Feb 15, 2024 12:38 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا (۵۷) د حضرت مهدي «عج» ظهور

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د هیلې رڼا نومي لړۍ له (۵۷م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. دوستانو په دغه پروګرام کې د حضرت مهدي (عج) له پاڅون څخه وروسته، د هغوی ځینو ستونزو ته اشاره کوو.

له کعبې څخه د حضرت مهدي (عج) نړیوال پاڅون، که څه هم د خلکو د روښانه راتلونکي لپاره هیله بخښونکی دی، مګر د دې ستر هدف تر پلي کېدو پوري، د هغه حضرت او د دوی د یارانو پر وړاندې ډېری ستونزې، سختۍ او خنډونه شتون لري. له هغه ځایه چې په مهدوي نړیوال حکومت کې، ظلم او ستم، تبعیض او فساد، جهل او خرافات ځای نه لري، سلطه غوښتونکي دولتونه، منحرف فکري او سیاسي بهیرونه او د قدرت او مال خاوندان، په هر دین او موخې سره، له هغه سره مقابله کوي. ځکه، دوی په ظلم، چل او فریب او اقتصادي فشارونو سره، خلک تر خپلې سلطې لاندې راوستي دي او له دې لارې، خپلې نامشروع ګټي برابروي.

په دې توګه، هغه لومړني کسان چې د امام زمان بلنه نه مني او له هغوی سره جګړه پیلوي، د مسلمانانو له ډلې څخه دي. د دوی ځیني کسان د خلکو د غولولو، مال او قدرت او کسب او شیطاني ګټو ته د رسېدو لپاره، له اسلام څخه استفاده کوي. سفیاني چې مخکې مو د هغه د حرکت او جنایتونو او د حضرت صاحب الزمان د وژلو لپاره، د هغه د لښکریانو په اړه خبرې وکړې، د دې په ظاهره مسلمانو، مګر ظالمو او ویني تویوونکو کسانو له ډلې څخه دی.

همدارنګه ځیني نور کسان هم شته چې یوازې د خپل ځان د هوسایني او آرامتیا په لټه کې دي. دوی پوهېږي چې له مهدي موعود سره له بیعت وروسته، باید د نړۍ د ټولو کسانو د عدالت، هوساینې او آرمتیا په لاره کې هڅه وکړي او په دې لاره کې ډېری ناخوالي او کړاوونه وګالي او په همدې علت، د هغه حضرت له پیروۍ څخه یې ډډه کوله. دوی د ظالمو او فاسدو حکومتونو په سیوري کې، هوسا ژوند ته لومړیتوب ورکوي او حتی نور کسان هم د نړیوال وروستي مصلح له ملګرتیا څخه منعه کوي.

د مسلمانانو یوه بله ډله چې د هغه حضرت پر وړاندې درېږي، هغه ناپوهه او متعصب کسان دي، چې ځانونه یې د هغوی د پاڅون لپاره چمتو کړي نه دي، چې د خپل ګران نیکه د دین ژغورلو لپاره د انحرافي افکارو، بدعتونو او خرافاتو له منځه وړلو په موخه، د رسول اکرم (ص) د زوی اقدامات، د دوی لپاره د منلو او زغملو وړ نه دي. په اوسني وخت کې په ظاهره د ځینو اسلامي فرقو او بهیرونو باورونو ته کتنه، د دې ښودنه کوي چې د دوی یو شمېر بهیرونه اصولا امام زمان(عج) او د هغه ظهور او پاڅون نه مني. له همدې امله، که هغه الهي ولي په اوسني وخت کې ظهور وکړي، دوی خپله هغه او د هغه مذهبي لارښوونې او دیني اصلاحات ردوي او له مهدي موعود سره جګړه پیلوي.

د هغه بزرګوار له نورو مخالفانو څخه، ځیني فرقې، ډلې او کسان دي، چې له خرافاتو او له غیر منطقي باورونو او له قرآن او د پیغمبر له سیرت سره له مخالفته پیروي کوي. او د خپلې ناپوهۍ له امله، له دروغجنو، حیله ګرو او فرصت غوښتونکو کسانو څخه پیروي کوي. طبیعي ده کله چې حضرت بقیة الله (عج)، خالص اسلام د قرآن او د رسول اکرم (ص) د واقعي سنتو له مخې خلکو ته معرفي او هغه پلی کړي، دا ډول منحرف کسان او بهیرونه، هغه له جعلي اسلام سره مخالف ویني او حتی ادعا کوي، چې هغه حضرت نوی دین راوړی دی.

رسول الله( ص) د داسې ورځي وړاندوینه کړې او په یوه حدیث کې فرمايي: داسې وخت به راشي چې له اسلام څخه به له نوم پرته او له قرآن څخه به له رسم او اثر پرته، نور هېڅ پاتي نه شي. په داسې وخت کې خدای تعالی هغه ته د پاڅون اجازه ورکوي او د هغه په وسیله اسلام پیاوړی او نوی کوي. د امام صادق (ع) د وینا له مخې، د رسول الله بزرګوار لمسی، اصولا منجي موعود، له دې اړخه مهدي بلل کېږي، چې خلک له منحرف اسلام څخه د واقعي اسلام په لوري هدایتوي او له همدې امله، قائم نوم ورته ورکړل شوی، چې د حق د پلي کېدو لپاره پاڅون کوي.

هغوی په یوه بل حدیث کې ټینګار کوي: حضرت مهدي، هماغه کار چې رسول الله ترسره کړ، ترسره کوي، پخواني بدعتونه له منځه وړي، لکه څنګه چې د خدای رسول د جاهلیت د وخت اعمال داسې کړل او اسلام ژغوري. له همدې امله ده چې حضرت ولي عصر(عج)، په بېلابېلو دعاګانو کې د قرآن او د خالص اسلام د غوره تعالیمو ژوندی کوونکی بلل شوی دی.

حضرت مهدي (عج) له غیر مسلمانانو سره په مخامختیا کې نرمه تګلاره لري، ځکه چې د دوی ډېری کسان نه دا چې له هغه حضرت سره کومه دښمني نه لري، بلکې له بې هویتي، لوږې، فساد او ظلم څخه د خلاصون لپاره، د یوه ژغورونکي په تمه دي. مګر د دوی ظالمان او سرکشان له امام سره جګړه کوي، ترڅو پر نورو هېوادونو باندې د دوی اقتصادي، سیاسي، کلتوري او پوځي سلطه، له ګواښ سره مخ نه شي.

د حضرت حجت (عج) په جګړو کې ترټولو مهم ټکی دا دی، چې هغوی له هرې جګړې مخکې، لومړی خپل ځان او د خپل پاڅون سترې موخې بیانوي او له دښمنانو څخه غواړي چې په سوله ایز ډول حق ومني، ترڅو په امن کې و اوسي. له جګړې څخه مخکې دا ډول د حقایقو بیانول او حجت بشپړول، په حقیقت کې د رسول الله اود هغه حضرت د نسل د نورور نیکونو تګلاره ده او باطلې جبهې د پوځیانو په منځ کې، خورا زیاته اغېزه لري او د دوی ډېری کسان له جګړې څخه په شا کوي.

یو هغه څوک چې د حضرت ولي عصر (عج) په مخ کې او د غیر مسلمانانو د نظر په جلبولو کې مهم رول لري، حضرت عیسي (ع) دی. هغوی چې د خپلې وژنې له توطئې وروسته، د خدای په امر سره آسمان ته تللی دی، د آخرالزمان د منجي له پاڅون وروسته، په بیت المقدس کې له آسمان څخه ښکته کېږي او له هغه حضرت سره بیعت کوي.

حضرت امام علي (ع) دا ستره او شانداره پېښه په دې ډول بیانوي: حضرت مهدي بیت القمدس ته ځي او د هغه په امامت سره د جماعت لمونځ ترسره کېږي. نو د یوې جمعې په ورځ چې د جمعې لمونځ په هغه ( الاقصی جومات) کې ترسره شوی دی، حضرت عیسی (ع) له آسمان څخه ښکته کېږي. نو حضرت مهدي(عج) هغه ته وايي:  اې د بتول مریمې زویه، په لمانځه کې د خلکو د جماعت امام و اوسه.

عیسی وايي: د لمانځه امامت ستاسو لپاره ټاکل شوی دی. نوحضرت مهدي د خلکو د لمانځنه د امامت لپاره مخکې کېږي او عیسی د هغه ترشا درېږي او له هغه سره بیعت کوي. لکه څرنګه چې حضرت مسیح ټینګار کوي، خدای تعالی هغه یې د حضرت بقیة الله د وزیر په توکه ټاکلی او نه د کوم حاکم او امیرپه توګه.

په دې بیان سره، ښکاره ده چې د مسیحیانو د پیغمبر بیعت له مهدي موعود سره، د دې دین د پیروانو په منځ کې د هغه بزرګوار په منلو او مقبولیت کې ډېر رول لري. له دې سربېره، حضرت عیسي په ځینو جګړو کې، له هغې جملې له دجال سره په ستر جنګ کې، د قوماندان مقام پر غاړه لري او په ټوله کې د صاحب الزمان د نړیوال غورځنګ په لاره کې خورا مهم رول لري.

د خدای په دربار کې په دعا سره له هغه څخه غواړو چې د ولي عصر (عج) په ظهور سره، د اسلام له مبارک دین څخه بدعت او شک او شبهه له منځه یوسي او وايو:

« ... اللَّهُمَّ جَدِّدْ بِهِ مَا امْتَحَى مِنْ دِینِکَ وَ أَحْیِ بِهِ مَا بُدِّلَ مِنْ کِتَابِکَ‏ وَ أَظْهِرْ بِهِ مَا غُیِّرَ مِنْ حُکْمِکَ حَتَّى یَعُودَ دِینُکَ بِهِ وَ عَلَى یَدَیْهِ غَضّاً جَدِیداً خَالِصاً مُخْلِصاً لاَ شَکَّ فِیهِ وَ لاَ شُبْهَةَ مَعَهُ وَ لاَ بَاطِلَ عِنْدَهُ وَ لاَ بِدْعَةَ لَدَیْهِ‏ ...

اې خدایه! د هغه ( حضرت مهدي) په وسیله، هغه څه چې ستا له دین څخه هېر شوي دي، تازه کړه او هغه څه چې ستا د کتاب په معنی کې بدلون راغلی دی، ژوندی او روښانه کړه او هغه څه چې ستا په احکامو کې بدلون راغلی، ښکاره کړه، تردې چې ستا دین د هغه په لاس تازه او له عیبه پاک او خالص شي او هېڅ شک او شبه پکې نه وي او له هغه سره کوم باطل او بدعت پاتي نه شي.

ژباړه: زماني

ټیګونه