Nov 08, 2023 12:42 Asia/Kabul
  • (ریحانه) ښځه او کورنۍ په ټولنه کې (۳۶) د اسلام په لومړیو کې او په اوسنۍ زمانه کې د ښځو په سیاسي ګډون باندې د اسلام سپارښتنه

 په دغه برخه کې د اسلام د سپارښتنو له مخې په ټولنه کې د مېرمنو د سیاسي رول په هکله بحث کوو،

د اسلام مبارک دین د ښځو او نارینه و انساني مقام ته یوه شان ارزښت په نظر کې نیولی دی، د دواړو لپاره حقوق او ځانګړې دندې په نظر کې نیولي دي، اسلام همدارنګه پاک لمنۍ ته زیات اهمیت ورکوي او د ټولنې د پرمختګ او د دوام لپاره یې ضروري ګڼي.

د اسلام تاریخ په دې مسالې باندې ګواهي ورکوي چي د اسلام ګران پیغمبر ص د ښځو لپاره ټولنیز رول په نظر کې نیولی وو، په دې خاطر وینو چي د اسلامي ټولنې په لومړنی بیعت کې، ښځو حضور درلودل او پیغمبر مبارک ص د نارینه و ماسېوا له ښځو څخه هم بیعت واخیسته، چي د بیعه النسا په نامه شهرت پیدا کړ. د ممتحنې د مبارکې سورې ۱۲ ایت فرمایي چي ښځې کولایشي د ټولنې په سیاسي برخلیک کې معم رول ولوبوي او حتي پیغمبر اکرم ص یې د ټولنې د سیاسي او مذهبي واکوال په توګه د ښځو د سیاسي رول منلو ته مجبوره کوي. دا د دې ښودنه کوي چي قرآن شریف د ښځو سیاسي مشارکت ته مثبت نظر لري.

متعال خدای د ممتحنې د مبارکې سورې په ۱۲ ایت کې حضرت نبی اکرم ص ته فرمایي: «یَا أَیُّهَا النَّبِیُّ إِذَا جَاءَکَ الْمُؤْمِنَاتُ یُبَایِعْنَکَ عَلَى أَنْ لَا یُشْرِکْنَ بِاللَّهِ شَیْئًا وَلَا یَسْرِقْنَ وَلَا یَزْنِینَ وَلَا یَقْتُلْنَ أَوْلَادَهُنَّ وَلَا یَأْتِینَ بِبُهْتَانٍ یَفْتَرِینَهُ بَیْنَ أَیْدِیهِنَّ وَأَرْجُلِهِنَّ وَلَا یَعْصِینَکَ فِی مَعْرُوفٍ فَبَایِعْهُنَّ وَاسْتَغْفِرْ لَهُنَّ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِیمٌ»،

ژباړه: اې پیغمبر ص کله چي مومنه ښځې راځي چي تاسره بیعت وکړي چي نور خدای متعال ته شریک نه نیسي او غلا او زنا نه کوي او خپل اولاد نه وژني او نه به داسې بهتان لګوي چې هغه د خپلو لاسونو او خپلو پښو په وړاندې جوړوي(یعني هغه اولاد چي په د خپلو پښو او لاسونو په مینځ کې پاللی او د هغه د نطفې له انعقاد څخه خبر وي په دروغ سره په بل سړي پسې نه وتړي) او له تاسره په هیڅ یو معروف امر کې مخالفت نه وکړي، په دې شرایط له هغوی سره بیعت وکړه او هغوی لپاره له خدایه مغفرت وغواړه، چي خدای ډېر بخښونکی او مهربانه دی.

د حضرت امام خمینی ره په سیاسي مفکورو کې، دین او سیاست له یو بل څخه نه جلا کېدونکی دی. په دې خاطر، د سیاست په چارو کې دخالت د مسلمانانو لپاره یوه دیني ضرورت بلل کیږي. په دې خاطر ښځې هم دنده لري چي په سیاسي ډګرونو کې تل فعاله ونډه ولري. حضرت امام خمینی ره د ایران له مېرمنو څخه غواړي لکه څرنګه چي د شاه د رژیم په ضد په مبارزاتو کې فعالانه ګډون کړي وه، د اسلامي نظام د سیاسي تثبیت په دوران کې هم په پراخه کچه خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړي او فرمایي:  سیاسي چارې د یوه پرګنی پورې ځانګړی نه دی، ... ښځو هم باید ګډون وکړي او ټولنه وساتي. ښځې هم په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې د نارینه و تر څنګ پاته شي.

د نارینه و سره په یو وخت کې د ښځو مهاجرت او له مکې څخه حبشې او مدینې ته د هغوی هجرت د هغه وخت له ظالمو واکمنانو سره، د ښځو د مخالفت د څرګندېدو بېلګه وه او د حضرت نبی اکرم ص په وخت کې د ښځو د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو په جمعه کې راتلل. دې نه ماسېوا، د اسلام د ګران پیغمبر ص په دوران کې، ښځو اجازه درلوده چي خپل استازي حضرت پیغمبر ص ته واستوي او خپلې پوښتنې او یا هم غوښتنې له هغه حضرت سره شریک کړي. ښځو همدارنګه د اخترونو په شمول په جمعه کې له هغه حضرت سره لمونځ وکړي.

د تاریخې سرچینو له معومل سره سم، حضرت پیغمبر اکرم ص مېرمنو ته د اسلامي معارفو د زده کړې لپاره ځانګړی فرصت په نظر کې نیول او د هغوی په علمي محفلونو کې برخه اخیستل. د حضرت پیغمبر ص مېرمنو هم د ښوونکو په څېر ښځو لپاره غونډې جوړولې، په دې خاطر د احادیثو په کتابونو کې داسي ډېر احادیث دي چي د ام سلمه، اسما بنت یزید، میمونه، حفصه او ام حبیبې نه نقل شوي دي، دا ټولنه په علمي او مذهبي ډګرونو کې د ښځو د فعاله ونډو ښودونکې دي. د اسلام په لومړیو کې، ښځې حتي په جنګونو کې هم رول لوبول او د جګړې د میدان شاته یې فعالیت کول. ښځو لښکریانو ته خوراک برابرول، جنګي سامان الات یې تعمیرول، او هغوی ته درملې برابرولې. دا په داسي حال کې دی چي په جنګونو کې ګډون د ښځو لپاره ضروري نه وه، خو سره له دې هغوی په جنګونو کې د اسلام د لښکریانو په ملاتړ کې برخه اخیستل.

په ټولنه کې د ښځو د ګډون تر ټولو کارنده او وتلې بېلګه د پیغمبر ص لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا سلام الله علیها لنډ مهاله بلکې برکتناکه ژوند ته ورګرځي. هغې بي بي هرکله چي ټولنه کې ضرورت وه، په ټولنه کې یې فعاله رول لوبوه، همدارنګه، هغوی د ښځو لپاره یې زیاتې علمي او ښووونیزې برنامې برابرولې او اسلامي معارف یې ورزده کول. حضرت بی بی فاطمه الزهرا سلام الله علیها په جنګونو کې د ټپیانو په درملنه کې برخه اخیسته منجمله د احد په غزوه کې، په جوکات کې حاضره شوه او د حضرت علی علیه السلام له ولایت مقام نه په دفاع کې وېنا وکړه، هغې بي بي د انصارو او د مهاجرو د کورونو دروازو ته تلل او د حضرت نبی اکرم ص د سپارښتنونو او د هغه حضرت ص له لورې د خلیفې او ځایناستی په توګه د امام علی علیه السلام د ټاکل کېدو یادونه کول. هغې بي بي خپل کور د بنی هاشمو د مجاهدینو او مبارزینو مرکز ګرځولی وو او د هغوی افتصادي وړتیاوې یې د فدک د باغونو له عایداتو پوره کول. دا ټوله فعالیتونه چي مو یادونه وکړه، د حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو څخه دي.

د ښځو د علمي او ټولنیز ګډون یوه بله بېلګه، د حضرت بي بي فاطمې سلام الله علیها د لور حضرت بی بی زینب په ژوندانه کې څرګندیږي.  د نهج البلاغې د کتاب اهل سنت شرحه کوونکی ابن ابی الحدید د حضرت بی بی زینب سلام الله علیها فعاله حضور ته اشاره کوي او لیکي: د حضرت بی بی زینب سلام الله علیها تعلیمي غونډې هغه وخت کې رونق پیدا کړه چي له خپل پلار حضرت علی علیه السلام سره کوفې ته راغله. د کوفې ښځو کله چي د حضرت بی بی زینب سلام الله علیها له کملاتو او پوهې نه خبر شول، نو خپلې استازې یې حضرت علی علیه السلام ته ور واستولې او له هغوی څخه وغوښتل چي ښځو ته فرصت ورکړي چي د حضرت بی بی زینب سلام الله علیها له کمالاتو او پوهې نه استفاده وکړي. حضرت علی علیه السلام د حضرت بی بی زینب سلام علیها لورې د علمي غونډو د جوړېدو اجازه ورکړه چي په دې کار سره د کوفې په مېرمنو کې حیرانوونکی علمي بدلون رامینځ ته شو.

 

په عاشورا کې د حضرت بی بی زینب سلام الله علیها کارنده رول د دغې لویې پېښې د تل پاته کېدو لامل شو. هغې بي بي یو شمېر مهم او بنیادي اقدام وکړ چي تر ټولو مهم یې نړیوالو ته د حضرت امام حسین علیه السلام د نهضت او د عاشورا د پیغام رسول وو، حضرت بی بی زینب سلام الله علیها د عاشورا د نهضت د بیانولو او د هغه د رواجولو لپاره زیاتې هلې ځلې وکړې او که د هغې بي بي حقیقت روښانه کوونکې خطبې یعني وېناوې نه وای نو د عاشورا لویه پېښه او د هغه مختلف اړخونه به د تل لپاره نه وو پاتي.

د کربلا نه د شام پر لارې او بیا د اسارت پر مهال او د یزید په دربار کې د حضرت بی بی زینب سلام الله علیها خطبو او وېناو ته کتنه ښودنه کوي چي هغې بي بي سلام الله علیها سره له دې چي یوه پرهېزناکه او با حجابه ښځه وه، یوه عالمه سیاستمداره، عارفه او بشپړه او تکړه وېناواله وه.

په دې توګه، اسلامي تعالیم، ښځې سیاسي او ټولنیز مشارکت یعني ګډون ته هڅوي او د ښځو د حضور لپاره مشخص چوکاټ په نظر کې نیسي چي په کښې ټولنیز فعالیتونه کولایشي. په دې چوکاټ کې نه ښځه خپله زیانمنه کیږي او نه هم ټولنه زیانمنوي.

حضرت امام خمینی ره د اسلامي ټولنې په جوړښت کې د ښځو د رول په هکله فرمایي: په اسلامي نظام کې، ښځه د یوه انسان په توګه کولایشي د اسلامي ټولنې په جوړولو کې د نارینه و تر څنګ فعاله ونډه ولري. ښځه یوه کالا نه ده، هغه حق نه لري د ځان سویه دومره کښته کړي، او نه هم نارینه د دې حق لري چي ورته په کم نظر وګوري. امام خمینی ره تل په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې د مسلمانو مېرمنو په رول لوبونې ټینګار کړی دی او د ښځو فعالیت یې د اسلامي انقلاب د دوام او د اهدافو د پرمختګ لامل بللی دی.

هغوی همدارنګه، د ټولنې په کچه د ښځو رول یې د نارینه و د انقلابې روحیې د پیاوړتیا او د فعاله کېدو د لامل په توګه معرفي کړی دی او په ځلونو یې د ایران د مسلمانو مېرمنو د زمه داری د احساس قدرونه یې کړې ده.

په دې توګه د انسانانو او په تېره بیا ښځو لپاره د اسلام د روزنیزو پروګرامونو څخه یوه د هغوی ټولنیز تربیت او په ټولنه کې د ګټوره او کارنده حضور لپاره د هغوی چمتو کول دی. ښځې د نارینه و په څېر له نورو سره د اړیکو د ټینګولو له حق څخه برخمنې دي څو د خپلې ټولنې له پرمختګ سره مرسته وکړي. ښځې د انسان او د ټولنې د جوړونې له هنر څخه برخمنې دي او کولایشي په مختلفو فردي، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې کارنده رول ولوبوي.