Dec 18, 2023 13:27 Asia/Kabul
  • په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان ځينی مهمې پيښې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د ځینومهمو پيښو په باب اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه پروګرام کې په پیل کې درته ددغو دواړو هیوادونو د ځینو مهمو پیښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،ا و ورپسې مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آ وریدو ته .... نو هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ........

*/*/*/*/

په کابل کې د جاپان له سفیر سره د   طالبانو د حکومت دداخله وزیر لیده کاته

*/*/*/*/

د افغانستان په  معدنی کانونو کې د پانګونې  ګروهنې

*/*/*/

او په پاکستان کې د ترهه ګرۍ  اوج ته  رسیدا او ددغه هیواد د امنیتي ځواک نیمګړتیاوې، په تیرې اونۍ کې د پاکستان او افغانستان  ځینی مهمې پيښې وې ،نو اوس مو هم رابولوو،دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته

*********************

        د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تیره اونۍ په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره لیده کاته وکړل او په دغې کتنې کې ئې ووئيل،نړیواله ټولنه دې د افغان کروندګرو لباره د کوکنارو د فصل  په خاي  د بل فصل د کښت او د معیشت موضوع ته پام وکړي څو د نشه ایزو موادو د ا نساني بحران عوامل له مینځه یوړل شي.د جاپان سفیر هم  په دغې کتنې کې  له نشه ایزو موادو او فساد سره په مبارزې او د امنیت په تامینولو کې  د کابل دحکومت د هلوځلو په قدرونې سره ټينګار وکړ،جاپان  په افغانستان کې د ثبات ملاتړ کوي.د جاپان د سفیر په وینا، دغه  هیواد په سختو شرائطو کې تل  دنړیوالې  ټولنې له لارې له افغانستان سره مرسته کړې ده او له پاکستانه ئې د  پناه غواړو پراخې ویستنې ته په اشارې سره ، په روغتیائي مسئلو او له نشه ایزو موادو سره په مبارزې ټينګار و کړ، له افغانستان سره به په دې باب مرستې دوام ولري.

 د ملګروملتو د راپور په اساس، په افغانستان کې د نشه ایزو موادو دتولید په ممنوعیّت کې په دغه هیواد کې د کوکنارو کښت ۹۵ فیصده کم شوی دی . په کښت کې دغه بې مخینې کمیدا همداراز  د افغان کروندګرو  عایدات ، له یو اعشاریه  پنځه دیرش میلیارډ  ډالرو څخه یو سل لس میلیون  ډالرو ته یعني  تر  ۹۲ فیصدو پورې کم شوي دی ، چې دمګړئ  ئې  خساره  د نورو محصولاتو څخه د کروندګرو  په عایداتو سره  جبران شوې ده

Image Caption

 

 د سیمې د سیاسی چارو یو کارپوه محسنرویی صفت  په دې باب وائي،  په ۲۰۰۱کال کې په افغانستان  د امریکا له حملې  او په دغه هیواد کې  له سیاسی بدلونونو وروسته ، د ایران اسلامی جمهوریت لومړنی هیواد ؤ چې  په افغانستان کې ئې د  بل فصل  دکښت پلان  مطرح کړ او تمه ئې درلوده  په افغانستان کې  په داخلی  او همداراز په نړیوالو ملاتړونو سره په افغانستان کې د کوکنارو کښت نه یوازې کم شي ، بلکې د  بل فصل په کښت سره  ددغ  هیواد د  خلکو خوراکي موادو په تیره بیا د غَلو اړتیاوې تامینیږي  چې  ورڅخه ملاتړ  ونه شو او اوس طالبان هڅه کوي ،د بل فصل  دکښت پلان  اجرا کړي چې بې شکه  د ایران اسلامی جمهوریت ورڅخه بشپړ ملاتړ کوي.

په تیرې اونۍ کې د ملګروملتو د ماشومانو دملاتړ بسپنې (یونیسف) په یوه راپور کې اعلان وکړ،د راتلونکي کال لپاره ئې په نړۍ کې له تاوان موندونکو ما شومانو سره د مرستې او ارزونې لپاره د  یو اعشاریه څلور میلیون ډالري مرستې غوښتنه کړې ده  او د افغانستان پر ماشومانو  ارزونه  او مرستې  په راتلونکي میلادي کال کې د یونیسف ترټولو لګښتي پروژه ده. دغې ادارې پخپلې اعلامیې کې ټينګار کړی دی،د راتلونکي کال لپاره د نړۍ  په ۱۵۵هیوادونو کې د ۹۴ میلیون ماشومانو پر وضعیّت  د غور په موخې سره ،نهه اعشاریه درې میلیارډ ډالري  مرستو ته اړتیا لري. یونیسف ادارې همداراز روښانه کړې ده،له افغانستانه وروسته په کنګو او سوډان کې  ماشومان له لازیات انسانی بحران سره  لاس او ګریوان دي .  د یونیسف اجرائي مدیرې کاترین راسل  په دغه راپور کې ټينګار کړی دی ،  په میلیونونو ماشومان هماغه شان  د انسان دوستۍ بحرانو نو سره لاس او ګریوا ن دي چې ډيرې پيچلتیاوې  ئې د رامینځةکیدا په حال کې دي او په زیاتیدونکي توګه په دوي  دغور لپاره زمونږ اړتیاوې  زیاتوي.

Image Caption

 

 د ایران د اسلامی جمهوریت  دخراسان رضوي  دتجارتي کوټې  مشر محمد رضاتوکلی زاده  دکانونوپه تخصصي  سمینار کې پخپلې وینا کې ووئیل، معدنی مواد د ایران او افغانستان ترمینځ د تجارتي ترنیګلتیاؤ د ختمولو او د بډایولو د ارزښت د رامینځةکولو په زمینې کې ډير ارزښت لری .د هغه په وینا،باید دافغانستان د کرهڼيزو مځکو د بډایولو او د کاڼو ښه کیفیّت ته  توجه او مناسبه استفاده وشي.توکلی زاده روښانه کړې ده  افغانستنا د کانونو په  تیره بیا د ودانیو د کاڼو  او د وسپنې د کا نونو په برخې کې له خاصو ځانګړنو برخمن  دی .د هغه په ویناډیر بحثونه شوي چې دا امکان شته دی څو وتوانیږو،د ودانیو کاڼي چې دمګړئ دافغانستان پشمول  له نورو هیوادونو ئې واردول ممنوع  دي،ایران ته وارد کړو. توکلی زاده ووئیل،په افغانستان کې د کاڼو ښه کیفیّت او ددغه هیواد په مختلفو مځکو کې بډای کیفیّت ته په پام سره که،مناسبه استفاده ترې وکړئ شو، ځینی امتیازونه لری. د  خراسان رضوي د تجارتی کوټې مشر په وینا،تر ټولو ښه کار دا دی چې دافغانستان له امکاناتو څخه استفاده وکړئ شو.

          تیره اونۍ د افغانستان په کابل کې په غزې کې  د صهیونیسټي رژیم  د جنایتونو به محکومیّت کې م اعتراضیه مظاهرې وشوې. اعتراض کونکو  په غزې تړانګې کې د  اسرائيلو د جنایتونو  په محکومولو سره ، په دې اباب د اسلامی  هیوادونو مرموزي چپتیا باندې  نیوکې وکړې. دوي همدارازد فلسطنییانو په وړاندې له اسرائيلو څخه  دامریکابشبړ او هراړخیز ملاتړ بشری جنایت بللی دی . په دغو مظاهرو کې   ګډون کونکو دغه راز ووئيل، د غزې د بې دفاع  خلکو پراخه وژله  روانه ده چې دا وضعیّت  دزغملو وړ نه دی  او دا په کلکه محکوموي.  درست مسلمانان د یوه بدن په حیثیّت  کې دي اعتراض کونکو دغه راز  د پریکړه لیک  په خپرولو سره ، په غزې تړانګې کې د جنګ د دریدا غوښتنه کړې ، له فلسطینیانو  څخه ملاتړ، فلسطینیانو سره د انسان دوستۍ مرستو رسونې او په د ې باب د اسلامی هیوادونو څخه   دعملی ګامونو  د پورته کولو غوښته کوله.اعتراض کونکو همداراز د  وحشي اسرائيلیانو له خوا د فلسطین د مظلوم او بې څوکه ولس لپاره د اوبو ،خوړو،بریښنا او درملو   غوڅیدا  هم په سخته محکومه  کړه او  وې وئيل دا د انسانیّت په ضد نه بخښونکي اقدامات دي .دکابل په سلګونو ماشومانو هم  له فلسطینیانو څخه  په ملاتړ کې په دغو اعتراضیه غونډو کې  ګډون وکړ، دوی دغه راز چغې پورته کړې چې ، غزه ئې وسوځوله،  ماشومان او ښځې ئې قتل عام کړې  او ناروغان او ټپیان ئې ټوټه ټوټه کړل چرته دي انسانی حقوق،چرته دي اسلامی واکوالان... مونږ باید نن  لاس په لاس کې ورکړو، څو غزه وژغورو ، دغزې اوسیدونکي مظلوم ماشومان او ښځې وژغورو او پخپل انساني او اسلامی دندو عمل وکړو.

Image Caption

 

                په تیرې اونۍ کې په پاکستان کې  هم یولړ بدلونونه رامینځة شوي  چې ترټولو مهمه پکې د پاکستان د امنیتي ځ واک پر یوې پُستې د ترهه ګرو ناڅاپي برید ؤ. ددغه هیواد د پوځ د  اعلامیې په اساس،د خیبرپختونخواه صوبې له ډيره اسماعیل خان سره نزدې  په درابن ښارګي کې د امنیتی ځواک په یوې پلټونکي پستې باندې د ترهه ګرې حملې د وژل شوو کسانو شمیر ۲۳ تنو ته رسیدلی دی.د خپرئې شوي خبرتیا په اساس،شپږو جنایتکارو ترهه ګرو نیّت درلود امنیتي پُستې نه ننوځي،خو د هغوی ددغې حملې په شنډیدا پسې   ئې له چاودیدونکو توکو ډک یو ګاډي د پستې پر دیوال وجنګاوه چې د هغې ودانئ د نړیدا او پکې د ۲۳ امنیتی ما مورانو د وژل کیدا سبب شو.البته  راپورونه ښئ چې شپږ  واړه ترهه ګر هلاک شوي دي .  وئیل کیږي ،په دغې پیښې کې  کابو ۲۶کسان ټپیان شوي هم دي. ددغې جنایتکارې حملې مسئولیّت هم دتحریک جهاد پاکستان نومې ترهه ګرې ډلګۍ  چې د ټي ټي پي یوه څانګه ښکاریږي،په غاړه اخستی دی..

په عین حال کې  په اسلام اباد کې د پاکستان خارجه وزارت د افغانستان د سفارت سلایار  احضار کړی او په دې باب ئې ورته سخت اعتراض رسولی دی.د پا کستان اړونده مسئولانو وئيلی دي ،افغانستان د ترهه ګرو د مشرانو او دهغوي د پټنځایونو په ضد چې په افغانستان کې ئې ځالې دي،هیڅ ډول  اقدامات نه کوي،چې  باید افغان حکومت د پاکستان په ضد دافغانستان له خاورې دترهه ګرو د استفادې د مخنیوي لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي،که داسې نه وي نو دپاکستان پوځ اوحکومت به پخپله ددغو ترهه ګر په ضد لاس په کار شي.

Image Caption

 

               تیره اونۍ د پاکستان یوې محکمې د غلا په تورونو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نوازشریف محکومیت لغوه کړ او ددغه هیواد په پارلیماني انتخاباتو کې د هغه د شتون لباره  ئې لاره لا هواره کړه .  نوازشریف په ۲۰۱۸کال کې په عربتسان کې د فولادو د یوې کارخانې د تاسیس  لپاره د کافی شتمنیو د ترلاسه کولو دڅرنګوالی په  توضیح  کې  د بې وسۍ په دلیل په اوه کلن بند محکوم شوی ؤ. د هغه  د وکیل په وینا د اسلام اباد   لوړې محکمې دغه فیصله باطله کړې ده.روئيټرز خبری آزانس راپور ورکړی دی،د نوازشریف  ګوندیعني مسلم لیګ ن څانګې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،چې هغه د صدراعظمۍ لباره  ددغه ګوند یوازینۍ ټاکنه ده .د پاکستان  دغه سیاستوال  په لندن کې  له څلور کلنې خودساخته جلاوطنۍ وروسته  په تیر اکتوبر میاشت کې بیرته خپل هیواد ته ستون شو .اوس یوازینی خنډ چې په انتخاباتو کې د هغه د کاندیدیدا دلارې په سر موجود دی، په حکومتي څوکیو  کې د هغه مدام العمر ممنوعیّت دی  چې  وئیل کیږي،داسې ښکاري دغه ممنوعیّت به هم ډیر زر ختم شي او  ممکنه ده د نوازشریف بیا واک ته د رسیدا  او دصدراعظمۍ په څوکۍ د   څلورم ځل لپاره د کیښناستولپاره  به ټوله لاره هواره شي. 

ټاکل شوې ده د پاکستان پارلیماني انتخابات  د ۲۰۲۴کال د فررورۍ په اتمه نیټه په درست هیواد کې ترسره شي.

ډیری کارپوهان او شناندي وائي چې پاکستان ته د نوازشریف په داسې حال کې بیرته ستنیدا  چې ددغه هیواد سترې محکمې د هغه د زنداني کیدا او  سیاسی صلاحیّتونه  لغوه کړي وو، ددغه هیواد له بیوروکریسي  په تیره بیا د پوځي چارواکو  سره د سازباز او  د یوې معاهدې په اساس ترسره شوي وي.

     دوستانو  ددغه اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې له تاسو اجازت غواړو ،سرلوړي او  بریالی اوسوکاله ووسئ. 

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه