Oct 30, 2023 12:25 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! د افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې د لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یوو.

د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر اداري مرستیال " عبدالسلام حنفی" له یوشمیر شیعه عالمانو او منتفذینو سره ملاقات او خبرې اترې وکړې. په دغه ملاقات کښې صادق شاغاسي او سید حسن فاضل زاده د نورو په استازیتوب، په افغانستان کښې د امنیت له تامینیدو خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان خلک پس له څلویښتو کلونو د خپلواکه حکومت خاوند شوي دي په دې وجه باید له رامینځته شوي زرین فرصت څخه د هیواد د پرمختګ او ترقۍ او د نظام د استحکام په لړ کښې استفاده وشي. د هغوي په وینا، د افغانستان ټول خلک په تیره بیا د دغه هیواد اهل تشیع له طالبانو د ملاتړ په لړ کښې لټي ونه کړي او اهل تشیع عالمان د خلکو د مختلفو پرګنو ترمینځ د یووالي رامینځته کولو په لړ کښې کوشش کوي.

په دغه ملاقات کښې ښاغلي حنفي هم څرګنده کړه: افغانستان په هیواد کښې د اوسیدونکو ټولو قومونو ګډ کور دی او مونږ د خپل هیواد د ټولو ګرانو خلکو د حقوقو د خیال ساتنې په لړ کښې هلې ځلې کوو.

*/*/*

په تیره اونۍ کښې د طالبانو د حکومت د کډوالو وزیر " خلیل الرحمن حقاني" د مرکزي آسیا لپراه د اروپايي اتحادیې د پراختیايي مرستو له مسئول او د افغانستان لپاره د دغې اتحادیې له مرستیال سفیر سره وکتل. حقاني له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې له ملګرتیا په قدرونې سره وویل: د مرستو اعلان شوې اندازه ډیره زیاته ده خو مثبته نتیجه یې نه لیدل کیږي. هغه د مرستو ضایع کیدو ته په اشارې سره زیاته کړه: د مرستو زیاتره برخه د هغو موسسو او پروژو په اداري چارو لګي چې ضرورت ورته نشته.

په افغانستان کښې د طالبانو د کډوالو د چارو وزیر په دوام کښې له اروپايي اتحادیې وغوښتل چې دغه مرستې د راستنیدونکو کډکوالو لپاره د کورونو، کلینیکونو، ښوونځیو او د نورو بیخ بیناؤ او بنیادي پروژو په جوړولو ولګوي. حقاني زیاته کړه چې دغه وزارتخانه په ۲۸ ولایتونو کښې د مهاجرینو ښارګي لري او له نړیوالو ارګانونو او هیوادونو یې وغوښتل چې د ستنیدونکو کډوالو لپاره په دغو ښارګیو کښې د ژوند د ابتدايي امکاناتو او ضروري ودانیو د جوړولو په کار کښې مرسته وکړي.

دواړو لورو په دغه ملاقات کښې د هرات د زلزلې له امله د افغان کډوالو د ستونزو او له هغوي سره د مرستو د څرنګوالي په هکله خبرې اترې وکړې.

*/*/*/

تیره اونۍ په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د پوځ لوې درستیز "فصیح الدین فطرت"  په پنجشیر ولایت کښې یوې غونډې کښې، امریکا په نړۍ کښې د بشري حقوقو ترټولو ستره خلاف ورزي کونکې وبلله. د کابل د حکمت د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیر ا... خیرخواه هم په دغې غونډې کښې د فسلطین د مسئلې په وړاندې د ځینو اسلامي هیوادونو په چپتیا نیوکه وکړه. هغه زیاته کړه: اسلامي هیوادونه په تیره بیا ۲۲ عرب هیوادونه د امریکې له ویرې په فلسطین کښې د جنګ او د بیګنناه خلکو د وژلې تشه ننداره کوي. د خیرخواه په وینا، له نورو اسلامي هیوادونو نه علاوه، نن سبا ۲۲ عرب هیوادونه موجود دي خو ولې نه شي کولې د هغو وروڼو مرسته وکړي چې وژل کیږي او سوځول کیږي.

په دغې غونډې کښې فصیح الدین فطرت هم وویل: کومې جبهې چې له افغانستانه بهر جوړې شوې دي، د دې هیواد په خلکو کښې د تفرقې لپاره دي.

له بلې خوا د طالبانو د حکومت د معدنونو وزیر شهاب الدین دلاور هم څرګنده کړه چې په وروستیو دوو کلونو کښې مو د معدنونو د غیرقانوني استخراج او قاچاق مخه نیولې ده.

له دې مخکښې هم د طالبانو د حکومت چاروکاو د فلسطین په خلکو باندې د صهیونیسټي رژیم حملې غندلې وې.

د افغانستان د چارو کارپوه "علیرضا شریفي پور" په دې هکله وايي: په خواشینۍ سره د عربو هیوادونو او مسلمانانو د کمزورۍ یو ټکی تفرقه او د ګډ دښمن یعنې صهیونیسټي رژيم په وړاندې یې په خپلو کښې د وحدت نشتوالی دی. دغه رژيم هم له هم تل له دغې کمزورۍ ګټه پورته کړې ده. په عین حال کښې ځینې ډلې او هیوادونه صهیونیسټي ضده شعارونه ورکوي خو هیڅکله یې له دغه رژيم سره په اوله لیکه کښې له جنګیدونکو ډلو سره عملي ملګرتیا نه ده کړې.   */*/*/*/*

په پاکستان کښې هم تیره اونۍ مختلفې پیښې او بدلونونه راغلل چې ترټولو مهم په کښې ناقانونه افغان کډوالو ته د پاکستان د حکومت د خبرداریو دوام و. په هم دې لړ کښې د پاکستان د بلوچستان د صوبايي حکومت ویاند وویل چې کوم افغان کډوال چې د اقامت قانوني اسناد نه لري، او د نومبر تر وړومبۍ نیټې له پاکستانه ونه وځي نو د قانون له مخې به ونیوې او زنداني کړې شي.

هغه زیاته کړه: افغانستاني ښاریزو ته د یو میاشتني مهلت یوازې څو ورځې پاتې دي او له هغې وروسته به هغه کډوال چې پاکستان یې غیرقانوني ګڼي، ونیوی شي او قانوني چلند به ورسره وکړې شي.

په داسې حال کښې چې اعلان شوی مهلت لا نه دی ختم شوی خو ځايي سرچینې وايي د پاکستان پولیسو کور په کور تلاشۍ شروع کړې دي، د شپې مهال د افغان کډوالو کورونو ته ننوځي او هغوي زنداني کوي.

له دې مخکښې پاکستاني رسنیو رپورټ ورکړی و چې له پاکستانه د غیرقانوني کډوالو د وتلو لپاره د یو میاشتني الټي میټم له ټاکلو وروسته ډیر افغانستاني کدوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

همداشان په تیره اونۍ کښې خبري سرچینو اعلان وکړ چې د ایران له اسلامي جمهوریت څخه پاکستان ته د مالونو صادرات تیر کال ۱۸ فیصده زیات شوي او له ایران څخه پاکستان ته د ۱.۵ میلیارډ ډالرو صادرات شوي دي.

د ایران او پاکستان د سوداګرۍ خونې سکرتره فهمینه دامرودي په شهر کُرد کې د پاکستان د امکاناتو او ظرفیتونو د معرفي کولو په کنفرانس کې وویل چې پاکستان د چابهار بندر خپل حریف ګڼي خو د ایران له نظره دغه بندر او پاکستان د چابهار بندر بشپړونکي دي. هغې زیاته کړه چې پاکستان د ایران ټایلونه او سیرامیکونه د هغو د رنګ و لعاب او قیمت په وجه خوښوي. د ایران او پاکستان د سوداګرۍ خونې منشڼې په دوام وویل، یو بل محصول چې پاکستان یې له ایران څخه په زیاته اندازه پېري، د وچه دڼیا ده. دا محصول په پاکستان کې پروسس کیږي او  بیا ایران ته راستنیږي او د عطرو په صنعت کښې کارول کیږي.

میرمن دامرودي دې ته په اشارې سره چې پاکستان ته د شیانو صادراتو تیر کال ۱۸ فیصده وده درلوده، وویل: تیر کال له ایرانه پاکستان ته د یونیم میلیون ډالرو صادرات وشول. هغې څرګنده کړه: معدني سونګ، شیدې او لبني محصولات، د مارغانو هګۍ، میوې، پلاسټکي مواد، کوټل شوې ا وسپنه، کیمیايي محصولات او قالینونه پاکستان ته د ایران صادراتي شیان دي.

د ایران او پاکستان د سوداګرۍ خونې منشۍ زیاته کړه: تیر کال د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د ایران اختصاصي نندارتون جوړ شو او دغه هیواد د ډیرو شیانو د معرفۍ وړتیا لري. په عین حال کښې د ایران او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د مرستیال مشر په وینا، پاکستان ته د ایران صادرات د سیستان و بلوچستان له سرحدونو کیږي.

په شهرِ کرد کښې د پاکستان د ظرفیتونو او وړتیاؤ د پيژندګلوۍ په غونډه کښې امان‌ا... شهنوازی ټینګار وکړ چې پاکستان ته د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ټولټال ۳۲۰ آیټمه شیان صادریږي او له دغه هیواده بیا ۵۰۰ زره ټنه وریجې ایران ته واردیږي.

*/*/*/

تېره اوونۍ په داسې حال کې چې پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ نواز ګوند مشر محمد نواز شریف له لندن څخه پاکستان ته ورسېد، تیر وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان په اداري فساد کې مجرم وپېژندل شو او محکمې یې ضمانت هم ونه منه.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د خپلې خوښې له جلاوطنۍ ستون شو او له ملي ټاکنو درې میاشتې وړاندې اسلام اباد ته داخل شو. د هغه ګوند نواز مسلم لیګ په ښکاره اعلان کړی چې نواز شریف به د ګوند له خوا د صدراعظمۍ لپاره کاندید وي.نواز شریف څلور کاله وړاندې په پاکستان کې د فساد په تور په زندان کې و خو  د درملنې لپاره ورته انګلستان ته د تلو اجازه ورکړې شوه او له هغه وروسته بیرته راستون نه شو، څو ورځې وړاندې د اسلام اباد یوې محکمې ضمانت صادر کړی و چې نوز شریف به هېواد ته د ستنېدو پر مهال نه نیول کېږي. په اصل کې د پاکستان محکمې د یوې پرېکړې په صادرولو سره د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر نواز شریف بېرته ستنېدو ته لاره هواره کړه.

نواز شریف له ۲۰۱۹ کال راهیسې د خپلې خوښې په جلاوطنۍ کښې په لندن کښې دیره و او اوس محکمه وايي چې له هغه څخه به د مالي فساد په تور د احتمالي نیونې په وړاندې ملاتړ وکړي. د مسلم لیګ نواز ګوند د اعلان له مخې، نواز شریف له لندن څخه اول سعودي عربستان ته لاړ چې ښودنه کوي د تیر پړاؤ په شان عربستان، پاکستان ته د نواز شریف په ستنیدو او احتمالاً د حکومت په ترلاسه کولو کښې یې لاس لري.

د سیاسي چارو کارپوه عباس فیاض په دې هکله وايي: پاکستان ته د محمد نواز شریف تګ به د دغه هیواد سیاسي بدلونونه خامخا بدل کړي، دا په داسې حال کښې دي چې مخالف ګوندونه، سیاسي ډګر ته د هغه په ستنیدو اعتراض او نیوکه لري ځکه باوري دي چې محمد نواز شریف د محکمې له خوا له هر ډول سیاسي فعالیته منع شوي دی او جزايي حکم لري چې باید جیل تیر کړي. خو داسې ښکاري چې احتمالاً د پاکستان د پوځ او عربستان ترمینځ د د ترسره شویو غږملتیاؤ له امله  به نواز شریف یوځل بیا واکمن شي.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه