Oct 25, 2023 11:20 Asia/Kabul
  • د ړنا سرچینې ۴۲ )( د دین د بشپړه کېدو ورځ)

د ړنا د سرچینې په دغه برخه کې به د مائدې د مبارکې سورې د یو بل ایت شریف شان نزول وڅېړو   

د هجرت په لسم کې وو چي مسلمانانو د حضرت نبی اکرم ص سره د حج وروستي مراسم پای ته رسولې وه، او د هغه حضرت سره یوځای له مکې نه وتلي وه او د مدینې په لور روان وه، په قافلې کې د اوښانو ژغونه او د زنګولو شرنګی حاجیان په خیالونو کې ډوب کړي وه، د اسلام د ګران پیغمبر خبره چي یې فرمایلي وه دا یې وروستی حج دی، د مسلمانانو زړونه یې ورغمجن کړي وه.

پیغمبر مبارک د خپل عمر ۲۳ کاله یې د الهي دین د رواجولو او د تقوا او فضیلت په لورې د انسانانو د هدایتولو په لړ کې لګولي وه، هغه حضرت په دین او دنیا کې د انسانانو د نیکمرغی لپاره هر هغه څه چي ضروري وه، د وحیې له الهي سرچینې تر لاسه کولې او بیا یې بشریت ته وړاندې کول، هغه حضرت الهي پیغامونه پوره پوره رسولې او اوس دا دی د هغه حضرت رحلت نژدې کېدونکې دی، لیکن د هغه ځایناستی او وصي به څوک وي.....!

د حضرت نبی اکرم ص د ځایناستی مساله یو تر ټولو مهمه موضوع وه چي هم هغه حضرت او هم خلګ د بلنې له پیله ورته خاصه اهمیت ورکاوه، عامر بن طفیل د ځان او د خپلې قبیلې د اسلام راوړلو شرط دا ټاکلی وو چي د پیغمبر مبارک د ځایناستی په ټاکلو کې ونډه ولري، همدارنګه د کنده قیبلې هم له پیغمبر مبارک څخه ورته غوښتنه کړې وه، هغوی له حضرت پیغمبر ص څخه پوښتنه کړې وه چي ستا د بریا په صورت کې د خپل ځایناستي په ټاکلو کې مونږ ته ونډه راکوي، خو د اسلام ګران پیغمبر دغو داړو قبیلو ته په ځواب کې فرمایلې وه چي د امامت او زما د ځایناستي د ټاکل کېدو مساله، د متعال خدای په لاس کې ده او هر چیرته چي صلاح وګڼي هغه ټاکی.

د حاجیانو کاروان جحفې سیمې ته ورسېده، وچه صحرا، ریګ او د ګوتو په شمېر یو څو ونو ماسېوا بل څه نه وه، د نبی اکرم ص یارانو ولیده چي د هغه حضرت په څېرې باندې د وحیې اثار ښکاره شول، نبی اکرم ص سترګې پټې کړې وې او د وحیې دروندوالې یې په څېره ښکاره شوه او له مبارک تندی څخه یې خولې څڅېدلې، په ناڅاپه په خپل ځای کې ودرېدل او توریې له ځان سره زمزمه کولې، او بیا ټوله کاروان ته یې د درېدو امر وکړ. د درېدو امر د لامل په هکله په کاروان کې خبرې شروع شوې، ځینو ویل څه شوی دی؟ هر څه سم دی؟ ولې دلته دې وچه صحرا کې ودرېدلو؟ دې ګرمه هوا کې او دې لمر کې دلته خو د دمې ځای هم نه دی! په دغه وچه دښته کې، ایا بیا ځلې متعال خدای په نبی اکرم ص وحیې کړی دی؟ د دغه شورماشور په مینځ او مان کې یو بل امر وشو: هغه دا چي هغه کسان چي مخته تللې دي بیا دې راستنه شي، او هغه چي لا ندې رسېدلي هغو ته دې انتظار وایستل شي او ټوله حاجیان دې د غدیر له ډنډ سره راغونډ شي. د ډڼډ چارچاپېر کې څو لویې ونې وې، یو شمېر کسانو ته تر ونو لاندې د زوزانو د صفاکېدو دنده وسپارل شوه، تر څو هلته د ماپښین لمونځ تر سره شي.

د اسلام ګران پیغمبر له غدیر ډڼډ سره په جمعې باندې لمونځ وکړ، له لمانځه وروسته، حضرت نبی اکرم ص د هغه مهمې مسالې په هکله خلګو ته خبر ورکوي چي د بیانولو لپاره یې د متعال خدای له لورې په دغه ځای کې د ودرېدو مامور ګرځېدلی وو، ټوله حاجیان یې چارچاپېر راغونډ شول، د اوښانو له کېجاو نه یو منبر جوړ شول څو نبی اکرم ص یې د پاڅه وخیږي او ټولو پورې یې ږغ ورسیږي او ټوله یې وویني. هغه حضرت د منبر د پاسه وختل، د هغه حضرت په اشارې سره، شورماشور ختم شو او ټوله چپه خوله د اسلام د مبارک پیغمبر د خبرو په تمه کې شول. حضرت پیغمبر اکرم ص د متعال خدای له نامه وروسته، داسي وفرمایل: حمد او ستاینه یوازې خدای لره ده. مونږ له هغه مرسته غواړو. په هغه ایمان راوړو او په هغه توکل کوو. ... مونږ د خپل نفس له بدیو او د خپل کړچار له بدوالې څخه هغه ته پناه وړو. هغه خدای چي که څوک (د خپل بد نیت او ګناهونو) له امله ګمراه کړي، هغه هدایت نه مومي او که څوک هدایت کړي هیڅوک یې ګمراه کولای نه شي، زه شهادت ورکوم چي پرته له واحد خالق چي مهربان او بخښونکی دی، بل معبود نه شته او شهادت ورکوم چي محمد د هغه بنده او استازی دی. اې خلګو! مهربان او عالم خدای ماته خبر راکړی دی چي زما مرګ نژدې دی. زه مسئول یم او تاسو هم مسئول یاست. اوس له تاسو پوښتنه کوم د متعال خدای په دربار کې زما په اړه څه وایاست؟ ایا د رسالت دنده مې سرته رسولې ده او تاسو مې نیغه لاره او د خدای دین ته بللی یاست؟! خلګو په یو ږغ سره وویل: مونږ شهادت ورکوو چي تاسو تبلیغ کړی او نصیحت مو کړی او زیات نه زیاته هڅه مو کړې ده، خدای دې تاته نیک اجر درکړي! بیا ځلې پیغمبر مبارک د ټینګار په توګه فرمایي: ایا تاسو شهادت ورکوئ چي له واحد خدای پرته بل معبود نه شته، او محمد د هغه بنده او استازی دی او جنت، دوزخ، مرګ او قیامت مسلم حق دی او له شکه پرته راتلونکې دي؟ بیا خلګو په ځواب کې وویل: بلې هو! په دغو ټولو شهادت ورکوو. حضرت نبی اکرم ص له دې نه وروسته فرمایي:  خدایه ته شاهد ووسه! بیا زیاتوي: خبر ووسئ چي په قیامت کې زه له تاسو نه مخکې د کوثر حوض ته ور رسیږم او بیا تاسو راځی او هغه داسي لوی حوض دی چي په څنډهو یې له حسابه وتلې جامونه دي. اوس چي د اجر ورځ مو په مخکې ده او باید د قیامت په ورځ له خپل پیغمبر سره یوځای شئ، وګورئ! نظر وکړئ! چي د دوو ارزښمنو څیزونو او دوو ځایناستو په وړاندې چي په تاسو کې پرېږدم څه ډول چلند کوئ؟ په دې وخت کې خلګو ږغ پورته کړ چې اې د خدای پاک رسوله ! هغه دوه ځایناستي کوم دي؟  پیغمبر اکرم ص په ځواب کې فرمایي:  د خدای کتاب، چي په یو بل پسې پیېلې لړۍ ده، یو سر یې د هغه په لاس کې دی او بل سر یې ستاسو په لاس کې دی نو د خدای کتاب راټینګ کړئ. او بل زما عترت او کورنۍ. متعال خدای ماته خبر راکړئ چي دا دوه (قرآن او اهلبیت) هیڅکله له یو بل څخه نه جلا کیږي تر هغه چي د قیامت په ورځ د کوثر پر څنګ زما حضور ته وارد شي. زه هم دغه هیله لرم او له متعال خدای می غوښتنه کړې ده. نو تاسو ته سپارښتنه کوم چي دغو دوو ارزښناکه امانتونو ته شا مه ګرځوئ که نه وي هلاکت او شقاوت مومی، او له دغو دوو نه واټن مه اخلئ چي پایله به مو ناوړه شي.

په غدیر کې د حضرت پیغمبر ص ټینګې خبرې او وېناوې څلور ساعته وخت ونیوه، هغوی په دغه موده کې د مختلفو چارو په هکله یادونه وکړل او د خپلو خبرو په مناسبت یې زیات ایتونه قرائت کړل، بیا یې یو څه دمه وکړه او په داسي حال کې چي په خلګو کې کتل په لوړ ږغ سره یې، علی بن ابی طالب علیه السلام راوغوښتل او هغه یې د منبر په زینه کې کښېنول، بیا یې خلګو ته په خطاب کې وفرمایل: اې مسلمانانو! تر اوسه درې ځلې جبرئیل امین د متعال خدای له لورې ماته وحیې راوړې ده چي له تا مخکې ټولو پیغمبرانو خپل ځایناستي او خلیفه ګان معرفي کړي وه، چون که په دغه ورځ د علی بن ابیطالب ولایت او امامت د خالق متعال له لورې د عالم په ټولو موجوداتو عرضه شوی دی، ته هم باید د هغه ولایت او امامت خلګو ته ابلاغ کړې. خو له هغه ځایه چي پوهېږم ځینې منافق دي او پاک زړه مومنان لږ دي، د متعال خدای د دغه فرمان په پوره کولو کې مې درې ځلې عذر راوسته، تر دې چي جبرئیل امین علیه السلام دلته په ما باندې وارد شو، متعال خدای فرمایي: یا ایها الرسول بلغ ما انزل الیک من ربک و ان لم تفعل فما بلغت رسالته و الله یعصمک من الناس: اې پیغمبره ! هغه څه چي ستا د رب له لورې درباندې نازل شوي، ورسوه، که یې ابلاغ نه وکړې، د خدای له لورې درکول شوی رسالت دې پوره کړی نه دی،  او (په دې کار کې د هیچا پروا مه کوه) خدای تا له خلګو بچوي. حضرت پیغمبر ص د مائدې د سورې د ۶۷ ایت له لوستلو وروسته وفرمایل: اې خلګو! ما ستاسو د خبرولو وظیفه لرله چي له ما وروسته، ستاسو خلیفه، امیر او مولا علی بن ابیطالب دی.

پیغمبر مبارک په هغه لویه غونډه کې د دې لپاره چي هر ډول شک او شبهه له مینځه یوسي د علی علیه السلام لاس ونیوه او پورته یې کړ او وفرمایل: اې خلګو! له تاسو پوښتنه کوم، د مومنانو په برابر له هغوی نه زیات د چارو او مصلحتونو په سنجولو څوک غوره دی؟ خلګو په یوه ږغ سره وویل:  خدای او د هغه رسول زیات پوهېږي. پیغمبر مبارک بیا ځلې پوښتنه وکړه: ایا زه پرتاسو تر تاسو زیات حق نه لرم \. تولو وویل: بلې هو همداسي ده. بیا پیغمبر مبارک د خلافت اسماني منشور داسي ولوسته:  د هر چا چي زه مولا یم دغه علی دی د هغه مولا. خدایه! د هغه چا دوست ووسه چي د علی سره دوست او د علی پیرو وي! دشمن ووسه د هغه چا چي علی سره دښمن وي! د هغه چا مرسته مه کوه چي د علی مرسته نه کوي! د هغه چا سره مینه وکړه چي له علی سره مینه کوي! هغه ته سزا ورکړه چي له علی سره دښمني کوي! حق د هغه د جود په محور وګرځوه، هر ډول چي هغه وي!

د اسلام عظیم الشان پیغمبر د یوې مودې لپاره د علی لاس یې اوچت ونیوه او په ټولو ځانګړنو او مشخصاتو سره، خلګو ته ور معرفي کړ. بیا د زړه له کومې د الله اکبر نعره وکړه.