوړې کیږي او زیاتیږي.

په حقیقت کښې هیجاني ځیرکتیا تر ډیره د ترلاسه کیدو وړ ده او انسانان د ژوند په اوږدو کښې د EQ د زیاتولو لپاره ضروري مهارتونه زده کوي او د هغو په تکرارولو سره په کامیابو، خوشاله او له ژوند څخه په راضي کسانو بدلیږي. په بله وینا، کوم کسان چې په هیجاني ځیرکتیا کښې ځیرک ګڼل کیږي هغوي ځینې داسې ځانګړنې لري چې د پروګرام په دوام کښې ورسره اشنا کیږو.

*/*/*/*

دغه کسان عموماً د خپلې کمزورۍ او قوت یا پیاوړتیا ټکي پيژني. د خودآګاهۍ ترټولو ستره نښه دا ده چې یو کس د ځان پیژندنې او په کلي توګه د خپل شناخت په هکله مُصِر او ریښتونی دی. کوم کس چې په دې پوه شي چې د چلند کومې برخې یې بیاکتنې او غور ته ضرورت لري، کومې برخې یې د قوت ټکي لري او باید په دوامداره توګه یې لاپياوړې کړي او څرنګه کولې شي په خپل شخصیت کښې له موجودو ټولو کمزوریو او قوتونو سره، ډیر غوره اثر او کارکردګي وښايي، لوړ هیجاني هوش EQ لري. د مثال په توګه که پوه شي چې د کار په ځاې کښې په کوم برخو باندې ډیره اغیزه لري نو په همهغو برخو کښې غوره عمل کوي او په ځان باندې لوړ اعتماد هم ښايي.

د لوړ هیجاني هوش لرونکي کسان د خپلو هیجاناتو دلایل کشف کوي. دغه کسان د نورو ټولو معمولي انسانانو په شان د قهر، ښادۍ، شوق، بې انګیزې توب وغیره په شان مختلفو هیجانات تجربه کوي. خو هغه څه چې دغه کسان له نورو څخه بیلوي، دا دي چې په خپل کړچار باندې په تمرکز او تفکر سره کوې شي د خپلو هیجاناتو د رامینځته کیدو په وجه پوه شي.

هغوي د هیجاناتو او جذباتو د رامینځته کیدو په وجه لږ ځنډ کوي او خپل احساسات معلومي او د هغو د راڅرګندیدو په اغیزې باندې په پوهیدو سره، په یوه شیبه کښې ترټولو غوره فیصله کوي. مثلاً د قهر او غصه کیدو په وخت ، چې پوهیږي سرچینه یې د ډیر کار په وجه رامینځته شوې ستړیا ده، په لږ پلي تګ او ارام کولو سره خپل قهر کنټرولوي او نورو ته د تاوان رسولو مخنیوی کوي.

*/*/*/

دغه کسان هم داشان «نه» ویلی شي او په صحي وخت د خپل مخالفت له څرګندونو ویره نه لري. د مثال په توګه د خپل کارله ملګرو سره د یوې ستونزې د رامینځته کیدو یا د یوې غیرعقلي غوښتنې په وخت، د خپل مخالفت دلایل بیانوي او د ضرورت په بڼه کښې، بې له هیڅ ډول اندیښنې، خپل مقابل لوري ته «نه» وايي.

د دغو کسانو یوه بله ځانګړنه دا ده چې د خپلې عقلي ودې او غوړیدنې لپاره کوشش کوي. یعنې د فردي وړتیاؤ په راڅرګندیدو کښې توانمني. په دې وجه کوم کسان چې لوړ EQ لري، په غور او ځان پوهونې سره کوې شي چې خپلې توانمنۍ، وړتیاوې او دلچسپۍ کشف کړي او خپلو موخو ته د رسیدو لپاره حقیقت پسندانه پروګرامونه پلان کړي او ورباندې عمل وکړي.

د لوړ هیجاني هوش یا EQ لرونکي کسان پوهیږي چې که په ځان باندې په بشپړه توګه اعتماد ولري او د ځان لپاره د احترام قائل وي نو یو رغونکی او مثبت کس ګڼل کیږي. که څه هم دغه کسان له غرور او ځان ښودلو پاک وي او د نورو لپاره ډیر زیات احترام هم لري.

د لوړ EQ لرونکي کسان، بدلونونه په خلاصه غیږه مني. دغه کسان په دې خبره ښه پوه دي چې له بدلون څخه ویره یې د پرمختګ مخه نیسي. په دې وجه په خلاصه غیږه د بدلونونو هرکلی کوي. هغوي د ناخوښو او ناڅاپي پيښو په وړاندې له کوشش او زیاره لاس نه اخلي او په هدفمندۍ سره د خپلې لارې خنډونه لرې کوي.

*/*/*/

اوس چې پوه شوو چې د لوړې هیجاني ځیرکتیا لرونکي کسان کومې ځانګړنې لري، غواړو پوه شو چې خپل هیجاني هوش یا EQ څرنګه پياوړې کړو.

دې هدف ته د رسیدو لپاره کوشش وکړئ چې خپل احساسات وپیژنئ، هغو ته پاملرنه وکړئ او خبر شئ چې هر حس د بدن په کومو غړو باندې اغیزه کوي. له نورو سره یوزړه توب وکړئ. خپلې ورځنۍ پيښې ولیکئ. دا کار لامل کیږي چې له لنډې مودې وروسته یوځل بیا خپلو افکارو او کړچار ته توجه وکړئ او نظر پرې واچوئ ترڅو د خپلو ستونزو جرړه پیدا کړئ. د چارچاپیر له خلکو د خپلو تمو سویه ټیټه کړئ. مثبت فکر کول تجربه کړئ او د منفي افکارو مخه ونیسئ. ستاسو د ذهن خوراک مطالعه او زده کول دي نو خپل ذهن اوږې مه پریږدئ. نرم ووسئ او کارونه مو په ځان باندې له حقیقته ډیره سختي مه کوئ. د ضرورت په وختونو له نورو مرسته واخلئ او که د هغوي درته ضرورت شو نو مرسته یې وکړئ.

*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه