Feb 17, 2024 12:58 Asia/Kabul
  • د هیلې ړنا ۶۰ / د حضرت مهدی عج نړیوال حکومت

په دغه برخه کې چي د روانې لړۍ وروستۍ برخه ده، تاسو عزیزانو ته د حضرت مهدی اخر الزمان عج د نړیوال حکومت د جوړېدو او د هغه د ځانګړنو په هکله معلومات درکوو.

په نړۍ باندې د فاسدو او ظالمو قدرتونو د ولکې له ختمېدو وروسته، د حضرت مهدی موعود عج له خوا د الهي وعدې د پوره کېدو وخت رسیږي او د نړۍ د ټولو خلګو د دنیوي او اخروي نیکمرغۍ لپاره یوه نړیوال او عدالت پال حکومت جوړیږي. همهغه وعده چي متعال خدای په کښې له خپلو صالحو او غورو بندګانو څخه د ځمکې د وارثانو په توګه یادونه کوي. دا ښکاره خبره ده چي په ټوله نړۍ کې د اسلام د ځلانده او ژغورونکو تعالیمو پر بنیاد باندې د یوه مهدوي حکومت رامینځته کېدا یوه ډېره ستونزمنه چاره ده چي د متعال خدای له مدده پرته او د خدای د ولي او د مخصلو بندګانو له هلو ځلو ماسېوا ممکنه نه ده. د حضرت امام زمان عج تر ټولو مهم ماموریت چي په مختلفو ډګرونو کې د هغوی دریځ څرګندوي، د اسلام د مبارک دین د ژغورونکو تعالیمو پر بنیاد باندې د یوه پراخ بنسټه او نړیوال حکومت جوړېدا ده.د اسلام مبارک دین، د کمال په لور هدایتوونکی او له ټولو اسماني دینونو څخه زیاته بشپړه دین دی، داسي دین چي متعال خدای د بشریت د هدایت او هر اړخیز سعادت په هدف د هغه د نړیوالې ولکې زیرۍ ورکړی دی.  د توبې د مبارکې سورې په ۳۳ ایت کې متعال خدای فرمایلی دی: هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَىٰ وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ

دى همغه ذات دى چي خپل پیغمبر یې له هدایت او حق دین سره ولېږه چي هغه (دین) په نورو دینونو بریالي وګرځوي، که څه هم د مشرکانو خوښه نه وي.)

د اسلام تعالیم یوه بشپړه پروګرام دی چي د انسانانو شخصي او ټولنیز ژوند د ارامښت، هوساینې او نیکمرغۍ په لور هدایتوي.  دا بدلونونه هم هغه دي چي په روایتونو کې د حضرت مهدی عج د نړیوال حکومت په هکله راغلي دي.

د اسلام مبارک دین د انسان وده او کمال هم په مادي او هم په معنوي ډګرونو کې په نظر کې نیولی دی. غیر الهي او مادي فلسفې مکتبونه، یوازې د خلګو مادي اړتیاو ته اهمیت ورکوي، حال دا چي د مادي اړتیاو په تامینولو کې هم پاته راغلي دي.  دغه غربې فلسفې مکاتب چي ورته زیات تبلیغات هم کیږي انسان داسي یو موجود ګڼي چي باید یوازې د هغه خوراک، جامې او شهواني ګروهنو ته پاملرنه وشي. د دغو تنګ نظرو اهدافو د پوره کېدو لپاره د غربیانو طرحې په اقتصادي ډګر کې د تبعیض، پرګنیز واټن او بې وزلی زیاتوالې شوې ده، د غربیانو د دغو فلسفي مکتبونو د عملي کېدو په نتیجه کې ټولنیزې  ناخوالې، فساد او فحشا هم زیاته شوې ده. دې ته په کتو سره، د ظهور له نژدې کېدو سره، انسانان نور له دغو فلسفې مکتبونو، ناکامو تجروبو، بې وزلی او فساد څخه ستړی کیږي او د یوه داسي کس انتظار باسي چي له دغه شان خواشینوونکي حالت نه یې وژغوري.  حضرت امام زمان عج په خپل ظهور سره، په ټولنې باندې معنویت واکمن کوي او د انسانانو زړونو ته په الهي نور سره، ځلا بخښي.  خلګ د دې پر ځای چي مادیات او شهوات د خپل ژوندانه بنیاد وګرځوي، الهي او انساني ارزښتونو ته زیاته توجه کوي او خپل ژوند له پلیدیو او ګناهونو څخه پاکوي. په ټولنه کې له نورو سره ورورولي، ارامښت او خوشحالي د دغه روحي بدلون پایلې دي.

د حضرت مهدی عج د نړیوال حکومت یو تر ټولو مهمه ځانګړنه، په خلګو کې د عدالت پراختیا ده. په داسي ډول چي د اسلام ګرانقدر پیغمبر ص په خپل مشهور حدیث کې فرمایي: له قیامت څخه مخکې زما له اهل بیت څخه یو کس حکومت ته رسیږي چي نوم یې له ما سره، یو شان دی او ځمکه له عدل او انصاف څخه ډکه کړي لکه څنګه چي به له ظلم او زیاتی څخه ډکه شوې وي.»

حضرت صاحب الزمان عج په مختلفو ډګرونو کې عدالت په ځمکې باندې واکمنوي.  هغوی د کسب او کار زمینه د ټولو لپاره په یوه شان برابروي او په دې ډول هر یو کس د خپل زیار، کوښښ او مسلک سره سم، عاید تر لاسه کوي او تبعیض او بې انصافي له مینځه ځي. همدارنګه حضرت امام محمد باقر علیه السلام فرمایي: کله چي د اهل بیت قائم پاڅون وکړي، بیت المال په خلګو کې په یوه شان او عدالت سره، تقسیموي. )

دې ته په کتو سره، په مهدوي ټولنه کې بې وزلي له مینځه ځي او لوی سرمایه داران او شتمن خلګ د ځان د ښودلو او بې انصافي فرصت نه بیدا کوي، په ټولنه کې د مال او منال د غونډولو او د فخر کولو فرهنګ خپل ځای له نورو سره د مرستو د کولو او د بخښنې فرهنګ ته ورکوي او خلګ د مادیاتو پر ځای معنویاتو ته لومړیتوب ورکوي. قضایي دوسیې په عدل او انصاف سره، فیصله کیږي او د نسا د مبارکې سورې ۵۸ ایت باندې پوره پوره عمل کیږي لکه څرنګه چي متعال خدای فرمایي:

اِنَّ اللّٰهَ یَاْمُرُكُمْ اَنْ تُؤَدُّوا الْاَمٰنٰتِ اِلٰۤی اَهْلِهَا ۙ— وَاِذَا حَكَمْتُمْ بَیْنَ النَّاسِ اَنْ تَحْكُمُوْا بِالْعَدْلِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ نِعِمَّا یَعِظُكُمْ بِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟

بېشكه الله تاسو ته د دې حكم كوي چې امانتونه خپلو حقدارو ته وسپارئ او دا چې كله تاسو د خلقو په مینځ كې فیصله كوئ، (نو) په انصاف سره فیصله كوئ، بېشكه الله تاسو ته ډېر ښه نصیحت كوي، بېشكه الله ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى»

د حضرت مهدی عج د حکومت پر مهال د ځمکې د ودانېدو او د خلګو د هوساینې په هکله زیات احدایث نقل شوي دي، په دې هکله د اعراف د مبارکې سورې په ۹۶ ایت کې متعال خدای فرمایلی دی:

وَلَوْ اَنَّ اَهْلَ الْقُرٰۤی اٰمَنُوْا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَرَكٰتٍ مِّنَ السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ وَلٰكِنْ كَذَّبُوْا فَاَخَذْنٰهُمْ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

او كه چېرې د كلیو او ښارونو اوسېدونكو ایمان راوړى وَاى او پرهېزګاره شوي وَاى (، نو) مونږ به خامخا په دوي باندې له اسمان او ځمكې نه بركتونه پرانستلي واى او لېكن دوى تكذیب وكړ، نو مونږ دوى د هغو عملونو په سبب ونیول چې دوى كول.»

په دې خاطر په مهدوي ټولنه کې انسانان د متعال خدای د رضایت او معنوی کمال په لټه کې دي او متعال خدای هم د خلګو د هوساینې او له زیاتو نعمتونو څخه د هغوی د برخمنېدو زمینه برابروي.

د اسلام ګرانقدر پیغمبر ص هم دې مسالې ته اشاره کوي او فرمایي: د هغه په زمانه کې (یعني حضرت مهدی عج) خلګ داسي نعمتونو ته لاسرسي پیدا کوي چي له هغه مخکې هیچا ورته لاسرسي موندلی نه دي.»

حضرت امام محمد باقر علیه السلام هم په دې اړه فرمایي: د حضرت مهدی عج د حکومت پر مهال د ځمکې پر مخ هیڅ وران ځای نه پاتي کیږي مګر دا چي ودان شي.  دې ته په کتو سره په اخره زمانه کې خلګ د حضرت امام زمان عج په حکیمانه رهبری سره، د بشریت لرغوني هیلې ته رسیږي، هغه هیله چي په کښې، له زیاتو نعمتونو برخمنتیا، هوساینه، مساوات، برابري او د تبعیض له مینځه تلل په کې شامل دي.

هوساینه او شتمني له امنیت پرته نه شي برابرېدای، د مهدوي حکومت یوه بله ځانګړنه هم په ټولنه کې د ارامښت او امنیت برابرېدا ده، هغه که په ښارونو کې، کلیو کې غرونه، بیابانونو او سمندر کې وي، په داسي ډول چي د حضرت علی علیه السلام په وېنا، یوه مېرمنه په یوازې له خپلو سرو زرو او زیور الاتو سره، له اندېښنې پرته له عراق څخه بیا تر شام پورې تلای شي.  په هغه وخت کې د امام زمان ع د نړیوال حکومت په لمنه کې به نه شخصي شخړي او نه هم جنګ وي او خلک به له پوره امنیت او ارامښت څخه برخمن شي. د صاحب الزمان د حکومت یوه بله مهمه ځانګړنه د خلګو د پوهې زیاتوالې او د علم او ټکنالوژی بې سارې پرمختګ دی.  حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په دې هکله داسي فرمایي: که علم ۲۷ برخې وي، د ظهور تر زمانې پورې انسانان یوازې د هغه دوو برخو ته لاره موندلای شي او پاته ۲۵ برخه یې حضرت امام زمان عج خلګو ته پرانیزي. همدارنګه په نورو احادیثو کې بیا له ظهور وروسته، د حضرت مهدی عج د حکومت پر مهال علم او کمال ته د انسانانو ګروهنې ته زیاته اشاره شوې ده. دغو مسائلو ته په کتو سره، د مهدی موعود عج د ظهور او نړیوال حکومت زمانه، د بشریت د ژوندانه زرین پړاو دی چي په باطل باندې د حق په بریا سره، عملي کیږي او د الهي ځلانده تعالیمو په بنیاد او د خدای د صالح ولي او خلیفه په مشری او حکومت سره، یوه بې بدیله او نیکمرغه ټولنه رامینځ ته کیږي.

په پای کې له معمول سره سم، یو ځلې بیا لاسونه په دعا پورته کوو او له متعال خدای څخه غواړو چي مونږ د حضرت مهدی موعود له یارانو څخه وګرځوي څو د هغه حضرت د الهي حکومت برم او عظمت تجروبه کړو. نو په هغه حضرت سلام او درود استوو:

اَلسَّلامُ عَلَى الْمَهْدِىِّ الَّذى وَعَدَ اللهُ عَزَّوَجَلَّ بِهِ الاُْمَمَ، اَنْ یَجْمَعَ بِهِ الْکَلِمَ، وَ یَلُمَّ بِهِ الشَّعَثَ، وَیَمْلاََ بِهِ الاَْرْضَ قِسْطاً وَعَدْلاً، وَیُمَکِّنَ لَهُ، وَ یُنْجِزَ بِهِ وَعْدَ الْمُؤْمِنینَ ،

سلام دې وي پر مهدي چي عزوجل خدای امتونو ته د هغه د راتګ وعده ورکړې څو د هغه په ذریعه ارزښتونه راغونډ او تفرقه لیري کړي او د هغه په لاس ځځمکه له عدل او انصاف څخه ډکه کړي او هغه قدرت او پیاوړی مقام ورکړي او په راتګ یې په هغه وعده عمل وکړي چي مومنانو ته ورکړې ده.