Mar 06, 2024 14:58 Asia/Kabul
  • د ړنا سرچینې (۷۶) پیروکار هغه دی چي دومداره او سوکه سوکه تګ وکړي  

لکه څرنګه چي پوهېږئ په دغه خپرونه کې تاسو عزیزانو ته د مختلفو ایتونو د شان نزول په هکله معلومات درکوو نو که غواړئ د دې اوونۍ د ایتونو شان نزول او اړوند حکایت واورئ،

 په ننۍ خپرونه کې به تاسو سره د حجر د مبارکې سورې له ۹۴ بیا تر ۹۷ ایتونو پورې د حکایات او شان نزول په هکله وږغېږو.

لومړی را به شو د هغو پېښو په اړوند حکایت او کیسه تاسو ته بیان کړو کوم چي له هغه وروسته د رعد د مبارکې سورې دغه دواړه ایتونه د اسلام په ګران پیغمبر ص باندې نازل شول.

د دغو مبارکو ایتونو پورې اړونده کیسه د نبی اکرم ص د نبوت دریم کال ته ورګرځي. هغه مهال کې ډېرو محدودو کسانو په هغه حضرت ایمان راوړي وه، دغه محدود کسان چي د نبوت په ړنا یې زړونه روښانه شوي وه یو حضرت علی بن ابیطالب علیه السلام وو او بله بیا د نبی اکرم ص وفاداره مېرمنه حضرت خدیجه سلام الله علیها وه.

په نارینه و کې لومړنی کس چي په اسلام مشرف شو او د نبی اکرم ص په نبوت اقرار وکړ حضرت علی علیه السلام وو او په ښځینه و  کې بیا حضرت بی بی خدیجه وه، البته ابوطالب هم په لومړیو کسانو کې و خو له خپل وراره څخه د ملاتړ په موخه خپل ایمان پټ ساتلی وو، تاریخ کې راغلی دی چي یوه ورځ ابوطالب د خپل زوی جعفر سره یو ځای د پیغمبر مبارک ص کور ته راهي شو. هلته یې پیغمبر ص د لمانځه په حال کې ولیده، په داسي حال کې چي حضرت علی هم ورپسې ولاړ و. ابوطالب او جعفر دواړو د دې صحنې په کتو سره تر تاثیر لاندې راغلل او دواړو د نبی اکرم ص شاته او د حضرت علي تر څنګ لمانځه ته ودرېدل. ابوطالب د حضرت علی ښي اړخ او جعفر یې کیڼ اړخ کې و، که څه هم د دغو لمونځ کوونکو شمېر کم و لیکن د متعال خدای په مینه کې ډوب شوي وه.

همکار صاحب یاده کیسه کې خو شک نه شته ځکه چي د ۱۸ صحابو له خوا روایت شوی دی خو فکر کوم چي په هغو محدودو کسانو کې چي په حضرت نبی اکرم ص باندې ایمان راوړې وه، یوه یې لور حضرت بی بی فاطمه هم وه.

البته بی بی فاطمه له همهغه ماشومتوبه مسلمانه وه ځکه چي بی بی فاطمه له بعثت نه ۵ کاله وروسته زېږېدلې وه  نو ځکه په هغه لومړیو کې یا پیدا شوې نه وه او که هم وه نو ډېره وړوکې وه. بله دا چي بی بی فاطمه سلام الله علیها د خپل پلار تر څنګ په داسي یوه کور کې لویه شوې وه چي مور یې بی بی خدیجه هم مسلمانه وه او پلار خو یې د خدای پیغمبر وو نو که په لومړیو کسانو کې نه وه، لیکن داسي یوه کس وه چي دنبوت په لمنه کې روزل شوې او له ماشومتوبه ایمانداره وه او هیڅکله یې هم د خدای نه ماسېوا د بل هیڅ معبود پرستش نه وه کړې. البته حضرت علی همداسي وو، هغه هم له ماشومتوبه د نبی اکرم ص له خوا روزل شوی وو او هیڅکله یې د بتانو پرستش نه وه کړې.

همکار صاحب باید له خپل بحص څخه لیري نه شو، را به شو بیرته د هغو پېښو پورې اړوندې کیسې ته چي وروسته یې د حجر د مبارکې سورې له ۹۴ څخه بیا تر ۹۷ پورې ایتونه نازل شول.

له بعثت نه وروسته، په لومړیو کلونو کې نبی اکرم ص په خصوصي غونډو کې خلګو ته بلنه ورکاوه، او له توندو خبرو یې ډډه کاوه څو مشرکان په غوصه نه شي، نو ځکه پیغمبر مبارک ص یوازې مناسبو کسانو ته یې د ایمان بلنه ورکاوه، په دې خاطر د قریش مشرانو هم خپلې عیاشۍ کولې او د نبی اکرم ص بلنه یې ډېره جدي نه ګڼله او توکې یې بللې. البته دا یو تاریخي دلیل هم لري ځکه چي د اسلام د ګران پیغمبر ص نه مخکې ځینو کسانو به د شخصي ګټو لپاره د نبوت دعوې کولې چي له یوې مودې وروسته، خلګو ته رسوا کېده او دوام یې نه شوای پیدا کولای.  دې ته په کتو سره کله چي ابوسفیان د نبی اکرم ص د نبوت او اسلام ته د بلنې په هکله واورېده، نو وویل چي محمد هم د مخکنیو مدعیانو په څېر ډېر ژر ستړی او ستومانه شي او څوک به په خبرو یې باور نه وکړي او هېر به شي.

البته باید دامو هم په پام کې وي، چي د مکې فضا یوه ډېره له جهالت ډکه فضا وه چي د هر ډول بلنې ځواب به یې په مسخرو او سپکاوی سره ورکول. یوازې په الهي مرستې سره، یو کس د کفارو د مشرانو په خلاف خبرې کولایشوای او د هغوی خدایان یعني بتان چټي بللایشوای.

حضرت نبی اکرم ص د شعرا د مبارکې سورې د ۲۱۴ ایت له هدایت سره سم، بلنه یې لومړی په خپلو خپلوانو او خپل قام کې پیل کړ.

په حقیقت کې هم اصلاح باید له خپل کور او کورنۍ څخه پیل شي، هغه وخت کې په مکه کې قومي خبرې ډېرې زیاتې وي، حضرت نبی اکرم ص هم اسلام ته د بلنې لپاره د خپل قام ملاتړ ته ضرورت لرل، په دې خاطر له سوچ او فکر وروسته، نبی اکرم ص د بني هاشم ۴۵ مشرانو ته بلنه ورکړه او یوه میلمستیا یې جوړه کړه، حضرت نبی اکرم ص غوښتل چي په مېلمستیا کې هم د خپل نبوت اعلان وکړي او هغوی اسلام ته راوبولي، خو د هغه حضرت تره ابولهب د چټي او سپکو خبرو په مطرحولو سره، له نبی اکرم ص څخه د تبلیغ فرصت واخیسته.

نبی اکرم ص د الهي امر د پر ځای کولو په موخه په سبا ورځ هم یادو کسانو ته بلنه ورکړه، خو دا ځلې له مېلمنو سره خپلې خبرې د متعال خدای په حمد او ثنا او د خدای په وحدانیت باندې په اقرار کولو سره پیل کړ، او وفرمایل: هیڅکله د یوې ټولګۍ لارښود هیڅکله خپلو کسانو ته دروغ نه وایي، په لاشریک خدای دې مي قسم وي چي زه ستاسو او د ټولې نړۍ لپاره د خدای رسول ګرځول شوی یم. په خدای دې مي قسم وي لکه څرنګه چي ویده کیږئ او بیا له خوبه راکښېنئ، همدغه شان مړ کیږئ او بیا راژوندي کیږئ او د خپلو کړنو حساب به ورکړئ او د نېکانو لپاره د خدای تل پاته جنت او بدکارانو لپاره تل پاته دوزخ په دا ډول دی. بیا یې وفرمایل: هیڅوک د خپلو کسانو لپاره له هغه څه چي ما تاسو ته رواړی دی، غوره څیز نه دی راوړی. ما تاسو ته د دنیا او اخرت ښېګڼه راوړې ده. خدای پاک ماته امر کړی چي تاسي د هغه په لور وبولم، په تاسو کې څوک به زما ملاتړ شي څو په تاسو کې زما ورور، وصي او ځایناستی شي؟ د نبی اکرم ص د خبرو په ختمېدو سره، په مجلس کې چوپتیا واکمنه شوه، دغه وخت کې حضرت علی چي د ځینو روایتونو له مخي یوازې ۱۳ کلن او ځینو روایتونو کې ۱۵ کلن وو له خپل ځایه راولاړ شو او نبی اکرم ص ته وویل اې د خدای پیغمبره زه دې ملاتړ ته تیار یم. نبی اکرم ص حضرت علی ته وویل چي په خپل ځای کښېنه، بیا یې له سره، پوښتنه وکړه چي څوک یې ملاتړ ته تیار دی او ایمان راوړي؟ خو هیڅوک ورته ځواب ورنه کړ، نو پیغمبر مبارک ص وفرمایل: اې خلګو پوه شئ!!! ستاسو په مینځ کې علی زما ورور، وصي او ځایناستی دی!! د هغه خبرې واورئ او د هغه پیروي وکړئ.

له دغو خبرو وروسته، مجلس پای ته ورسیدل او هغوی د نبی اکرم ص اکا ابوطالب ته په پوزخند سره وویل، محمد امر وکړ چي له خپل زوی علي څخه پیروي وکړې او امر یې ومنې.

د نبی اکرم ص تر رسمې بلنې وروسته، او د هغه حضرت د نبوت د خبر په خپرېدو سره، د قریش مشرانو د بلنې په جدیت باندې پوه شول په دې خاطر اول په تورونو، مسخرو او سپکاوی سره، له نبی اکرم ص سره مقابلې ته ور ودانګل. هغوی په دې کار سره، غوښتل چي په خلګو کې د نبی اکرم ص شخصیت له مینځه یوسي. دغې سپکاوی او مسخرې له اسلام څخه د خلګو په هرکلی باندې ناوړه اثر وکړ. نبی اکرم ص له دې نه سخت خفه شو او د خپل د رسالت په وړاندې یې یو خنډ وبلل. لیکن متعال خدای هغه ته امر وکړ چي خپله بلنه په عامه مطرح کړي او ښکاره یې کړي او خلګو ته د اسلام د منلو بلنه ورکړي. متعال خدای د حجر د مبارکې سورې په ۹۴ ایت کې پیغمبر اکرم ص ته وفرمایل:  فَاصْدَعْ بِما تُؤْمَرُ وَ أَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِکینَ: یعنی په هغه څه چي پرې مامور ګرځول شوی یې ښکاره کړه او له مشرکانو مخ وګرځوه.

متعال خدای په دغه ایت کې د رسالت د راتلونکي پلان اعلان کړ او نبی اکرم ص ته امر وکړ چي د مشرکانو د مشرانو په کیسه کې نه شي او د مسخره کوونکو په وړاندې له صبر او زغم څخه کار واخلي او په عامو خلګو کې خپله بلنه پیل کړي او غمجن نه شي. له هغه وروسته متعال خدای نبی اکرم ص ته د زړه ډاډینه ورکړه چي ملاتړ یې کوي، متعال خدای د حجر د مبارکې سورې په ۹۵ ایت کې فرمایي: «إِنّا کَفَیْناکَ الْمُسْتَهْزِئِینَ : یعنی مونږ د مسخره کوونکو (شرّ) به له تا څخه لیري کړو.

بیا د حجر د مبارکې سورې په ۹۶ ایت کې متعال خدای د مسخره کوونکو په اړه فرمایي: «الَّذِینَ یَجْعَلُونَ مَعَ اللّهِ إِلهاً آخَرَ فَسَوْفَ یَعْلَمُونَ.

ژباړه: هغوی داسي کسان دي چي له الله سره نور معبودان مقرروي لیکن ډېر ژر به د خپلو شومو کارونو له پایلو خبر شي.

متعال خدای په ورپسې ایت کې د خپل پغمبر د زړه د ډاډینې لپاره فرمایي: « وَ لَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّکَ یَضِیقُ صَدْرُکَ بِما یَقُولُون: مونږ پوهېږو چي د هغوی خبرې ستا سینه تنګیږي او غمجنیږي.

متعال خدای بیا په دوام کې د حجر په ۹۸ ایت کې فرمایي: فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ وَ کُنْ مِنَ السّاجِدِینَ: د خپل رب تسبیح وکړه او د هغه په وړاندې سجده وکړه.!!!

ګرانو اورېدونکو دا د دهغو پېښو کیسه وه چي د حجر د مبارکې سورې د ۹۶، ۹۷ او ۹۸ ایتونو نه مخکې رامینځ ته شوې وه او مونږ هم تاسو ته وړاندې کړه خو ...... صاحب فکر کوم چي نور وخت نه لرو او باید خدای پاماني وکړو خو له تلو مخکې که دې له تهران راډیو سره د اړیکو لارې به هم اورېدونکو سره شریک کړو.

زمونږ ایډرسونه درسره یادښت کړئ

www.parstoday.ir/ps  زمونږ د ویب پاڼې درک دی او

[email protected]   زمونږ د ایمیل ایډرس دی.

اوس به هم راشو ټولنیزو رسنیو ته
www.facebook.com/iribpashto  مو د فیسبوک پاڼه ده

او www.instagram.com/iribpashto  مو د انسټاګرام پاڼه ده

همداشان په ټوییټر کې مو هم فالو کولایشئ، پته یې ده twitter.com/tehranradio1 او ټلګرام کې هم فعاله یو چي ایډرس یې دی https://t.me/tehranradio1

نو که کوم وړاندیز او یا هم نیوکې لرئ، زمونږ سره یې شریک کړئ

تر بلې خپرونې مو په متعال خدای سپارو.