بې نقابه آمریکا
له صهیونیستي رژیم څخه د امریکا د ملاتړ دوام، په امریکا کې د فلسطین ملاتړو محصلینو ته د حکومت سخته خبرداري، په امریکا کې د بودیجې کمښت او د ښارونو په شاوخوا سیمو کې د بې وزلی زیاتوالی په تېره اوونۍ کې د امریکا له مهمو موضوعاتو څخه بلل کیږي چي د خپرونې په دوام کې به یې په تفصیلي توګه وڅېړو.
د طوفان الاقصی له عملیاته د دریو اونیو زیاته موده شوې ده خو صهیونیست رژیم د دغه عملیات په غبرګون کې لاهم په غزې کې په فلسطینیانو باندې هوایي بریدونه جاري ساتلي دي چي د امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول د ورځې له زورو نه زیاتو فلسطینیانو ته په کښې مرګژوبله اوړي، لیکن امریکا د دې رژیم د استراتیژیکې ملګرې په توګه په دغو وژلو باندې سترګې پټې کړي دي او په دې پلمې سره چي اسرائیل رژیم د ځان د دفاع حق لري، د دغه رژیم له لورې په زهرجنو بمونو سره د فلسطیني ښځو او ماشومانو له عام وژنې څخه ملاتړ کوي. په دې لړ کې امریکا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا او انګلیس په یوه ګډه اعلامیه کې په غزې کې په عامو فلسطینیانو باندې د صهیونیست رژیم له بریدونو د ملاتړ اعلان کړی دی، د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ په ټوییټر کې ولیکل: اسرائېل له ځانه د دفاع حق لري، مونږ باید ډآډه شو چي اسرائیل هر هغه څه ته چي ضرورت لري تر لاسه کوي. د صهیونیستي رژیم له جنایاتو او د ماشومانو او ښځو له وژلو نه بایډن په داسي حال کې د ملاتړ اعلان کوي چي دغه رژیم هره ورځ په عامو وګړو، کورونو، جوماتونو، روغتونونو او حتی کلیسا باندې هم بمبارۍ کوي. البته له صهیونیستانو څخه د امریکا ملاتړ یوازې سیاسي نه ده، بلکې امریکا د فلسطینیانو د وژلې او بمبار لپاره صهیونیستي رژیم ته د جي ډي ام پرمختللې او خطرناکه بمونه هم وراستولي دي او خپل ځانګړي ځواکونه یې هم ورلیږلی دی او په غزې باندې په ځمکني عملیات کې هم ورسره ملګرتیا کوي. همدارنګه امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې غزې سره د مرستو او اوربند لپاره د روسیې او برازیل له لورې وړاندي شوي پرېکړه لیکونه ویټو کړې ده او غزې ته د هیڅ ډول بشري مرستو د لېږدولو اجازه نه ورکوي. دا په داسي حال کې دی چي په غزې د ښځو او ماشومانو په شمول کابو ۳۰ زره کسان د صهیونیست رژیم په هوایي بریدونو کې ټپیان شوي دي او درملو ته ضرورت لري، خو صهیونیست رژیم، په غزې باندې، اوبه، برېښنا، خوراکي توکې او درمل بند کړی دی، اوس مهال هم د غزې دوه نیم میلیون فلسطینی ولس له سختې لوږې او تندې سره مخ دي او د ملګرو ملتونو په مرسته په ۲۴ ساعتونو کې یوه وخت ډوډۍ خوري.
په داسي حال کې چي د امریکا حکومت او غربي رسنیو له اسرائیل رژیم نه ملاتړ کوي خو په امریکا کې له دغه رژیم سره ولسي مخالفتونه په زیاتېدو دي، د امریکا په اکثرو ښارونو او حتی واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته د صهیونیستانو په ضد ولسي مظاهرې شوي دي، د دې په ترڅ کې ځینې امریکایي سیاستوال هم د اسرائیل د رژیم په هکله د امریکا د حکومت په سیاستونو نیوکې کوي. د امریکا د کنګرس ۱۰۰ استازو له سپینې ماڼۍ څخه غوښتې ده چي په غزې باندې د صهیونیست رژیم د بریدونو د بندېدو یعني اوربند لپاره اقدام وکړي، د کنګرس دغو استازو ویلي دي چي د الاقصی طوفان په وړاندې د اسرائیل د رژیم غبرګون باید د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې وي، او د عامو وګړو له وژلې دي لاس واخلي. د ایلهان عمر، رشیده طلیب او کوري بوش په څېر د ځینو استازو نیوکې ښودنه کوي چي د امریکا په کانګرس کې دننه هم صهیونیست رژیم نه ملاتړ د پخوا په څېر نه دی، بلکې د صهیونیستانو د مخالفانو پارټۍ ورځ تر بلې پیاوړي کیږي. خو سره له دې په امریکا کې لا واک د اسرائیل پلوه سیاستوالو سره دی او هغوی د صهیونیستانو سره د هر ډول مخالفت د مخنیوی لپاره هڅه کوي.
ګارډین ورځپاڼه لیکي چي د الاقصی طوفان د عملیات له پیلېدو نه وروسته، په امریکا کې د صهیونیست رژیم د مخالفانو د ځپلو لپاره هلې ځلې زیاتې شوي دي.
دوه جمهوري پال سیاستوالان ران دیسانتیس او ټیم اسکاټ چي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندان شوي وه، رسنیو سره په مرکه کې په حکومت غږ کړي دي چي فلسطین پلوو محصلینو ته سخته سزا ورکړي. هغوی ژمنه وکړه چي ولسمشری ته د رسېدو په صورت کې به په امریکا کې ټول هغه محصلینو چي له فلسطین څخه په ملاتړ کې لاریون کړی او یایې هم په سوشیل میډیاو کې مطالب پورته کړي، سزا کړي. په امریکا کې تر سره شوي نظر غوښتنې ښودنه کوي چي اکثره امریکایي ځوانان د اسرائیل له رژیم نه کرکه کوي. د امریکا په فلورېدا کې د یهودو شمېر زیات دی، دیسانتیس په دې وروستیو په دغه ایالت کې د ایراني الاصل امریکایانو په کاروبارونو د بندیز په لګولو سره د یهودو د ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه کړې ده، هغه همدارنګه د امریکا د هاروارډ او کلمبیا پوهنتونونو د محصلینو له لورې د فلسطین ملاتړ شرموونکی بللی دی او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتونکی شوی دی.
د امریکا د بودیجې کمښت بې مخینې حد رسېدلی دی، د امریکا حکومت اوس د یو اعشاریه اووه (۱.۷) ټریلیون ډالر له کمښت سره مخ دی، دا د کرونا له وبا نه وروسته مخینه درلودلې نه ده، د امریکا د حکومت د بودیجې په کمښت کې د تیر کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالې راغلې ده. په داسي حال کې چي د امریکا حکومت خپله د بودیجې له کمښت سره مخ دی د امریکا ولسمشر جوبایډن اسرائیل رژیم او اوکراین سره د مرستو لپاره له کنګرس څخه د ۱۰۰ میلیارد ډالرو د تصویبولو غوښتنه کړې ده. د کارپوهانو په وېنا د حکومت د بودیجې کمښت بیا ځلې د ډیموکراټانو او جمهوري پالو تر مینځ د اختلافاتو د زیاتوالې لامل ګرځي، ځکه چي جمهوري پالان په کنګرس کې د ډیموکراټانو له خوا چي حکومت ورسره دی، غوښتل شوي پیسې نه تصویبوي، په داسي حال کې چي حکومت د خرڅونو د کمولو ژمنه کړې وه، خو د اواکراین د جنګ او د صهیونیست رژیم د ملاتړ د امله یې خرڅونه زیات شوي دي.
په امریکا کې د لویو ښارونو په چارچاپېر کې بې وزلي په زیات سرعت سره، خپریږي، دا په داسي حال کې دی چي کمزوري عاید لرونکي پرګنی له ښارونو څخه وتلو ته مجبوره شوي دي، دا بهیر له تېرو دوو لسیزو نه پیل شوی دی، خو دغه بهیر د امریکا د حکومت له لورې په نورو هیوادونو کې د جنګ جوړونو او کرونا نه وروسته ډېر چټک شوی دی په داسي ډول چي یوازې له ۲۰۱۹ نه بیا تر ۲۰۲۲ میلادي کلونو پوري، د امریکا د بې وزلو له ۳۹ میلیون کسانو نه ۴۱ میلیون کسانو ته زیات شوی دی. په امریکا کې د بې وزلی کچه اکثره د لویو ښارونو په چارچاپېرو سیمو او لیري پرتو سیمو باندې زیات اغېز کړی دی.
د امریکې بروکینګز موسسې اعلان وکړ چي د واشنینګټن، سانفرانسیسکو، اوګدن، یوټا، سنت لوئیس، مینیاپولیس او سنټ پل کې د بې وزلی کچه د دې هیواد د نورو ایالتونو په پرتله ډېره زیاته شوې ده، په تېرو کلونو کې د امریکا په لویو ښارونو کې د کورونو کریې لوړې شوي دي چي د امله کم عاید لرونکي پرګنی له ښارونو بهر استوګنې ته مجبوره شوي دي، دغو سیمو کې عامه ټرانسپورټي او نور ښاریز خدمات کمزوري دي، او کم عاید لرونکو پرګنیو سره، د مرستو لپاره هیڅ اسانتیاوې نه لري.