Nov 20, 2023 17:51 Asia/Kabul

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د "ريحانه" نومي لړۍ له (۳۹) او وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو په دې خپرونه کې، د ښځې له ځانګړنو څخه یعنې آرامتیا ته چې خدای تعالی ورته ورکړې ده، اشاره کوو، له موږ سره پاتې شئ.

په تېر پروګرام کې مو وویل، هغه څه چې د ښځو د ټولنیز فعالیت په برخه کې مهم دي، په ټولنه کې د دوی د حضور څرنګوالی دی، چې اسلام د ګټورو او غوره حل لارو په بیانولو سره، د هغوی فعال او اغېزمن حضور ته زمینه برابره کړې ده. ښځې د حجاب او عفت په ګډون، د هغو معیارونو او شاخصونو په پام کې نیولو سره، چې په اسلام کې تعریف شوي دي، کولای شي په ټولنه کې فعالیت وکړي.

هغه ښځه چې حجاب مراعاتوي، په یوازې توګه د لوېدیځ له دیني ضد تمدن سره د مبارزې په حال کې ده. ټول لوېدیځي جوړښتونه د حجاب لرونکې ښځې د کمزوري کولو لپاره جوړ شوي دي او د یوې ښځې لپاره د حجاب انتخاب، د یوې قوي مېرمنې څرګندونه کوي، چې له ژورې دینې پالنې څخه برخمنه ده. لوېديځ، حجاب لرونکې ښځه د خپل ستر او ځواکمن دښمن په توګه پېژني، ځکه چې نه شي کولای پر هغې باندې اغېزه او ورباندې خپل پلانونه عملي کړي.

د قرآنکریم د غوره آیتونو څخه یو، د سورت نور ۳۳م آیت دی، چې پکې هغو کسانو ته خطاب شوی چې تر اوسه یې واده نه دی کړی.

په دې آيت کې راغلي دي: «وَلْیَسْتَعْفِفِ الَّذِینَ لَا یَجِدُونَ نِکَاحًا حَتَّى یُغْنِیَهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ...»، "او هغوی چې د نکاح وسيله پيدا نه کړي، بايد د نفس پاکوالي ته مخه کړي، ترڅو خدای په خپل فضل او کرم سره هغوی بې نیازه کړي..."

خداى پاك په دې آيت كې هغه نارينه او ښځې ته چې د واده شرایط برابر نه دي، د عفت د ساتلو سپارښتنه كوي، ځكه چې د عفت ساتل او د اسلامي احکامو مراعاتول، که په چلند او وينا او یا هم په لباس او حجاب كې وي، د ښځو او نارينه وو لپاره د زړه د سکون سبب ګرځي او دوی کولای شي په ټولنیز ډګر کې فعالیت وکړي، پرته له دې چې له یو بل څخه د نا مناسبو خوښیو تمه ولري.

سربېره پردې، دا قرآني نصیحت د مجردو ښځو او نارینه وو لپاره د عفت ساتلو په تړاو (چې تراوسه یې ودونه نه دي کړي) د دې لامل ګرځي چې دوی د ژوند کولو لپاره ډېره لیوالتیا پیدا کړي او له دې حلالې خوښۍ څخه چې خدای تعالی د واده په سیوري کې پرېښی دی، خپل ځان بې برخې نه کړي.

په زړه پورې خبره دا ده چې اسلام د ښځې د کرامت او مقام ساتلو او هغې ته د نږدې کېدو او ورسره د مینه کولو لپاره، داسې چوکاټ جوړ کړی، چې د هغې حقونه ضایع نه شي. ښځه نرمه روحیه لري او د نارینه په پرتله ډېر احساسات څرګندوي، له همدې امله، ممکن هغه د نارینه وو له تیري سره مخ شي. اسلام د هغه قوانینو او مقرراتو له مخې چې د خواستګارۍ او له ښځو سره د نکاح کولو په اړه يې وضع کړي دي، اجازه نه ورکوي چې هرڅوک هرډول چې زړه یې وغواړي له هغې سره چلند وکړي.

دا حقیقت د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله خامنه يي په وینا کې په ښکاره ډول بیان شوی، چې اسلام د ښځو د حقونو دفاع کوونکی ګڼي او وایي: د ښځو د حقونو په دفاع کې د اسلام هدف دادی، چې پر ښځو ظلم او ستم نه وي او نارینه پر ښځې خپل ځان واکمن ونه ګڼي." په کورنۍ کې، حدود او حقوق شته. نارینه حقونه لري، ښځه هم حقونه لري او دا حقونه په خورا عادلانه او متوازن ډول تنظیم شوي دي.

په حقیقت کې، د واده پر دواړو طرفینو باندې وضع شوي قوانین، مقررات، حقوق او مکلفیتونه، د هر نارینه او ښځې د حقونو ضایع نه کېدو په موخه دي. نارینه او ښځینه دواړه باید له خپلو وظایفو څخه خبر وي او له هر یوه څخه به له خپلو وظیفو او مسئولیتونو څخه د سرغړونې په صورت کې، ترې وپوښتل شي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي په کور کې د ښځې شتون، د کور د کسانو لپاره د آرامتیا سرچینه ګڼي او د سورت روم  ۲۱م آیت ته په اشارې سره فرمایي: تاسو وګورئ دغه مبارک آیت د ښځو او نارینه وو په اړه – اساسا په کورنۍ کې - څه فرمايي: «وَمِنْ آیَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَکُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْکُنُوا إِلَیْهَا وَجَعَلَ بَیْنَکُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِی ذَلِکَ لَآیَاتٍ لِقَوْمٍ یَتَفَکَّرُونَ»" او د هغه د (قدرت او ربوبیت) یوه نښه دا ده چې ستاسو لپاره یې ستاسو له جنس څخه ښځې پیدا کړې، ترڅو د دوی ترڅنګ آرامتیا پیدا کړئ او ستاسو په منځ کې دوستي او مهرباني راوسته؛ په حقیقت کې، په دې [عجیب کار] کې د هغو کسانو لپاره نښې نښانې دي، چې فکر کوي.

د دې آيت له مخې، د خداى د قدرت له نښو څخه يوه دا ده، چې تاسو انسانانو ته يې، د خپل ډول او جنس همسران درکړي دي؛ ستاسو نارینه وو لپاره ښځې او ستاسو ښځو لپاره یې نارینه ټاکلي دي. ستاسو له خپل ځان څخه دي؛ «مِنْ أَنْفُسِکُمْ»، یو جلا جنس نه دی، په دوو جلا رتبو کې نه دي؛ ټول یو حقیقت، یو جوهر او یو جوهر دي. البته، دوی په ځینو ځانګړتیاوو کې توپیر لري؛ ځکه چې د دوی دندې دوې دي. بيا فرمايي: «لِتَسْکُنُوا إِلَیْهَا»، يعني زوجیّت او دوه جنسي د انسان په فطرت کې، د يو ستر مقصد لپاره دي. هغه هدف له سکون او آرامتیا څخه عبارت دی، ترڅو تاسو په کورنۍ کې د خپل مخالف جنس تر څنګ - سړی د ښځې تر څنګ، ښځه د سړي تر څنګ – آرامتیا پیدا کړئ.

 د نارینه لپاره هم کور ته دننه راتلل، د کور د خوندي چاپېریال موندل، د هغه تر څنګ یوه مهربانه، مینه ناکه او باوري ښځه، د آرامتیا وسیله ده؛ د یوې ښځې لپاره هم د یوه خاوند او ملاتړي درلودل چې له هغې سره مینه لري او د هغې لپاره د یوې قوي کلا په څېر دی - ځکه چې سړی د یوې ښځې په پرتله، په فزیکي توګه پیاوړی دی – یوه نېکمرغي  او د خوښۍ او آرامتیا سرچینه ده. کورنۍ دا د دواړو لپاره چمتو کوي. سړی د کورنۍ په چاپیریال کې د آرامتیا پیدا کولو لپاره یوې ښځې ته اړتیا لري؛ ښځه هم د کورنۍ په چاپیریال کې د آرامتیا موندلو لپاره، یوه سړي ته اړتیا لري.

تر ټولو مهم شی چې انسان ورته اړتیا لري، آرامتیا ده. د انسان خوشحالي په دې کې ده چې له ذهني ګډوډۍ او اضطراب څخه په امن کې وي او روحي سکون ولري. خدای تعالی چې انسانان یې پیدا کړي، آرامتیا ته د رسېدو لپاره هم نارینه او هم ښځینه دواړو ته لاره ښيي. څرنګه چې نارینه او ښځې یو د بل بشپړوونکي دي، دوی د آرامتیا د ترلاسه کولو لپاره، د یو بل شتون ته اړتیا لري، له همدې امله، خدای تعالی د سورت روم په 21م آیت کې فرمایي: «وَجَعَلَ بَیْنَکُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً»، "او ستاسو ترمنځ یې دوستي او مهرباني رامنځته کړه" بې له شکه، د ښځې او سړي تر منځ سمه اړیکه باید پر همدې بنسټ وي. مودت یعنې د دوستۍ اړیکه او رحمت یعنې د مهربانۍ اړیکه؛ په دې توګه، سړی او ښځه باید له یوه بل سره مینه وکړي او له یوه بل سره مهربان و اوسي.

که په کورنۍ کې د ښځې او سړي تر منځ مودت او رحمت ( دوستي او مهرباني) نه وي او که سړی په کور کې د مالکیت احساس وکړي او ښځې ته د ګمارل شوې او استثمار په سترګه وګوري، پر هغې ظلم کړی دی. كه سړى له ښځي څخه له اندازې ډېره تمه ولري، د خپل ځان او مېرمنې تر منځ دوستي او مهرباني له منځه وړي او اولادونه به يې هم د مور او پلار د بې مِهْرَه اړيكو په ليدلو سره، د خپلې كورنۍ په تړاو به ناخوښه شي. په دې توګه، والدین خپلو ماشومانو ته ناسم الګو معرفي کوي او په راتلونکي کې دوی د کورنۍ جوړښت پیلولو لپاره ډېره لیوالتیا نه لري او ټولنه به ورو ورو د کورنۍ جوړښت له پیلولو څخه ډډه وکړي.

د کورنۍ په پاک او سپېڅلي چاپېریال کې د نارینه او ښځینه ترمنځ اړیکه، خورا مهمه ده. ښځه کولای شي د ستونزو پر وړاندې د خپل خاوند ستړی او نا امیده مزاج بدل کړي، یا لږ تر لږه د هغه د ستونزو او دردونو لپاره د صبر سرچینه وي. له بلې خوا، یو سړی، د ژوند په مختلفو پړاوونو کې د یوې ښځې په ملاتړ سره، کولای شي هغه هیله منده کړي او د هغې لپاره غوره هڅوونکی وي. ښځه داسې ځواک لري، چې نه یوازې د خپل خاوند په نړۍ کې مهم رول لوبوي، بلکې په مینې او محبت سره، د خپل خاوند د ایمان پر پیاوړتیا اغېزه کوي او په دې توګه، کولای شي د خپل خاوند د آخرت نېکمرغي برابره کړي.

مسلمانان د امام علي (ع) او حضرت زهرا (س) تر منځ له اړیکو څخه الګو اخلي. روایت دی چې د حضرت علي (ع) او حضرت فاطمې (س) له واده وروسته، کله چې پیغمبر له حضرت امیر (ع) څخه وپوښتل چې فاطمه(س) څنګه ده؟ حضرت امیر (ع) د حضرت فاطمې (س) د توصیف په بیانولو سره فرمايي: "دوی د الله سبحانه وتعالی د اطاعت لپاره غوره مرستندویه ده."

ګرانو او قدرمنو اورېدونکو، د "ريحانه" نومي لړۍ پروګرام په همدې ځای پای ته ورسېد.

هیله مند یو چې تاسو له دې پروګرام څخه ګټه پورته کړې وي؛ نو تاسو په لوی او مهربانه خدای سپارو.

ژباړه: زماني

ټیګونه