Oct 25, 2023 14:20 Asia/Kabul
  • ډاکتره سهیلا سلحشور کردستاني
    ډاکتره سهیلا سلحشور کردستاني

په نننۍ خپرونه کې موږ د امیرکبیر صنعتي پوهنتون د علمي پلاوي له غړې او د کیټوټیک شرکت اجرایوي مدیرې، ډاکترې سهیلا سلحشور کردستاني سره آشنا کېږو. د هغې اکاډمیکه کارنامه یوازې د هغې د سخت کار او لوړ همت ښودنه کوي، کوم چې د یوې مخکښې ایرانۍ مېرمنې مهم رول انځوروي.

پوهېږئ چې د ښځو او د هغوی د حقونو مسله، په نړۍ کې یو له مهمو مسلو څخه ده. په نړۍ کې د ښځو د مقام پر وړاندې حساسیت، ځینو دولتونو ته دا فرصت ورکړیو چې د سیاسي ګټې اخیستنې په موخه، د نړۍ په کچه په رسنیویزو چلونو سره، له خپلو غوښتونو سره سم، عامه افکار تحریکوي  او هڅوي. په دې برخه کې کولای شو د ایران یادونه وکړو.

په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، په لوېدیځو رسنیو کې د ایران په خلاف د تبلیغاتو یو ثابت محور، د ایراني ښځو او د هغوی د حقوقو مسله وه. خو آیا هغه څه چې لوېدیځې رسنۍ خپلو لیدونکو ته د ایراني مېرمنو انځور وړاندې کوي، په حقیقت کې له حقایقو سره سمون لري؟

د دې پوښتنې د ځوابولو او په حقایقو د پوهېدو لپاره، په نننۍ خپرونه کې موږ د امیرکبیر صنعتي پوهنتون د علمي پلاوي له غړې او د کیټوټیک شرکت اجرایوي مدیرې، ډاکترې سهیلا سلحشور کردستاني سره آشنا کېږو. د هغې اکاډمیکه کارنامه یوازې د هغې د سخت کار او لوړ همت ښودنه کوي، کوم چې د یوې مخکښې ایرانۍ مېرمنې مهم رول انځوروي.

آغلې سلحشور په کیمیا کې د لیسانس سند، د نساجۍ علومو په برخه کې د ماسټرۍ سند او د پروټیني کیمیا په برخه کې د تخصصي دوکتورا او د مالیکولي بیولوژي په برخه کې د فوق تخصصي دوکتورا سند لري.

هغه اوس مهال د کیټوټیک (کیفیت ، تولید ، هڅې) اجرایوي مدیره ده، چې له ۱۳۸۰ راهیسې دا دنده پر غاړه لري او له ۷۷-۷۶  په کلونو کې هم د طبي وسایلو د تولیدي شرکت د څېړنې او پراختیا عالي سلاکاره وه. د آغلې کردستاني مسلکي او علمي کارنامه، یوازې د صنعت، تولید او پوهنتون په برخه کې پای ته نه رسېږي، بلکې هغه په ​​خپلو تخصصي کارونو کې 22 اختراعات لري.

دغه بریالۍ مېرمن د روغتیا په برخه کې د مناسبو خدمتونو د وړاندې کولو او د کار د رامنځته کولو په خاطر، د ایران د ۱۰ غوره ښځینه کار رامنځته کوونکې په توګه وپېژندل شوه. هغې خپل تولیدات په نړیواله کچه په ډنمارک، فرانسې، جرمني، آیرلنډ او انګلستان کې ثبت کړي دي، خو دا د دې ایرانۍ مېرمنې د بریا لپاره د کار پای نه دی.

هغه وايي: "زموږ شعار د روغتیا په برخه کې د فکر کولو نوې لاره ده او تر هغه چې زه کولای شم او خدای راته ژوند راکړي، زه به د خلکو له خدمت کولو او د داسې محصولاتو له اختراع څخه چې د دوی ژوند وژغوري، له هڅو څخه لاس وانخلم." دا زما وروستۍ هیله ده."

ډاکتره سهیلا سلحشور کردستاني

د لټون روحیه د هغې د وجود لازمي برخه ده. هغې د خپلو پرلپسې سفرونو څخه ډېر څه ترلاسه کړي دي او د هغې کار او ژوند له کشف او نوښت سره تړلی دی. تل د یوې زرینې شېبې په لټه کې وه. هغه هېڅکله داسې شېبې ته د رسېدو لپاره، د برخلیک او غیر لیکل شوي پېښو په تمه نشوه. هغې خپله هغه طلايي شېبې د ځان لپاره په ډېرې سختۍ سره جوړې کړي دي. کله چې هغه سویلي ایران ته په سفر تللې وه، خپلې څېړنې د جینګه پر پوستکو او د نورو کلک پوستکو په اړه تعقیب کړل.

یو اِکسیر چې جوړښت یې په علمي او څېړنیزو کارونو سره پیل او وروسته بیا د زخمونو لپاره د درملنې فارمول شو. دې فورمول ته رسېدل، د ډاکترې سهیلا سلحشور کردستاني د څلورویشت ساعته هڅو پایله ده. د طبي او معالجوي وسایلو د تولید په برخه کې یو له مخکښانو څخه، چې د خپل عالي هوښیارتیا سره یې د علم او ​​​​صنعت ترمنځ اړیکه ټینګه کړه.

علمي او اکاډمیک کارونه د ډاکترې سلحشور د صنعتي فعالیتونو یوه نه انکارېدونکې برخه ده. هغه مخکې له دې چې خپل طبي محصولات لوړې  کچې ته ورسوي، هغې د ډېرو کلونو لپاره په خپلو علمي پروژو کار وکړ او په بل ګام کې د تولید او کار رامنځته کولو په ډګر کې ګام پورته کړ. هغه له هوښیارو خلکو سره کار کولو ته لومړیتوب ورکوي؛ مګر په ​​​​دې باور ده چې "د لوړ ذکاوت له درلودلو څخه دا خورا مهمه ده چې انسان جزئیاتو ته پام وکړي او دا ځواک ولري چې یو څو ګامه مخکې وګوري."

ډاکتره سهیلا سلحشور کردستاني

هغې خپل کار د خپل کور له بام څخه پیل کړی دی. هغه وايي، کله ناکله د يوه محصول د توليد لپاره، ۵۰۰ آزموينې ترسره کېږي او ممکن ټولې ۵۰۰ آزموينې ناکامې شي. مګر پر پوهې باور کول او پر انفرادي وړتیاوو تکیه کول، تل نورې لارې خلاصوي. هغه په ​​​​دې باور ده چې د تولید په بهیر کې، تاسو باید د وسپنې بوټان په پښو کړئ او د ایوب صبر ولرئ.

دا هڅې او شاتګ نه کول د دې لامل شول، چې هغه له 30 څخه ډېر ملي او نړیوال اختراعات ثبت کړي. هغه د کیټوټیک شرکت له تاسیس څخه خپله تجربه په لاندې ډول بیانوي: "له پیل راهیسې کله چې زموږ لومړني محصولات تولید شول، پوهېدم چې زموږ په فعالیت کې خورا لوړ ظرفیت شتون لري.

په هرصورت، زخم په بشري ټولنو کې یوه خطرناکه مقوله ده او کولای شي د مرګ لامل وګرځي. په نړۍ کې خورا مشهور او لوی نړیوال شرکتونه شتون لري، چې د زخم درملنې ته د صنعتي برخې په توګه ګوري؛ له همدې امله پوهېدم، په هغه ساحه چې زه داخله شوې یم، لوی ظرفیت لري.

ډاکتره سهیلا سلحشور کردستاني

د پوه بنسټه کیټوټیک شرکت، د مېرمن سلحشور کردستاني تر څارنې لاندې، له 80 څخه ډېر محصولات تولیدوي.

پوه بنسټه شرکتونه، هغه خصوصي یا تعاوني مؤسسې دي چې د پوهې او شتمنۍ د زیاتوالي او د پوهې پر بنسټ د اقتصادي پراختیا او د علمي او اقتصادي اهدافو د تحقق په موخه رامنځته کېږي.

 د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي، تل د علم پر بنسټ د اقتصاد په تعریفولو سره ټینګار کوي: پوه بنسټه اقتصاد د تولید لګښتونه کموي، تولید زیاتوي، چې نن ورځ زموږ یوه ستونزه، د تولید کمښت دی؛ د محصول کیفیت لوړوي، ښه کوي او محصولات سیالۍ ته چمتو کوي؛ یعنې په نړیوالو بازارونو کې، موږ کولای شو دا محصولات د رقابتي محصولاتو په توګه وکاروو."

آغلې سلحشور چې یوه بېلګه ایرانۍ سوداګره ده، له خپلې ډلې سره په دې توانېدلې چې د پوهې په ډګر کې یو بریالی شرکت جوړ کړي. هغه باور لري چې د پوهې پر بنسټ شرکتونه د پرمختګ لپاره ځای لري او کولای شي تولید ته وده ورکړي.

 هغه وايي: «په  ۱۳۸۲ کال کې چې موږ دغه شرکت جوړ کړ، په ایران کې لا د علم پر بنسټ مفهوم نه وو رامنځته شوی او موږ د هغو شرکتونو په ډله کې وو چې نوم یې د علم پر بنسټ نه وو؛ مګر په حقیقت کې، موږ د پوهې پر بنسټه ګڼل کېدو. موږ پوهېدو هغه نظرونه چې موږ د هغه خواته تللي یو، خورا عملي دي او د کار لپاره ډېر ځای لري.

سربېره پردې، د پوهې پر بنسټ شرکتونه تل د ودې او پرمختګ لپاره ځای لري. ما هم په همدې فکر سره کار پیل کړ، دوام مې ورکړ او وتوانېدلم چې خپل تولیدات پراخ کړم. موږ  د محصولاتو پر یوې ډلې د زخم د درملنې لپاره چې د وینې مخنیوي کوونکو پورې اړوند وو، تمرکز وکړ، چې د طبي صنعت یوه مهمه برخه ده. همدارنګه، د ضد عفوني موادو د جوړولو په لټه کې شو چې جانبي عوارض ونه لري او بریالي شو چې د لومړي ځل لپاره د "نانو" په ټکنالوژۍ سره، له الکول پرته ضد عفوني کوونکي درمل تولید کړو. په همدې ډول، زموږ د محصولاتو لړۍ په تدریجي ډول پراخه شوه."

ډاکتره سهیلا سلحشور کردستاني

آغلې ډاکترې سلحشور، د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا تاسو کله هم احساس کړی، چې د یوې ښځې په توګه له محدودیتونو سره مخ یاستئ؟ په اصل کې ښځینه توب ستاسو په فعالیت او سوداګرۍ کې څه اغېزه لري؟

زیاتوي: دا هغه پوښتنه ده چې ډېری کسان زما څخه پوښتنه کوي. حقیقت دا دی، ما هېڅکله فکر نه دی کړی چې ښځینه توب زما لپاره محدودیت رامنځته کړی وي. اوس چې دا موضوع د نورو په آند څنګه ښکاري، زه نه پوهېږم. زه د نورو په زړونو او ذهنونو کې نه یم، مګر تر اوسه زما په لاره کې هېڅ خنډ نه دی رامنځته شوی. نه پوهېږم، شاید زه یوه بې احساسه ښځه یم؛ خو ما هېڅکله دا احساس ونه کړ چې زه د یوې ښځې په توګه له کوم ځانګړي خنډ سره مخ شم."

هغه خپلې بریاوې د ځان او د خپلو همکارانو د ټیمي کار پایله ګڼي او وايي: "یقینا د مهمو کارونو ترسره کول د یوه کس کار نه دی. تل یو ښه ټیم اړین دی؛ هغه ټیم چې په هر ځای کې ستاسو تر څنګ وي. زما ټیم تل په ډېرې خولې او زما په خبرو په پوره باور سره کار کړی او په دې برخه کې ډېره نېکمرغه یم. زما لومړنی جدي همکار زما خاوند وو، چې یو څېړونکی او اکاډمیک کس دی. په ټولیزه توګه زما په کاري ټیم کې تل ډېرو ښو کسانو شتون درلود. پوه، دقیق، صابر او د کار تر فشار لاندې کسان، چې ډېر زغم یې درلود او په لابراتوار کې په ساعتونو ساعتونو کار کړی دی. "د دوی ډېری کسان په پوهنتون کې زما زده کړیالان دي."

ډاکتره سهیلا سلحشور کردستاني

په پای کې، ډاکتره سهیلا سلحشور کردستاني ځوانانو ته داسې هیله لري: "انسانان په اصل کې په هیلې سره ژوند کوي." حتی ډېر نا هیلې کسان، که له هرې ټولنیزې طبقې څخه هم وي، هر سهار په هیلې سره سترګې پرانیزي. کله چې لمر پرې وځي، پوهېږئ چې ژوند لاهم دوام لري، اوس که هرڅومره چې شرایط سخت وي. یقینا زه د هېواد ځوانان چې د استعداد او وړتیا له مخې بې ساري دي، کار ته هڅوم او هغوی ته وایم، چې خپلې لارې ته دوام ورکړئ او د نويو کارونو په لور ولاړ شئ.

زه ډېره خوشحاله کېږم چې وینم، زموږ ځوانان لوی علمي کارونه ترسره کوي او سترې لاسته راوړنې لري. موږ ټولو ته د ژوند کولو یو چانس راکړل شوی دی، چې ډېر لنډ هم دی. له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره، خپله ټوله هڅه وکاروئ. هېڅکله زده کړه مه پرېږدئ. "له خپلې وېرې سره مخ شئ او خپل اقدامات مه ځنډوئ."

ژباړه: زماني

ټیګونه