Nov 26, 2023 13:14 Asia/Kabul
  • لوېدیځه اسیا په تېره اوونۍ کې

البته د حماس د غورځنګ او د اسرائیل د رژیم تر مینځ اوربند او د ځینو هیوادونو غبرګون په تېره اوونۍ کې د لوېدیځې اسیا له مهمو پېښو څخه دي.

په تېره اوونۍ کې لا هم په غزې باندې د صهیونیستي رژیم بریدونه دوام موندلې وه چي د امله یې د شهیدانو شمېر له ۱۵ زرو نه اوښتی دی. په ټولو کسانو او سیمو باندې پراخې بمبارۍ په غزې کې د صهیونیستانو جنګي ټاکټیک دي او تر اوسه پورې لږ تر لږه ۸۱ روغتونونه او درملیز مرکزونه د بمباریو د امله ړنګ شوي دي او د برېښنا او اوبو د بندون د امله غیرفعاله شوي دي. صهیونیستانو دا ادعا کاوه چي حماس غورځنګ تر روغتونونو لاندې پټنځایونه جوړ کړي او اسیران پکښې ساتي، په نتیجه کې صهیونیستانو په غزې کې په خپل ځمکني عملیات کې الشفا روغتون ته ننوتل لیکن حتی د نیویورک ټایمز په شمول د غربي رسنیو په اعتراف سره، د الشفا تر روغتون لاندې هیڅ ډول پټنځای او یا حتی د حماس د فوځي فعالیتونو هیڅ نښې نه دي لیدل شوي. د صهیونیست رژیم دیارلسمې ټلویزیونې چېنل هم په خپل راپور کې د الشفا په روغتون کې د حماس د فوځي فعالیتونو نه شتون یې د اسرائیل د رژیم لپاره یوه لویه استخباراتي ماته وبلله. بي بي سي هم مجبوره شوه چي په خپل راپور کې د اسرائیل د رژیم په دروغ باندې اعتراف وکړي، د بي بي سي په راپور کې راغلی دی چي د شفا په روغتون کې د حماس له لورې د فوځي عملیاتونو هیڅ ډول نښې نه دي موندلي او د حماس له خوا  د پټنځای په توګه د روغتونونو د کارولو په هکله د اسرائیل د رژیم ادعا ناسمه ده. سي ان ان هم په خپل راپور کې ویلي دي چي اسرائیل رژیم په الشفا روغتون کې د حماس د فوځي فعالیتونو د نښو په نه موندلو سره، هلته د عامه افکارو د غولولو لپاره ځینې وسلې پټې کړي دي څو هغه خبریالانو ته ور وښیي او خپله ادعا توجیه کړي.

صهیونیستي رژیم چي په روغتونونو باندې په بمبار او بریدونو سره، خپلې فوځې موخې تر لاسه نه کړې او د صهیونیستي اسیرانو په موندلو او د حماس د عملیاتي مرکزونو په کشفولو کې ناکامه شو، بیا یې په غزې کې په ښوونځیو باندې بمبارونه پیل کړ.  په تېره اوونۍ کې د صهیونیستي رژیم جنګي جیټانو په څلورو ښوونځیو باندې بمبارونه وکړل. د صهیونیست رژیم فوځ د تیرې اوونۍ د شنبې په ورځ د غزې په شمال کې د الفاخوره په ښوونځی باندې برید وکړ چي په ترڅ کې یې ۲۰۰ فلسطینیان شهیدان شول چي اکثره یې ماشومان او ښځې وې.  صهیونیستانو سمدستي د الفاخور له ښوونځی وروسته، د تل الزعتر په ښوونځی باندې هم بمبار وکړ. د خپاره شویو راپورنو له مخې، تر اوسه پورې د صهیونیستانو له لورې له روغتونونو او د خلګو د کورونو ماسېوا ۹۵ دولتې ادارې او ۶۳ ښوونځی هم بمبار شوي دي. صهیونیستي رژیم په داسي حال کې په غزې کې په ښوونځیو باندې بمبارونه کړي دي چي د ښځو او ماشومانو په شمول اکثره هغه بې پناه فلسطینیان چي کورونه یې په بمبارونو کې وران شوي وه، په ښوونځیو کې پناه اخیستې وه.  بله مهمه مساله دا ده چي د غزې په شمال کې د الفاخورې په ښوونځۍ باندې بمبار په داسي شان حالاتو کې تر سره شوی دی چي دغه ښوونځی د ملګرو ملتونو د انروا د څانګې سره اړونده وه، د ملګرو ملتونو انروا څانګې اعلان وکړ چي د ښوونځیو او د بې کوره شویو فلسطینیانو د پناه ځایونو په هکله یې په ورځني توګه اسرائیل رژیم ته معلومات ورکول څو هغوی بمبار پرې نه وکړي. په تېره اوونۍ کې د صهیونیستي رژیم د جنایاتو یوه بله بېلګه په مستقیمه توګه د خبریالانو د وژلو دوام وه، دغه جنایتکار رژیم تېره اوونۍ هم د المیادین د خبري چېنل یو راپورټر او کېمره مین باندې برید وکړ او په شهادت یې ورسول چي په دې سره، د اسرائیل د رژیم له لورې د شهید شویو خبریالانو شمېر ۶۴ ته رسیږي.

له ۴۷ ورځو نه وروسته، صهیونیستي رژیم او حماس غورځنګ د موقت اوربند لپاره یوې هوکړې ته ورسېدل. ټاکل شوې وه چي اوربند له پنجشنبې ورځې نه برقراره شي لیکن د یوې ورځې ځنډ نه وروسته، د جمعي په ورځ د څلورو ورځو لپاره اوربند عملي شو. په دغه موده کې حماس غورځنګ باید د صهیونیستي رژیم ۵۰ اسیران خوشي کړي او په مقابل لورې کې بیا صهیونیستان هم باید د فلسطینیانو ۱۵۰ اسیران خوشي کړي. په دغه موده کې صهیونیست رژیم باید غزې ته د بشردوستانه توکو د ورتلو اجازه ورکړي. دغه اوربند د قطر او د امریکا په مینځګړیتوب سره برقراره شو. په دې توګه د اوربند د تر سره کېدو لپاره لومړنی شرط د امریکا موافقه وه، ځکه چي واشنګټن له دې مخکې په ځلونو د امنیت په شورا کې د اوربند لپاره له وړاندې شویو پرېکړه لیکونو سره مخالفت کړې وه. بله مساله چي د اوربند په هوکړې کې اثرګذاره وه، په غزې کې د صهیونیستانو د فوځي عملیات ناکامي وه.  هغوی د یوې نیمې میاشتې بمبارۍ او پراخ فوځي عملیاتونو په نتیجه کې بیا هم د حماس په له مینځه وړلو او د زور له لارې د خپلو اسیرانو په خوشي کولو کې ناکامه شول.  دې سره همهاله هم په داخلي او هم په بهرني ډګر کې په صهیونیستي رژیم باندې فشارونه مخ په زیاتېدو وه، په نیواکي فلسطین کې د اسیرانو د کورنیو غړو هره ورځ یې مظاهرې کولې او له حماس سره د خبرو اترو لپاره یې د نتانیاهو په کابینې باندې فشارو راوستل، ها خوا بیا د عامو خلګو او روغتونونو په شمول په ملکیانو باندې د پراخو هوایي بریدونو او د زرګونو ماشومانو د وژلو په خاطر په نړیوال ډګر کې هم صهیونیستي رژیم تر سختو فشارونو لاندې وو او د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د اسرائیل د رژیم له خوا د نسل وژنې په ضد مظاهرې کېدلې. بې له شکه، په غزې کې اعلان شوی اوربند د اسرائیل د رژیم د فوځي عملیات د ناکامه کېدوه معنا ورکوي.  صهیونیستي رژیم په غزې باندې د ۴۷ ورځو پراخو بمباریو وروسته چي په کښې په لسګونو زرو ماشومانو او عامو فلسطینیانو ته مرګژوبله واوښته، نه د حماس په له مینځه وړلو  بریالی شو او نه هم د خپلو اسیرانو په خوشي کولو...، او بلاخره مجبوره شو چي حماس غورځنګ سره خبرو اته کښیني او د هغوی شرطونه ومني.

اوس د ۱۵۰ فلسطیني اسیرانو خوشي کېدا او د اوربند برقراره کېدل، په صهیونیست رژیم باندې د حماس د غورځنګ د شرطونو د تپل کېدو په معنا ده، ځکه چي نتانیاهو او نورو صهیونیستي چارواکو په کراتو ویلي وه چي د حماس تر نابودی پورې به هرو مرو جنګ ته دوام ورکړي. اسرائیل رژیم مجبوره شو چي په داخلي ډګر کې د عامه افکارو له خوا د فشارونو د کمولو په موخه حماس سره موافقه وکړي.  دا په داسي حال کې دی چي لاهم د حماس له غورځنګ سره، ۲۰۰ صهیونیست اسیران پاتې دي چي وروسته هم ورڅخه د فشار د اوزار په توګه کار اخیستلایشي.  د دې رژیم د کورني امنیت وزیر ایتمار بن ګویر له اوربند سره د مخالفت په څرګندولو سره ویلي:  مونږ یو ځلې بیا په داخلي ډګر کې له نفاق سره مخامخ شویو. اسرائیل حکومت سخته تېروتنه کوي، له حماس سره د اسیرانو د تبادلې لپاره هر ډول هوکړه یوه ناوړین دی او د جنګ د کابینې د حماقت ښودنه کوي.

په غزې کې اوربند له نړیوال هرکلی سره مخ شو. د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په غزې کې د بشردوستانه له اوربند څخه د هرکلی په ترڅ کې، په غزې کې د صهیونیستانو له لورې د زرګونو ښځو او ماشومانو شهادت ته په اشارې سره، دغه اوربند د فلسطیني ولس د ۴۵ ورځو د مقاومت پایلې او د صهیونیست رژیم په وړاندې د فلسطینیانو د بریالیتوب لومړنی ګام وبلل.  کنعانی تاکید وکړ: د فلسطین ولس ثابته کړی دی چي خپل او د خپلې ټاټوبې سیاسي برخلیک، څه د جنګ په میدان کې او څه د سیاست په میدان کې خپله ټاکي او د صهیونیست رژیم او د هغوی د ملګرو د هر ډول دسیسو په وړاندې مقابله کوي او مناسب ځواب ورکوي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا اعلان وکړ چي مسکو د اسرائیل او د حماس تر مینځ له څلور ورځنی اوربند څخه هرکلی کوي او دا هغه څه دي چي روسیه له مخکې نه یې غوښتونکې وه.  هغې همدارنګه د قطر هلې ځلې مهمې بللې او د فلسطینیانو او د اسرائیل د رژیم تر مینځ د جنګ د زیاتوالې د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د عملي اقداماتو غوښتونکې شوه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هم په غزې کې له  اوربنده د یوې اعلامیې په صادرولو سره، هرکلی وکړهو د ترکیې د خارجه وزارت په اعلامیه کې راغلې ده:  مونږ دې ته په تمه یو چي د اوربند د هوکړې ټولې ژمنې د دواړو لورو له خوا په پوره توګه عملي شي. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان وکړ: د اوربند د هوکړې په لړ کې د قطر، مصر او د امریکا له هلوځلو څخه هرکلی کوو.  په دغه اعلامیه کې راغلې ده چي عربستان په بشپړه توګه د جنګ د ختمېدو او د اسیرانو د خوشي کېدو او د ملکیانو د ملاتړ غوښتونکی دی. د اروپایې اتحادیې د کمیسیون مشره اورزیلافون دیرلاین هم د اسرائیل د رژیم او د حماس تر مینځ له اوربنده خوښي څرګنده کړې ده او د یوې اعلامیې په صادرولو سره ویلي دي: د اروپایي اتحادیې کمیسیون خپل ټول وس کاروي څو غزې ته د بشردوستانه مرستو د لېږدولو لپاره له دغه موقتی اوربند نه کار واخلي.