Dec 09, 2023 08:35 Asia/Kabul
  • بي نقابه آمریکا

دوستانو د دې لړۍ له معمول سره سم به اول د امریکې د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او خبرونو لنډیز ولولئ او ورپسې به یې د ځینو په هکله شننې او څیړنې درته وړاندې شي.

د امریکې په ډیرو مهمو پيښو کښې باید د سپینې ماڼۍ له خوا د بایډن د استیضاح د تحقیقاتو غیرقانوني والي،

د امریکې د کانګرس له خوا د وړومبني جمهوري غواړي استازي څنګته کولو،

د امریکې د ولسمشرۍ د مقدماتي انتخاباتو لپاره د جمهوري غواړو کاندیدانو ګرمې مناظرې،

د امریکې د تجارت کمیدو

او اسرائیلو ته د امریکې له خوا د سنګر ماتوونکو بمونو استولو ته اشاره وکړو.......

ګرانو مینه والو سپینې ماڼۍ د ولسمشر جوبایډن او د هغه د زوي هانټر بایډن په هکله د تحقیقاتو لپاره د هلوځلو په وړاندې د بایډن د حکومت د خنډاچونو ادعاؤ ته غبرګون وښوده او دغه کار یې غیرقانوني وباله. د کانګرس جمهوري غواړي استازي د بایډن د استیضاح لپاره د تحقیقاتو د مجوز په موخه د رسمي راې په څیړنې لګیا دي خو سپینې ماڼۍ دغه کار «غیرقانوني» او د تفتیش او مجرمانه معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه یو اقدام بللی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند ایان سامز په خپل یادښت کې لیکلی دی: د څېړنو په وړاندې د خنډونو د جوړونو ادعاوې حقیقت ته په کتو سره، په ډېره اسانۍ سره، ردیږي. په یادښت کې راغلی دی: جمهوري پالان زرګونو اسنادو او په ساعتونو شهود ته لاسرسي درلودلي دي. د هغه له جملې څخه د خزانه داری د وزارت ۳۵زره پاڼې محرمانه مالي اسناد وو، همدارنګه هغوی د فډرل پولیسو شهادت، د عدلیې د وزارت او د ملي ارشیو اسنادو ته هم لاسرسي درلودلې دي. دغه ټول اسنادو کې داسي کوم سند پیدا نه شو چي د هانټر بایډن په هکله په تحقیقاتو کې د خنډ ښودنه وکړي.  دغه یادښت راغلی دی چي جمهوري پال استازي داسي کوم سند نه دی موندلی چي د ولسمشر جوبایډن د تیروتنې ښودنه وکړي، په دې خاطر د هغوی ادعاوې بې بنیاده بلل کیږي. د امریکا د کنګرس جمهوري غواړو استازو ممکنه په راتلونکو اونیو کې د بایډن د استیضاح طرحه رایو لپاره په سنا کې وړاندې کړي.

په دې وروستیو کې د کنګرس نظارتي څانګې د بایډن زوی او ورور یې د شهادت د ورکولو لپاره راغوښتی وو.

د امریکا د کنګرس استازو د ډیسمبر په لومړۍ نیټه کې له کنګرس څخه د د جورج سانتوس د لیري کېدو وړاندیز ته مثبتې رایې ورکړې. سانتوس د دوکې، د پېسو د وینځلو او د عامه شتمنیو د لوټولو په شمول له ۲۰ فډرل تورونو سره مخامخ دی.

سانتوس ادعا کوي چي د کنګرس د استازو د زوروینې قربانی شوی دی. هغه له دې مخکې اعتراف کړی وو چي د خپلې کاري مخینې او تحصیلاتو په هکله دروغ ویلی دی. هغه د یادو تورونو د مطرحېدو سره سم، له کنګرس څخه د ګوښه کېدو لپاره له غوښتنو سره مخ شو، لیکن هغه د جمهوري غواړو استازو د دغې غوښتنې په ځواب کې ویلي وه چي غواړي د خپلې استازولۍ دوره بشپړه کړي.  په نتیجه کې د امریکا د کنګرس استازو د هغه د لیري کېدو طرحه یې په عمومي صحن کې رایو ته وړاندې کړه، چي په ۳۱۱ موافقو رایو سره تائید شوه او سانتوس له کنګرسه ووایستل شو.  دا دریم ځل وو چي د کنګرس استازو د سانتوس د ایستلو لپاره یې رایې اخیستلې.  هغه له دې مخکې دوه ځلې بچ شوی وو.  د امریکا د کنګرس په تاریخ کې یوازې ۶ استازي ایستل شوي دي چي وروستۍ پېښه یې ۲۰۰۲ میلادي کال ته ورګرځي. سانتوس تېر کال د مینځ مهاله ټاکنو پر مهال  له نیویورک ایالت څخه کنګرس ته لاره ومونده، هغه یو جمهوري غواړی استازی وو چي له زیاتو تورونو سره مخامخ دی.

د تیرې اوونۍ د چهار شنبې په شپه په امریکا کې د ۲۰۲۴ میلادي کال د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو تر مینځ یوه سخته مناظره وشوه، دا څلورمه مناظره چي د ولسمشریزو نوماندانو تر مینځ تر سره کیږي، په دغه مناظره کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا مخکنۍ استازې نیکې هیلي د خپلو سیالانو له خوا له سختو نیوکو سره مخامخه شوه.  همدارنګه نوماندانو یو ځلې بیا په ټرامپ باندې نیوکې وکړې چي ولي مناظرو ته نه تیاریږي.  دا په داسي حال کې دی چي د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې یوه میاشتې پاته ده، خو لا هم جمهوري پالو نوماندانو د خلګو د پام په راجلبولو بریالي شوي نه دي او ټرامپ لاهم  د جمهوري پالو په ګوند باندې واکمن دی. له نیکې هیلې څخه نیوکې هم ښودنه کوي چي نور نوماندان له هغې څخه هم د خطرې احساس کوي. ټاکل شوې ده د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ مناظره د جنورۍ د میاشتې په ۱۵ نیټې کې تر سره شي چي له زیات اهمیت څخه برخمه ده. د بایو ټکنالوژی فعال او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ویوک راماسوامی چي له ټرامپ څخه ملاتړ کوي په نورو نوماندانو تور ولګول چي د خپلو سیاسي او مالي ګټو لپاره کلونه د ټرامپ په وړاندې سر ټیټ کړي دي. بل نوماند ران دیسانتیس هم په هیلې باندې د رسنیو د پوښتنو د نه ځوابولو تور ولګول.  

شمېرنې ښوده کوي چي د امریکا تجارت لاهم په کمېدو دی. خو سره له دې د ۲۰۲۱ میلادي کال له راپور سره سم، د امریکا ملی ناخالص تولید یا جي ډي پي ۲۳ زره او ۳۲۰ میلیارد ډالره دی چي له مخې یې امریکا لاهم د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد څخه برخمن دی. له بلې خوا څخه بیا د امریکا ټولې اقتصادي ځانګړنې مثبتې نه دي چي د تجارت د سویې کمښت یې یوه بېلګه ده. د امریکا د ملي احصایې د ادارې له راپور سره سم، په اکټوبر میاشته کې د امریکا د تجارت د کمښت کچه ۳ اعشاریه ۴ سلنه ټیټه شوې او ۸۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده، د تجارت کمښت د صادرات او واردات تر مینځ نسبت ته ویل کیږي.  د امریکا واردات ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، یعني واردات یې له صادراتو نه د زیاتېدو په لوري روان دی.

د امریکا د وال اسټریت ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله لیکلی دی چي امریکا د اکټوبر له اووهمې را په دې خوا د  ۱۰۰ مورچلې ماتوونکې ۱۰۰۰ کیلویې بمونه، ۵۰۰۰ مارک ۸۲ بمونه ، ۵۴۰۰ مارک ۸۴ بمونه، ۱۰۰۰ جي بي یو ۳۹ بمونه، ۳۰۰۰ سټلایت هدایتېدونکې بمونه، ۵۷۰۰۰ زره ارټیلري ۱۵۵ میلي میټری ګولۍ په شمول  ۱۵۰۰۰ بمونه او ۵۷۰۰۰  د ارټیلري ګولۍ یې اسرائیل رژیم ته ورکړي دي.

د نوومبر په میاشته کې بلومبرګ خبري چېنل اعلان وکړ چي پنټاګون په پټه توګه اسرائیل رژیم سره خپلې فوځي مرستې زیاتې کړي دي.  د غزې د جنګ لپاره امریکا پرمختللې وسلې منجمله په زرګونه هلفایر توغندی یې اسرائیل رژیم ته ورکړي دي. په فوځي لویو تیارو کې له امریکا نه تل ابیب ته د وسلو لېږد د امریکا د دولت د دوه ګوني چلند ښودنه کوي.  امریکا له یوې خوا له خپل استراتیژیک ملګرې یعني صهیونیست رژیم څخه غواړي چي د ملکیانو نه مرګژوبلې لپاره هڅه وکړي او له بلې خوا بیا درانه بمونه او توغندی دې رژیم ته وراستوي. امریکا په غزې کې د عامو فلسطینیانو په وژلو کې د اسرائیل د رژیم له جنایاتو په کلکه دفاع کړې ده. بایډن بیا ځلې ټینګار کړی چي له اوربند سره مخالفه دی او یوازې د موقتې جنګې وقفې څخه ملاتړ کوي. سپینه ماڼۍ تر اوسه پورې د بشري حقوقو د اداراتو او همدارنګه د ډیموکرات سیاستوالانو د غوښتنو سربېره بیا هم په غزې کې له هر ډول اوربند سره په سخته مخالفت کوي.

د بایډن د حکومت چارواکي وایي چي اوس مهال په غزه کې په جنګ کې د موقتې وقفو له لارې د انساني حالاتو ښېګڼې ممکنه ده، لیکن سره له دې، شواهد ښودنه کوي چي امریکا د عام وژنو لپاره د اسرائیل د رژیم لاسونه خلاص ور پرېښی دی. له موقت اوربند نه وروسته په غزې باندې د صهیونیست رژیم د جنګ په پیلېدو سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن ویلي و چي اسرائیل دا حق لري چي د حماس د اکټوبر د اووهمې برید په شان، د بل برید د مخنیوي لپاره هرکار وکړي.

کارپوهان وایي چي د امریکایي وسلو او بمونو لېږد په اسرائیل رژیم باندې د د ملکیانو د وژلې فشارونه له مینځه وړي، د بحران د موسسې سلاکار برایان فینوکین چي له دې مخکې د امریکا په خارجه وزارت کې هم کار کړی دی، وایي: اسرائیل رژیم ته د درانه بمونو او وسلو استول کېدا د ملکیانو د نه وژنې له خبرو سره په خلاف دي، له یوې خوا بلینکن او نورو امریکایي چارواکي وایي اسرائیل رژیم دې په غزې باندې درانه بمونه نه اچوي او له بلې خوا بیا اسرائیل رژیم ته درانه بمونه استوي. امریکا د اوکراین په اپوټه اسرائیل ته د لېږدول شویو وسلو او بمونو راپور او شمېر نه خپروي.  اسرائیل رژیم د کاله کابو څلور میلیارد ډالرې وسلې او بمونه له امریکا څخه تر لاسه کوي.