Feb 22, 2024 12:26 Asia/Kabul
  • د ړنا سرچینې ۷۲ / د هدایت ړنا

په دغه برخه کې تاسو عزیزانو ته د رعد د مبارکې سورې د ۱۹ ایت د شان نزول په هکله معلومات درکوو په دې هیله چي تر پایه مونږ سره ملګرتیا وکړئ!

اسلام ته د حضرت پیغمبر ص د بلنې له ښکاره کېدو او د بت پرستی، ناسو رواجونو، زورزیاتی او اقتصادي تبیض په ضد د هغه حضرت د ږغ له اوچتېدو وروسته، مکه کې د ټولنې د مختلفو پرګنیو تر مینځ ټګر راغی. په دغه ټکر کې یوه داسي لږکی چي له کمو امکاناتو برخمن وو، له زور ویونکو او د سیم او زر له خاوندانو سره، سیالي کول. لیکن دغه لږکی د پام وړ امتیازاتو څخه برخمن وه، د انساني حقوقو او د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي تبعیض په وړاندې نوې خبرې د دغې ډلې یوه تر ټولو لوی امتیاز ګڼل کېدی. د دغه ټکر په یوه سر کې د اسلام ګران پیغمبر ص وو چي د بني هاشم له قبیلې څخه وو او په مقابل کې یې ابوسفیان د بني امیې مشر و. په دغو دواړو لورو کې له هرې لورې سره، د مهمو شخصیتونو یو ځای کېدل، په انډول کې د بدلون لامل کېدایشوای.

یو له دغو مهمو شخصیتونو څخه د پیغمبر اکرم ص اکا حمزه بن عبدالمطلب وو چي په قریشو کې ډېر محترم شخصیت ګڼل کېدی او په زړه وړتیا او د زمري په ښکار کې یې شهرت درلوده.

د عبدالمطلب وروستی زوی د اصحاب فیل له پېښې څلور کاله وروسته، پیدا شو، پلار یې ورباندې د حمزه نوم کښېښوده، چي په عربي ژبه کې د زړه ور زمری معنا ورکوي. په حقیقت سره چی دغه نوم حمزه علیه السلام له شخصیتي ځانګړنو سره سمون خوړی. د هغه قد لوړ وو، غښتلی،هډور او چهارشانه وو. د تاریخ لیکونکو په وېنا، د قریش په ځوانانو حضرت حمزه په زړه وړتیا، لوړ قد، مناسب اندام، نامیتوب او له ظلم سره په مخالفت کې بې ساري وو، حمزه په داسي حال کې چي ډېر ښکلی وو خو یو وتلی ، زړه وړ او خورا پیاوړی مبارز هم وو. حمزه له حضرت پیغمبر اکرم ص سره، ډېره ټینګه ملګرتیا درلوده، حمزه د خپل وراره د دښمنانو او مخالفینو پرېکنده مخالفت کول او هغوی ته د نبی اکرم ص د ازارولو او ګواښلو اجازه نه ورکاوه، د حمزه ورور ابولهب د نبی اکرم ص له سختو دښمنانو څخه وو چي خپل ټول عمر یې د نبی اکرم ص سره په دښمني کې ولګول او یوه شېبه یې هم د هغه حضرت له ځورولو لاس وانه خیسته، تر دې چي د متعال خدای له لورې د ابولهب او د هغه د مېرمنې ام جمیل په رټلو کې د مسد مبارکه سوره نازله شوه.

ابولهب د رسول اکرم ص په ګاونډ کې ژوند کول اوتل به یې خپلې کچرې د نبی اکرم ص د کور مخې ته اچولې او په دې کار سره به یې هغه حضرت ځورول. یوه ورځ حمزه علیه السلام چي د نبی اکرم ص د کور مخې ته تېریدی، خپل ورور، ابولهب یې ولیدی چي د نبی اکرم ص د کور مخې ته خپلې کچرې غورځوي، حمزه علیه السلام ورغی او کچرې یې ورڅخه واخیسته، او په سر یې ورتویې کړې او په دې کار سره یې له حضرت نبی اکرم ص څخه خپل ملاتړ وښوده.

د عبدالمطلب په زامنو کې د ابوطالب او اولادونه یې یعني علی علیه السلام او جعفر نه ماسېوا چي مسلمانان شوي وه د پیغمبر اکرم ص نور اکاګان یعني عباس، حارث او ابولهب د نورو قریشیانو په شان، مشرک پاتي وه. تر دې چي یوه ورځ عمرو بن هشام بن مغیره چي په ابوجهل باندې مشهور وو او د بني مخزوم د قبیلې څخه وو په داسي حال کې له حضرت پیغمبر ص سره مخامخ شو، چي هغه حضرت د صفا له غر سره ناست وو، ابوجهل چي د نبی اکرم ص او اسلام دین سره یې زیاته کینه درلوده حضرت نبی اکرم ص ته یې بد او رد ویل شروع کړه او ښکنځلې یې کولې. د قریش د یوه مشر عبدالله بن جدعان مینځې د ابوجهل خبرې واورېدلې. ابوجهل د نبی اکرم ص له سپکاوی وروسته خپلو ملګرو ته چي په مسجد الحرام کې راغوڼد وه، لاړل. حمزه علیه السلام  چي په دغه وخت کې لا هم رسما اسلام نه وو، راوړی، له ښکار څخه د راستنېدو په حال کې و او مسجد الحرام ته روان وو، حمزه تل له ښکار څخه له راتګ  وروسته، لومړی د مسجد الحرام طواف کول او بیا به خپل کور ته ورستنېدل. په دغه ورځ کله چي له ښکار څخه فارغه شوی وو او د طواف لپاره د مکې په لورې روان وو، د عبدالله بن جدعان د مینځې د کور مخې ته تېرېدل چي هغې ورته د ابوجهل له خوا د پیغمبر اکرم ص د سپکاوی په هکله وویل.

مینځې حمزه علیه السلام ته وویل:  که دې لیدلې وای چي ابوجهل ستا وراره ته کومې خبرې وکړې، هغه ته یې ښکنځل وکړ او بداو رد یې ورته وویل او بیا ترې لاړ، خو محمد غلی پاتي شو. ته به ابوجهل سره څه وکړې؟

حمزه علیه السلام چي له ښکاره څخه د راستنېدو په حال کې و  او  لیندۍ په غاړه وه، د مینځې د خبرو په اورېدو سره، سخت په غوصه شو او مسجد الحرام ته لاړی او هلته یې په لیندۍ سره، د ابوجهل سر ورمات کړ، او لیندۍ یې ورباندې توکړې توکړې کړې. حمزه علیه السلام بیا ورته وویل چي ته محمد ته ښکنځل کوې، حال دا چي ما د هغه دین منلی دی او هرڅه چي هغه وایي زه هم وایم، که دې په وسه کیږي هغه څه چي دې محمد ته وویل ماته ووایه ! په دغه وخت کې د بني مخزوم د قبیلې کسانو د ابوجهل ملاتړ ته ور ودانګل، حمزه علیه السلام هغوی ته مخ واړول او وویل: ستاسو په بې عقلی کې همدومره بس دی چي تاسو د کاڼو پرستش کوی، زه د متعال خدای په وحدانیت او د محمد ص په رسالت باندې شهادت ورکوم او که همت لرئ نو ما له اسلام څخه راوګرځوئ! په داسي حال کې چي زه پوهېږم هغه د خدای نبی دی، هیڅ یو څیز ما د هغه له ملاتړ او په هغه باندې له ایمان څخه نه شي راګرځولای. ابوجهل د خپلې قبیلې کسانو ته وویل چي له حمزه سره کار مه لرئ زه په ملامت یم او د هغه وراره ته مي ښکنځل کړی دی.

حمزه علیه السلام د ابوجهل له ډبولو وروسته، پیغمبر اکرم ص ته ورغی، کلیمه شریفه یې وویل او اسلام یې راوړ. په دغه وخت کې د رعد د مبارکې سورې ۱۹ ایت چي د حمزه او ابوجهل تر مینځ توپیر ته اشاره درلوده، نازل شو.

متعال خدای په دغه ایت کې فرمایي:أَ فَمَنْ یعْلَمُ أَنَّما أُنْزِلَ إِلَیکَ مِنْ رَبِّکَ الْحَقُّ کَمَنْ هُوَ أَعْمى‌ إِنَّما یتَذَکَّرُ أُولُوا الْأَلْبابِ

ایا نو هغه څوك چې پر دې پوهېږي چې بېشكه دغه قرآن  په حق سره تا ته د خپل رب له جانبه نازل شوى دى، ، د هغه کافرپه شان دى چې هغه ړوند دى؟ یقینًا یوازې عقلمندان د دغه حقیقت پند اخیستونکي دي.

له هغه وروسته چي اسلام د حمزه علیه السلام په وجود کې ځای ونیوه او د ټولو په حضور کې یې په نبی اکرم ص ایمان راوړ، داسي شعرونه یې وویل چي د هغه په روح او بدن کې د اسلام د ژورو اثراتو ښودونکي وه. د دغو شعرونو مضمون په دا ډوی دي: حمد هغه خدای لره دی چي زما زړه یې اسلام او وحدانیت ته هدایت کړ، داسي دین چي د متعال، عالم او په خپلو بندګانو مهربان رب له خوا راغلی دی. هرکله یې خبرې په مونږ تلاوت کیږي، د هر یو عقلمن اوښکې بهیږي، زمونږ د ټولو باچا احمد مصطفی دی، داسي نه وي چي په خپلو زېږو خبرو سره، هغه وځوروئ، په خدای دې مې قسم وي چي هیڅکله هغه د کافرانو ډلې ته نه ورپرېږدو، مګر دا چي په خپلو تورو سره کافران ورڅخه وشړو.

جالبه خبره دا ده چي حمزه علیه السلام تر زیاتې مودې پورې خپل ایمان څرګند کړی نه وو او پټ یې ساتلی وو، خو کله چي حمزه ایمان راوړ نو د بني هاشم د قبیلې اکثره هغو کسانو چي په پیغمبر ص یې شک لرل، اسلام راوړ او له پیغمبر ص څخه یې ملاتړ وکړ په داسي حال کې چي په هغه وخت کې له یوه کس څخه د هغه د قام او د خپلوانو ملاتړ یوه ډېره مهمه مساله وه.

په حقیقت کې اسلام ته د حمزه علیه السلام تشرف مسلمانانو ته قدرت او روحیه ورکړه، د هغه د ایمان د راوړلو اثرات د سلګونو کسانو د ایمان راوړلو په اندازه وه، تر دې چي د حمزه له مسلمانېدو وروسته، نور مشرکانو د مسلمانانو له ځورولو لاس واخیسته، او اسلام سره د مقابلې لپاره مسلمانانو ته د رشوت ورکولو لاره غوره کړه، مشرکین به مسلمانانو ته ویل چي که له اسلامه واوړي نو ښځې او شتمني ورکوي. دا په دې خاطر وو چي نور مشرکان د مسلمانانو د شکنجه کولو جرعت نه کول.