Dec 16, 2023 11:53 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکو ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. نن هم د ایران د تیرې اونۍ ځینې مهمې پيښې او خبرونه څیړو

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په جنیوال کښې له نړیوالو چارواکو سره د دریو ورځو له کوټلو صلاح مشورو او له خپلو ځینو همرتبه و سره له لیدنې او همداشان د کډوالو په نړیوالې ټولنې کښې له وینا وروسته، تیره جمعه تهران ته راستون شو.

د ایران خارجه وزیر د تیرې اونۍ په سه شنبې د ملګرو ملتو اروپايي مرکز یعنې په سویټزرلینډ  کښې جنیوا ښار ته له رسیدو سره سم، «د فلسطین په نیواکي ټاټوبي کښې د بشري حقوقو وضعیت، د بشري حقوقو نړیواله خبرپاڼه او نړیوال انساني حقوق» نومې غونډه کښې وینا وکړه او په همهغه شپه یې د تیونس او لبنان له خارجه وزیرانو سره وکتل.

د ایران خارجه وزیر د غزې د خلکو خلاف د صهیونیسټي رژیم د وروستیو دوو میاشتو اقدامات د جنګي جنایت او نسل وژنې له څرګنو نښو وبلل او ټینګار یې وکړ چې که په غزه کښې د ملکي وګړو خلاف د آپارټایډ صهیونیسټي رژيم د وحشیانه بریدونو د بندولو لپاره  سمدستي اقدام ونه شي نو د جنګ لمنه به د سیمې له روانو حالاتو لاپراخه او خرابه شي.

هغه جنیوا ته د خپل سفر په دوام کښې، د چارشنبې یا شورو په ورځ د کډوالو په نړیوالې ټولنې کښې له وینا مخکښې د عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان، د اردن له خارجه وزیر ایمن الصفدي او همداشان یې د جاپان له خارجه وزیر یوکو کامیکاوا سره ملاقاتونه وکړل.

په دوا کښې یې د واټیکان، انډونیشیا، لبنان او کویت له جګ پوړو چارواکو سره هم جلاجلا وکتل.

امیرعبداللهیان همداشان د خپل سفر په وروستۍ ورځ د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو له عالي کمشنر فیلیپو ګرینډي، د عراق د کردستان د کورنیو چارو له وزیر ریبر احمد خالد او د بوکینافاسو له خارجه وزیر اولیویا روامبا سره په خپلو ملاقاتونو کښې د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله بحث او خبرې اترې وکړې.

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د کډوالو د نړیوال فورم په غونډه کښې په خپله وینا کښې وویل: هیله لرو چې د ملګرو ملتو او د کډوالو د چارو عالي کمشنرۍ د کډوالو او په تېره بیا په ایران کې د پنځو میلیونو افغانانو په وړاندې خپلو دندو ته پاملرنه وکړي.

"امیر عبداللهیان" زیاته کړه، بې شمېره پوځي مداخلې او له سیمې څخه بهر د قدرتونو نورې مداخلې په داسې حال کې د بې ثباتۍ او ناامنۍ لامل شوي، چې دغه عامل پخپله په ټوله سیمه کې د بې ځایه کېدو د څپو لامل شوی دی. ایران په سیمه کې په خپل شاوخوا کې د امریکا او د هغې د متحدینو د غیر مسوولانه سیاستونو او پوځي مداخلو په نتیجه ګښې نپل شوی بار په اوږو لري.

*/*/*/*/*

د تیرې پنجشنبې په ماښام د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کښې د راسک ولسوالۍ د پولیسو په مرکز باندې په شوې ترهګرې حملې کښې ۱۲ پولیس ځواکونه شهیدان شول.

جیش الظلم ترهګرې ډلې د دغې حملې پړه منلې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر "سید ابراهیم رئیسي" په یو پیغام کښې د راسک په ترهګره پيښه کښې د شهید شویو ځوانانو له کورنیو سره د ژورې غمرازۍ په څرګندولو سره ټینګار وکړ: پیاوړي امنیتي او انتظامي ځواکونه دې ددغه جنایت عاملان او آمران زرترزره معلوم کړي چې د خپلو شرمناکو کړنو سزا وویني.

د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر "محمد باقر قالیباف" هم په یو پيغام کښې ولیکل: د پلیدو دښمنانو او د تکفیري او ورانکارو ډلګیو له خوا د ایران د امنیت او اقتدار خلاف ترهګر جنایتونه او پيښې څه نوې نه دي او هغوي تل په خپلو اقداماتو سره هڅه کړې ده چې د ایران د ولس اراده کمزورې کړي خو پوه دې شي چې دا بې اغیزې تحرکات به یې سخته سزا ولري.

د ایران د قضائیه قوې مشر "غلام حسین محسنی‌ اژه‌اي" هم په راسک ولسوالۍ کښې د پولیسو د ډله ایز شهادت په تسلیت سره، د دغې ترهګرې پیښې د جنایتکارو عاملانو په سزا کیدو ټینګار وکړ.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د هیواد د پولیسو مشر قومندان سردار احمد رادان ته په یو پيغام کښې ولیکل: ترهګر او د هغوي ملاتړي دې پوه شي چې بیشکه به د امنیتي ځواکونو په پیاوړو لاسونو کښې ګیر شي او سخته سزا به ورکړې شي.

د ایران د سیستان و بلوچستان د قبایلو مشرانو هم دغه ترهګره پیښه غندلې ده. په دغه ټول ولایت کښې د شنبې په ورځ عمومي ویر او عزا اعلان شوه.

*/*/*/

د ایران په مختلفو ښاریونو کښې د جمعې له لمانځه وروسته د فلسطین له خلکو په ملتړ کښې یو لاریون وشه.

د تهران، تهران، خراسان رضوي، اردبیل، لرستان، مازندران او کردستان په شمول د ایران په بیلابیلو ښارونو کښې مظاهرچیانو د مړه دې وي اسرائيل او مړه دې وي امریکا په شان شعارونه ورکړل.

ایراني لمونځ کوونکو همداشان د یوشمیر پلی کارډونو په اوچتولو سره په غزه کښې د دائمي اوربند غوښتنه وکړه.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د فلسطین مقاومتي ډلو له غزې (جنوبي فلسطین) څخه د قدس د نیواکګر رژيم د سنګرونو خلاف د «طوفان الاقصی» په نامه عملیات پیل کړل او دغه رژيم د خپلې ماتې د جیره کولو او د مقاومت د ډلو د عملیاتو د بندولو په موخه یې د غزې په تړانګه کښې د خلکو په کورونو او درملیزو او کلتوري ځایونو باندې سختې بمبارۍ وکړې چې له امله یې تراوسه له ۱۸ زرو زیات فلسطیني ښاریز شهیدان شوي دي.

له بلې خوا د ایران د کلتوري میراث، لاسي صنایعو او سیاحت وزیر وویل: ایران د تاجکستان، ازبکستان، قرقیزستان او د ۲۹ نورو هیوادونو د ښاریزو لپاره په یو اړخیزه توګه د ویزې شرط ختم کړ.

«عزت‌ا... ضرغامي» زیاته کړه: د ۱۷ آسیايي هیوادونو، ۶ افریقايي هیوادونو، ۵ اروپايي هیوادونو او د لاتیني امریکې د ۵ نورو هیوادونو د ښاریزو لپاره، ایران ته د سفر په لړ کښې د ویزې شرط ختم شوی دی.

په دې لړ کښې له آسیايي هیوادونو څخه سعودي عربستان، بحرین، قطر، کویت، لبنان، تیونس، ملایشیا ، سنګاپور او هندوستان ته اشاره کوې شو.

*/*/*/*/

د آسیا د هینډبال فیډریشن (AHF) ، ایران په ۲۰۲۴ کال د کښې د آسیا د هلکانو د هینډبال د اتلوالۍ د سیالیو د لسم پړاؤ د کوربه په توګه غوره کړ.

ایران له دې مخکښې په ۲۰۰۶ کال کښې د دغه ډول سیالیو کوربه توب کړی و چې د ایران د ځلمیانو د ټیم په اتلولۍ سره پاې ته ورسید او او اوس پس له ۱۷ کالو، په دې وجه چې په تهران کښې د آسیا د څملیانو او لویانو د ساحلي هینډبال د اتلولۍ سیالۍ او همداشان په اصفهان کښې د آسیا د کلبونو د کپ سیالۍ په ښه توګه ترسره شوې، نو د دغو نړیوالو سیالیو کوربه توب یوځل بیا د ایران په برخه شو.

*/

د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت ویاند وویل: له ګاونډي هیوادونو سره د ایران تجارت د روان لمریز کال په اتو میاشتو کښې ۳۸میلیارډ ډالرو ته رسیدلی چې له ګاونډیانو سره د اړیکو د پراختیا نښه ده.

«علي بهادري جهرمي» تیره سه شنبه په دې خبرې سره چې له ګاونډي هیوادونو سره د اړیکو پراختیا د هیواد په اقتصاد کښې د ۷ فیصده ودې لامل شوې ده، زیاته کړه: په تیرو دوو موسمونو کښې ګاونډي هیوادونو ته د ایران د صاداراتو د ودې ارزښت د تیر کال د ورته مودې په پرتله په ۱۲فیصده ودې سره ۱۸ میلیارډ ډالرو ته ورسید.

او د ایران ذهین محصلین د ۲۰۲۳ کال د آسیايي سیالیو په پاې کښې چې د ملایشیا په کوربه توب ترسره شوې، له ملایشیا او چین څخه مخکښې شول او د سیالیو اتلان شول.

د ایران د څلورو ممتازو محصلینو یوه ډله وتوانیده چې د نوښت لیګ غوره ډیزاین وړاندې کړي او په دې برخه کښې یې اول مقام ترلاسه کړ.

له دې مخکې د ایران د محصلینو ټیم په چین کې د ۲۰۲۳ کال په نړیوالو سیالیو کې دویم مقام خپل کړی و.   

*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه