Nov 19, 2023 07:42 Asia/Kabul

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د "ريحانه" نومي لړۍ له یوه بل مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو په دې خپرونه کې، د اسلام له نظره په ټولنه کې د نارینه او ښځینه سالمو اړیکو ته اشاره کوو له موږ سره پاتې شئ.

نن ورځ، د ټولنیزو او اقتصادي اړیکو د زیاتوالي او په ټولنه کې د ښځو د حضور د پراخېدو له امله، د نارینه او ښځینه ترمنځ د سالمې او سمې اړیکې مسله، ډېره مهمه ده. د ښاري کېدو او د ټولنیزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا سره، دا حضور په ټولو عامه او خصوصي ځایونو لکه: درسي خونو، کاري ځایونو، بازارونو او تفریحي ځایونو کې څرګندېږي. له دې امله، د نارینه او ښځینه تر منځ د اړيکو مسئله، يو له هغو مهمو مسايلو څخه ده، چې اسلام پرې ټينګار کړى او د انسان د جسمي او معنوي اړخونو په پام کې نيولو سره، د هغه وخت د شرايطو پر بنسټ، د هغوی د اړتياوو د ځوابولو هڅه کړې ده.

په ټولنیز ژوند کې انسان په طبیعي ډول له ګاونډیانو، ښوونکو، استادانو، همکارانو او نورو کسانو سره په بېلابېلو دندو کې اړیکې لري. د دې کسانو له جملې څخه چې له هغوی سره په اړیکه کې دي، ځینې د دوی له خپل جنس او ځینې هم له بل جنس څخه دي، چې په اسلامي فقه کې "نامحرم" ګڼل شوي. هر مسلمان د هغه نامحرم په وړاندې چې ورسره اړیکه لري، دندې او مسئولیتونه پرغاړه لري.

بې له شکه، د اسلام حقیقي او عادلانه تعلیمات، چې د هغوی د فطرت پر بنسټ ولاړ دي، د ننني نسل لپاره لارښوونکي او د نېکمرغۍ لامل دي. د اسلامي فقهې او قانون پر بنسټ، د نارینه او ښځینه تر منځ اړیکه باید په داسې ډول وي، چې عقل، شریعت او فطرت یې ومني. له همدې امله، اسلامي فقهې د ښځې او نارينه د اړيکو لپاره معيارونه او اصول وضع کړي، چې هر يو بايد دا قوانین مراعات کړي.

له شک پرته چې د دې قوانینو مراعاتول، د فردي، کورنۍ او ټولنیزې آرامتیا لامل ګرځي او نه یوازې فرد، بلکې د هغه کورنۍ او په ټولیزه توګه، هغه ټولنه چې هغه پکې ژوند کوي، د هغه له ګټو برخمنه کېږي. دا دندې او مسئولیتونه چې اسلام د نا محرمو مسلمانانو لپاره د یو بل سره د اړیکو نیولو په موخه په پام کې نیولي دي، د ټولنې په کچه د سمو اړیکو د ساتلو، د کورنۍ د بنسټ د ساتلو او د راتلونکي لپاره د سالم نسل د روزلو په موخه رامنځته شوي دي.

د يادونې وړ خبره دا ده چې اسلام په ټولنه کې د نارينه او ښځې تر منځ د سالمو اړيکو لپاره د شرايطو او حدودو په ټاکلو سره، د ښځو لپاره د محدوديتونو د جوړولو هڅه نه کوي، بلکې غواړي چې دواړه جنسونه سره يو ځاى کړي، مګر دوی ته یې حدود ټاکلي دي، ترڅو دا ټولنیزې اړیکې بې زیانه پاتې شي او په ټولنه کې دوام ومومي.

اسلامي اصول او مقررات غواړي چې د نارينه او ښځې تر منځ دا مشارکت، په سالم چوکاټ کې رامنځته او د متقابلو ګټو خاوندان شي، نه دا چې يو اړخ د بل له وجود څخه ناوړه ګټه پورته کړي. اسلام غواړي چې د نارینه او ښځینهع تر منځ ټولنيزې اړيکې جوړې شي، مګر دوی ته کوم زيان ونه رسېږي، ځکه چې همدا زیانونه دي، چې د ټولنې د پرمختګ مخه نيسي.

د اسلام له نظره، د ښځینه او نارینه اړيکې بايد داسې نه وي، چې په هغې کې جنسي ګټې او خوندونه وي، ځکه جنسي ګټې، يوازې د واده په چوکاټ کې جواز لري او د کور له چاپېريال څخه بهر ته د هغوی ایستل، د سمو ټولنیزو کارونو د کمښت لامل کېږي او د ودونو شمېر به هم کم کړي.

 حضرت آیت الله خامنه يي په ۱۹۸۷ کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې ویلي: نن ورځ په توره او ترخه نړۍ کې – چې دا ځل د سترو قدرتونو پورې تړلي ملتونه هم پکې شامل دي – اخلاقي ارزښتونه له منځه تللي دي،د کورنۍ بنسټونه، کمزوري او کم توانه، د شرابو او نشه یي توکو د اعتیاد شیطان، تر بل هر وخت زیات حاکم  او د معنویت او اخلاقو جذبه تر بل هر وخت کمه ده. موږ باید په خپلو هېوادونو کې له فساد سره جدي مبارزه پیل کړو؛ باید د کورنۍ بنسټ پیاوړی او د انسان لومړنی او ترټولو اصلي پالنځای د مینې، پاکوالي، عاطفې او معنویت مرکز جوړ کړو.

باید د ښځو د حقونو او ارزښتونو پر ساتنه ټینګار وکړو.  په اوسنیو معیارونو باندې - چې د همدې واکمن سیسټم له لوري رامنځته شوي - له سره غور وکړو؛ او ښځه په جدي توګه د لذت اخیستو له وسیلې څخه - چې د لوېدیځ کلتور په عملي توګه پر هغوی تپل شوی دی، آزاده کړو. ښځه ساینس پوهه، سیاست پوهه، مدیره، غوره شخصیت او تر هر څه پورته، ښځه او مور کېدای شي، مګر داسې نه چې د خوښۍ او تفریح ​​وسیله وي.

هغه ټولنه چې په هغه کې د نارینه او ښځینه ترمنځ د اړیکو لپاره اصول او مقررات په پام کې نیول کېږي او په ځانګړې توګه د نارینه او ښځینه ترمنځ عاطفي اړیکې د کورنۍ چاپېریال او د واده په چوکاټ کې محدودوي، هم کلتوري، ټولنیزو او اقتصادي پرمختګونو ته رسېږي او هم د دې ټولنې لپاره د سالم نسل د بقا تضمین کوي. په داسې حال کې چې په هغه ټولنه کې چې د نارینه او ښځینه تر منځ آزادې اړیکې موجودې وي او هېڅ ډول محدودیت په پام کې نه نیول کېږي، ژمنې له منځه ځي، د واده تړون مهم ځای نه لري، د ځوان نسل شمېر په کمېدو وي او په ټولیزه توګه، هغه ټولنه به په راتلونکي کې له تورو ورځو سره مخ وي.

ښځې د ټولنیز حرمت په ساتلو سره، چې اسلام دوی ته له نارینه وو سره د اړیکو په برخه کې په پام کې نیولی، کولای شي د نارینه وو پر وړاندې خپل موقف او مقام وساتي او کار او ټولنیز فعالیتونه ترسره کړي. ښځه چې څومره پاکه رویه وکړي او خپل ځان د نارینه پر وړاندې نندارې ته وړاندې نه  کړي، هغومره د هغې عزت او وقار زیاتېږي اوډېر ټولنیز امنیت به ولري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله خامنه يي په دې باور دی، چې په اسلام کې هغه څه چې مطرح دي، له تعادل څخه عبارت دي، یعنې د انسانانو تر منځ د خالص عدالت شتون، له هغې جملې د نارینه او ښځو ترمنځ.

هغوی د نرسانو له یوې ډلې سره په لیدنه کې ویلي: "یو بنسټیز ټکی هم شته چې اسلام پر هغې ولاړ دی، هغه دا دی چې د وخت په تېرېدو سره، ځکه چې د نارینه وو اخلاق سختېږي او له ستونزو سره د مقابلې لپاره د دوی اراده قوي کېږي او د دوی بدنونه درانده دي؛ له همدې امله، دوی ډېری مهمې دندې او مسؤلیتونه او واکونه په غاړه اخیستي دي، او دې کار، نارینه وو ته دا فرصت ورکړی چې د خپلو ګټو لپاره، له مخالف جنس څخه ناوړه ګټه پورته کړي .

تاسو وګورئ چې کوم سلاطین، بډایه او شتمن، ماړه او زورواکي په خپلو دربارونو او ادارو کې، د پیسو، مقام او واک په لرلو سره په یو ډول، له ښځو سره ناوړه چلند، سرغړونې او ځورونې نه دي کړي!؟»

ژباړه: زماني

ټیګونه